دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د داکتر حسن کاکړ د تاریخ لیکنی ځانګړتیاوی
لیکوال : پوهاند محمد رسول باوری د داکتر حسن کاکړ د تاریخ لیکنی ځانګړتیاوی لنډه سریزه : تاريخ د يوه علمي دسپلين په توګه د موازينو او قوانينو ځانکړۍ ټولګه ده . دا پوهه د نورو علوموپه څير، د عامو علمي قوانينو او د خپلو ځانګړو عملي اصولو پر بنسټ خپلو موخو ته د رسيدو لاره وهي ، خو دا لاره تاريخ د يوه علم په توګه نه طې کوي ، بلکي دا مورخ دۍ چي د عامو علمي قوانينو او د تاريخ د عملي اصولو په مټ تاريخ ته ژوند ورکوي اود تيرو پيښو د شنني او ويني جوګه کوي یی. په دې لیکنه کی به د مورخ په توګه د حسن کاکړ پر دریو لید لورو لنډ بحث ولرو. >v لومړی ، د حسن کاکړ تاریخی لیدلوری: دنولسمي پيړۍ په لومړيو کلونو کي د مورخينو تر منځ دوو محوري طرحو پرا ختيا وموندله ، چي په حقيقت کي دا د مورخينو تر منځ د دوو سترو فکري جريانونه تمثيل وو . يو شمير مورخين په دي عقيده دي چي بشري تمدن واحده منشا لري او ديوې لرغوني مدني حوزي څخه را پيل شوېدۍ . اليوت سميت ( Elio Smith ) ګوردن چايلد ( Gorden Cahild ) تاينبې ( Arnold Tainbe ) او مورګان ( Morgan ) د همدې فکري لوري په سر سر کي پيژندل شويدي .>v د خپريدني يا ( Diffiusion ) يو نامتو پلوي ګوردن چايلد د دې نظريې ملاتړ تر هغه سرحده وکړ چي هغه يې د نړۍ پر تاريخي افکارو تر لسګونو کالو پوري واکمنه او بريالۍ وځلول . نوموړي د مصر ، بين النهرين او سند مدنيتونه تر څيړني لاندي ونيول او د دې مدنيتونو تر منځ يې ورته او مشابه ټکي را برسيره کړل او په نتيجه کي يې د ټولو مدنيتون منشا د مصر څخه را پيل شوې اعلان کړل . چايلد د خپل نامتو اثر (( سير تاريخ )) تر عنوان لاندي خپله را يه برملا کړيده ، او په خاصه توګه (( د ښار اوښتون )) تر سر ليک لاندي يې د دې نظريې د پوره ثبوت هڅه کړيده . په دي تر تيب د چايلد او دهغه د نورو ملګرو نظريه چي د تاريخ د يوه مهم فکتور (( مکان ))په اړه مطرح وه تر زياتو زمانو پوري يې خپل حاکميت وساتۍ .>v پخوا تر دې چي د (( خپريدني )) تر نوم لاندي يوه ټاکلې تاريخي تيوري تدوين شي ، په ختيځ کي زيات شمير مورخينو او ليکوالانو د مذ هبي تمايلاتو تر تاثير لاندي په يوه يا بل ډول د همدې تيورۍ ( خپريدني ) په محدوده کي عملي ګامونه پورته کړيدي . دا حقيقت د اسلامي نړۍ د پراختيا پر مهال او يا په بله وينا په منځنيو پيړيو کي پوره جوت دۍ . د هغه مهال په زياتو اثارو کي د يوې واحدي منشا څرک شته ، خاصتا په پخواني افغانستان کي زيات شمير مورخينو د خپل ليکل شوي تاريخ لومړنۍ فصل د انبيا ( عليهم ص) څخه را پيل کړيدۍ . چي د بيلګي په توګه اخبار الطوال ( دينوري ) زين الاخبار ( عبدالحۍ ګرديزي ) تاريخ ګزيده ( احمد الله مستوفي ) تاريخ مرصع ( افضل خان خټک ) رو ضته الصفا ( ميرخواند ) تاريخ طبري ( جرير طبري ) تاريخ ګلستانه ( احمد ګلستانه ) تاريخ فرشته ، مطالع النوار ، او يو زيات شمير نور د همدې ډول اثارو څخه شميرلای شو چي د واحدي منشا مانا ځني اخستل کيدای شي .