دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د پوهاند عثمانی تقریظ
تقریظ د ښاغلی پوهنوال محمد رسول باوری اثر می چی د ( د توریزم بنسټونه او په افغانستان کی توریستی امکانات ) تر سر لیک لاندی یی د پوهاندی علمی رتبې لپاره په (۲۴۹ ) پاڼو کی لیکلی دی ، د دوو اونیو په ترځ کی په پوره دقت ولوست. په اثر کی می د تایپی تیروتنو لوری ته پام وکړ او تر هغه زیات می د اثر محتوی ته پام وکړ.په ځینو پاڼو کی (۹ ، ۱۵ ، ۱۷ ، ۱۸ ، ۵۶ ، ۶۰ ، ۶۲ ، ۶۹ ، ۹۱ ، ۱۲۶ ، ۱۳۱ ، ۱۳۹ ، ۱۷۵ ، ۱۷۶ ، ۱۹۰ ، ۲۲۰ او ۲۲۲ ) پاڼو کی یوه یوه کلمه تایپی تیروتنه مخی ته راغله چی د اصلاح لپاره می لیکوال ته په ګوته کړې. په ځینو برخو کی می ( ۱۷ ، ۵۶ ، ۱۲۶ ، ۱۳۱ ، ۱۳۹ او ۱۷۶ ) د یو شمیر نویو مالوماتو د زیاتولو اړتیا ولیدل ، هغه می هم د لیکوال سره یادی کړې چی ، دا دی په ورستی تایپ سوی اثر کی ټولی تایپی تیروتنی اصلاح سوی او هغه شمیر زیاتونی چی زما له نظره یی اړتیا وه ، یو شمیر زیاتونی یی کړی او یو شمیر نورو ته د لیکوال له نظره اړتیا نه دی لیدل سوې. د ښاغلی پوهنوال محمدرسول باوری دا تحقیقی اثر کًلی ډول نوی او بکر دی او د شک پر ته نوښت ورته ویلای سو. تر اوسه بل لیکوال او څیړونکی دا ډول اثر نه دی لیکلی او د توریزم په اړه دا ډول هر اړخیزه څیړنه هم تر اوسه کوم څیړونکی او لیکوال نه ده کړې. د همدې امله یی نوښت ګڼم . د اجتماعی علومو پوهنځی استادانو ، محصلانو ، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د توریزم اداره او د دې څانګی نورو مینه والو لپاره یی اړتیا زیاته وه .چی د دې اثر په بشپړیدلو به دا اړتیا هم پوره شی.باور می دا دی چی د راتلونکو څیړونکو او ځوانو لیکوالو لپاره به د یوه معتبر اخځ او منبع په توګه د بشپړ باور وړ اثر وی. د توریزم بنسټونه او په افغانستان کی توریستی امکانات، تحقیقی اثر د علمی اړخه د ټولو معیارونه سره سم تحقیق او تدوین سویدی.د متن تر تیب او تنظیم دا په ډاګه کوی چی څیړونکی د موضوع ارزښت او په هیواد کی د همدې توریستی صنعت د ودی او پراختیا لپاره علمی ارونو ته په پام کولو سره خپل تحقیقی اثر تر تیب او تدوین کړیدۍ.د پارګرافونو تر منځ ارتباط او بیا د څپروکو تر منځ منطقی اړیکی په علمی ډول تنظیم سویدی.متن په پښتو ژبه روان لیکل سویدی، ابهامات نه لری او د موضوعاتو د پیچلتیا څخه پرهیز سویدی ، چی د دې تحقیقی اثر ارزښت یی زما له انده لا زیات کړیدی. د توریزم بنسټونه او په افغانستان کی توریستی امکانات ، تحقیقی اثر کی د مستندو او معتبرو ماخذونوڅخه اړینه استفاده شویده او د دې سره یی د انځورونو ، ګرافونو او دیاګرامون کارونه هم کړیده چی اثر یی په علمی ډول د لا زیات ارزښت وړ ګرځولی دی.د ټولو انځورنو اخځونه یی هم ښودلی دی چی د تحقیقی اثر یوه مهمه ځانګړنه ده.په متن کی د افغانستان د یو شمیر سیمو په اړه نوی مالومات چی پخوا نه دی څیړل سوی ،فقط د استاد باوری د زیار پایله ده ، هم ځای پر ځای سویدی، چی اثر یی د تحقیقی اړخه لا بډای کړیدی. ښاغلی پوهنوال محمد رسول باوری د اجتماعی علومو پوهنځی د پخوانی استاد په توګه د څیړنی او تالیف په باب پوره او ژوره تجربه لری ، د زیاتو اثار لیکوال او څیړونکی دی ، زیارکښ او د پوره حوصلې خاوند دی. زه د ښاغلی باوری دا څیړنیز اثر د پوهاندی علمی رتبې لپاره وړ او مناسب ګڼم او وړاندیز کوم چی دا اثر دی د پوهاندی علمی رتبې ته ومنل سی او د ډیر ژر یی د چاپ او خپرولو سپارښتنه هم کوم. په درنښت پوهاند عصمت الله عثمانی د بشر شناسی او باستانشناسی دیپارتمنت امر

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006