|
هره تاریخی ابده ،فرهنګی میراث او ملی ثروت دۍ
لیکوالان: پوهاند محمد رسول باوری او دیپلوم انجینر عبدالاحد عباسی
هره تاریخی ابده ،فرهنګی میراث او ملی ثروت دۍ
د مجالسو ، غونډو او محافلو په ترځ کی د تاریخی ابداتو د افادې لپاره بیلا بیل اصطلاحات کارول کیږی. د تاریخی اثارو ، تاریخی سیمو او تاریخی ابداتو اصطلاحات په زیاته پیمانه د تفکیک پر ته ویل کیږی، په داسی حال کی چی د تاریخی ابداتو اصطلاح او افاده په بشپړه توګه د نورو مفاهیمو سره متفاوته ما نا لری، د همدې تفکیک او د اصطلاحاتو مناسب استعمال په نیت د سریزی په توګه دا درې زیات معمول سوی اصطلاحات ، تاریخی اثار، تاریخی سیمی او تاریخی ابدات را پیژنو.
تاریخی اثریا (Historical object) تاريخي اثر په ټوليزډول دتاريخي اثارو اصطلاح دهغو ټولو مادی پديدو او پاتي شونو لپاره چي دپخوانيو ټولنو او دبشر د کار محصول وي کارول کیږي، دبيلګي په ډول ،دکودړي یوه ټوټه، د انسان په وسیله د ډبرې یوه توږل سوې برخه، يوه مجسمه اوداسي نور ... دافغانستان دتاريخي اوفرهنګي ميراث دساتلو دقانون د حکم په اساس چي دنړيوالو اړونډه قوانينو له مخي تدوين سوي دي هغه اثر چي استثنایی وی او د سلو کالونو څخه زيات وخت ولری، تاريخي اثربلل کيږي .
تاریخی سیمی (Historical sites) دتاریخی سیمی یا دتاریخی ساحو اصطلاح دهغو ځمکو ،سیمو، لرغونوښارګوټو او غونډیو لپاره کارول کیږی چی د پخوانیو تمدنونو مادی پاتی شونی (آثار،ابدات) پکښی پټ او یا په ښکاره ډول لیدل کیږی.اکثرا دا ټاټوبی د لرغونپوهانوله لوری د څیړنو او سپړنو لاندی نیول کیږی.
تاریخی ابدات (Historical Monuments) تاريخي ودانۍ يا ابدات په ځانګړي ډول د هغو جوړو سویو ودانیو او ساختمانونو ټولګه وی چی د پخوانیو وګړو له لوری د بیلا بیلو موخو لپاره جوړ سوی وی. د اوسیدلو ودانی ، زړې کلاوی،حوماتونه،معبدونه ، استوپې ،کلساوي ، مينارونه ، سمڅې ،قبرونه اونور چي دانسان په وسيله آباد سوې او کارول سوې وی په همدې لړ کی شمیر ل کیږی. په ریلیف ډول (Relief ) حوړښتونه ،درې اړخیزه کندن کاري، دغرونوپه څنډوکي کندل سوي اويا توږل سوې ودانی د همدې لړی نوری برخی دی. د دې لیکنی موخه هم همدا موضوع ده چی تاریخی ابدات د فرهنګی میراثونو په توګه څنګه يژندلای سو او زموږ په هیواد کی د تاریخی ابداتو اوسنۍ حالت، راتلونکی لر لید او په اړه یې د حکومتی ادارو او ولس دندی څه دی او څنګه خپلی دندی پلی کولای سی؟
د تاریخی ابداتو د نورو تعریفونو تر څنګ یو لنډ تعریف دا دی چی: د انسان په وسیله جوړ سوی ټول عمرانات چی د جوړښت له مخی استثنا ، د مهمې پیښی شاهد اولږ تر لږه تر سلو کالو وړاندی مهال پوری اړه ولری، تاریخی ابده ګڼل کیږی. دې تعریف ته په کتو هره ابادی او هر ساختمان تاریخی ابده نه سی شمیرل کیداې. تر ټولو وړاندی تاریخی ابده کی باید لږ تر لږه دا درې ځانګړنی وجود ولری ، هم د جوړښت له مخی استثنا وی ، هم به د یوې پیښی شاهد وی او هم به تر سلو کالونو وړاندی زمانو پوری تړاو ولری. د یادونی ده چی که دا درې ځانګړنی په یوه ابده کی موجود وی ، یقینا تاریخی ابده ده ، خو که د دې دریو ځانګړنو څخه دوې هم ولری کیدای سی د تاریخی ابدې په توګه پاملرنه ورته وسی.
