دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
پر لومړنیوانسانی ټولنو د اور او پخلی اغیزی

 

پر لومړنیوانسانی ټولنو د اور او  پخلی اغیزی
سریزه    :
بشر پوهنه  (Anthropology) په بنسټیزه توګه دوه بهیره لری. لومړی بهیر يې دمعاصر انسان فیزیکی جوړښت  دانسانی جسم لومړنی تشکُل ، انسانی تکامل اود انسان  د تکوينی پړاونو په اړه پوهنیز یون دی چی موخه یی  ديومعقول او مفکر انسان دپيدايښت اوودی په اړه دپوهی زیاتوالی دی.دابهیردانتروپوجینیس(Anthropogenesis) تر سر لیک لاندی پیژندل سویدی.  دوهم بهیر بیا دانساني ټولنو دودی ،تکامل او پراختياپه اړه د څیړنو لړی ده.  ددې مطالعې  موخه بیا دمفکر انسان د ټولنيز جوړښت د پيل او د پر له پسې ودی  پيژندنه ده چی دا علمی چاری د سوسوجینیس Socogenesis  تر سر لیک لاندی پر مخ وړل کیږی. ( یوسفزی : ۱۴۵ ) په دې لیکنه کی یوپیچلی علمی بحث په توګه د اور  او پخلی اغیزمنتیا څیړو  چی هم د انترو پوجینس او هم د سوسوجینس په څیړونو کی ارزښتمن او اغیزمن عامل ګڼل کیږی .
 د اور او  پخلی اغیزی:
یو شمیر لیکوال او څیړونکی په دې باور دی چی د انسانانو او نورو ژویو تر منځ  یو مهم  توپیر  د انسانانو په منځ کی د ټولنیز ژوندانه سره فطری مینه او لیوالتیا ده .د یونانی  فیلسوف ارستو په  وینا ( انسان مدنی بالطبع ) دی.د نن ورځی په مانا چی د ټولنولی یا د اجتماعیت روحیه  له لویه سره د بشر په خټه کی اخښلې ده.  همدا لا میل دی چی انسانان ټولنیز ژوند لری او وده یی ورکړیده .خو یو شمیر بیا د انسانانو او نورو ژویو ترمنځ توپیر په تولیدی ځواک او نوښت کی وینی . انګلس په دې اړه لیکلی چی : د انسان اونورو ژویو تر منخ یو لوی توپیر دا دی چی نور ژوی  له یوه سره را ټولول کوی او انسان د ټولولو تر څنګ تولید هم کوی. همدا تولید د ټولنیز ژوندانه اړتیا منځ ته راوړی ( انګلس :۳۱ )
د ټولنیز ژوندانه خبره په همدې لنډو کی نه حل کیږی ، نورو پوښتونو ته لا ځای سته چی د ټولنیز ژوندانه د پیل او پر له پسې پایښت په اړه مطرح او دمباحثې لړی وغزیږی. د بیلګی په توګه : انسان ولی ټولنیز ژوندانه ته مخ کړل ؟ د کومو زمانو راهیسی انسانانو ټولنیز ژوند پیل کړیدی ؟  دټولنیز ژوندانه دالړی یی ولی پر له پسې وساتل ؟  او دې ته ورته نوری پوښتنی سته چی د بیلا بیلو علومو په مرسته باید د منلو وړ ځواب ومومی. ( بروملی :۶۴ )  .
انسان د اشرف المخلوقات لقب  تر څنګ د لرغونو زمانو راهیسی  د ( مدنی بالطبع ) ژوندی موجود په نوم پیژندل سویدی. دا دواړه لقبونه او صفتونه  حقیقی دی خو واقیعی پیژندنه یی زیاتواسنادو ته اړتیا لری چی ټولو ته دمنلو سی.  دا ډول اسناد او مدارک تر ټولو زیات د لرغونپوهانو په مرسته وړاندی کیدلای سی.دا خبره خو د لرغونپوهانو تر منځ ډیره اوریدل سویده چی : لرغونپوهانو ته د مادی اسنادو د وړاندی کولو پر ته بل دلیل د منلو نه دی. ( باوری : ۴۴ ) اوس به ولول چی لرغونپوهان کوم مدارک او اسناد  د دې پوښتنی ،جواب ته وړاندی کوی چی ،د انسانی ټولنو د منځ ته راتللو اصلی عوامل کوم دی ؟  
د ټولنیزو علومو فرضیی او ایدیالی طرحی د طبیعی علومو په څیر ټاکلې محدوده او چوکات کی نه سی پیژندل کیدای. داسی  چی هر مهال  او په هر ځای کی ۲ + ۲ = ۴  کیږی .په ټولنیزو پیښو او حالاتو کی د هری پیښی سره ډیر لوریز عوامل  د مساوی علامې تر ایښولو وړاندی  یوځای کیږی او د یوه ویکتور پر ځای کثیر الاضلاع جوړښت باید وپیژندل سی چی د ټولنیزو پیښو محاصله  او پایله تر لاسه سی . همداسی د لرغونو انسانی ټولنو د منځ ته راتللو په تړاو د یوه عامل عمده کیدل او یا د یوه عامل مطلق کیدل ، د ټولنیزو پیښو علمی لوری  مبهم کولای او تحرفولای سی ( ځدراڼ : ۳۳ ). د همدې اصل پر بنسټ اړ یو چی د لومړنیو ټولنیزو جوړښتونود منځ ته راتللو  په اړه د بیلا بیلو عواملو اغغیزمنتیا ومنو .
