دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
په افغانی خپرونو کی د میلیندا پڼولومړنی پیژندنه

لیکوال : پوهنوال محمد رسول باوری

په افغانی خپرونو کی  د میلیندا پڼولومړنی پیژندنه
ما ته داسی بریښی چی  کاندید اکادمیسن پوهاند میر حسین شاه لومړنی افغان مورخ دی چی په افغانی خپرونی کی یی د یوې مقالې په خپرولو ، پښتو ادبیاتو ته د یوه منسوب سوی پخوانی کتاب څرک لګولی دی . د استاد دا مقاله د (( د ۱۵۰ کاله پخوا تر میلاد  د پښتو  د یوه زاړه کتاب په لټه  کی )) نومیږی چی  ،په ۱۳۶۷ لمریز کال د افغانستان د علومو اکادمی د پښتو نړیوال مرکز له لوری د پښتو څیړنو په دوهم ټوک کی خپره سویده . په دې لیکنه کی د میلیندا پڼو  د کتاب په اړه ارزښتمن مطالب را ټول سوی او خپاره سویدی.
د یادولو ده چی د دې کتاب په اړه تر تولو زیات تلاښ د علامه رشاد له لوری سویدی. د معصوم هوتک په وینا علامه رشاد په ۱۳۶۴ لمریز کال د دې کتاب هغه کاپی سوې بڼه د جاپان څخه کابل ته راوړه چی د سمهالی څخه انګلیسی ته ژباړل سویده . دا کتاب اوس هم په کندهار کی د علامه رشاد په کتابتون کی ساتل سویده.
مقاله د مقدونی سکندر  د پیښو پیل سویده او بیا د یونان – باختری دورې هغه واکمن ته لیکنه رسول سویده  چی د افغانستان په تاریخ کی د میناندر  او په هندی پالی ادبیاتو کی د میلیندا په نوم یاد سویدی.  د پښتو ژبی د لیکل سوی متن  څرک د همدغه هندی واکمن مهال ته رسیدلی دی .
د میلیندا  او ناګا سینا ډیالوګ چی له اره د بودایی مذهب لارښونی دی ، او اوس یی پالی متن د بودایی نړی په یو شمیر هیوادونو  لکه برما، سیام او سیلون او جاپان کی سته ، احتمالا لومړنی لیکل سوې بڼه یی پښتو وه . د همدې کتاب پالی متن چی انګلیسی ژبی ته د دنمارکی عالم    V.Trenckner  ترینګنر له لوری ژباړل سوی د چاپان په یوه بودایی معبد کی تر اوسه ساتل سویدی. غالبا د  پوهاندمیر حسین شاه د د دې مقالې د خپرولو یوه موخه همدا بریښی چی که پښتو او یا دری ژبوته د ې کتاب د ژباړولو زمینه برابره سی.  
لومړی بحث ( د کتاب په اړه )
دا کتاب د میناندر پاچا اویوه بودایي عالم ناگاسینا ترمنځ یو دیالوگ دئ چي د پوښتنو اوجوابونو په بڼه ترتیب سوی دئ چی د بودایي دین په باب یوخورامهم کتاب ګڼل کیږی.زموږافغانانو له پاره یې اهمیت په دوو برخو کی څرګند دی ، لومړی دا چي میناندر پر پوتالی پوترا او ګندهارا  واکمنی درلوده  او سکې یې پر نورو ځایو سربـﯦـره د افغانستان د میرزکې  په چینه  کي  موندل سويدي( کهزاد ، افغانستان دتاریخ په رڼا کی ، ۲۲۸ مخ ). دوهم ارزښت یی  دا دی چی د همدې کتاب لومړی لیکل سوې بڼه احتمالا پښتو ده.
 څرګنده خبره دا ده چی په لیکلی ډول د دې کتاب لومړی خبر  د عبدالحلیم اثر په پښتو ادب نومي کتاب کي د محمدیونس خان په حواله یاد سویدی. یونس خان د میلندا بڼهوکتاب په اړه  د (( پښتنوتاریخ  )) نومی اثر کی یادونه کړیده. دد پښتو ادب دا کتاب په  ۱۳۲۹ لمریزکال ( ۱۹۵۰ میلادی ) خپور سویدی. او دا هغه مهال دی چی د  میرزکې خزانه بر ملا سوې وه.
د پښتو ادب ترچاپ اته دېرش کاله وروسته  پوهاند میرحسین شاه د پښتو د یوه زاړه کتاب په لټه کي تر سر لیک لاندی یوه مقاله په ۱۳۶۷ لمریز کال د (پښتوڅــﯦـړني) نومي ټولګه کی خپره کړه .
