|
|
د کلتور پرته ټولنه ژوندۍ نه شی بلل کيدای د ټو لنيز ژوند يوه څرګنده څيره
د هغی ټولنې کلتور دۍ . په ټولنه کي يوشمير داسی کړنی او کوونی د ولسي
چاپير يال په دننه کي را پيداکيږی ، وده کوی او په پايله کي د هماغه ملت په
ملی دود بدليږی . زموږ ټولنه هم دهمدی روند لرونکې ټولنه ده .د ملی دودونو
لپاره صنفبندی يا دکټه ګوريو يادول ستونزمن کار دۍ ، د دی لپاره چي په ملی
دودونو د پوهيدلو لاره اسانه شوی وی ، اړينه ده چي لاندی ويش په نظر کي
ولرو :
لومړۍ : ملی سمبولونه
دوهم : ملی ارزښتونه
دريم : په ملی حد منل شوی کړه وړه
په نړۍ کي ټول هيوادونه او ولسونه د همدې معيارونو او مميزاتو پر بنسټ خپل
ملي دودونه جوته وی او د ودی زمينه يی برابروی . په دې برخه کي هڅه کيږی چي
د ګران هيواد افغانستان ملی دودونه را څرګند او د هغو ستونزو يادونه وشی چي
د ملی دودونو په وړاندي شته
هيوادونه او ميلتونه د وياړ ځانګړني او بيلګي لري چي د ملي سمبولونو تر
سرليک لاندي پيژندل کيږي . دا بيلګي نه يوازي د هغه اولس او ملت د يوالي او
پيوستون لپاره معنوي او ذهني شرايط برابروي ، بلکي د هغه اولس او ملت لپاره
د پر له پسې پايښت وړ چاپير يال هم منځ ته راوړي . هغه هيوادونه او اولسونه
چي پر خپلوملي سمبولونو نياو او باور ولري ، هغه د نورو هيوادونو په منځ کي
د پايښت وړتيا پيدا کوي او د ودي لاره وهي . |
ولسي کلتور په ټولنه کي د ولس د کړو وړو هغه ټولګه ده چي پر بنسټ يې خپل
ورځنۍ چاری پر مخ بيايي . ولسي کلتور پراخ اړخونه لري چي د مروجو توليدي و
سايلو څخه بيا تر ګړنۍ ويناوو پوري ټولي خواوی لکه خواړه ، کالې ، ودانۍ ،
باور ، دوستي ، دښمني ، زېږد ،مړينه ، واده او نور په لمن کي لری ، د دې
لپاره چي په دي برخه کي د اړينو مطالبو په اړه يادونې ولرو لا زمه ده چي هر
عنوان ته د بيل بحث په توګه پام وساتل شي
|
اتنو لو جستان او ټولنپوهان په دي باور دي چي د کلتور
پيژندنې لپاره د يوه ټاکلې تعريف او افادې بيان او وينا ستونزمن کار دۍ .
که لس تنه اتنو لوچستان راغونډ کړو او د هريوه څخه د کلتور تعريف او مانا
وغوښتل شي نو په پايله کي به موږ خپل په وړاندي د کلتور لس تعريفونه ولرو .
د دې مطلب مانا داده چي هر اتنو لوجست به د کلتور هغه تعريف وړاندي کړي چي
د هغه له نظره د کلتور افاده په ښه ډول را پيژندلای شي . دا چي ولې د
اتنولوجستانو تر منڅ د کلتور پر تعريف اتفاق او يو والې نشته ﻻ ميل يې دا
دي چي کلتور يو ډير اړ خيزه مفهوم دۍ . هر اتنو لو جست د کلتور هغه اړخ ته
پام وي چي د هماغه له نظره د کلتور اصلي زړې ، بنسټ او يا هسته جوړه وي . د
دې ټولو بې اتفاقيو سره سره اتنو لوجستانو د کلتور په دو برخو ويشل منلی چي
يوه برخه يې د مادي کلتور تر سر ليک لاندې څيړي او بله برخه يې د معنوي
کلتور په نوم تر څيړنې او مطالعې لاندي نيسي . د مادي او معنوي کلتور موضوع
د کلتوري بحث اصلي زړې جوړه وی چي په خپل وار به مخ ته راشي . اتنو لوجستان
د دي لپاره چي د کلتور په اړه ډيالوګ يې په سمه لار روان شوې وي په لاندی
درويو سرليکونو کي خپلي ارادې او افادې بيانوي :
لومړۍ : کلتور او کلتوري مفاهيم
دوهم : د کلتور تاريخ او د هغه ماديت او معنويت
دريم : کلتور او ټولنه
هڅه کيږي چي د پورتني ويش پر بنسټ د اتنو لوجستانو او کلتور پوهانو نظريې
او ايديالونه را بر سيرن شي . د يادولو وړ ده چي دوستانواو مينه والو برخه
بايد په دې ټولګه کي وساتل شي په دي نيت به د خپلواکو نظرونو پاڼه هر وخت
پرانستې وي |