|
د لرغونو اثارو بیا جوړونه
د لرغونو اثارو بیا جوړونه
د لرغونو اثارو زیاته برخه په مستقل او یا هم ویجاړ شوي ډول د لرغونپوهانو لاس ته رسیږي دا ډول مواد او اثار که له ډبرې څخه جوړ شوي وي او که له فلز او یا عضوي موادو څخه بیا هم بیا جوړولو تخ اړتیا لري لرغونپوهان او د لرغونو اثارو د بیا جوړولو متخصیصین له خپلو خاصو علمي میتودونو څخه په ګټې اخستنې سره دا اړتیا لري کوي او نوموړي پوهان زیار باسي چې لرغونی [شی] په هماغه شکل چې پخوایې درلود [د کار اخستنې په اولو وختونو کې] د بیا جوړونې هڅې تر سره کړۍ.
د لرغونو اثارو بیا جوړونه {Repareren} په دوه ډوله تر سره کیږي، لومړی د لرغوني اثر [شی] بیا جوړونه په تیوریکي ډول [ګرافیکي عددي او نور] دویم د لرغوني اثر بیا جوړول په طبیعي ډول یا د اثر مادي جوړښت [د هغه شي له پارجو او ټوټو څخه] معمولا د لرغونو اثارو تیوریکي بیا جوړونه د علمي څیړنو په منظور تر سره کیږي په داسې حال کې چې د لرغوني اثر طبیعي بیا جوړونه د موزیمي نندارې [نمایش موزیم] په منظور تر سره کیږي چې د لرغونو اثارو د بیا جوړونې دواړه ډولونه ځانه خپل خاص پر نسیپونه او میتودونه لري چې په لنډه توګه به ددې اصولو یادونه وکړو:
تر هر څه د مخه ددې مطب یادول ضروري دي چې د لرغونو اثارو له بیا جوړونې څخه هیله او هدف څه دی؟ دې پوښتنې ته یو ډير لنډ ځواب شته او هغه دا چې اول د لرغوني اثر بیا جوړونه د علمي څیړنو د ښه بري او له هغو څخه د منطقي پایلو د تر لاسه کیدو په نیت د لرغوني اثر بیا جوړول ضروري دي، دویم دا چې د موزیمونو مینه وال هغه اثار چې په پخوانۍ څیره او شکل وویني د زیاتي پاملنې وړ یې ګرځي، نسبت هغه اثر ته چې ټوټوې یې ایښودل شوې وي [۲۶:۲۵]
د لرغوني اثارو تیوریکي بیا جوړونه په لرغونو اثارو کې د هغو پدیدو بیا راپیدا کول دي چې په تخنیکي، تکنالوژیکي، او وظیفوي لحاظ یې مطالعه او څیړنه زیات ارزښت لري، د تیوریکي بیا حودونې د کار نتیجه کیدی شي د حساب، فورمول، شکل، چارت، انځورونو، او حتا کلماتو د توضیح په څیر وړاندې شي، په هغه صورت کې چې د تیوریکي بیا جوړونې د کار په نتیجو پوره بیاوري واوسو کیدی شي له نوموړي اثر څخه د ارزښتمنې منبعې په توګه د لرغونو اثارو د څیړنې لپاره ګټه پورته کړو که ددې مثال بل ا ړخ ته وګورو د لرغونو اثارو تیوریکي اوله هغې جملې نه ګرافیکي بیا جوړونه په عمده ډول د لرغونپوهانو ډلې ته ضروري او لازمي ده چې د لرغونو اثارو په هکله علمي څیړنې تر سره کوي.
د لرغونو اثارو طبیعي بیا جوړونه د دود په ډول پنځوس فیصده د هغو پارچو ضرورت او موجودیت لازموي چې لرغونی [شی] ورڅخه جوړوو، که چیرې یو لرغونی خاورین لوښی په نظر کې ونیسو او وغواړو چې د طبیعي بیا جوړونې په ډول یې جوړ کړو په هغه صورت کې ضروري ړ چې د نوموړی خاورین لوښي لږ تر لږه په سلو کې پنځوس پادچې یا ټوټوې وجود ولري چې وکړای شو په طبیعي ډول هغه خاورین لوښی بیا جوړ کړو چې په پخوا زمانو کې د انسانانو د ګټې اخستنې لپاره موجود و، د لرغونو اثارو دا ډول بیا جوړونه د موزیمي نندارو [نمایشات موزیمي] لپاره ضروري او ډاډمنه طریقه ده.
که د لرغونو اثارو ددې دوو طریقو له تفصیلي بحث څخه تیر شو ضروري بریښې چې د موضوع ه اړه د بیلګې په توګه د ځینو لرغونو اثارو د بیا جوړونې د هڅو پروسه په لنډه توګه بیان کړو، خو وړاندې تر دې چې د بیلګو پر بحث پیل وکړو لازمه ده چې د یوه مجهزلابراتوار او په هغه کې د هغو موادو چې د اثارو د بیا جوړونې لپاره ضروري دي یادونه وشي.