>v د مورخينو دوهمه ډله هغه شمير پوهان دي چي د چاپير يال پر اصالت او د محيطي امکاناتو په رول متکي نطريه يې خپله کړيده . د دوۍ په نظر د مدنيتونو منشا يوه نه ده اود نړۍ مدنيتونو د يوه مدنيت څخه انکشاف نه دۍ کړۍ ، بلکي د هري سيمي د چاپيريال مطابق او د هغې سيمي د محيطي امکاناتو په محدوده کي ځانګړۍ مدنيت منځ ته راغلۍ او وده يې کړيده . خو دا شمير پوهان د مدنيتونو د خپلواک ايجاد تر څنګ د مدنيتونو تر منځ اړيکي هم ارزښتمني ګڼي جوليان استوارد ( Julian Ostward ) ميرمن بوسر اپ ( Ms. Buser Aupe ) کاسمينسکي ( Kazminisky ) او يوشمير نور د دې نظريې د مخکښانو څخه شميرل کيږي .>v جوليان استوارد په خپل يو اثر کي چي د ( فرهنګي بدلون پروسه ) تر سر ليک لاندي خپور شويدۍ ، په دې اړوند ليکي : د خپريدني پلويان د ټولنو پر مشابه او ورته ودي زور اچوي ، په داسي حال کي چي د لومړيو مدنيتونود پيژندلو معياري او معقوله لار د کلتوري اقليم ( Cultural Ecology ) څخه ګټه اخيستل دي .يوازي د همدې روش او متود په خپلولو او کارولود لومړنيو مدنيتونو د پيدايښت زمينې او د ودي لاري په رښتيني توګه پيژندلاي او تر لاسه کولای شو . د دې ډلي يو بل نامتو پلوي کاسمينسکي دي ، چي په خپل يو ه اثر کي ( د ارنولد تاينبې پر فلسفه انتقاد ) تر سر ليک لاندي يې خپور کړيدۍ ، ليکلي چي : لومړني مدنيتونه په بيلا بيلو سيمو او بيلا بيلو زمانو پوري اړه لري ، هر مدنيت ځانګړي او ټاکلي مميزات لري چي د همدې خاصو مميزاتو د لرلو په وجه ويلای شو ، دا مدنيت په خپلواک ډول منځ ته راغلۍ دۍ ، وده يې کړې او پيژندل شويدۍ . د دې نظريې پلويان د کلتوري ، جغرافيايې او ايکالوژيکي تاثيراتو ارزښتمندۍ ته زياته پاملرنه کوي .>v حسن کاکړ د افغانستان د یو شمیر نامتو افغان مورخینو لکه علامه حبیبی ، استاد کهزاد او مرحوم غبارد تاریخ لیکنی هغه لوری د خپل تاریخی لید لوری په توګه غوره کړ چی د محیطی امکاناتو پر بنسټ یی تکیه درلوده .د کاکړ هغه اثر چی د پښتون ، افغان او افغانستان تر سرلیک لاندی پور سویدی ، د همدې لیدلوری نښه ده ، کاکړ په دې اثر کی د خپلو ځیړنو بنسټ پر هغو ځیړنو متکی او د پوهیدلو وړ ګرځولی دی چی د افغانستان په بیلا بیلو لرغونو سیمو کی د لرغونپوهانو له لوری تر سره سویدی.د بیلګی په توګه یو پارګراف راوړو:>v -(( ګیرشمن چی د افغانستان په سیستان کی کندنی کړی په دغه دول د کهزاد هغه روایت ملاتړ کوی چی وایی ، اریایانو له باخترنه په ویدی دوره کی د ۲۰۰۰ او ۱۹۰۰ محزیږدی شا او خوا کی په لیږد پیل کړیدی، کهزاد دغه لیږد او دهغه اوږد بیان د هغو سرودونو یا مذهبی سندرو له مخی کوی ، چی رالف ګریفت په انګریزی اړولی او عتیق الله پژواک هغه په پښتو یا فارسی ژباړلی دی.د ګیرشمن او کهزاد د مهاجرتونو د همغاړی کول پله ټنه غواړی دوی دواړه په دغی موضوع کی د صلاحیت خاوندان او لیکنی یی د باور وړ دی. د کهزاد لیکنه د هغه وخت پښتنو په اړه یوه مهمه سرچینه ده .)) ( ص: ۹ )>v ۲- په تاریخ لیکنه کی د حسن کاکړ سبک:>v درې مهم سبکونه په تاریخ لیکنه کی معمول دی ، توصیفی تاریخ لیکنه ، تبیینی تاریخ لیکنه او تحلیلی تاریخ لیکنه، حسن کا کړ په خپلو ځیړنیزو او تالیفی اثارو کی په زیاته پیمانه د تاریخ لیکنی دریم ډول چی د تحلیلی تاریخ لیکنی سبک دی، استفاده کړیده .