څه کیږی
ساه می لنډیدله ماویل څه کیږی
لاره بیلیدله ماویل څه کیږی
ورو می د حق لور ته ځان سپارلی و
اوښکه ځځیدله ما ویل څه کیږی
تیره زمانه می چی رایاده سوه
ځان ته می خندله ما ویل څه کیږی
لاس می اشاره وکړه اسمان لره
دعا می چی ویله ما ویل څه کیږی
واوره بابوزیه تنها پاته سوې
وره ته می کتله ما ویل څه کیږی