|
د کندهار په نارنج ماڼۍ کی دعلمی سپړونواړتیا
لیکوالان : پوهاند محمد رسول باوری او نور اغا نوری د لرغونپوهنی انستیوت مشر
د کندهار په نارنج ماڼۍ کی دعلمی سپړونواړتیا
یو کال وړاندی ( ۱۳۹۶ لمریز کال ) مو د یوه رسمی سفر پر مهال د نارنج قصر ولیدی او هغه مهال مو پریکړه وکړه چی د راتلونکی ۱۳۹۷ لمریز کال د وزارت په انکشافی بودجه کی به د همدې تاریخی ټاټوبی د سپړنو چارو لپاره بودجه ځانګړې کړو او د لرغونپوهانو ټیم به د لرغونپوهنی انستیوت له ادارې څخه و ګمارو چی په دې تاریخی ټاټوبی کی د علمی سپړنو لړۍ پیل کړي.له نیکه مرغه هوډ مو د بری تر کرښو ورساوه او دا دی اوس مو د ازمایښتی سپړنو دا لړی پیل کړه چی د دریو کالو پوری به دوام وکړی.
پخوا تر دې چی د کندهار د سپړنو په اړه او بیا په ځاګړی توګه د نارنج قصر په اړه اړین مطالب ولیکو ، ښه به وی چی دې مهمی پوښتنی ته لنډ ځواب ولیکل سی چی لا تر اوسه هم د لرغونو اثارو د یو شمیر ماهرینو او د دې څانګی لیوالو سره سته . پوښتنه دا ده چی ایا اوس مهال د سپړنو لپاره وړ او مناسب دۍ؟ همدا شمیر کار پوهان ښه ګڼی چی لرغونی اثار همداسی تر خاورو لاندی پټ پاته سی،د دې فکربنسټیزه موخه دا ګڼی چی داثارو او لرغونو توکو د مصونیت او حفاظت ګټوره لار همدا ده چی تر خاورو لاندی پټ پاته سی، او په دې ډول نور دلایل او ویناوی مطرح کوی .
اوسنیو شرایطو ته په پام او د ورځنیو تحربو پر بنسټ دا ویلای سو چی د لرغونو توکو او تاریخی اثارو قاچاقبران او سوداګر د لرغونو سیمو او تاریخی ټاټوبو غیر قانونی سپړنو او کیندنو ته په کمین کی ناست دی ،هغوی د یو شمیر اجیرو کار پوهانو په مرسته د هیواد په نا امنو سیمو کی په زیاته پیمانه او د حکومتی ادارو تر واک لاندی سیمو کی په لږه اندازه خپلی غیر قانونی چاری تر سره کوی او د ځانی ګټو لپاره هره لحظه غیر قانونی سپړنی کوی او بهرنیو هیوادونو ته د تاریخی او لرغونو اثارو په قاچاق او غیر قانونی لیږد بوخت دی. دا ډاډ نه سو تر لاسه کولای چی که دا لرغونی ټاټوبی او تاریخی سیمی په رسمی توګه ونه سپړل سی ، نو تر خاورو لاندی به وساتل سی او پټ به پاته سی.همدا ډار او بیره ده چی د ټول هیواد لرغونی سیمی او تاریخی ټاټوبی د اړتیا سره سم نه سی حفاظت کیدلای، ځګه ترجح ورکوو چی د قاچاقبرانو څخه د خلاصون په نیت لږ تر لږه د هغو سیمو سپړنی وکړو چی د زیان رسیدلو بیره یی زیاته او د قانونی سپړنو زمینه یی برابره وی.
په دې ورستیو کی مو د ننګرهار ، بامیان او دا دی په کندهار کی د افغانی لرغونپوهانو په مشری د سپړنو چاری پیل کړیدی.د هری سیمی لپاره مو هغه لومړیتوبونه په پام کی ونیول چی هم د تاریخی ارزښت له اړخه او د سپړنو د تسهیلاتو له اړه خه مناسب وګڼل سوه. د ننګرهار د سپړنو په اړه مو یوه لیکنه هغه مهال خپره کړه چی په ننګرهار کی سپړنی پیل سوې او په دې لیکنه کی د هغو سپړنو په اړه د بیا څه لیکلواړتیا نه لیدل کیږی. خو په دې لیکنه کی به د کندهار د سپړنو او بیا د هغو د اړتیا او د غوره سوی ټاټوبی د لومړی توب په اړه لنډ مالومات ستاسو درنو لوستونکو په وړاندی د لوستلو لپاره ولیکو.
