ع. شریف زاده
نشته
دا ملت ژاړي او که خاندي
دلته سکون د سعادت نشته
نيکمرغې هيلې د حريت نشته
بل خو طبيب د هدايت نشته
دارو درمل په کفايت نشته
دا ملت ژاړي او که خاندي
مسول کې مو پوهه د اهليت نشته
په دې ناجوړو کې ملا مت نشته
يا په نړۍ کې د سولې فطرت نشته
زور دى زورور کې شرافت نشته
دا ملت ژاړي او که خاندي
هرڅه سمېږي خو انسانيت نشته
په کم عقلوکې د پوهې ظرفيت نشته
اهليت نشته او هېڅ لياقت نشته
دا شته هغه شته خوپه تربيت کې نشته
دا ملت ژا ړي او که خاندي
درايت او ملاتړ کې اصليت نشته
ديتيم ولس پکې سکو نت نشته
عجيبه ده چې د پرېکړې کدورت نشته
ددې کور ګډي هم چېرې قدرت نشته
دا ملت ژاړي او که خاندي
دلته ادب د ملي هويت نشه
ځاى د خبرې او مشورت نشته
په دې اتڼ کې خوند د مليت نشته
بې شميره ډمانو کې لحن د عطوفت نشته
یادښت ؛ د ګران ورور ع شریف زاده د شعر که نظم او که د زړه خواله ده پاڼی ته رسیدلی او موږ هم د دې ګران ورور د ناهیلی کیدو د مخنوی په خاطر مو خپور کړ