الف: مجهز لابراتوار: تر هر څه دمخه د ترمیم او بیا جوړونې لابراتوار باید داسې ځای کې موقعیت ولري چې لازمه روښنایي، هوا، د تحویې وسایل، او منظم بریښنایي مصون سیستم ولري، په لابراتوار کې باید د الماریو بیلابیل ډولونه موجود وي لکه ښیښه یې المارۍ، فلزي المارۍ، د لرګیو المارۍ چې د لرغونو اثارو د ساتنې او پالنې لازم شرایط برابر کرای شي، ددې تر څنګ ځیني مخصوصې المارۍ چې د کیمیاوې موادو د ساتنې لپاره جوړوني په منظور په کیمیاوي او رادیو اکتیفي موادو باندې د کار کولو لپاره لاندي وسایلو ته اړتیا شته: مخصوص کیمیاوي لوښي په بیلابیلو اندازو چې ځیني یې د ښیښې ځینې یې فلزي وي ربړي لاس پوښې [دستکش هاي رابري] ګیراونه، عطرښندونکی پنبه، ململ، د اندازه کولو وسایل، لکه طبي ترازو، ډول ډول وزنونه، درجه لرونکي بیلابیل لوښي، ترمامیترونه، زنګ لرونکی شاعت، او نور په همدې ترتیب لیدنیز وسایل [وسایل بصري] میکروسکوپ، ذره بین، او د هغې ډولونه او نور د لرغونو اثارو د پاکیدو لپاره کلک او نرم فلزي، پلاستیکي، مومي، برسونه، ډول ډول ږمنځی د جراحۍ چړې او د هغو ډول ډول سیټونه! د فلز پریکولو بیاتي او دا ډول نور وسایل.
په لابراتوار کې باید ځینې کیمیاوي مواد هم موجود وي لکه مصنوعي کنډرې [صمغ مصنوعي] پولي بیتل میتا کریلایت، پولي وینل بوتیرال، پولي وینل اسکاک او نور عضوي محلولونه لکه اسیتون، ګیستون، ستیرایت، بنزول، او نور انتي سیپتکونه: خالص سپرایت، فورمالین، تیمول او نور.
تیزابونه لکه: د ګوګړو تیزاب، د مالګې، سرکې، لیمو تیزابونه او نور.
قلوي ګانې: سودیم هایدرواکساید، پوتاسیم هایدرواکساید او نور د نرمیدلو وسایل: ګلسیرین، د رسم غوړي، کوچک، پارافین، طبیعي موم او نور چونه [اهاک] هم باید موجود وي تر ټولو مهمه خبره د اور وژلو وسیله او خطر زنګ باید حتما موجود وي چې کار کوونکي د لازم امنیت په لرلو سره خپلې هڅې تر سره کړي، په لابراتوارونو کې یاد شویوشیان او یو زیات سمیر نورو مواد چې دلته یې یادونه نه ده شوې باید موجود وي چې د لرغونو اثارو د بیاجوړونو پورسه په ښه ډول پر مخ ولاړه شي، خو ددې تر څنګ باید لرغونپوه سره د ځینو کیمیاوي او مصنوعي موادو او وسایل وي چې په ساحه کې د سیمو د سپړلو او څیړلو پر وخت ورڅخه ګټه واخلي او له هغوو څخه لومړنۍ او عاجلې مرستې پوره کړي، اوس به د لرغونو اثارو د بیا جوړولو د څو بیلګو په توګه د خاورینو لوښو یادونه وکړو، څرګنده به شي چې د خاورینو لوښو بیا جوړول کومې مرحلې لري او تر څه ډول عملیاتو وروسته بیا موزیم ته د لیږلو جوګه کیږي د موزیم په ویترونونو کې د مینه والو پام ځان ته واړوي.
ب: د خاورین لوښي بیا جوړونه:
لرغوني خاورین لوښي هغه وسایل دي چې له اخښل شویو خټو څخه جوړې شوي او د اور د تودوخې په وسیله د اومه حالته پاخه حالت ته رسیدلي وي، دا ډول خاورین لوښي په بیلابیلو شکلونو او څیرو د لرغونپوهانو له خوا په لرغونو سیمو کې د سپړنو په جریان کې رابرسیره کیږي، دا ډول خاورین لوښي چې پخواني انسانانو کارولي او ورڅخه یې ګټه اخستې ده، په عمومي توګه د مقاومت په دریو حالاتو کې تر لاسه کیږي.