په کندهار کی لسګونه تاریخی ټاټوبی او لرغونی سیمی د مورخینو او لرغونپوهانو له لوری پیژندل سوی او یو شمیر یی د لرغونپوهنی انستیوت کی را جستر سوی او یو شمیر یی د تاریخی ابداتو په ریاست کی په نښه او ثبت سویدی، چی هر یو یی ارزښتمن او د هیواد د تاریخ زرینه پاڼه ګڼلای سو، خود نارنج قصر زیات شمیر څرګند لومړی توبوبونه لری چی په لنډه توګه به د یو شمیر یادونه وکړو.
د نارنج ماڼې د زاړه کندهار په لویدیزه خوا کی واقع ده .د تاریخی متنونو پر بنسټ یوې لوری ته یی د قیتول غرونه او دریو نورو لوریو ته یی خندقونه او حصارونه ودان سوی چی د څارګرو برجونو په وسیله ساتل کیده.په اوسنی ویجاړ حالت کی یی اوږدوالی ۲۷۰ متره ، سور یی ۲۲۰ متره او اوس چی خاورنی غونډې ته ورته بریښی ، لوړوالې يې د ۳۵ تر ۴۰ متره رسیږی.
لومړی لومړیتوب یی دا دی چی د زیات شمیر څیړنکی او مورخین په خپلو اثارو او لیکنو کی د نارنج قصر د پیښو په تړاو د سپړنو تر مهاله ساکت پاته سویدی.د بیلګی په توګه پوهاند میرحسین شاه په خپلو زیاتو لیکونو او بیا په ځانګړی توګه د ((کندهار از ابادانی تا ویرانی )) نومی رساله کی په وار وار دا لیکلی چی نور مالومات به د لرغونپوهانو تر سپړنو وروسته څرګند سی. (( در قندهار حصار شهر همان قصر معروف نارنج بود که ويرانه های آن در دامنهء ارتفاعات قيتول باقی است. به دور اين کاخ مانند ساير حصار ها و کهندز ها خندق حفر شده بود. آثار اين خندق تا کنون ديده می شود. اصل کاخ بکلی ويران شده و شبيه به تل خاکی مر تفع می باشد. تعيين صورت باغها و قصرهای اين حصار تا تحقيقات وسيع باستان شناسی انجام نشود اسان نيست. مواردی را که جهت تعمير استعمال می شد، نيز به مشکل می توان تعيين کرد. از روی ساختمان اتاقی که به اثر کاوش های باستان شناسی اخير پيدا شد، می توان فهميد که استعمال گچ در قندهار بيشتر معمول بود از آنچه امروز ديده می شود بين بلاد افغانستان استعمال گچ قندهار بيشتر معمول است اما به قياس بقايای کاخ لشکر گاه و اقتضای اقليم و آنچه که ازين حصار امروز باقی مانده است، می توان گفت که اغلب اتاقها و تالارهای داخل قصر مزبور از گل و خشت خام خشکيده ساخته شده بود.تعيين سيستم آبياری حصار و ربض بنا بر فقدان مدارک و مصادر موجود و نارسايی تحقيقات باستانشناسی آسان نيست. ))
دوهم لومړیتوب دا دی چی د افغانستان د تاریخی بیلا بیلو دورو نښی په همدې ټاټوبی کی لیدل کیږی او هم په یو شمیر تاریخی اسنادو کی د همدې سیمی په اړه د بیلا بیلو پیښو یادونی سویدی.د یو شمیر لرغونپوهانو او مورخینو په اند د کندهار زوړ ښار د یو نانی اسکندریو په څیر جوړ سویدی، همدا دلیل دی چی یو شمیر مورخین زوړ قندهار د یونانی مهال سکندریه بولي. د بیلګی په توګه د جهانکشایی نادری اثر لیکوال میرزا مهدی لیکی : (( شهر قندهار«شهر تثليلث بود». دو طرف شهر را حصار بزرگی احاطه کرده و در قسمت غربی آن کوه قيتول واقع بود و همچنان قندهار سه دروازهء بزرگی داشت: يکی به طرف جنوب معروف به دروازهء «ماشور» ديگری به طرف شرق مشهور به دروازه ويس که تا کنون بر جای مانده است، سومی دروازه ء گنديگان به اسم قريه ای به همين نام در شمال غرب شهر که ذکرش رفت....)) په دې لنډ متن کی د تثلیث افاده د هغو یونانی ودانیو او ابادیو را پاته ده چی د سکندر د فتوحاتو پر مهال به حوړیدلې، په افغانستان کی یی دوې نوری بیلګی لکه ای خانم او باګرام هم سته چی همدا د تثلیث ممیزات لری. د اقچې او امو سیندونو احاطه سوې سیمه کی د ای خانم تاریخی ټاټوبی واقع دی او همدا ډول د شتل ، پنجشیر او غوربند سیندونو تر منځ د باګرام لرغونې سیمه د سکندريي په نوم ودانه سویده.
