د سلام فرهنګی ټولنی د غمشریکی پیغام
په ډیری خواشنی مو واوریدل، چې د مومند خپرندويې ټولنې فرهنګپال مشر نصير مومند د ورپېښې ناروغۍ له کبله په حق رسېدلی دی.
انا لله و انا اليه راجعون.
په تیرو څه نا څه دیرشو کالونو کې د مرحوم مومند په زیار د پښتو او پښتنو لپاره ځانګړی خدمتونونه تر سره سویدی . د پښتنو لیکوالو تالیفات ، ژباړی او ټولګو ته یی د خپریدلو مناسب چاپیر یال برابر کړ او په پوره پښتنی مینه یی دې ستر چوپړ ته اوږه ورکړه ، چی له برکته یی د پښتو لوستو نکو لپاره د بیلا بیلو ذوقونو کتابونه چاپ او د مینه والو تر لاسه ورسول . دا ستر خدمت به یی پښتانه هیر نه کړی .
سلام فرهنګی ټولنه او اړوندان یی د نصير مومند مړينه د افغاني فرهنګ لپاره يوه درنه ضايعه ګڼی، د ستر څښتن ( ج) له درباره ارواښاد ته د فردوس جنت هيله کوو او کورنۍ، دوستانو او ټولو فرهنګي کړيو ته د زړه صبر غواړو. امین یا رب العالمین .
د سلام فرهنګی ټولنی د مشر تابه په استازیتوب
عتیق الله باوری
دسلام فرهنګی ټولنی مرستیال
هلند - اسن
۲۰۱۴- اپریل - ۲۶