لومړی حالت یې ډاډمن حالت یا [قناعت بخش خوب] دویم حالت یې ویجاړ شوی حالت او دریم حالت یې زیات ویچاړ شوی حالت دی یا په بله مانا لرغونی خاورین لوښی په عمومي توګه په دریو حالتونو کې تر لاسه کیږي، لومړس حالت یې هغه دی چې لوښی نسبتا ثابت پاتې شوی وي هغه ته د قناعت وړ حالت هم وایي دویم حالت یې هغه دی چې خاورین لوښی په کلي یا قسمي توګه نه وي خراب شوی یوازې ځینې برخې یې خرابې شوې وي هغه ته ویجاړ حالت وایي او دریم حالت یې هغه دی چې شی په کلي توګه له خپل اصلي حالت څخه وتلی وي یوازې د علایموشته والی یې پر موجودیت دلالت وکړي، دې حالت ته ډیرویجاد شوی حالت وایي [۳۶:۲۵]
ددې دریو حالتونو د پاکولو او بیاجوړولو طریقې او میتودونه یو له بله سره توپیر لري په دې برخه کې ددریو حالتونو له لنډ بیان سره بحث ته دوام ورکوو.
لومړی حالت: هغه خاورین لرغونی لوښی چې د قناعت وړ حالت یا ډاډمن حالت کې لاس ته راغلی وی زیاتو هڅو ته اړتیا نه لري ښایي دا ډول ظروف او لوښي په ډیره لږه اندازه پیدا شي چې یوازې د اهکي رسوباتو لرونکي وي، کیدی شي د لوښي پرمخ د اهکی رسوباتو له منځه وړلو لپاره له یو نسبتا سخت پلاستیکي برس څخه کار واخستل شي او په عادی لوبو منځلو يې پخوانی حالت اعاده شي په ځینو خاصو حالاتو کې کله نا کله له جراحي چاقوګانو څخه هم کار اخستل کیږي په دې ډول نه چې د لوښي کیفیت ته تاوان ورسوي فقط ددې چاقوګانو په وسیله د لوښي ځینې مضمین اهکي ټکي چې د لوښي پرمخ ښکاري لرې کیدی شي چې دا هم د متخصصینو لازم مهارت ایجابوي.
دویم حالت: که چیرې لرغونی خاورین لوښی په ویجاړ شوي حالت کې په لاس راشي په هغه صورت کې دلرغوني لوښی پرمخ د اهکي قشرو له منځه وړلو لپاره ضروري ده چې د ماګې تیزاب له اوبو سره یو ځای په یوه ښیښه یي لوښي کې واچول شي او خاورین لوښی ورو ورو ښیښه لوښي کې ورغوټه شي، دا لرغونی خاورین لوښی تر هغه وخته په همدې محلول کې ساتل کیږي چې د هغه پرمخ اهکي قشر او لکۍ له منځه ولاړ شي، په یاد باید ولرو چې د لرغوني خاورین لوښي پرمخ د اهکي قشر ضخامت د توجو وړ دی که چیرې د اهکې قشر ضخامت د لوښي پرمخ زیات وي په هغه صورت کې له یوې خوا باید لرغونی لوشی تر زیاته وخته په محلول کې وساتل شي او له بلې هوا باید د تیزابو [د مالګې د تیزاب] فیصدي لوړه کړو چې وکړای شي اهکي قشر په خپل ځان کې حل کړي، کله چې د اهکي قشر څخه د لرغوني خاورینت لوښي په پاکیدو مطمین شو بیا نو لرغونی لوښی د ګیرۍ یا دستګیر په وسیله له محلول څخه رابهروو په دې برخه کې باید زیات احتیاط وشي کله چې خاورین لوښی د تیزابو څخه واسیتل شو باید هڅه وشي چې له تیزابو څخه پاک او له اوبو څخه وچ شي کله چې په پوره ډول لوښی له تیزابو څخه پاک او وچ شو به سره باید په روانو اوبو کې کیښودل شي چې هغه پخواني جدارونه او منفذونه چې په لوښی کې وو راڅرګند شي، دا وروستۍ پروسه د ډبرینو اثارو لپاره ضروري نه ده.
دریم حالت: که چیرې یو لرغونی خاورین لوښی په زیات ویجاړ شوي حالت کې لاس ته راشي د نوموړي خاورین لوښي بیا جوړونه او پاکیدنه زیاتې هڅې او هاند ته اړتیا لري.
لومړی باید دا خاورین لوښی په یوه مرطوب او نرم برس پاک شي او په دې ترڅ کې باید هڅه وشي چې د لوښي بهرنۍ رنګ ته زیان ونه رسیږي او یا لااقل د زیات تعیر مخنیوی وشي او د ټوټو د بیا پیوند په صورت کې باید پاملرنه وشي چې زیات مصنوعي او یا طبیعي کنډرې د لښي پرمخ ښکاره نه شي که چیرې اړتیا لیدل کیږي بایدد لوښي له د ننه خوا څخه د سریښو له استعمال څخه کار واخیستل شي ددې ډول لوښو څخه د اهکي قشر له لریکولو لپاره د تمپانیکي څخه چې په تیزابو لږلی وي کار اخستل کیږي او دا عملیه یوازې د لاسپوښو په وسیله تر سره کیږي، که چیرې لرغونی خاورین لوښی په هغه اندازه خراب او یجاړ نه وي چې یوازې د اهکي قشر په وسیله پیوند شوی وی په هغه صورت کې باید لاندې عملیه په نظر کې ونیول شي: د لرغونې خاورین لوښي حالت ته باید پاملرنه وشي په داسې حالت کې چې دا لوښی زیات منفذونه لري او له ځمکنیو محلولونو څخه په زیاته اندازه مشبوع وي، په هغه صورت کې د رطوبت ژر ترژره لرې کول ښایي د نوموړي لوښي دله منځه تللو سبب وګرځیي نو ځکه باید هڅه وشي چې د مالګینو محلولونو د لرې مولو زمینه برابره شي او یا د هغو منفذونو پرمخ پنبه کیښودل شي چې په ژلاتینو لړلې وي او همدا شان په سلو کې د پنځوسو په اندازه ګلیسرین دی هم ورسره ګډ شي، له دې سربیره خالص الکول هم ضروري وی چې یوه انتي سپتیک ماده [ضد مکروب] ځینې جوړیږي په دې ترتیب کیدی شي د رطوبت د لیرې کولو زمینه برابره شي.
