دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د جام څلی او زموږ اندیښنې
د جام څلی او زموږ اندیښنې> لیکوالان: پوهاند محمد رسول باوری او دیپلوم انجینرعبدلاحد عباسی > که لیکنه په ښه خبر يبل کړو نو د زياتو تخنيکى،امنيتى او ادارى ستونزو تر حل وروسته له نيکه مرغه په غور ولايت کى د جام څلى شا او خواته د سېلابونو له امله د راوړل سويو خاورو خټو،رېګ اوډبرو دپاک کارۍ چارى د ۱۳۹۸ لمریز کال د دلو په میاشت کی پېل او د ۱۳۹۹ کال د حمل په میاشت کی پای ته ورسیدې. لنډه پیژندنه: د جام څلۍ ( مينار )د جام څلۍ چي د جام منار په نوم زيات پيژندل سويدۍ ، د جام مينار د افغانستان په منځني ولايت غور کي لږ تر لږه د اته سوه کاله را په ديخواد خپلي زمانې برم او دبدبه د ځان سره ساتلې ده . تاريخي متونو د جام څلي جوړونکۍ د غوري پاچاهانو کورنۍ اړوند سلطان غياث الدين غوري ښودلۍ دۍ . نوموړي پاچا دا مينار د 1163 ميلادي کال څخه تر 1202 ميلادي کال پوري ودان کړي دۍ . د جام څلۍ په داسي برخه کي ودان سوۍ چي د هغه ځای لوړوالۍ د سمندر د اوبيز مخه څخه ( داوبو سطح ) څه ناڅه 1900 متره لوړوالۍ لري . پر دې څلي د لوړو غرونو داسي لړۍ را ګرځيدلې ده چي د يو شمير غرونو د لوړو څوکو لوړوالۍد سمندر د اوبيز مخه څخه 2300 متره ته رسيږي . د دې څلی يوه بله ځانګړتيا داده چي د هريرود سيند پرغاړه داسي جوړ سوۍ چي دووخواو ته يې د سنيد رواني اوبه بهيږي . دريمه ځانګړتيا يې داده چي دا څلۍ په خپله پوره 67 متره لوړوالۍ لري . د جام څلي بنسټ دايروی ايښودل سوۍ چي د هر يوه مدار تر پوره کيدو وروسته د دوهم مدار د بهرنۍ خوا پلنتيا لږ سوې او په دې ډول د څلي تر پورتنۍ کړۍ پوري په همدې ترتيب جوړسويدۍ . د لاندنۍ برخي ( قاعده ) قطر يې نه ( 9 ) متره او په لوړ سر کي يې د قطر اندازه د يونيم څخه تر دوه متره پوري رسيږي .د دې څاي په دننه کي د څلي لوړو پوړيو ته د رسيدو لپاره زيني چوړي سويدي . پخې خښتي ، ګچ او اهک ( چونه ) په داسي ترکيب سره يوځای سوي چي د پياوړتيا حد يې د سمنتو درجې ته رسولۍ دۍ . د جام څلي پر بهرنۍ خوا په کوفي ليک ليکني د دي څلي دبدبه او برم لا نور زيات کړيدۍ . لومړنۍ اروپايې څيړونکۍ چي د منار څلي په اړه يې د افغانستان د حکومت او ايزمو ايتالوي موسيسې د وينا په وجه څيړني تر سره کړې هغه ايتالوي لرغونپوه اندره برونو نوميدۍ چي په 1961 ميلادي کال يې د دی منار څخه ليدنه وکړه او د هغه د بيا جوړيدو لپاره يې وړانديزونه ترتيب او يونسکو ته يې وړاندي ګړل ، څرنګه چي د جام څلي ته رسيدل ستونزمن کار وو ، ځکه په هغه وخت کي د دې پروژې پلي کيدل وځنډيدل . په 1963 ميلادي کال د جام منار لپاره د لويدلو خطر زيات سو د همدی کال د جون په مياشت کي د جام دڅلي دبيا جوړوني په نيت يو شمير څيړني پيل سوې . په 1974 ميلادي کال د جام څلي ته د جوړوني موادو د رسيدو لاره څه ناڅه برابره او د څلي د بيا ودانولو يا د څلي لپاره د پايښت د توان پيداکيدو پروژه پلې سوه . د جام ځلی په اړه د بیلا بیلو اړخونو اندیښنې سته، 1- د جام ځلی د استهلاک بهیر په اړه اندیښنې: لومړی اندیښنه د زمانې په ترځ کی دې تاریخی ځلی بنسټیزه بیا رغونه نه ده سوې او د هر کال په تیریدلو د دې اررښتمنی ابدې د استهلاک پروسه د ځنډ پرته دوام لری. د سلطان عیاث الدین تر واکمنی وروسته بیا د دې منار په اړه چی رغونه دې سوې وی ، اسناد نه لرو د لومړی ځل لپاره د اعلیحضرت امان الله خان د واکمنی بر مهال د دې ځلی په اړه خبرونه را غلی دی،خو بنسټیزه بیا رغونه یی نه ده سوې، د منار په اړه تر ټولو زباته پاملرنه د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د واکمنی بر مهال د ایتالوړی لرغونپوهانو له لوری سویده.