دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د حبیب وطنیار د تلین ۳۵ پنځه دیرشم کال په مناسبت

 

 

د حبیب وطنیار د تلین ۳۵ پنځه دیرشم کال په مناسبت

 

حبيب وطنيار,د ودي او بدلون د لاري سپېڅلئ شهيد

 

چي د ستار تړي هزار دي
د دستار سړي په شمار دي
خوشال خان خټک

هر هېواد  نومورکي  اتلان او په وياړ يې  څلي او يادګارونه لري  ،  زموږ هېواد هم  د نومورکو اتلانو او سر سپارلو زلمو داسي  ډګر دئ  ، چي څلي او زيارتونه يې په نومونو ودان شويدي .   دا څلي او نښانې  د هغو رښتينو اتلانو تل پاتي ټاټوبي دي چي نه يې تاريخ هيره وي او نه يې ټولنه   له ياده باسي . د زمانې پيچومي او د کړکيچ مهالونه هم نه شي کولای د ټولني رښتني اتلان  د اولس له پامه هير کړي . او بيا په ځانګړي توګه هغه اتلان چي د خپل هېواد او اولس د ژونداو چاپير يال د سمون او بدلون لپاره يې  په بې ساري توګه بلهاريو ته دانګلي  وي  . شهېد عبدالحبيب وطنيار يو له هغو اتلانو څخه  دئ چي  د ژوند تر ورستئ سلګئ  يې د خپل هيواد او اولس د ژغورني لپاره خپل ملي دريځ وساتئ . له ژونده تير شو خو له خپل ملي دريځه په شا نه شو .
عبدالحبيب وطنيار ( صابري )  په ۱۳۳۵ - یا - ۱۳۳۴ لمریز کال   د روزګان ولايت په دهراوت ولسوالۍ کي سترګي دې نړۍ ته رڼې کړې . په پنڅه یا  شپږ کلنۍ کي ښونځۍ ته ولاړ او په  ١٣٥٣ لمريز کال د ملا احمد لېسې څخه فارغ او د کانکور ازمويني وروسته په ١٣٥٤ لمريز کال د کابل پوهنتون  اقتصاد پوهنځۍ ته بر يالۍ شو . د پوهنځۍ څلور کلنه دوره يې په ١٣٥٧ لمريز کال   په پوره برلاسئ پای ته ورسول او د پوهنتون د علمي معيارونو سره سم د کابل پوهنتون  په اقتصاد پوهنځۍ کي د استاد په توګه ومنل شو .  
و طنيار هغه مهال چي  د ملا احمد لېسې  د لسم ټولګۍ زده کونکۍ ؤ د  صابري تخلص  کاوه  .  هغه لا د لېسې په لسم ټولګۍ کي د خپلي لومړۍ نمرې د ساتلو په هڅو بوخت ؤ چي  په سياسي چاپير يال  کي يې د ځوانانو هڅو  او فعاليتونه  ته پام واوښت . د هغه مهال سياسي فعالينو به د ښونځيو ذهينو او لايقو زده کونکو ته زيات پام کاوه ، همدا هم يو بنسټيز لاميل شو چي د د هغه مهال صابري د بيلا بيلو کيڼو او ښئېو ګوندونو د فعالينو د پام وړ شو. د لېسې پير په لسمه او يولسمه ټولګۍ کي  يې  د خپل صنف د لومړۍ نمرې د ساتلو تر څنګ  د هغه مهال د بيلا بيلو ګوندونو  له فعالينواو مخکښه   ځوانانو سره  په مجلسونو او مباحثو کي  په دې نيت برخه اخستل چي په هيواد کي  د حاکمو سيا سي ،اقتصادي  او فرهنګي حالاتود پر مختګ لورئ و مومي اودبدلون  په لار کي مرستندوئ شي . په همدي هيله يې د زياتو ګوندونو تګلاري ولوستلې او ارزولې  څو هغه ګوند و مومي   چي په تګلارو کي يې  د هېواد د پرمختګ  ملي ارمان نغښتئ او څرګند وي  .
په افغانستان کي د ١٣٥٢ لمريز کال د چنګاښ اوښتون  چي پاچاهي نظام يې په جمهوري بدل کړ ، او ور سره سم د هېواد په مدني ژوند او ټولنيز ي ودي کي د بدلون تر څنګ د پراختيا او انکشاف په برخه کي چټکي او ګړنديتوب  را څرګند شو ، دا اوښتون د يوشمير سياسي ګوندونو لپاره  داسي د عطف او څرخېدوو ټکئ شو چي د هري ورځي په تيريدو سره يې د ځوان کهول  اونوي نسل د هڅولوښه زمينه تر لاسه کول . د دې سره _سره چي نه ښي او نه کيڼ ګوندونه په رسميت پيژندل شوي وه ، خو د فعاليت مخنوئ يې هم نه کېدئ . د جمهوري نظام په پيل کي کيڼ اړخه ګوندونو د خپلو ګوندي هڅو لپاره وړ او مناسبه زمينه درلوده او د جمهوريت  په ورستيو کلنو کي د ښئ اړخه ګوندونو برلاسي پيل شوه ، چي  همدې برلاسئ په هېواد کي د کيڼ اړخه ځواک په ګټه د نويو بدلونو نولار  پرانيستل  .