وروسته له هغې چې د زیات ویجاړ شوي خاورین لوښي پر مخ د اهکي قشر د لرې کولو پروسه او
عملیه پای ته ورسیدله لوښی د وچیدلو لپاره په یوه مخصوصه المارۍ کې چې زیات حرارت په کې موجود نه وي ایښودل کیږي د وچیدو لپاره کیدی شي له یوې داسې کوټې څخه هم کار واخستل شي چې سیوری په کې وي، او د لمر رڼا هغه ته ونه رسیږي او هم په ازاده هوا کې دا عملیه تر سره کیدلای شي که چیرې دا ډول لرغوني خاورین لوښي ته چې د وچیدلو لپاره تیار شوی وي د لمر وړانګې ورسیږي ښایي د دې لوښي بهرنی قشر ویجاړ او د هغې پرمخ درزونه را پیدا شي په هر صورت په مجموع کې د خاورینو لوښو د بیا جوړونې او ترمیم لپاره دوه لویې طریقې شته چې لومړۍ طریقه یې د خاورینو لوښو د سطې بیا جوړول دي چې په دې دواړو طریقو کې له مصنوعي کنډرو [صمغ] څخه کار اخستل کیږي په دې ترتیب هغه خاورین لوښي چې د بیا جوړولو لړۍ یې وهلې ده د لرغونپوهانو لپاره هغه مناسب اثار چې باید وڅيړل شي او یا پر هغو باندې د علمي تحقیقاتو د یوازینۍ منبع او ماخذ اتکا وشي د ګټې وړنه شي ګرځیدلای دا ډول اثار یوازي په موزیمونو کې د نندارې لپاره ایښودل کیږي.
وروسته له هغه چې زیات ویجاړ شوی خاورین لوښی په المارۍ کې چې د تودوخي دیجه یې تر یوسل لسو درجو سانتي ګراده لږه وي وچ کړو د بیا جوړونې او ټینګښت لپاره لاندې کمیاوي موادو ته اړتیا لیدل کیږي له ۳ څخه تر ۱۰ فیصده پورې مصنوعي کنډرې، لکه پولي بوتیرال، تیزاب لرونکي میتاکربلایت، پولي وینیل بوتیرال، بنزول لرونکي الکول او قلوي، له دې موادو څخه د لرغوني خاورین لوښي په سطحي ټنګښت کې کار اخیستل کیږي او د یوه نرم برس په وسیله ورو ورود لوښی پر مخ کارول کیږي.
چې نوموړي مواد په کامله توګه په لوښي کې جذب شي او که چیرې په اساسي ډول د لوښي ټینګښت په نظر کې وي په هغه صورت کې ټول لوښی له نوموړو موادو څخه په جوړ شوي نسبتا غلیظ محلول کې ایښودل کیږي [باید پاملرنه وشي چې ددې ډول عملیې پر وخت د تودوخي درجه تر ۳۵ درجو زیاته نه وي ځکه چې د اور اخستلو امکانات لري] او پس له هغه چې مواد يې په خپل ځان کې جذب کړل بیرته ایستل کیږي او په نوموړي لوښي کې له بهرنۍ او د نننۍ خواو څخه د اضافي موادو لرې کولو پروسه هم باید په زیاتې پاملرنې سره تر سره شي، ځکه چې کیدی شي د لوښي کومه پارچه یا ټوټه بې ځایه شي په هغه صورت کې د دویم ځل لپاره د همدې پروسې تر سره کول زیات مفید نه بریښي، په هر صورت کله چې د لوښي شا او مخ پاک شو بیا د نندارې لپاره د موزیم په ویترینونو کې ایښودل کیږي [۴۶:۲۵]
د خاورینو لوښو د بیا جوړولو لپاره ضروري ده چې د هغه لوښي لږترلږه ۵۰ فیصده پارچې او یا د هغه د تنې برخې ولرو، د طبیعي جوړونې په پروسه کې د لوښي د جوړولو کار د لوښي اخرې برخې ته رسیږي لومړی د لوښي د خولې برخې پارچې د میز پر یوه خوا ایښودل کیږي او بیا د لوښي د وروستنۍ برخې [قاعده] پارجې د میز پر بله برخه ځای پر ځای کیږي او په دې ترتیب د بیا جوړولو کار دوام مومي باید متوجه اوسو چې د خاورینو لوښو د جوړولو پروسه ډیره ورو او بطي وي باید هڅه ونه کړو چې هغه په مصنوعي ډول سریع کړو، ځکه چې په سریع او چټک جوړولو کې د سهوې او غلطۍ امکانات زیات وي کله چې د لوښي له دریو بر خو څخه لویې پارچې یا بلاکونه جوړ شول بیا نو [بلاکونه] یا د لویو پارچو د [د درې لویو پارچو] وی ځای کیدل تر سره کیږي چې باید په افقي ډول سره وصل شي.
