دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
تاریخی اثار، تاریخی ابدات او تاریخی سیمی
تاریخی اثار، تاریخی ابدات او تاریخی سیمی (Historical object( تاريخي اثار په ټوليزډول دتاريخي اثارو اصطلاح دهغو ټولو مادی پديدو او پاتي شونواثارو لپاره چي دپخوانيو ټولنو او دبشر د کار محصول وي کارول کیږي، دبيلګي په ډول ،دکودړي یوه ټوټه له کودړی لوښي ، د انسان په وسیله د ډبرې یوه توږل شوې ټوټه، يوه مجسمه اوداسي نور ... دافغانستان دتاريخي اوفرهنګي ميراث دساتلو دقانون د حکم په اساس چي دنړيوالو اړونډه قوانينو له مخي تدوين شوي دي هغه اثر چي استثنایی وی او د سلو کالونو څخه زيات وخت پري تيرسوي وي تاريخي اثربلل کيږي . (Historical Monuments) تاريخي ودانۍ ياابدات تاريخي ودانۍ يا ابدات په ځانګړي ډول دتعمیرونو او ساختمانونو اړوند لکه قبرونه ،مسجدونه ،معبدونه ، استوپې ،کلساوي ، مينارونه ، سمڅې ،لیندې اونور چي دانسان په وسيله آباد سوې، کارول سوې اویا د (Relief ) په ډول(درې اړخیزه کندن کاري) دغرونوپه څنډوکي کندل سوي اوياتوږل سوې وی تاریخی ودانی دی . دبيلګې په توګه دبلخ نهه ګنبده مسجد يوه تاريخي أبده ده نه تاريخي أثر او همدارنګه دجام منار يوه تاريخي آبده ده نه تاريخي أثر،که څه هم دغه دواړه آبادی په عام مفهوم سره تاريخي اثاردي. په ټولیزه توګه ټول تاریخی آبدات او اثار عمدتاً په دوه ډلګیو ویشل شوی دي. الف: هنری اثار او ودانی:. ب: فرهنګی ودانی او اثار: (Historical sites) تاریخی ساحی د تاریخی ساحو اصطلاح دهغو ځمکو ،سیمو، ښارګوټو او غونډیو لپاره کارول کیږی چی د پخوانیو تمدنونو مادی پاتی شونی (آثار،ابدات) پکی په پټ وی او یا په ښکاره ډول لیدل کیږی چه د لرغونپوهنې د کیندلو او څیړنو لاندی نیول کیږی. د بست کلا دهمدی ډول تاریخی ساحو یوه بیلګه ده. دبست قلعه چی یوه پراخه ساحه ده او دغزنویانو او غوریانو دوخت ودانی او ساختمانونه ور پکی په خواره واره ډول پاتی دي او یا هم د هډې سیمه او یا د مرنجان غونډی او داسی نور... یوه بله ساده مساله دیو آثر او تاریخی ابدې توپیر د یوی جیولوجیکی او طبعی پدیدې سره دا دی چې ،کله مونږ د یو اثر او یا ودانی نوم اخلو ؛نو موخه مو داده چی دغه اثر یا ودانی دانسان دکار محصول او نتیجه ده. یعنی انسان هغه جوړه کړی، اباه کړې او کتلی یا په بل عبارت د یو طبعی جسم پر مخ یی کار کړی. که روښانه ووایو دخپل کار اغیز او نقش یی دهغې کتلې او یا طبیعی جسم پر مخ پرې ایښی دی. د (اثر یا ابادی) کلمی هریوه ددې مفاهیمو څخه د یو انسان د کار نتیجه او د هغې د کار انځور زمونږ په ذهنونو کی تشکیلوي. هغه پدیدی، شیان او یا ساختمانونه چی د انسان د کار محصول نه وی او یا د انسان دکار نقش او اغیزه پری ونه لیدلی شی. تاریخی اثار، ابدات اوتاریخي بناګانی ورته نشی ویل کیدای

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006