دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د سیلانیتوب صنعت لپاره مناقشه
د سیلانیتوب صنعت لپاره مناقشه د توریزم لپاره بیلا بیل تعریفونه د بیلا بیلو پوهانو او د دې څانګي سره د بوختو متخصصینو له لوري مطرح سویدي.په یو شمیرډکشنریو کی د نړی پر مخ د یون په مانا راغلی دی، چي د یو نا ني کلمې سره تړاو لري، خودا هغه تعریف نه دی چي په مسلکي او علمي ډګر کي د توریزم دریځ څرګند کړي. د لاروس ،په نظر توریزم هغه کړه وړه یا عمل دي چې د لذت او خوند اخستلو اوځان خوښولو په نیت دیوې نامعلومی سیمي لیدلو ته دتللو تابیه وسي. r د روبیرت، په نظرتوریزم هغه عمل دي چې د یوه لیری او یا نږدې واټن په طی کولو سره د خپل پیژندل سوی ټاټوبي پرته د نویو ناپیژندل سویو ټاټوبو د لیدلو او خوند اخستلو لپاره د تللو زمینه برابره کړی. او توریست هغه څوک دي چې همدا چاره تر سره کوی. r د ملګرو ملتونو د احصایېی ادارې په ۱۹۷۳میلادي کال کي د توریزم او توریست د پیژندلو او د هغه د تعریف کولو په اړه لومړی هڅه وکړه .د همدې ادارې په تعریف کي ټول هغه وګړی چې په فنی توګه د خوند اخیستلو او لذت وړلو لپاره د۲۴ ساعتونوڅخه زیات او تر یوه کال لږ وخت لپا ره خپل اصلی ټاټوبۍ یا ځای پریږدي ، هغه ته سېلاني یا توریست ویل کیږي .دا اداره هغه څوک چې د کار موندلو او یا د زدکړو لپاره تلونکي وی ، په دې شمیر کي نه شاملوی.د رسمي مسافرتونو د تنظیم لپاره نړیواله اتحادیه د همدا تعریف منی ، په داسي حال کي چې د د لندن په پریکړوکي محصلان هم دسېلانیانو یا توریستانو په شمیرکي شامل ګڼل سوی وه. r د دې ټولو تعریفونو تر منځ درې مهم ټکي مشترک او ګډ دي.لومړۍ،سفر او یون، دوییم،د ټاکلي وخت لپاره یون او دریم د خوند اخستلو او لذت وړلو لپاره یون او سفر دي. د توریزم په تعریفونو کي د دې مهمودریو ټکوپه ګډون د سیلانیتوب نړیوال سازمان تعریف جامع او هر اړخیزه دي. د سیلانیتوب نړیوال سازمان د توریزم او توریست لپاره دا سي تعریف وړاندي کړیدۍ: هغه څوک چې د یوې شپې څخه زیات او تر یوه کال لږ وخت لپاره خپل د اوسیدلو ټاټوبۍ د خوند اخستلو او استراحت په منظور د نویو سیمو ، نویو منظرو د کتلو ، د تاریخي آثارو د لیدلو د فرهنګي مرکزونو د کتلو ،د سپورتي مسابقو د لیدلو ، د سوداګریزو نندارتونونو د کتلو ،د سیمه ایزو او یا نړیوالو غونډو لپاره مسافرت کوي ،سیلاني بلل کیږي. خو په دې تعریف کی دا ستونزه لیدل کیږي چي د لیوالتیاو لیست زیات او حتی نامحدوده کیدای سي. د دې لپاره چي همدا تعریف جامع کړو زما په اند هغه تعریف زیات د منلو دۍ چي د کور کرافت له لوري مطرح سویدۍ : «سېلانيتوب د هغو اړیکو ټولګه ده چې د یوه تن سېلاني سفر د خپل دایمی ټاټوبي څخه بل موقتی ټاټوبي ته د همېشنی بوختیا پرته تنظیم سي.» r د ټولني پر بیلا بیلو اړخونو په ځانګړي توګه د ټولني پراقتصادي وضعیت د توریزم اغیزي د هغو بحثونو په سر کي راځي چي د توریزم ارزښت او اړتیا مطرح کیږي. توریزم معمولا د اقتصادي مسایلو سره په تړاو کي مطرح کیږي.دتوریزم دا ډول مطرح کیدل په حقیقت کي د هغو څیړونکو د اندونو پایله ده چي د توریزم په اړه يي هر اړخیزي څیړني او پلټني کړیدي.