ج: د فلزي اثارو بیا جوړول: دفلزي اثارو مرمت کاري له هغه اثر څخه د اوکسایدو قشر [زنګ] لرې کوې دا وظیفه هغه وخت ښه ترسره کیدلای شي چې تر مرمت کارۍ لاندې اثر واضح وې یا په بله مانا پیژندل شوی وي چې د اکسایدونو [زنګونو] د منځته راتللو او د هغه اثر پر مخ د پاتې کیدلو زمانه او دوره یې څرګنده شي او د هغه زنګ خصلت او مقاومت وپیژندل شي، د بیلګې په توګه که چیرې د یوه فلزې اثر مخ ټول په اهکي یا زنګي قشر پړښلی وي او موږ ونه شو کړاس چې په عادي توګه هغه و پې ژنو په هغه صورت کې ضروري ده چې له رادیوسکوپ څخه کار واخلو که چیرې په لابراتوار کې دا ډول رادیوسکوپ نه وکیدی شي چې له طبیعي رادیوسکوپ څخه د هغه اثر د پیژندلو په لاره کې استفاده وکړو، په هر صورت فلزي اثار د خپل حالت د پیژندلو له مخې پر څلورو کټه ګوریو ویشل کیږي:
ښه یا ډاډمن حالت: د فلزي اثارو ښه یا ډاډمن حالت هغه حالت ته وایی چې فلزي اثر یا [شی] مکمل روغ ساتل سوی وي، یوازې د یوه نازک اهکي قشر په وسیله پوښل شوی وي برونزي اثار چې ډاډمن حالت ولري هغه د یوه نازګ جلالرونکي تاریک پوښ لرونکی وي.
د قناعت وړ حالت: هغه حالت تخ د قناعت وړ حالت ویلای شو چې د فلزي اثر یا [شی] اصلیت یا ذات مکمل جوړ وي خو بهرنی قشر یې د یوه ډل یا پنډ زنګ [اکساید] په وسیله پوښل شوی وي.
وران حالت: وران حالت هغه حالت ته وایي چې فلزي اثر یا [شی] هغه ساختمان چې پخوایې درلود له منځه تللی وي فقط هسته یي سالمه پاتې وي نور ټول اثر د [اکساید] زنګ په وسیله یا له منځه تللی وي او یا داسې پوښل شوی وي چې اصلي شکل ته یې تغیر ورکړی وي.
ویجاړ حالت: دا حالت نو د فلزي اثر هغه حالت ښیي چې اثر یا [شی] په کلي ډول پر اکساید تبدیل شوی وي د داسې لرغوني فلزي اثر په بهرنۍ سطحه کې لوړې او ژورې [ګروپ شوي] ښکاري شکل یې تغیر شوی او جسامت یې زیات شوی وي.
د نسبتا وران سویو خاورینو او فلزی لوښو انځورونه
د هغه اثر مرمت کاري چې په ډاډمن حالت کې تر لاسه شوي وي کیدی شي په میخانیکي ډول [د لاس په وسیله] تر سره شي ټول هغه اضافي مواد او نازک زنګ چې د فلزې اثر پر مخ ښکاري باید د لاس په سیله لرې کړو او که چیرې ځینې د زنګ علامې [اکساید] د [شي] پرمخ لاپاتې وي کیدلای شي هغه د رقیق تیزابي محلول په وسیله لرې کړو، وروسته له هغې چې د لرغوني فلزي اثر میخانیکی عملیات پای ته ورسیدل هغه باید په پاکو او مقطرو اوبو څو ځله ومینځل شي همدا پروسه پر هغو اثارو چې له برونزو څخه جوړ شوي وي د تطبیق وړ ده، د [شی] پرمخ د زنګ علامې د جراحۍ د چاقو او فولادي ستنې په وسیله له منځه وړو، پر برونزي اثارو د اکساید یا زنګ ټولې علامې باید له منځه یوړل شي دا ځکه چې که ځینې علامې د اثر یا [شی] پرمخ پاتې شي بیاد اکساید کیدو پروسه په چټکی سره پرمخ ځي که هر څه یې د ساتلو لوري ته پاملرنه هم وشي بیا هم مفید نه تمامیږي، د برونزو لرغوننی اثر تر میخانیکي پاکیدو وروستخ باید په ګرمو اوبو ښه ووینځل شي د هغه فلزي اثر لپاره چې په قناعت وړ حالت کې یا ویجاړ حالت کې تر لاسه شوي وي د میخانیکي پاکارۍ تر څنګ د هغه اثر د پاک کادۍ او مرمت لپاره له دوو کیمیاوي برقي امکاناتو څخه کار واخلو په دې برخه کې لاندې مطالبو ته پاملرنه په کار ده.