حبيب وطنيار د هېواد دنورو ځوانانو په څير ،  په  هېواد کي  د چټکي  اقتصادې ، سياسي  او کلتوري پرمختيا هيله درلوده او په زياته مينه به يې هري  هغي  هڅي  ملاتړ کاوه  چي د اولس او ملت ګټي به يې څرګندولې  او د ډار او یرې پرته به يې د هغو هڅو ملاتړ کاوه . د دې سره _ سره چي ګوندونو رسمې فعاليت نه درلود ، خو په نيمه رسمي فعاليتونو کي  يې د ځوانانوسېلابي بهير څرګند ؤ.  بېلا بيلوکيڼو او ښئيو ګوندونو به  په مکتبونو ، پوهنتونو نو ، فابريکو ، دولتي ادارو او د ټولېدو په نورو ځايو نو کي  د سياسي مباحثو او ناندريو مېدان  ، ګرم ساتلۍ ؤ .  حبيب وطنبار هغه مهال چي د دولسم ټولګۍ زده کونکۍ  ؤ ،د نورو ګوندونو د تګلارو د ارزونو او پوهېدنو وروسته د هېواد د پرمختيا او ودي لپاره يې  دخلق ګوند تګلاره غوره وبلل  او  خپل برخليک  يې د د افغانستان د خلق دموکراتيک ګوند ( خلق ) سره يو کړ .
وطنيار ( صابري )  لا د دولسم ټولګئ زده کونکئ ؤ چي په خپل کلي  ، ښونځۍ  او بيا ټوله ولسوالئ  کي  د مهذب ، سپېڅلي  او هوډمن ځوان په نيک نوم وځلېدئ . په ښوونځۍ کي  يې خپل لياقت او وړتيا ښودلې اود ښه زده کونکي  په نوم خپلو استادانو او ټولګېوالو ته ګران ؤ، داولسي مشرانو به  يې ځانګړئ درناوئ  کاوه او مشرانو به هم   دهغه  سره  دمجلس  ليوالتيادرلوده ،تر همزولو يې ځان لوړ نه ګڼئ  ، ځکه به هر همزولي ورسره مينه  کول   او کشران به يې نازول   او هغوئ  به هم  د زړه له کومي  د هغه  درنښت کاوه . هغه د خپل ځانګړي استعداد په مټ هم د زدکړو بهير په برياليتوب پر مخ بېوئ او هم يې  د اولسي دود او کلتور په پاللوسره  په خلکو او اولس کي ځانګړئ  او منلئ دريځ خپل کړئ ؤ .
عبدالحبيب وطنيار په ۱۳۵۴ لمریز کال په کانکور ازموینه کی بریالی سو او د کابل پوهنتون  په اقتصاد پوهنڅی کی یی لوړی  زدکړی پیل کړې  او په ۱۳۵۷ لمریز کال په لوړه کادری نمره فارغ سو . هغه مهال  په هېواد کي د سياسي ګوندونو هڅي او فعاليتونه ګړندي شوي او هر اړخيزه شوي وه ، کابل پوهنتون هغه مهال  د هېواد يو نامتو  علمي او پوهنيز ډګر ؤ ،د هېواد او نړۍ په  کچه پيژندل شوي استادان  به د هېواد د ځوان کهول د علمي روزني او پالني   چارو ته ګمارل شوي وه ، او هم  د هېواد له بيلا بيلو سيمو څخه وتلي استعدادونه ، او ذهين ځوانان  د لوړو زدکړو د بشپړېدو په هيله په زدکړو بوخت وه ، خو د دې ترڅنګ  ښئ اړخه او کيڼ اړخه سياسي  ګوندونو هم  خپلي  سازماني  او تبليغاتي هڅي  او فعاليتونه  د ځنډ پرته په پر له پسې توګه تر سره کول .   
وطنیار د خپل هیواد سره د بې کچی مینی له امله د زدکړو لوری ته پام وکړ او د پوهنتون د علمی معیارونو سره سم یی د استادی ټول علمی شرایط پوره کړی  وه  او په ۱۳۵۷  لمریز کال په  دوهمه نمایی کی  د  کابل پوهنتون داقتصاد پوهنځی کی دپوهاندالتزام سره داسیستانت  اواستاد په توګه  ومنل سو.نوموړی د دووسمیسترونو په ترځ کی په خپل زیار او پر له پسې هڅو په خپله پوهنڅی کی د یوه ځوان مخکښه استاد په توګه ځان ثابت کړ، د همدې هڅو پر بنسټ به پوهاند الترام په خاصو او عامو مجلسونو کی ویل چی (( ما اوس خپل څای ناستی و موند او همدا ځوان چی وروزم ، زه باری یم چی زما د مضامینو د تدریس تشه به پاته نه سی. )) د دې سره - سره چی هغه مهال د پوره پوهیدلو نه وه چی استادالتزام  ولی دا خبره کول ، زموږ په اند ښایی استاد به د خپل تقاعد خبری کوی ، خو د دریو میاشتو وروسته مالومه سوه چی پوهاند التزام د نوی بدلون سره د جوړ جاړی روحیه نه درلوده او د پردیسی او کډوالی پر لور  یی د هیواد د یو زیات شمیر نورو علمی ، فرهنګی او اداری مهمو شخصیتونو په څیر  هیواد پریښودی.