پوهاند میر حسین شاه خان د (( کندهار از ابادانی تا ویرانی )) نومې رساله کی لیکی : ((... از قرن هفت به بعد حملات چنگيز و هلاکو و تيمور صورت گرفت و شهرهای زرنج، بست و پنجوايی ويران شد ودر آن زمان بود که شهر قندهار شهرت فراوان پيدا کرد. معين اسفزاری در کتاب روضات الجنات فی اوصاف مدينهء هرات بحث مفصل در بيان قندهار و آبادی های آن دارد.))
د لومړیتوب یو بل اړخ په دې ټاټوبی کی د مهمو تاریخی پیښو واقع کیدل دی چی د سپړنو لپاره په پام کی ونیول سو.د کندهار زوړ ښار د هغه مهال د میشتو وګړو د دفاع ډاډمن سنګر وو.د منځنیو پیړیو په زیات شمیر اثارو کی د کندهار په اړه مهم مطالب لیکل سویدی، چی یوه بیلګه یی د پوهاند میر حسین شاه په هغه لیکنه کی چی مخکی مو یادونه وکړه، لیدلای سو. د نوموړی په باور د کندهار په اړه د تاریخی متنونو له شمیره په تاریخ طبری کی تر نورو اثارو یوه پخوانې پیښه د جریر طبری په لاس ثبت سویده .دا پیښه په ۳۰۴ هجری کال داسی لیکلی سویده: ((... در این سال از[ منطقه] «خراسان» نامه ای آمد که در آن ذکر شده بود که در «قندهار» در دژهای حصار و دیوار آن شهر، دژی به آن متصل یافتند که پنج هزار سر[ بریده] در آن بود، در سبدهایی از جنس علف ، از میان این سرها ، ۲۹ سر بود که در گوش هر کدام یادداشت های مختصری، با نخ ابریشم بسته شده بود که به نام آن مردان بود . سرها را به حال خویش یافته بودند جز این که پوست آنها خشکیده و موهاى آنها به حالت خویش و تغییر نیافته بودند و یادداشت ها متعلق به سال هفتاد هجری بود ....))دا پیښه د طبری د وفات څلور کاله وړاندی لیکل سویده. د دې یادښته څرګندیږی چی زوړ کندهار د سیمی نامتو ټاټوبې او د میشتو وګړو د دفاع ډاډمن سنګر وو.
د نارنج قصر بل ارزښت دا دې چی زیات شمیر تاریخی او ادبی شخصیتونو پکښی ژوند کړیدۍ، ځکه تر نورو ټاټوبو وړاندی د سپړنو لپاره غوره وګڼل سو. د پتي خزانی لیکوال محمد هوتک د هغو یادښتونو په اړه چی د لیکوالو او شاعرانو په تړاو یی لیکلی دی ، د همدې نارنج قصر په اړه زیات یادښتونه لری. د هوتک په حواله ، نارنج قصر د شاحسین هوتک د واکمنی مرکز وو، د پټی خزانې په حواله : شاه حسين د شالم خيل هوتک حاجى ميرويس خان نيکه زوى دى. په٢٣دربيع الاول په(١١١٤)سنه هجرى دکلات په سيورى کې پيداسو،هغه وخت چې ميرويس نيکه دبيت الله او اصفهان په سفر و،شاه حسين کوچنى ؤ اوله ملا يارمحمد هوتک څخه ئې درس لوست،تر دوولسوکالونو پوري یی فقه،تفسير،منطق اودبلاغت کتابونه ولوستل او په کندهار کې له پلاره مصالح دامورو زده کړل. حاجى ميرويس خان په ٢٨دذوالحجة الحرام (١١٢٧) سنه هجرى په کندهارکې وفات سو،شاه حسين هغه مهال څوارلس کلن واودخپل مشرورورشاه محمود سره و، ميرعبدالعزيز دميرويس نيکه ورور په کندهارکې مشر شو.خو له اولس سره يې لار نه وړه،ترڅو په (١١٢٩هـ کال)دشپې دنارنج قصر له بامه خطا سو،راولويد او ياهم ووژل سو. او شاه محمود واک ته ورسید، شاه محمود د ایران پرلور فتوحات پیل کړه او شاحسین په نارنج ماڼی کی واکمن پاته سو.