۱-وروسته له هغه چې د اثر یا [شی] زنګ په زیات دقت د اوبو په وسیله ووینځل شي نوموړی اثر په یوه تشت کې چې په هغه کې پخوا له پنځو څخه تر لسو فیصدو سودیم هایدرواکساید او پوتاشیم هایدرواکساید اچول شوي وي د لسو یا دولسو ساعتونو لپاره ایښودل کیږي وروسته له هغه باید لس فیصده تیزاب په ځانګړی توګه عضوي تیزابونه لکه د لیمو تیزاب، سرکه، او نوردې په تشت کې واچول شي، وروسته له هرو پنځلسو دقیقو فلزي اثر [شی] دی د نرم برس په وسیله په اوبو کې ووینځل شی د اوبو حد او اندازه باید هومره وټاکل شي چې د زنګ د مینځلو توان ولري دا عملیه تر هغو دوام کوي چې فلزي اثر یا [شی] مکمل له اکشاید یا زنګ څخه خلاص شي، وروسته له هغې چې د پاکارۍ پروسه پای تخ ورسیدله بیا فلزي اثر یا [شی] په یو بل تشت کې چې په هغه کې له پنځو څخه تر لسو فیصدو پوتاشیم هایدرواکساید یا سودیم هایدرواکساید محلول موجود وي غوټه کیږي تر څو د تیزابو خاصیت منحل او له منځه ولاړ شي، وروسته بیا اثر د ګرمو او تودو اوبو په وسیله مینځل کیوي او په خاصي المارۍ کې چې د حرارت درجه یې لږه وي ایښودل کیږي چې وچ شي، د یادونې وړ ده چې د فلزي اثارو د پاک کارۍ او مرمت لپاره له میخانیکي، کیماوي، الکترونیکي لارو څخه کار اخیستل کیږي خو د عادي فلزي اثارو او نجیبه فلزي اثارو د پاک کارۍ او مرمت کارۍ میتودونه بیل دي چې د موضوع متخصیصین یې د استعمال موارد پیژندلای شي.
ج: د عضوي اثارو بیا جوړونه:
د عضوي اثارو بیا جوړونه له نورو ډبرینو، فلزي، او خاورینو اثارو سره توپیر لري هغه عضوي اثار چې مرمت کار به ورسره مخامخ وي کیدلای شي چې له لرګي څخه جوړ شوي وي یا د حیواناتو له پوستکي او وړیو څخه یا هم له هډو کو څخه جوړ شوی وي، عضوي اثار نسبت نورو اثارو ته له خپل چاپیریال څخه زیات متاثره کیږي که چاپیریال زیات لنده بل ولري پر عضوي موادو او اثارو یوډول تاثیرات څرګندیږي او که بالمقابل وچ محیط هم وي بیا اثار په خپل وجود کې بل ډول تاثیرات لري خو په وچ محیط کې نسبت لنده بل ته د عضوي اثارو د پایښت او مقاومت حالت زیاتیږي په دی برخه کې به له لرګیو څخه د جوړ شویو لرغونو اثارو له بیا جوړونې او پاک کارۍ څځه د بیلګې په توګه یادونه وکړو د هغو اثارو بیا حوړونه او مقاوم کول ستونزمن کار دی، په زیاتو مواردو کې ددې ډول اثارو پوره مرمت او بیا جوړول د هغه اثر د زیات تحریف او برلون سبب ګرځي، همدې کبله یوازې په ډیر ضروري حالت کې له لرګي څخه جوړ شوی لرغوني اثار په کلي ډول ترمیم او د بیا جوړونې کار یې تر لاس لاندې نیول کیږې هغه لرغونی اثر چې له لرګیو څخه جوړ شوی وي، مرمت او بیا جوړونه يې حتمي وګڼل شي، لرغونپوه څیړونکې یا د موزیم کار کوونکې باید لاندې ټکوته پاملرنه ولري: د لرګي لرغونی اثر د ټاکلی حرارت په وجه [ چې د بخار په وسیله منځ ته راځي] د نرمیدلو لپاره مرطوب ساتل کیږي او په دې ترتیب له لرګي څخه جوړ شوی لرغونی اثر د تاویدلو او انعطاف توان مومي خو په بدل کې د هغه مقاومت لږیږي [باید زیاته پاملرنه وشي چې لرغونی اثر مات نه شي] وروسته له هغې چې د انعطاف توان یې وموند بیا په بل قالب یا هغه لرګي کې چې د قالب په ډول جوړ شوی وي ځای پر ځای کیږي او یا هم د دوو نورو لرګیو تر منځ چې خپل پخوانی شکل واخلي کلک ساتل کیږي په دی وخت کې باید متوجه اوسو چې د لرغونی اثر پر ټولو برخو باید فشار یو ډول وساتل شي دا چې د فشار حد او اندازه باید څومره وي دا د څیړونکي او مرمت کوونکي صلاحیت دی ان که چیرې د فشار له وجې د دوو تختو تر منځ لرغونی اثر مات هم شي اجازه نه شته چې تر پوره وچیدو پورې هغه د تهتو له منځه وباسي کله چې لرغونی شی وچ شو بیایې د سریښولو پروسه پیلیږي.