د نړۍ پر مختللی هیوادونه په پر له پسې توګه د تاریخی ابداتو د پیژندلو او د هغو د ساتلو لپاره علمی او ټولنیزی هڅی کوی، چی خپل تاریخی ابدات وپیژنی ، وه یې پالی او د مناسبو چارو په تر سره کولو سره یی د ګټی وړ وګرځوی. عمدتا درې ډوله ګټورو چارو ته یی د برابرولو هځی کوی.
1- د تاریخی ابدات د توریستی جادبې په توګه: په اوسنۍ نړۍ کی بې زیانه ګټه د ګرځندوی او سبلانیتوب صنعت ګڼل کیږی، دا صنعت د زیات شمیر هیوادونود ملی عایداتو بنسټیزه برخه جوړوی. اوس په نړۍ کي د زيات شمير هيوادونو د ملي عايداتو پوره او غوښنه برخه د ګرځندوۍ صنعت او په هغې پوري تړلو چارو له برکته تر لاسه کوي . د هغو خپروسويو شمېرو څخه چي د بيلا بيلو موسيسو له لوري وړاندي سويدي ، په ٢٠٠٤ ميلادي کال کي د نړۍ د سېلانيانو شمېره ٧٦٣ اوسوه درېشپيته مليونه تنو ته رسيدلئ ده ، چي د ٢٠٠٣ ميلادي کال په نسبت ١٠ اعشاريه ٧ په سلو کي زياتوالۍ ښئي .نوموړې شميره د ١٩٨٠ميلادي کال راوروسته تر ټولو زياته ګڼل سوېده. د نړيوال ګرځندوئ ادارې په وړاندوينه ، ښايې له ٢٠١٠ ميلادي کال څخه تر ٢٠٢٠ ميلادي کال پوري د نړۍ د سېلانيانو شميره په هر کال کي يومليارد او شپږ مليونه تنو ته ورسيږي . د دې سیلانیانو زیاته برخه د تاریخی ابداتو لیدو کتو سره لیوالتیا لری او تاریخی ابدات د یوه مهم عنصر په توګه په توریستی فعالیتونو کی ونډه لری.
2- تاریخی ابدات د مورخینو او څیړونکو د اخځونو اومنابعو په توګه: د پیښو تسلسل او بهیر نه تم کیدونکۍ دۍ.او متجسس اذهان د ا پیښی د تیر مهال د پوهیدلو ،د اوس مهال د ارزولو او د راتلونکو مهالونو د وړاندویونوپه نیت مطالعه کوی او د ځان او نورو د پوهیدلو زمینه برابرول غواړی.دا چاره یوازی د محقیقینو او څیړونکو له لوری د هغوی د اصولو په رڼا کی شونی کیدای سی،مورخین ، څیړونکی او د تاریخی ودانیو ماهرین د تاریخی ابداتو د ارزښت، ډول ، اړوند تاریخی مهال، د جوړولو سبک ، د کارولو موارد ، د ښکلا ایزی بڼی تحلیل او نوری برخی را برملا کوی او د مینه والو او لیوالو کسانو اړتیا پوره کوی.هغوی چی د پیښو د ثبوت لپاره مادی منابع غواړی تاریخی ابدات همدا منابع دی چی د پیښو د تایید اویا تردید کارول کیږی.په تاریخی ابداتو کی د انسانی ټولنو د اړوند مهال افکار او د ښکلا پیژندنی هر اړ خیز مالومات لری ، چی څیړونکی یی را بر سیره کولای سی.د تاریخی ابداتو د کارولو او کاریدلو چاری هم د محقیقینو له لوری را څرګندیدلای سی او په دې ډول نوری غلمی او هنری هڅی د تاریخی ابداتو په تحلیل او ارزونه کی تر لاسه کیږی.
3- تاریخی ابدات د ملی ارزښت او ملی هویت په توګه: په زیاتو هیوادونو او افغانستان کی یو شمیر تاریخی ابدات د ملی هویت په ځیر مطرح او پیژندل کیږی، د تاریخی ابداتو داډول ارزښتمن کیدل د هغو ویاړونو له امله مطرح کیږی ، چی تاریخی او ملی هویت ورسره وتړل سی.د ملی هویت او ملی ارزښت تړلتیا هغه مهال د تاریخی ابداتو سره ځرګندیږی چی تاریخی ابده د ملی یووالی ، ملی عظمت او ملی درایت د سمبول په توګه ومنل سی.ښایی ډیر نور ملموس او غیر ملموس میراثونه به دا ارزښت تر لاسه کړی ، خو تاریخی ابدات عمدتا یا په همدې نیت ودانیږی او یا هم د ولسونو په منځ کی همدې هیلی ته د رسیدلو نښه ګرځی.
