د بابوزی په قلم
د کمپاینونو او ټاکنو څخه زدکړه
ښایی هر یو افغان به د کمپاینونو څخه یوه ارزونه ولری ، زه خپل ارزونه ستاسو په وړاندی لیکم :
لومړی ، : په ملیونونو افغانانو د هیواد په بیلا بیلو سیمو کی د بیلا بیلو کاندیدانو په کمپاینونو کی ولوله ایزه ګډون وکړ ، ما نا یی څرګنده ده چی د سوله ایز و لارو د سیاسی واک پر لیږد باور لری .هیڅ ډول جګړه ایز فعالیت نه غواړی او تر هر نوم لاندی جنګ او جګړه غندی .
دوهم : دری ژبو افغانانو په پښتون میشتو سیمو کی ، پښتو ژبو کاندیدانو د دری ژبو وګړو په سیمو کی ، سنی کاندیدانو د شعیه مذهبو په سیمو کی او شعیه مذهبو د سنی مذهبو وګړو په سیمه کی کمپاینونه وکړل .پیغام یی څرګند دی چی د هیواد ولسونه د ژبو او مذهبونو ویش نه منی .
دریم : افغان ولس خپل څرګند پیام نړیوالو او کورنیو سیاستوالو ته په ټاکنو کی په خپل فعال ګډون سر څرګنده کړه چی دموکراسی پخه سوې او په ولسونو کی منل سویده . اوس د نړی سیاستوالو او کورنی سیاسیونو نوبت دی چی د ملی ګټو پر بنسټ د رایو پایلو ته درنښت وکړی او د خپلو شخصی ګټو په خاطر هرج او مرج ته زړه ښه نه کړی،اوسنی افغان ولس خاموش نه دی . افغانان پوهیدلی دی ، نور یی د تیر ایستلو هڅه مه کوی .