د تورزیم د هغه تعریف پر بنسټ چی مورګن روټ وړاندي کړی دی، دا څرګندیږي چي توریزم افتصادي بوختیا هم ده . د نوموړی په باور سېلانيتوب هغه مفهوم دي چې یو تن سېلاني خپلي فرهنګي ، شخصی اود ژوندانه اړتیاوی د مصرف په کولو دهغه لنډ سفر په ترځ کي پوره کړی چې په موقت ډول خپل اصلی ټاټوبي د بل موقت ټاټوبي د لیدلو په نیت پریږدي .دا بوختیا په ټولنه او هیواد کي د توریزم اغیزي بر ملا کوي. توریزم دوه اړخیزه چاره او فعالیت دی، یو اړخ هغه توریست دۍ چي خپلي ګټلی عاید د همدې مسافرت په بهیر کي مصرفوي، بل اړخ د عاید د تر لاسه کولو لپاره د توریستي تسهیلاتو برابرونکي دي. r د سیلانیتوب په چارو کی د میلمستونونو ، ترانسپورتی شرکتونو ، د سیلانیتوب لپاره د غوره سیمو کی د اړینو خورا کی توکو او سیمه ایزو تولیداتو پلورنځیو فعالیت ،د صرافیو فعالیدل او نورو برخو کی د و ګړو لپاره بوختیاوی تضمینیږی. همدا لامل دي چي توریستي صنعت دملي اقتصاد تر پیاوړتیا ور ها خوا د ولسي اقتصاد د پیاوړتیا اغیزمنه لار ګڼل کیږي. r توریزم فرهنګي اغیزه هم لري.دا غیزه د هغو اړیکو پر بنسټ محسوسیږي چي توریستان يي د سیمه ایزو خلکو سره جوړوي. د کراف هغه تعریف چي د توریزم لپاره يي وړاندي کړی وو ، یوه خورا مهمه برخه يي د توریست او نوي ټولني د وګړو سره د اړیکو تامین دي. دا اړیکي هم پر توریست اغیزمني وي او هم پر هغوی چي په توریستي خدمتونو کي بوخت دي.د توریستانو سره د بل هیواد ځانګړي تجربې مل وي او د هغو پر وړاندي کولو د خپلي ټولني او خپل هیواد کلتور، عقاید، ژبه ، خوراک پوښاک او نور په خپلو کړو وړو کي څرګندوي.همدا ډول د هغو وګړو کړو وړو ته هم پام کوي چي توریستي ټاټوبي کی میشت دي.دواړه لوري د یو بل د ورځنیو کړو وړو تراغیزيلاندي راځي. r د توریزم اغیزي هر اړخیزي دي .خو د هغو اغیزو پر له پسې څارنه اومراقبت په کار دی چي ناوړه اغیزی بلل کیږي. د توریزم د ناوړه اغیزو ترټولو څرګند او بر بنډ اغیز د چاپیر یال ککړتیا ده .په هغو سیمو او ټاټوبو کي چي توریستان اوسیږي، د شک پر ته ویلای سو چي چاپیر یال اغیزمن کیږي. د چاپیریال اغزمن تیا په دریو خوا کي محسوسه وي. لومړی ،د خوراک پوښاک نا کاره اضافات تولیدیږي.دوییم،د ناپاکه اوبواو فاضلاب زیاتیږي. درییم،محیط او ټاټوبی فرسوده او زړیږي. د دې پرڅنګ ټولنیز ماحول هم د یو شمیرناوړه کړو وړوله امله اغیزمن کیږي. دا ډول اغیزي په اخلاقي او کرداري برخه کي ډیر ژر بر ملا کیږي. د دې ناوړه اغیزو د مخنوي لپاره په کار ده چي په بنادي توګه د چاپیریال ساتني چاري پر له پسې او په جدي توګه پلي سياو همدا ډول په ټولنیزه برخه کي د مثبتو مدني فعالیتونوپیاوړتیا ته جدي پاملرنه وسي. همدا لامل دی چي « Crompton کرامپتون » د سیلانیانو رواني انګیزو ته پام اړولی او د تفریح ، د بې بدلونه ژوندڅخه د موقت خلاصون ،په ورسته پاتو ټولنو کي د ژوند نوي تجربې تر لاسه کول او یو شمیر نورو انګیزو پرڅنګ يي د توریست دا انګیزي چی توریست د ځان لپاره د یوه ټاکلي دریځ ګټل او یا د نویو ټولنیزو اړیکو تامین دی، هم یاد کړيدي. r آیا دا شونې ده چې توریستي صنعت دي د یوشتمی پیړۍ تر ټولو بوخت کونکی صنعت سي؟ بلی ، په هره پیمانه چې خلک د ورځنی کارونو څخه ستړیا احساسوي په هغه اندازه هوسایني او تفریح ته اړتیا پیداکوي. همدا دلیل دي چې په یویشتمه پیړۍ کي به د توریزم صنعت له بل هر صنعت نه زیات بوخت کسان ولري. ټول هغه کسان چې سياحت ته ځي او ټول هغه کسان چې د سیلانیانو لپاره په تسهیلاتو برابرولو بوخت دي، د توریستي صنعت بوختیا بلل کیږي. وړاندوینه دا سوېده چې په ۲۰۲۰ میلادي کال به د سیلا نیانو شمیر تر یو نیم مليارد وګړو زیات سي ، او دا شمیره یوازي د سیلانیانوده که د هغوکسانو شمیره هم ورسره زیاته سي چی د سیلانیانتو لپاره په تسهیلاتو بوخت دي، دا شمیره به نیم چند نوره هم زیاته سي.په دې ډول به په دوه زره شل کال د توریزم سره د بوختو کسانو شمیره دوه ملیارده کسانو ته ورسیږي. r د دې مثبت لیدلوري پر څنګ د دې ټکو یادول هم باید له یاده ونه باسو چي،نړیوال سیاسي-نظامي شرایط هم د توریزم پر ودي او پراختیا مخامخ اغیزه لري.نړیوالي سیاسي کشالې، د هغو نظامي تحرکاتو سره چي اوس مهال يي نړی د ستونزو سره مخ کړېده، د یوه مهم عامل په توګه نه یوازي د توریزم بلکې د نړی پر بیلا بیلو حالاتو اغیزه کوي. په هیوادونو کي سیاسي ثبات او ډاډمنه امنیتي فضا د توریستي چارو لپاره محوري موضوع ده.هغو توریستي ټاټوبوته د توریستانو لیوالتیا زیاته وي چي امنیتي شرایط يي ډاډمن او باوري وي. r د دې سره سره چي یو شمیر د توریستي چارو کار پوهان په دې باور دي چي توریستان د سولي سفیران دي او د هیوادونو په سیاسي ثبات کي مثبته ونډه اخستلای سي. دا نظر د هغو دلایلو پر بنسټ ولاړ دی چي توریزم د کار موندني زمینه برابروي او توریستان خپل ګټلی عاید په توریستي ټاټوبو کي مصرفوي او دا چاره په توریستي ټاټوبو کي د ثبات عامل ګرځي. د بلي خوا د هیوادونو تر منځ د توریستانو تله راتله د هیوادونو اړیکي ډاډمني کوي. همدې اغیزي ته په پام نړیواله ټولنه دې ته وهڅول سوه چې په ۱۹۶۷ میلادی کال د لومړی ځل لپاره یوه ورځ د سیلانیوتب لپاره په ځانګړی توګه ونمانځی او له هغې نمانځنی وروسته هر کال د سپتامبر ۲۹ نه ویشتمه ورځ د سیلانیتوب په نوم نماځل کیږی . دا ورځ د یو شمیر هیوادونو د وګړو لپاره د یوه ملی جشن په توګه نمانځل کیږی . r دا پوښتنه چي په آیا افغانستان کي د توریستي چارو لپاره امکانات سته ؟ او یا دا چې دا صنعت کولای سي چې د افغانستان لپاره هم دومره اغیزمن سي لکه د نړۍ د یو شمیر هیوادونو لپاره چې ګتورسویدی؟ دې او دې ډول پوښتنو ته لنډ جواب د هو او بلی ویل دي.د دې هو او بلي پر څنګ هغه دلایل سته چي په افغانستان کي د توریستي چارو بوختي او اړوندي ادارې او د توریستي چارو کارپوهان يي وړاندي کوي.یو شمیر دلایل لکه په افغانستان کي د توریستي صنعت لپاره مناسب چاپریال، د توریستي صنعت د بیلا بیلو جاذبو امکانات ، په افغانستان کي د بکر طبیعي چاپیر یال شتون ، د کال ځلور قصلونه او داسي نوریاد سویدي .