د شاه حسین هوتکی په در بار کی زیات شمیر شاعران او ادیبان را ټول لیدل ، او شاحسین هوتک خپله هم شاعر وو او ادبی محافل به یی جوړول. محمد هوتک د شاحسین د شاعری یوه بیلګه داسی راوړیده:
بـــــيـــلتانه دى دغمو په چـــپاو چور کړم
په تيـارو کې دهجران ئې له تا دور کړم
بــــيـلتانه دى هسي اوښکې راخپرى کړي
ستادفـکر په ګرداب کې تل عبور کړم
دفــــــراق پړى مي کـــيښود ومرۍ تــــــه
پــه جهان کې ئې رسوالکه منصور کړم
پــــــــه وصال دې هم ناښاد يـــمه دلبرې !
دبيـــــلتو ن فکر په زړه کې نا صبورکړم
دبـــاڼو غـــــشى مـــــې وخوړ په ځګر کې
غـــــــــمازانو په غمزو غمزومهجور کړم
خـــلـق ياد زما،دعـــشق په لـــېونو کـــــــــا
زه (حسـين )محبت هسي مشهور کړم
د پټې خزانې مولف د خپل نامتو اثر پټه خزانه نومی اثر کی د نارنج قصر په اړه دا یادونه هم کړیده چی : (( ... پادشاه عالم پناه په ارګ کې د قندهار هغه قصر چې نارنج باله شي هلته په هفته کې يوه ورځ دربار کا په کتب خانه کې او شعرا او فضلاء ټولوي، زه محمد هوتک کاتب ددې کتاب هم په دې مجلس کې يم او د پادشاه ضل الله اشعار او ادبيات په قلم کاږم او کتاب د دېوان يې مرتب شوى دى. کله په پښتو اشعار وايي او کله فارسي ژبې ته هم ميل کا او استاد العلما ملا يارمحمد ته يې قرائت کا چې سهو وسقم ځنې زايل کا او د پادشاه په اشعارو کې لږ سهوه ليده سي او علما يې ټول په بلاغت او فصاحت قايل دي او سماع ته مايل.))
د نارنج قصر په اړه دا هم په تاریخی متنونو کی راغلی چی د شاه محمود هوتکی خور بی بی زینبه هم یوه شاعره او په نارنج قصر کی اوسیدل . محمد هوتک د همدې شاعری د شعر یو مهمه بیلګه مشهوره مرثیه هم په خپل اثر پټه خزانه کی ثبت او را نقل کړېده:
ږغ سو چې ورور تېر له دنيا سونا
قندهار واړه په ژړا سونا
زړه مې په وير کې مبتلا سونا
چې شاه محمود له ما جلا سونا
دا روڼ جهان راته تورتم دى نا
زړه د بېلتون په تېغ کړم دى نا
هوتک غمجن په دې ماتم دى نا
د پاچهى تاج مو برهم دى نا
چې شاه محمود تېر له دنيا سونا
قندهار واړه په ژړا سونا...
د دې لیکنی په ورستې برخه کی دا ارزښت هم مهم ګڼلای سو چی ، د کندهار زوړ ښار او بیا د نارنج قصر د نادرشاه افشار د هجوم پر مهال وران او ویجاړ سو. نادر افشار د هغه زوړ ښار څنګ ته د نادر اباد په نوم د نوی ښار ګوټی د جوړولو لپاره چی د یوې نظامی کلا ډول یې درلود ،اقدام وکړ. د نادر اباد ښار ګوټی ودان نه سو او نیمه تمام پانته سو ، خود اعلیضرت احمد شاه بابا د واکمنۍ پر مهال د نوی احمد شاهی ښار بنسټ کښیښودل سو چی د لویو دیوالونو نښی یی لا تر اوسه هم د اوسنی کندهار ښار په یو شمیر سیمو کی لیدل کیږی.
پایله: د سپړنو لپاره هغه ټاټوبی لومړیتوب لری چی استثنا وی، د ډیرو پیښو اسناد را څرګند کړی، دخپل مهال ودانیز سبک برملا کړی، د زیاتو لرغونو نښو د بیلګو د پیدا کولو زمینې ولری،د میشتو وګړو هویت په پیداکولو کی مرسته وکولای سی او په دې ډول نور مالومات د څیړونکو په واک کی ورکړاتی سی.د نارنج قصر همداسی ټاټوبی دی چی یادو غوښتونو او پوښتونو ته مثبت حواب ورکولای سی. همدا لا میل دی چی په کندهار کی مو د سپړنو لومړیتوب هم د نارنج قصر ته ورکړ. هیله مو دا ده چی د هیواد د تاریخ تاریکی برخی د همدې سپړنو په وسیله را ځرګندی سی.
یادونه: د منابعو یادونه د لیکنی په متن کی سویده.
بېرته شاته
|
|