په یاد می دی چی حبیب وطنیار  یوه ورځ زموږ کورته چی د کابل په شیر شاه سوری مینه (څلورمه کارته )راغی  په خورا خواشنی سره په داسی حال کی چی تر سترګو یی اوښکی پر- پر بهیدلی او په غریو نیولی ژړغونی ږغ  دا خبره وکړه چی (( نن می په ژوند کی ډیره ترخه ورڅ ده ، نن می استاد زما څخه خدای پامانی وکړ او هغه به په تیښته د هیواده بهر ځی .  ماته نن  د افغانستان پر حال د خپل ولس پر حال ژړا راځی چی دا څومره بدبخته یو چی د پوهاند داکتر التزام په څیر یو ستر متخصص زموږ له هیواده ځی او موږ دا ادعا کوو چی دا وطن جوړو، دا به څنګه جوړ کړو چی هره ورڅ زموږ متخصصین یا بندیانیږی او یا د هیواده بهر څی...نه پوهیږم چی دا وطن جوړو او که یی ورانو . موږ خو خلکو ته وعده ورکړې وه چی دا خلکو ته به کور ، کالی او ډوډی ورکوو ، که دا ډول چاری روانی وی نو  نه به هیواد ودان سی او نه به مو خلک دښه ژوند خاوندان سی.))
هغه  کالونه خورا سخت  او دردونکی وه . وطنیار به ویل چی  : (( زموږ پیر خورا سخت او دنده مو خورا درنه ده . موږ په دریو اړخونو کی باید مبارزه وکړو ، یو د ګوند په دننه کی د انحرافاتو پر وړاندی  دوهم د هیواد د پر مختګ د مخالفینو پر ضد فعالیت وکړو او دریم د هیواد لپاره د سالمی  ودی لوری ته و خوڅیږو  . دا کار د علمی کادرونو ، او پر هیواد مینو شخصیتونواو متعهدو ځوانانو د فعال ګډون پر ته ممکن نه دی . ))  په هیواد کی د کیڼ اړخه او ښی اړخه څواکونو تر منځ  دمخامختیا سوله ایز ه بڼه له منڅه تللې وه . دواړو لورو د پوره شدت او زړه بونیونکی ډول  دیو بل په وړاندی وسله واله مبارزه کول  .
د شهید وطنیار  دا خبره د ورستی خاطرې په توګه یادوم چی  دوې یا درې ورځی  وړاندی تر هغه چی د کودتا په تور ونیول سی او د پلچرخی زندان ته ولیږل سی وویل  :(( ... زه په تشویش کی یم  او تشویش می دا دی چی دا ګوند د یو شمیر نا اهلو کسانو په وسیله مخ په ځوړ روان دی او هره ورځ د خپل بطن څخه قربانی اخلی ، هغومره چی د ګوند مخالفین او اخوانیان وژل کیږی هغومره د همدې ګوند غړی د انحرافاتو د مخنوی لپاره قر بانی کیږی  .یوه ورځ د چنداولو  کاڼه واڼه بله ورځ د هرات مخالفت ، بله ورځ د کنړ او پکتیکابدل اخستل او نور ، فکر کوم چی د ګوند په دننه کی دا پټی او څرګندی جګړې   به  افغانستان  یوه لوی ګودال ته واچوی . دا ګوندی مشران باید دې ته متوجه سی چی د دې ګوند مرام څه وو او اوس دوی څه کوی ؟ اوپه دې هم باید پوه سی چی موږ ولی د خپلو هیوادوالو له خوا د شوروی د ملاتړ په نوم و وژل سو؟ او  هغه مرامنامه چی ګوند یی لری ( د خلق ګوند ) هغه باید د انحراف پرته پلی سی، اوس د خلکو سره زیاتی کیږی د دې مخه نیول په کار دی ، خو دا مخنوی د اصولی لاری باید و سی کودتا او قیام دا ستونزه نه سی حل کولای ...))  خو له بده مرغه د همدې کال د میزان میاشتی په ۲۲ نیټه د کودتا په تور  ونیول سو او ویل کیږی چی د عقرب میاشتی په لومړی اونی کی په شهادت ورسیدی . او په دې تر تیب د خلق ګوند د پخوانیو غړو له شمیره ، پر  زرګونو قربانیانو یو بل ور زیات سو  . انا الله انا الیه راجعون . 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006