خو هغه په افغانستان کي د زیارتي ، سپورتي ، تاریخي-تحقیقي ،تفریحي او د توریزم نورو ډولونو لپاره پیاوړي امکانات سته . د توریزم لپاره د همدې بیلا بیلو جاذبوشتون د دې لامل ګرځیدلۍ دی چي په دې ورستیو کالونو کي د توریستانو شمیر کال په کال زیات سي. r په افغانستان کي د توریزم اداره چي په ۱۳۳۳ لمریز کال د ګرځندوی په نوم پر انستل سوه چي په هماغه کال د ټولو راغلو توریستانو شمیر ۲۰۰ دوه سوه تنو ته رسیدی ، خو د هر کال په تیریدلو هیواد ته د راغلو توریستانو شمیر زیات سویدی. د بیلګې په توګه په ١٣٤٠ لمريز کال د سېلانيانو شمير درويشت زره څلور سوه ديارلس تنو ته ورسېده . او په ١٣٤٧ لمريز کال دا شمير دري شپيته زره او نه اتيا ( ٦٣٠٨٩ ) تنو ته ورسيده . د سېلانيانو دا شمير له ١٣٥٢ لمريز کال وروسته په پر له پسې توګه زيات شو او په هر کال کې تر سلو زرو ( ١٠٠٠٠٠ ) تنو زيات سېلانيان هيواد ته را تلل . په ١٣٥٥ لمريز کال د سیلانيانو شمير د يوسل او پنځوس زره ( ١٥٠٠٠٠ ) تنو څخه زيات ښودل سویدی . خو دا شمیره تر ۱۳۵۹ لمریز کال وروسته د هغو جګړو او نا امنیو له امله چي د پخواني شوروي د یر غل له امله پیښي سوې په افغانستان کي د توریزم هغه مخ پر وده بهیر د خنډ او ځنډ سره مخ سو. اوس مهال هم په هیواد کي د توریزم ترټولو ستر خنډ او مانع د یو شمیر سیمو امنیتي حالت دۍ چې د توریستانو د تشویش وړګرځي. r د دې پرته په افغانستان کي د کال څلور فصلونه چې د نړی په نورو هیوادونو کي تقریبا استثنا دي؛ د ژمني توریزم لپاره تودې سیمي او د اوړني توریزم لپاره سړې سیمي د نړۍ د توریستانو لپاره په زړه پوری دي. د افغانستان لوبی ، خوراک ، لباس ، لاسي صنایع ، موزیک ،او تاریخي ټاټوبي او دا هره جاذبه د نړۍ د سېلانيانو لپاره په زړه پوری ده ، لیوال توریستان یې د لیدلو او کتلو لپاره خامخا تر دې هیواده ر سيږي. r د افغانستان په بیلا بیلو جغرافیایي حوزو کي د توریستي صنعت د ودي او پر اختیا لپاره اړیني زمینې سته چی په لږ پاملرني سره کیدای سي چي د توریزم صنعت وغوړیږي او پر مختګ وکړي. دا چاري درې اړ خیزه هځو ته اړتیا لري . لومړي د توریزم ډولونو ته په پام باید د هیواد په جغرافیایي حورو کي توریستي شونتیاوي بر جسته ،څرګندی او صنفبندي سي. د بیلګې په توګه ، په بلخ ولایت کي زیارتي او تاریخي توریزم ته زیاته پاملرنه په کار ده.په بامیان او بدخشان ولایتونو کي سپورتي او تفریحي توریزم ته مناسب چاپیریال سته، په کندهار کی هغو توریستانو ته مناسب چاپیر یال سته چي د افغانستان د لرغوني او معاصر تاریخ سره مینه ولري او داسي نور.دوییم ،د هري جغرافیايي حوزې شرایطو ته په پام اړین امکانات برابر سي. دا شرایط د ترانسپورت څخه بیا تر میشتغالو او مناسبو ټاټوبو پوري په بر کي نیسي.د بیلګې په توګه د بدخشان او بامیان ولایتونو ته په ژمي فصل کي د مځکي له لاریرسیدا ستونزمن وي. بایدد توریستانو تلو راتلو ته، د هوايي ترانسپورت تسهیلات برابرسي. درییم د توریستي صنعت د ودي او پر مختګ لپاره په اړوندو چارو کي روزل سوي او کارپوهه کادرونه وګمارل سي.متخصص کادرونه او روزل سوي کار کونکي د توریستانو لیوالتیا تر هغه لا زیاتولای او هڅولای سي چی توریست يي د لیدلو کتلو په نیت راغلی دی.په توریستي ادارو کي متخصص کادرونه د لارښوني لپاره ، په وټلونو او میشت ځایونو کي روزل سوي پر سونل اړین تسهیلا په مناسبه توګه وړاندي کولای سي. د دې چارو پلي کول تر هرڅه وړاندي، د هیواد د مسولو چارواکو کلک هوډ او تعهد ته اړتیا لري

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006