د نورستان د لرګیو جوړی پژی( مجسمې )
له لرګي څخه دجوړ شوی لرغونی اثر باید په ورو او کرارۍ سره وچیدو ته پریښودل شيکه نه ښایي د ژر وچیدو له وجې یا مات شي او یا هم عارضه پیدا کړي، یا په بله مانا درزونه پیدا کړي، که چیرې اثر انعطاف وموند په هغه صورت کې باید د وچیدو پروسې ته لږترلږه څو شپې او څو ورځې منتظر پاته شو، په دې صورت کې باید د اثر د مصونیت به خاطر ځینې محلولونه لکه انتي سپتیک ياد ندریالین په تاکلې فیصدۍ سره لرغونی اثر ټول غوړ شي څو د عارضي تکلیف مخنیوی يې وشي، کله نا کله ځینو هغو اثارو چې له لرګیو څخه جوړ شوي وي د مصنوع کڼدرو [صمغ] څخه په ګټه اخستنې سره د بیا جوړونې پروسه پرمخ بیایې، در ترمیم د کار په پای کې باید لرغونی اثر د مصنوعي کنډرو [صمغ] أع وسیله سریښ شي کله نا کله دا د یوې وسیلې په واسطه په منظمه توګه د لروغوني اثر پرمخ شیندي او ټولو برخو ته په مناسبه اندازه سریښ رسیږي او کله نا کله لرغونی شی د سریښو په یوه تشت کې غوټه کوي، په دې وروستۍ طریقه کې باید پاملرنه وکړو چې په هغه تشت کې چې سریښ ایښودل شوی، باید تر درې فیصده پورې دیتول ماده هم ګډه شوي وي په داسې حال کې شی د څو ورځو لپاره په همدې محلول کې پریښودل کیږي او د تشت سر هم باید تړلی پاتې شي وروسته له څو ورځو بع ولیدل شي چې لرغوني شی هم د جسم او هم د رنګ له مخې توپیر پیدا کړی، په دې صورت کې پوهیدلای شو چې اوس نو دا لرغونی اثر له محلول څخه مشبوع شوی دی او دا حالت د بیا جوړونې د کار پای هم دی. د افغانستان په ملی موزیم کی د نورستان لرګینی مجسمې
دا لرغونی اثر چې اوس نسبتا د روند شوی او له بلي خوا یې خپل لازم مقاومت هم له لاسه ورکړی دی په زیات احتیاط باید له محلول څخه راوایستل شي ددې لپاره چې د لرغوني اثر اضافي مواد او د محلول اضافي اندازه لرې شي بیا هم باید متوجه اوسو چې د لرغوني اثر د وچیدو پروسه قصدا ګړندۍ نه شي یا په بله مانا داسې هڅه ونه شي چې اثر دې ژر تر ژره وچ شي باید په طبیعي ډول وچیدو پروسې ته منتظر پاتې شو، پخوا تر دې چې اثر مکمل وچ شي باید دوامداره مراقبت یې وکړاس شي هغه اضافي توکي او له محلول څخه پاتې شوني چې د اثر پرمخ لیدل کیږی په ډیر احتیاط باید لرې او اثر پاک وساتل شي.
د حیواناتو د پاتې شونو څیړنه:
د حیواناتو د کورني کولو موضوع د لرغونپوهنې د یو ې مهمې سرچینې په توګه د زیات ارزښت لرونکی ده او همدا دلیل دی چې د او سنی نړۍ د لرغونپوهانو د پام وړ ګرځیدلی ده.
د شلمې پیړۍ په وروستیو ۴۰-۳۰ کلونو کې د باور وړ معلومات په دې برخه کې د مینه والو لاس ته ورغلل.دا موضوع نه یوازي داچې د لرغونپوهانو لپاره مهمه ده بلکې ټولنپوهانو،اتنوګرافانو او داسې نورو پوهانو لپاره هم یوه مهمه موضوع ګڼل کیږي،چې په دې برخه کې يې زیات کار او څیړنې کړې دی.