د تحلیلی تاریخ لیکنی د نورو اصولو څخه يو اصل دا دۍ چي : د هر زاړه ټولنيز ژوند په دننه کي د نوي ټولنيز ژوند څرک وینی او منی یی ؛ مورخين دې اصل ته ځکه ډيره پام کوي چي د څيړني او پلټني پر مهال د پيښو واقعي ريښو ته ځان ورسوي . د هري ټولنيزي پيښي ريښه په هم هاغه ټولنه کي لټوي ، د دي سره سره چي د پيښو کورني او بهرني اړ پيچونه ( تضادونه) هم د لاملونو او اصولو په توګه په نظر کي نيسي ، خو دا مطلب څرګند دۍ چي په ټولنه کي د هري ټولنيزي پيښي د پيښيدو ځاي هم هاغه ټولنه ده ، نه بل ټاټوبی. د همدې اصل پر بنسټ مورخين په ټولنه کي د پيښي جرړي د هغه فورمول له مخي چي تز +انتي تز = سنتيز کيږي ، د پیښو بهیر د همدې اصل له مخی را سپړي . که چيري مورخ د فرانسي په ټولنه کي د ناپيلون د پيدايښت او واکمنۍ ته د رسيدو (( 1789 ميلادي کال )) پيښي څيړي ، دااړينه ده چي تر هرڅه وړاندي د فرانسي پيښو ته پام وکړي نه داچي په افغانستان کي د تيمور شاه د واکمنۍ وروستي کالونو (( مړينه 1793 ميلادي کال )) ته پاملرنه وکړي . په داسي حال کي چي د بهرني نړۍ سره د فرانسې اړيکي هم بايد له نظره پاته نه سي ، چي په خپل وارهغه هم و پيښو ته د لوري ورکولواو برخلیک ټاکلو په تړاو اغیزمنه ونډه لري.>v حسن کاکړ د تحلیلی تاریخ لیکنی سبک درلود ،دا ادعا په هغو زیاتو اثاروکی ثابتیدلای سی چی استاد لیکلی او خپاره کړیدی.د بیلګی په توګه د افغان او انګلیس دریمه جګړې نومی اثر کی د علت العلل پر بنسټ د هغو افکارو اغیزه بیانوی چی د هغه مهال پر سیاسی حالاتو واکمن وه. د انګلستان د سیاسی کړیو یو له اغیزمنو کسانو څخه لارد لتن وو. لارد لتن د روسیی سره د مقابلی لپاره په اسیا کی د داسی ټاټوبو د خپلولو په لټه کی وو چی هم د روسیی د پر مختګ لاره ډب کړی او هم د خپلی امپراتوری سیمه پراخه کړی. حسن کاکړ د هغه د افکارو په تحلیل کی د پیښو روند او بهیر ځیړلی او بیان کړیدی. دلته یوه بیلګه یادوو:>v (( لیتن ګروهمند و چی بریتانیا او روسیه د هغو قوو له کبله چی په خپله یی رامنځ ته کړیدی په اسیا کی خپلی پراختیا او ودی ته کار کوی. او یوه ورځ به اخر هم سرحده شی.او په مساوی توګه به یوه ورځ د خپل نظامی او سیاسی مصلحت په پام کی نیولو سره د هند او مرکزی اسیا پرلور به مخکی ولاړ شی.نو په دې اساس د هغه په اند اړینه وه چی د هندوستان د مصونیت په پام کی نیولو سره یوه دفاعی کرښه جوړه کړی او په دې توګه په اینده کی د پیښو مخنوی پری وکړی.د هغه په اند کومه نظامی او ستراتیژیکی کرښه چی باید د هند په تصروف کی وی هغه باید د پامیر او بامیان څخه تر هندوکش پوری غزیدلی وی.او له هغه ځایه د سهیل پر لور چی همداسی د هلمند ، ګرشک، کندهار او بیا د عرب تر بحیرې پوری غزیدلې وی.دې ته یی د داخلی کرښی نوم ورکړاو خارچی کرښه یی د امو تر سند پوری وبلله. د دغی ستراتیژیکی کرښییا پلی پایله دا کیدله چی کابل ،غزنی،کندهار او یو شمیر نوری سیمی یی به د یوه تړښت او ملا وستنی وی.چی ددفاعی حالت بڼه ولری او د اړتیا پر وخت کولای شی له دغو ځایونو څخه د روسیې مواقع او مواضع دل او دول کړی ، او پر هغه باندی په مرکزی اسیا کی حمله او یرغل وکړی....))