له نیکه مرغه په افغانستان کی د تاریخی ابداتو شمیر تر لسکونو زره زیات یاد سویدئ.د دې ابداتو څخه تر اوسه پنځه زره تاریخی ابدې راحستر سوی او د راحستر سویو تاریخ ابداتو له شمیره یو زر اووسوه ابداتو لپاره د نوم لیکنی یا هویت پیژندنی چاری بشپړی سویدی او تر اته سوه پنځوس پوری تاریخی ابدې په تفصیلی توګه معرفی سویدی.یقینا د تاریخی افغانستان لپاره دا شمیره لږ او د قناعت وړ نه ده. خو د یادولو ده چی درې مهم عوامل د دې نیمګرتیا په تړاو اغیزمن دی،لومړئ امنیتی ستونزی؛ دوهم د ابداتو د بیارغولو لپاره اړینه بودجه او د هغې تدارکاتی پړاونه؛ او دریم د وړ تشکیل او روزل سوی پرسونل لږوالئ.د دې سره سره د تیرو پنځلسو کالونو په ترځ کی د تاریخی ابداتو د سروې ، راجستر او پیژندلو تر څنګ یو شمیر تاریخی ابدات د هیواد په بیلا بیلو سیمو کی په بنسټیزه توګه رغول سوی اویا یی د مراقبت او پایښت لپاره اقدامات عملی سویدی چی شمیر یی تر ( ۲۶۲ ) زیاتیږی.د دې شمیره ټول ( ۷۱ ) یو اویا ابدې د وزارت د انکشافی او عادی بودجې څخه تمویل سوی او نوری پاته د بهرنیو فرهنګی موسسو په مرسته جوړی سویدی. په داسی حال کی چی په تیرو دوو کالونو کی تر (۵۳) دریپنځوس زیاتی ابدې رغول سوی او یا یی د رغیدلو او مراقبت چاری روانی دی چی د تیرو پنځلسو کالونو په نسبت اتیا ( ۸۰٪ ) په سلو کی زیاتی دی. د بیلګی په توګه د ۱۳۹۶-۱۳۹۷ مالی کال د هغو پروژو فهرست وړاندی کوو چی د اطلاعات او فرهنګ وزارت د تاریخی ابداتو ریاست له لوری پلی سوی او یا د پیلی کیدلو په حال کی دی.
د شک پر ته ویلای سو چی تاریخی ابدات د زمانې په بهیر کی زړیږی او په طبیعی ډول د پایښت توان ورو ورو له لاسه ورکوی، د دې تر څنګ ځنی نورعوامل هم سته چی د تاریخی ابداتو لپاره د ژر زړیدلو، ورانیدلو او له منځه تللو خطرونه منځ ته راوړی، طېبیعی پیښی (زلزلې، اورښتونه ، لوړه یخنی او ګرمی اوداسی نور)ټولنیز عوامل ( ټوله ایز لیږد،د نویو ودانیو لپاره لیوالتیا، ناپوهی اونور) سیاسی عوامل(سیاسی او فکری حساسیتونه، جګړې ، د قانونی حمایت نه شتون اونور) اړینه ده چی د تاریخی ابداتو د رغونی ، ساتنی او پالنی لپاره اړین اقدامات د ځنډ پر ته په پر له پسې توګه پلی سی چی د تاریخی ابداتو لپاره د ورپیښو خطرونواو زیانونو مخنوئ وکړی.
دتاریخی ابداتو لپاره د خطرونو او زيانونو ،د بشپړ مخنوي په نيت د لرغونواثارو او تاريخي ميراثو نو لپاره ملي ملاتړ ته اړتيا سته . افغان اولس ، حکومتی اړوندی ادارې او نړېوالو فرهنګی موسسې د دې، د همدې مثلث له لوری په هم اهنګئ کی د پياوړیو تدبيرونو او پلانونو پلی کول د تاریخی ابداتو په وړاندی د خطرونو او زیانونومخنيوۍ کولای سي .
د وړانديزپه توګه د لرغونو اثارو او تاريخي ميراثونو د ساتني او پالني لپاره د ملي ملاتړ په لار کي لومړني او اړين ګامونه :
لومړئ: د اړتیا سره سم د مسلکی کادرونو روزنه؛
دوهم : د پلان سویو پروژو لپاره د اړینی بودجې برابرول؛
دریم: په هیواد کی دتاریخی ابداتو د سروې کولو،پیژندلواو راجستر کولو لپاره د ځانګړی مجرب مسلکی ټیم ګمارل؛
څلورم: د تاریخی ابداتو، لرغونپوهنی ،موزیمونو او توریزم اړوندی ادارې دی تر یوه چتر لاندی پر ځان د متکی کیدلو لپاره ګډ کار وکړی؛
د بیلګی په توګه د یو شمیرتاریخی ابداتو انځورونه تر ترمیم وړاندی او ورسته.
نمکدان در هرات قبل از ترمیم و بعد از ترمیم
رواق تنګی شادیان در بلخ قبل از ترمیم و بعد از ترمیم
مسجد تخته پل قبل از ترمیم و بعد از ترمیم
بېرته شاته
|
|