په دې اړه چې په لومړې ځل لپاره د نړۍ په کومه برخه کې انسانانو د حیواناتو کورني کولو او کرهڼې ته مخه کړې ده ،دقیق معلومات په لاس کې نشته،یو تعداد لرغونپوهان په دې باور دي چې د حیواناتو د کورني کول او کرهڼه د لومړي ځل لپاره د ډبرې په نوې دوره کې پیل شوه .
د لرغونپوهنې د هغه څیړنو له مخې چې د فلسطین په ځنې سیموکې ترسره شوې،معلومه شوې ده چې د دې ټولنې اثار د (۸۰۰۰-۱۰۵۰۰)ق.م کلونو پورې اړه لري او د دې ټولنې د نورو اثارو په څنګ کې د حیواناتو او نباتاتو پاتې شونې هم ترلاسه شوې دي چې لرغونپوهانو دغې کولتور ته د نطوفی (Natufi) نوم ورکړې دی ،د نطوفي په لومړی برخه کې هغه وسایل پیداشوې دي چې د اټکل له مخې د ډبرو او هډوکو څخه جوړ شوې و ،په دې برخه کې هغه حیوانات چې لا کورني شوې نه و د نورو حیواناتو له هډوکو سره لکه کبان،غرنی اهو،غوا،اس،خیزیر او داسې نور موندل شوې دي.
همدارنګه د دې برخې ډبرین وسایل میکرولیتونه و چې د پیوند لرونکو لرونو په شکل جوړشوې و او د ګیاو د ریبلو لپاره کارول کیدل ،هم ترلاسه شوې دي،ددغو اثارو تر موندلو وروسته لرغونپوهانو وویل چې دا موندل شوې شیان د نطوفي دورې پورې چې د میزو لتیک یا د ډبرې د منځنی دورې پورې اړوند دوره ده تړاو لري.
او علاوه کوي چې د میزو لیتک د دورې د نطوفي خلکو د لومړي ځل لپاره د حیواناتو د اهالی کولو او د نباتاتو د کرلو هڅې پیل کړې دي؛ځکه چې د دې لرغونې ساحې د کولتور په منځنی طبقه کې د حیواناتو روزنه او د نباتاتو موندنه په روښانه توګه سره لیدل کیږي.
د لرغونپوهانو په اند هغه حیوان چې د نطوفی ټولنو د خلکو له خوا کورنی شوې دی ،هغه سپې دی،چې هډوکی يې د دې ټولنې د هستوګنځایونو په خوا کې پیدا شوې دي ،د دې سیمو د کولتور په وروستیو برخو کې چې د نیو لیتک(نوې ډبرې دوره) پورې اړه لري، د سپي سربیره د نورو حیواناتو هډوکی هم موندل شوې دي لکه غوا،ګډ،خر،اس او داسې نور او داسې معلومیږي چې دا حیوانات هم کورني شوې دی.همدارنګه د ډبرې د نوې دورې د فرهنګي طبقي څخه د کورنیو نباتاتو پاتې شونې په زیاته اندازه موندل شوې دي.(اکتم بابایوف او باوري:د اجتماعی علومو مجله،دریمه ګڼه ۱۳۶۶کال)
دلته د حیواناتو د کورني کولو په اړه پوښتنه پیداکیږي چې لرغونپوهان په څه ډول د کورني شو حیواناتو هډوکې د وحشي حیواناتو له هډوکو څخه بیلوي؟په دې برخه کې پوهانو بیلابیل نظرونه ورکړې دي،چې په دې بحث کې د مسکو پوهنتون د لرغونپوهنې استاد (ارڅخوفسکی)د نظریاتو څخه یادونه کوو:دده په ګومان د وحشي او کورنیو حیواناتو د هډوکو ترمنځ لومړی توپیر دادی چې که چیرې د یوځوان حیوان هډوکې د کولتوري طبقي څخه ترلاسه شي دا د اهلي حیوان هډوکې دي او که چیرې د زړو حیواناتو هډوکې وي دا په دې مانا سره دي چې دا حیوانات لا تراوسه کورني شوې نه دي،د نوموړي لرغونپوه په عقیده دوهم توپیر دادې چې د اهلي حیواناتو په منځ کې د نارینه حیواناتو شمیر د مونث جنس په نسبت زیات وي او کوم حیوانات چې اهلی شوې نه دي په هغو کې د مونث او مذکر جنس تعداد سره برابر و،ارڅخوفسکی په دې باوردی چې د اهلي او وحشي حیواناتو په هډوکو او نورو پاتي شونو کې ډیر بیولوژیکي ورته والی او توپیر هم شته ،په دې ترتیب چې د اوسنیو اهلي حیواناتو هډوکې د پخوانیو دورو د اهلي حیواناتو له هډوکو سره ډیر ورته والی لري ،په داسې حال کې چې د اوسنیو وحشي حیواناتو هډوکې د پخوانیو وحشي حیواناتو سره ورته دي،له دې پروسې څخه دا هم څرګندیږي چې کوم حیوانات په کومو دورو کې کورني شوې دي؟
بېرته شاته
|
|