>v ۳- د حسن کاکړ په تاریخ لیکنه کی استنادی روش: مورخين د پيښي د ثبوت لپاره ترهرڅه وړاندي منابع او اخځونه راټولوي ،د پيښي څرک ترهغه وړاندي بيايې چي په يوه نه بلکي په زياتو اخځونو کي د دې پيښي پخلې وسي . د دي اخځونو تر څنګ د رواياتو او وګړنيزوکيسو څخه هم د پيښي د پخلي لپاره ګټه اخلي ،د مورخ هڅه داوي چي د پيښي وخت ته ترټولونږدې اثار ،اسناد او اخځونه ومومي او خپل ځان ډاډ من کړي . د بيلګي په توګه مورخ څيړونکي ته يوه خپره سوی وينا په لاس ورغلل چي د امان لله خان هغه وينا بلل سوې چي نوموړي د 1919 ميلادي کال د فبروري په 24 نيټه د کابل ښار د عیدګاه جومات کي خلکو ته اورولې ده ، چي په هغه کي يې هيواد والو ته د نورو ژمنو تر څنګ د هيواد پوره خپلواکي اعلان کړل .>v مورخ څيړونکي هڅه کوي چي دا خبره باوري کړي چي داخپره سوې ليکنه يوازي همدا يوه کاپي ده او که نوري هم سته ؛ د څيړنوڅخه جوتيږي چي دا وينا يوه نه بلکي په زياتو ورځپاڼو ،جريدو ، ليکونو او کتابونو کي سته . د دې خبري تر پخلي وروسته د لاسوند د لا ډاډمن کيد په نيت د څيړنيز ميتود ، بل پړاو پيل کوي چي په تاريخي څيړنو کي ورته د لاسوند بهرنۍ کره کتنه وايې .>v د لاس وند بهرنۍ کره کتنه ( د سند خارجي نقد ) خپل ځانته د څيړني ميتود لري ، يو ځل بيا هغه اعلاميه بيلګه نيسو . مورخ څيړونکۍ هڅه کوي پوه سي چي دالاس وند اصل دۍ که د اصل څخه کاپي سوې پاڼه ؟ د دې لاسوند د خپرولو څخه د ليکوال او يا خپرندوی هيله څه وه ؟ په کوم ځاې او څه وخت کی دا مطلب خپور سويدۍ ؟ په لاسوند کي د ليکوال تمايلات څنګه دي ؟ او په دي ترتيب نوري پوښتني بايد له ځان سره مطرح او بيا يې منطقي جواب و مومي . که په دې برخه کی د مورخ څيړونکي ټولو پوښتنو منطقي جوابو نه ترلاسه کړل ، له هغه وروسته د څيړنيز ميتود بل پړاو پيل کيږي .(۲: ۴۶ )>v د ياد سوي لاسوند د لا ډاډمنتيا لپاره مورخ څيړونکۍ د خپل ميتود بل پړاو چي د لاسوند منځي کره کتنه ( د سند داخلي نقد ) ورته وايې پيل کوي . په دي برخه کي مورخ هڅه کوي چي لاسوند له دننه اړخه وپلټي . د مورخينو د څيړنيز ميتود له مخي هر تاريخي لاسوند د درو بنسټيزو برخو څخه جوړ دۍ ، لومړي برخي ته يې پيلامه ( مقدمه ) دوهمي برخي ته يې متن او دريمي برخي ته يې وروستاړې يا اضافات (لاسليک ، امضا يا مهر د صادریدلو نیټه او نور )وايې . مورخ دا پوښتني کوي چي دا لاسوند په څنګه پيلامه او په څنګه ادبياتو پيل سوې ، پېلامه لري او کنه ؟ په متن کي دکومو مطالبو يادوني سته ؟ او په پای کي دا متن چا لاسليک کړېدی؟ او يا بله کومه نښه او مهر سته ؟ په دې ترتيب مورخ څيړونکۍ چي کله د خپل ميتود دکارولو له هره اړخه ډاډ من سو بيا وروسته هغه پايله وړاندي کوي چي د څيړنيز ميتود په پای کي لاس ته راغلې ، نه هغه پايله چي د مورخ يا څيړونکي نظر يا غوښتنه ده .>v حسن کاکړ د خپلو اثارو د لیکلو پر مهال د تاریخ دې اصل ته چی مورخ د ماخذ پر بنسټ د پیښو ثبوت مطرح کولای سی.