د دې مذهبی کتاب د انگریزي متن ژباړونکی  رایس دیویدز وایي چې دﮤ دا کتاب د سیمهالي متن له مخې ژباړلی دی او سیمهالي متن د پالي متن له مخې ژباړل شویدی .د پالي  متن ژباړونکی بوداگهوسه نومــﯦــږي چې په غالب گومان دا کتاب یــې په دویمې زېــږدېـزې پــﯦــړۍ کې ژباړلی دی. که دا مهال رښنینی وګڼو نو دا مهال په افغانستان کی د کوشانی امپراتوری مهال دی  چی  حدودیی او واکمنی یی د رباطک کتیبې په بنسټ  تر زیری تامبو سیمی پوری رسیده. (( د رباطک کتیبې   د څلورمي کرښي تر  شپږمي کرښي  داسی لولو :
په لومړي کال یی هغوۍ (  هند )  ته اعلان وکړ چي دا ټوله ( په بشپړه توګه ) سيمه لکه کووناديانو (   Koonadeano )  يا کوندينا(  Kundina    ) سیمه ،  اوزيني  (     Ozene,) يا اوجاين (  Ujjain   ) سیمه د  زاګېدا(  Zageda   ) يا  ساکيتا  (   (Saketa)    )  سیمه ، د کوزامبو(   Kozambo  )  يا کوزامبي  (      (Kausambi   )  سیمه ، پوتاليپوترا (Pataliputra) او يا پوتالي پوترو  (  Palabotro     ) سیمه او هغه ليري  د زيري تامبو(  Ziri-tambo  ) يا سرې چامپا  (    (Sri-Champa   )  سیمه زموږ دواکمنۍ سيمي دي  .
دا چې بودا گهوسه دا متن له کومې ژبې څخه پالي ته ژباړلی دی څرگنده نه ده، یوازې د انگــﯦــرنې او گومان له مخې ویل کــﯦــږي چې ښایي د هندي کورنۍ په کومې ژبې لیکل سوی وي ښایی هم په زړه  پښتو ژبه . کره باور دا دی چې بودا گهوسه دا کتاب پالي متن ته ژباړلی دی، په خپله بودا گهوسه هم دې خبرې ته کومه اشاره نــﮥ کوي چې له کومې ژبې یی ژباړلی دی.
هیوادمل  (په هندکي د پښتو ژبې او ادبیاتو د ایجاد او ودې پړاوونه) نومي اثرکي  لیکلی دی چی ددی  پښتوکتاب  پالی ترجمې لرغونې نسخه په څلورم میلادی قرن کی خطاطی سوی اود جاپان له یوبودایی معبدڅخه لاس ته راغلی ده. د دې کتاب د اصلی ژبی په باب چی پښتو وه راوړل شوی روایت واحد او یوازنی  روایت نه دی ، بلکی ډیرو کسانو دا روایت را اخستی دی. عبدالحلیم  اثر محمد یونس خان په روایت وایی چی :  د جاپان د شهنشاه میکادو په کتب خانه کی  د مهاتما بده د مذهب یو کتاب دی . رسم الخط یی پالی یعنی خروشتهی او ژبه یی پښتو ده.)) ( هیواد مل :ص ، ۵،  ۱۹۹۴ میلادی) .
د پالی او خروشتهی په اړ د دوټکو یادول په کار دی چی پالی هم ژبه او هم رسم الخط دی په غالب ګمان د بودا مورنی ژبه هم پالی وه ، خو خروشتهی ژبه نه ده  ، یوازی رسم الخط دی. خروشتهي ليکدود د اوسني افغانستان په ختېزو سيمو کي منځ ته راغلۍ دی.انګليسي لرغونپوه   ويلسن  ( Wilson, Hay man 1786-1860) خروشتهي ليک اريايې ګڼی ، چي  د امو  او اباسين  تر منځ سيمو کي دود وو .د ژبپوه کارل بوهولر( Karl Bühler 1879-1963)    په باور د خروشتهي ليکدود نوم  دهغه ليک د بنسټ ايښوونکي د نوم څخه اخستل سوېدئ چي ( خروشته ) نومېدئ . 
له نیکه مرغه دا کتاب اوس پښتو ژبی ته ژباړل سویدی.د لا زیاتو ځیړنو او پلټنو زمینه یی په لاس راغلې ده . پښتو ژبی ته د ژباړی چاری د رحمت اریا په زیار سویدی او د معصوم هوتک ، خالق رشید  او زما ( باوری ) تقریظونه هم ور سره مل دی. د کتاب پښتو متن د سریزو او تقریظونو سره  ټول ټال ۳۹۶ مخه  دی ، چی ډیر ژر به یی د هند د نهرو پوهنتون له لوری د چاپ او خپریدلو چاری پیل سی . 
دوهم - د میناندر یا میلیندا په اړه :
میناندر څوک وو او د افغانستان په تاریخ کی یی ونډه څه ده؟
میناندر په همدې میلندا پڼو کی  د ځان په هکله وایی چی په الساندی  کی زیږیدلی چی کارپسی څخه نه  کیلومتره واټن لری . دا سیمه د تاریخی جغرافیا بوهانو له خوا الاسای  ولسوالی چی د کاپیسا ولایت اړوند ګڼل کیږی ، ټاکلی ده .
دویکیپیدیا په دری متن کی میناندر داسی پیژنو
میناندر چی په بالی ژبه کی  (Millina Panha ) میلینا پانا یاد سویدی د یونان- باختر سلسلې ستر واکمن دی چی  د بودایی دین عقیدتی برخه  په ځانګړې توګه  بودایی ستوپې یی تر اشوکا وروسته په افغانستان او شمالی هند کی  د ودی او براختیا  لوړو پوړیو ته ورسولې.