همدا مهال وو چی د نړیوال کلتوری ادارې یونسکو دې منار ته پاملرنه وکړه چی پوره تفصیل یی په هغو را پورونو کی راغلی چی د ۱۹۶۵ څخه تر ۲۰۱۹ پوری د یونسکو په اسنادو کی راغلی دی ،دا را پورونه چی شا او خوا اته سوه پاڼی کیږی د وزارت تر ډیرو پر له پسې غوښتونو وروسته د یونسکو اداره اړه سوه چی د دې اسناد یوه کاپی یی چی په انګلیسی ژبه لکل سویدی د تاریخی ابداتو ریاست ته رسما تسلیم کړی. 2- امنیتی اندیښنې: په پر له پسې توګه د جام څلی پر شاه او خوا جګړې او خوشونتونه د ۱۹۸۰ کال را هیسی تر اوسه په وقفه یی ډول جاری ساتل سویدی.درې مهکم خطرونه په دې چګړه ایز چاپیریال که لیدل کیږی .یوه د ځمکنیو ځواکونو د تعروض او یا دفاع په جګړو کی منار ته خطر متصور دۍ.دوهم د هوایی ځواکونو د استعمال پر مهال بیا هم منار ته خطر متوجه کیدلای سی،دریم د یو شمیر بې فرهنګو کسانو له لوری د عِقدیی چلند له امله د خطر احساس مو جود دۍ. 3- د طبیعی پیښو د اړخه اندیښنې:تر اوسه پوره څرګنده نه ده چی په سیمه کی د زلزلې د پیښیدلو امکان سته که نه ، خو د سیلابونو او اورښتونو را وتل او اوریدل هغه جدی خطر دی چی هر کال د چام څلی ور سره مخامخ دی.په ۲۰۱۹ کال د زیاتو اورښتونو له امله د چام سیند په بستر کی د اوبو او سیلابونو اندازه دومره زاته وه چی د هیواد زیات شمیر فرهنګیانو د دې متار د لویدلو احتمال نوی په سلو کی منلی وو. خو له نیکه مرغه په موقع د محلی بشری نیرو په استخدام سره د اوبو مخ واړول سو او تر هغه وروسته د تخریب سویو استنادی دیوالونو د بیارغولو لپاره په یوه استثنایی فرصت کی د اته میلیونو افغانیو په مصرف استنادی دیوالونه ورغول سوه. خو دا دخطر د مخنوی لپاره ورستې او بنسټیزه چاره نه ده، د دې تاریخی ارزښتمن منار د استحکام او ژغورلو لپاره باید د متخصیصینو تر ځار لاندی د اساسی بیارغولوچاری تنظیم سی. 4- د یونسکو نه پاملرنه : د جام ځلی د نړیوال کلتوری میراثونو په اداره کی ثبت او منل سویدی.د دې سره -سره هغه سی چی اړتیا ده د یونسکو اداره د منار په اړه خپله دنده سره ته نه رسوی.د اطلاعات او فرهنګ وزارت د پر له پسې غوښتونو او پروپوزلونو د لیږلو وروسته د الف موسیسې دوه ملیونه دالره مرسته د منار د اساسی ترمیم لپاره منل ،خو د یوه ځانګړی محلس پر مهال د وزارت د اړوندو ادارو او د یونسکو د استازی ترمنځ د همدې دومیلیونو دالرو د مرسته موضوع یاده سوه او د یونسکو استازی نه پوهیدی چی دا مرسته سویده او که یی نه غوښتل چی دا مرسته وسی .تر ډیز بحث وروسته د یونسکو استازی چی نوم یی نونو و، وویل سوچی ،ته ملامت نه یی موږ نونو هغه چاته وایو چی نه په خبره پوهیږی او په خپلو کړو وړو او ماشوم وی، هغه ته نونو وایو ، له اوره بخته یونسکو استازی نونو دی . 5- دا او دې ته ورته نوری اندیښنی سته چی نه یوازی مسولو ادارو منسوبین ورسره مخامخ دی ، بلکی د هیواد ټول فرهنګګیان او عام وګړی د دې نامتو منار د مصونیت له امله اندیښنی لری چی د ټولو اندیښنو یو په یو را وړل په لنډه لیکنه کی ممکن نه دی. بیړنی وړاندیزونه لرو : - د لنډی مودې لپاره ،د جام ځلی شاه اوخواته دی جګړې ودرول سی چی د بیا رغولو چارود پیل لباره زمینه برابره سی. - د تاریخی ابداتو ریاست ته دی د بیا رغولو تر بهیر وړاندی د استحکاماتی پروژو د تر تیب اود پلی کولو لپاره دی جمتو سی. - د تاریخی ابداتو ریاست ته ورکړل سوې بودجی هغه برخه دی چی په نورو پروژو کی د مصرفولو امکان نه وی ، د جام ځلی ته انتقال سی، - د عملی کار لپاره دی د اړتیا سره سم د مسلکی – تخنیکی ټیم د استخدام چاری پیل سي. - د یونسکو د ادارې څخه دی په حدی ډول وغوښتل سی چی متخصص او کاپوه کسانو د جام ځلی بنسټیزی بیارغولو لپاره افغانستان ته را ولیږی. - د تاریخی ابداتو ریاست ، د ملی انکشاف اداره او د یونسکو په ګډون دی د منار حام د بیا رغولو چاری تنظیم او پر مخ یوړل سی.

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006