پوره پام کړیدی،د هری پیښی د بیان لپاره یی د ماخذ یادونه کړیده او د ارشیفی اسنادو لپاره یی ټول اړین اصول مراعات کړیدی. د ماخذ پرته یی د پیښو وضاحت ته مخه نه ده کړې. همدا لامیل دی چی په تاریخی لیکنو کی یی د باور وړ مقام ګټلی دی. دلته یوه بیلګه د حسن کاکړ د هغه اثر څخه را اخلو چی د ( د سرطان کودتا د افغانستان د اوږدې بی ثباتی پیلامه )تر سر لیک لاندی تالیف او خپور کړیدی:>v ((... رسولی لا وایی چی میوندوال همدا چی له کودتا نه وروسته له عراق نه وطن ته ستون شو،تر ځار لاندی ونیول شو.په دغه حال کی د میوندوال لپاره ګرانه ځه چی ناشونې وه چی د ځلویښتو کسانو په ګډون د کودتا تجویز وکړی، دا خو لا پریږده چی هغه عملی کړی.د دې سره هم د میوندوال د بندی کیدلو یوولس ورځی وروسته په حکومتی راډیو کی و ویل شوه چی میوندوال په خپلی نیکټایی سره ځان ځړولی او وژلی دی.د هغو واقعیتونو پر بنیاد چی شته ،دا وینا حقیقت لرلی نه شی ،غیر له هغه هم ( ادعا دولت جمهوری در برابر انتحار میوندوال را درآن وقت هیچ فرد دارای عقل سلیم قبولدار نه شد.) فایق د نیکټایی قیصه جوړه شوی ګڼی او وایی چی : ( یک روز قبل که من با هیت تحقیق از او( میوندوال )دیدن کردم ، دریشی نداشت و پیراهن و تنبان به تنش بود، چطور با نیکتایی خودرا خفه کرده؟ فایق د میوندوال د مرګ نه یوه ورځ د مخه د محمد داود په امر د کورنیو چارو وزارت ته د هغه د لیدلو لپاره لاړ چی مالومه کړی له دغه بندی سرڅنګه چلند کیږی.دی وایی چی میوندوال د مستنطق عبدالصمد ازهر په مخ کی هغه ته و ویل چی : تا حال از رویه شان ( مستنطقین )خوشحالم و ممنون هستم .فایق ته لا د میوندوال د پوښتنی او ځواب پاڼه هم ورکړل شوه چی په کی د میوندوال په قلم لیکل شوی و چی (( که اګر من کدام نظر کدتا میداشتم چرا پاسپورت ګرفته خارج میرفتم ، باید در افغانستان می بودم حال انکه سردار صاحب خودش مرا از رفتن منع کرد.)) (۲ : ۶۹ )>v پایله : لومړی : حسن کاکړ د هیواد د معاصر تاریخ نامتو مورخ او بر لاسی څیړونکی دی چی د تاریخی اصولو په مراعات کولو او پلی کولو سره یی د ځیړونکو ، او تاریخ مینه والو باور پر خپلو اثارو او تالیفاتو زیات کړیدی.>v دوهم : کاکړ د معاصر تاریخ لپاره زیاتی لیکنی کړیدی، خو یو شمیر اثار یی د موضوعی تاریخ په ډول ، د لرغونو زمانو بیا تر ورستیو مهالونوپوری په پر له پسې توګه تعقیب او ځیړلی دی،چی دا د موضوعی تاریخ لیکنی ځانګړی ډول دی. دریم : د کاکړ تاریخ لیکنه کی د اخځونو وړاندی کول بله داسی ځانګړنه ده چی ډیر لو مورخین یی لری. د هری پیښی د بیان او توضیح لپاره یی ماخذ وړاندی کړی او د تاریخی اصول په مراغات کولو سره یی دلوستونکو باور زیات کړیدی.>v منابع : 1- الهام ،محمد رحيم .( ۱۳۶۷ ) .په څيړنه کي د ميتود اړتيا . اجتماعی علوم .دویمه ګڼه .کابل پوهنتون.>v 2- زرينکوب .عبدا لحسين ( ۱۳۴۶ ) . تاريخ در ترازو . تهران: دانشکاه تهران. >v 3- کاکړ، محمد حسن. ( ۱۳۹۰ ).پښتون ، افغان ، افغانستان . د افغانستان د کلتوری ودی ټولنه.کابل افغانستان.>v 4- کاکړ، محمد حسن .( ۱۳۸۸). د سرطان کودتا د افغانستان د اوږدې بی ثباتی پیلامه.د افغانستان د کلتوری ودی ټولنه.کابل ، افغانستان.>v 5- کاکړ، محمد حسن. (۱۳۸۷ ) د افغان او انګلیس دویمه جګړه . د افغان لیکوالو کلتوری ټولنه .کابل، افغانستان.>v

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006