راتلونکی ۱۳۹۳ لمریز کال دی نیکمرغه وی!
داسی بریښی چی زموږ زوریدلی ولس به په راتلونکی ۱۳۹۳ لمریز کال د نیکمرغی پر لور لاره و مومی . د دې وینا د ثبوت تر ټولو ښه بیلګه دا ده چی هره ورځ په لسګونو زره افغانان د تلویزیونونو پر سکرین را ښکاره کیږی او هوډ من دی چی خپل حال په خپله بدلوی. د افغانانو دا سی هوډ من او بدلون ته ژمن حال می د پخوا نه تر اوسه ، نه په یادیږی .
د سلام فرهنګی ټولنی اړوندا ن ټول افغان ولس او ټولو هغو خلکو ته چی د نوروز ورځ د نوی کال د پیل په توګه نمانځی مبارکی وایی . نوی کال دی نیکمرغه او د بریو سر مل وی .
په درنښت
د سلام فرهنګی ټولنی مرستیال
عتیق باوری