هلندی مورخ ویلم پوخلسانګ په خپلو لیکنو کی میناندر : د هندوکش په سهیلی سیمو کی د ایتیدیموس پاتی شونی ګڼی چی د هند په شمال کی یی خپلی واکمنی ته دوام ورکړ. میناندر چی نقره ای سیکې یی د ګندهارا څخه تر لاسه سوی دی .میناندر  په منځنی هندی ژبی  اړوند اثارو کی  د ملیندا پاڼا په نوم یاد سویدی.
هندی مورخ ب . ن .  پوری ، په باور : د دیمتروس واکمنی  په ۲۰۰ – ۱۶۰ کاله پخوا تر میلاد تر سند او پنجاب پوری ورسیده . او د خپل نامتو جنرال میناندر په مرسته یی د هند شمالی سیمی تر خپل واک لاندی راوستلې او په دې ډول یی د باختر امپراتوری سرحدونه د اوسنی ایران د دښتو څخه تر ګنګاه سینداو د سیحون څخه تر جیحون يوری ورسولې .
استاد کهزاد ، علامه حبیبی او مرحوم غبار په اثارو کی هم میناندر دیو یونان – باختری واکمنانو نامتو جنرال په توګه پیژندل سویدی چی ۱۰۰ سل کاله وړاندی تر میلاد لومړی پر شمالی او بیا پر ټول هند واکمن سو. 
د پوهاند میر حسین شاه په مقاله کی میناندر عادل ، حلیم او د ټولو خلکود احترام وړ سړی ګڼل سویدی او همدا لا میل و چی تر مړنی وروسته یی د جسد سوځیدلې ایره پر بیلا بیلو سیمو و ویشله . استاد  د همدې وینا د سپیناوی لپاره د پلو تاریک  نقل قول راوړی چی لیکلی یی دی :( میناندر نومی پاچا  د یونان او باختری پاچاهانو به لړ کی یو عادل واکمن و چی د جګړې په ډګر کی و وژل سو. خو د هندې منابعو څخه د میناندر مړینه د جګړې په تر ځ نه ځرګندیږی.ولی دا ځرګنده ده چی د میناندر مړی وسوځول سوی او  د جسد ایری پرویشلو شخړی منځ ته راغلی دی.چی په بای کی د بودا او اشوکا په ځیر یی د جسد ایرې په مختلفو سیمو او ځایونو وویشل سوې.راولنسن وایی چی د باختر مقدس سرتیری چی په عدالت ، ښه اداره او پر دینی مسایلو د منل سوی  برلاسی عالم په توګه پیژندل کیدی، د همدې امله یی د مړنی پر مهال درنښت ډیر و. 
پایله :
پوهاند میرحسین شاه د یوه برلاسی مورخ په توګه  د خپلو تولو کتابونو او لیکنو کی هغو منابعو ته زیات پام اړولی دی چی د تاریخی منابعو په تصنیف کی لومړی لاس منابع ګڼل کیږی. د پښتو تر ټولو پخوانی کتاب  په لټه  مقاله د همدې حکم تایید کوی.
د پښتو د پخوانی  کتاب په لټه  مقاله کی د میناندر په اړه د پوهاند میر حسین شاه دریځ د هغو نامتو مورخینو او ځیړونکو سره ورته دی چی د هند او لرغونی افغانستان د تاریخ په اړه یی څیړنی او لیکنی کړیدی.
او دا دی  او ویشت کاله وروسته د پوهاند میرحسین شاه هیله پوره سوه د میلندا پڼو نامتو اثر وژباړل سو او د نویو څیړنو او پلټنو لپاره اړینه زمینه برابره سوه .
اخځونه د الفبا په تر تیب :
۱-باوری ، محمد رسول . ( ۱۳۹۴ لمریز کال ) . زموږ لرغونپوهنه. پښتو اکادمی . کوټه .
۲-باوری ، محمد رسول . ( ۱۳۸۷ لمریز کال ) لرغونی افغانستان . د مڼی ګل مشاعرې په ویاړ. دانش خپرندویه ټولنه .
۳-حبیبی، عبدالحی . دریم چاپ . (۱۳۷۷ لمریز کال ). تاریخ مختصر افغانستان .دانش کتابخانه .
۴-زیارن ، شهزاده.( ۱۳۶۷ لمریز کال ). پښتو څیړنی . دافغانستان  علومو اکادمی . د پښتو څیړنو مرکز.
۵-کهزاد، احمد علی. دوهم چاپ .( ۱۳۷۹ لمریز کال ) . افغانستان د تاریخ په رڼا کی . ژباړونکی :اورنګزیب ارشاد. دانش خٍرندویه تولنه.
۶-هیواد مل ، زلمی . ( ۱۹۹۴ میلادی). په هندکي د پښتو ژبې او ادبیاتو د ایجاد او ودې پړاوونه. دانش خبرندویه ټولنه.


 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006