دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
سلام فرهنګی ټولنی اعلامیه

سلام فرهنګی ټولنی اعلامیه

د هیواد د پر مختګ او پیاوړتیا دښمنان وپیژنی او مخه یی ډب کړی!

د افغان ولس سپېڅلو انسانانو د پر مختګ او انکشاف پلویانو د خپل هیواد د ودی او پیاوړتیا لپاره ډیری سرښندنی کړی او د خپلواکی نهال ته یی د اوبو پر ځای وینی ورکړیدی. د دې قهرمانانو او اتلانو په سر کی د اعلیحضرت امان الله خان نوم لیکل کیږی. امان الله خان د افغانستان په تاریخ کی یوازی د خپلواکی اتل نه بلکی د انکشاف او پر مختګ سمبول هم دی.
په دې ورستیو کی د منصور په نوم د افغانستان دښمن د هیواد رښتینی اتل اعلیحضرت امان الله خان خپله موخه ګرځولې او د ګوډ ملا او سقاوی په ملاتړ یی څرګندونی کړیدی .دا څرګند ونی په حقیقت کی د هغی پرله پسې مبارزې لړی ده چی د یوې پیړی راهیسی دوام لری. هرکله چی زموږ په هیواد کی د رڼا څرک لګیدلی ، پر څنګ یی د تاریک فکرو او عفبګرا ګروپونو له لوری مخالفتونه سویدی. دالړی د تیری پیړی په ترځ کی لږ تر لږه درې ځله د خونړیو جګړو رنګ اخستی دی او د دې لړی ورستی کړی همدا ده چی پنځه دیرش کاله کیږی د ځنډ پر ته روانه ده .
اوس چی یوځل بیا افغانانو ته د ودی او پر مختیا لوری او ځرک مالوم سویدی، دادی د ګوډ ملا پر ځای ملا منصور را پیدا سویدی، ، حقیقت همدا دی چی د رڼا او تیاری لاری بیلی دی،دا ملا او دې ته ورته نور هغه تالی ځټی چی نه اسلامی پوهه لری ، نه افغانی غیرت او نه انسانی وجدان زموږ د ګران هیواد د پر مختګ مانع ګرځی. افغان ولس او ټولو هیوادپالو ته د یوموټی کیدلو مشوره او سلا ورکو چی : یومټی سی او دا د ګوتو په شمار افغان ضد وګړی له مینځه ورک او نابود کړی.

د خپلواک ، پر مختللی او پیاوړی افغانستان د جوړولوپر لور

د سلام فرهنګي ټولنې مرستیال

عتیق باوری

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006