د هغو مهمو لامیلونو له شمیره یو هم د اور او پخلی چاری دی چی د لرغونو انسانانو د یوځای کیدلو او په ګډه د کار کولو اړتیا یی منځ ته راوړل او د لا زیاتولو لپاره اغیزمن وګرځیدی. د اور  د کارولو او مهارکولو لومړی هڅی د ډبری پیر  په پخوانی دوره کی منل سوی او نښی یی د لرغونپوهانو له لوری پیژندل سویدی. د اور مهار کیدل چی د ډبری پخوانی دورې د موسترین مرحلې ممیزه  ده ، د هغه مهال په ټولنیز ژوندانه کی د لوی بدلون عامل ګڼل کیږی. ( باوری  : ۵۵ )
د دې سره – سره چی دپخوانيو انسانانو دژوند شرايط سخت او ستونزمن وه، هغوی نه سوه کولای د څلورم سينوزويک ( خاصتا پلستوسين) دورې دپيل له ويرونکو حيواناتوسره رقابت وکړي، نه يې په منډه کې دهغوی سرعت درلود اونه هم د هغوی په ډول بدني  ځواک ،نو هغوي دلوږې اومرګ تر سیوری لاندې ژوند کاوه . همدارنګه د یخچا لونو زیاتوالي هم ددوي مبارزه د طبیعیت سره سخته کړې وه ،بیا هم په دوه دلیلو دا خلک بریالی وه: لومړی داچې ،دا له نورو څخه باشعوره وه،چې وسایل يې جوړول اودوهم داچې له پیله يې په ګروپي شکل ژوند درلود ( میترو پولسکی : ۷۸ ).
لرغونپوهانو دخپلو څیړنو په جریان کې  ‌‌ډ ‌بری د پخوانی دورې داسې اثار او شیان په لاس راوړیدي چې ، د انسانانو له خوا کاریدل او د دی آثاروشتون دا خبره روښان کوي، چې دلته خلک یوځای ا وسیدلې دي،له دې علاوه لرغونپوهانو  دخپلو کیندنو په نتیجه کې دمختلفو دورو له قبرونو څخه داسې اسکلیټو نه په لاس راوړدي،چې د ډی. ان. اې. د څیړنو پر بنسټ دیوې معینې او ځانګړې ډلې سره تړلی پیژندل سو یدی. او دا هم ]رګنده سویده چی دا انسانی ډلی د اور په مهار کولو بریالی سویدی. د اور ؟په وسیله یی د اومو موادو د پخلی چاری هم تر سره کړیدی.
د میجر رینګم   په باور : پخلی د لومړیو انسانانو د بشپړتیا پر لور د ودی سره زیاته مرسته وکړه . یو مهم دلیل دا دی چی پاخه سوی خواړه زیاته انرژی تولیدوی.
فلپ فرنندس په دې باور دی چی : هغه مهال چی خلکو خوراک پخولو ته ملا وتړل  ورسره یی د همکاری اړتیا محسوسه کړه او  وګړی یو د بل  مرستیالان سوه او د پخلی چاری به یی یوځای پر مخ بیولې .د نوموړی په باور د لومړنۍ کورنۍ جوړښت هم د  پخلی په چارو کی د ګډکار  نتیجه وه .
د ډانیل کمبل په باور : بوره چی د انسان په بدن کی د انرژۍ د تولید خورا مهم توکۍ دی ،له اره د یو ډول شنو بټو له بدنه تر لاسه کیږی. داد شکرنی بټی  په دننه کی ډیر پوښلې  او سخت جوړښت لری  چی په خام حالت کی د زیاتی ګټی وړ نه ګرځی  ، خو کله چی هغه نبات پوخ شی بیا نو د هغی هستې ماتول اسانه او د ژر ګټی اخستو سی .
بی بی سی په یوه ځانګړې تجربه کی وموندل چی د خامو خوړو څخه لږ انرژی تر لاسه کیږی . دې ادارې د یوې اونی لپاره دریو تنو ته دنده وسپارل چی په یوه ژوبڼ کی ژوند وکړی ، هغوی مجبور وه چی هغه خواړه وخوری چی په ژوبڼ کی نورو ژویو ته توزیع کیدل ، تر یوې اونی وروسته څرګنده سوه چی نوموړو کسانو هم خپل وزن بایللی وو او هم یی انرزي له لاسه ورکړې وه . دې تجربې وښودل چی پخوانیو انسانانو تر هغه مهاله چی د پخلی راز یی نه وو موندلی په خوارځواکی کی ژوند کړیدی، په هر پیمانه چی پخوانیو انسانانو د خوړو پخول زیاتی کړیدی په هغه پیمانه یی د ودی او انکشاف بهیر چټک سویدی.( بی بی سی ویبپاڼه)
پایله :
د ټولنیز ژوندانه د پیل په اړه لا تر اوسه بشپړ مدارک نه دی تر لاسه سوی، خو هغه مساله چی د لرغونپوهانو او تولنپوهانو لپاره د زیات پام وړ ده هغه د لومړنیو ټولنو د شتون په مدارکو کی د اور او پخلی د شتون  د ثبوت اسناد دی چی د لرغونبوهانو د سپړنو به ترڅ کی تر لاسه سویدی. انسان د پیله تولنیز ژوندانه ته متمایل موجود وو، همدا لامیل وو چی ژر یی د ټولنیز ژوندانه لوری ته مخه کړه .
د تولنیز ژوندانه پر لور د لومړنیو انسانانو چټک پر مختګ د نورو عواملو تر څنګ یو هم د اور پیدایښت او د پخلی پیل دی . د پخلی اثراتو نه یوازی د پخوانیو انسانانو پر بیولوژیکی جوړښت اغیزه وکړه بلکی پر ټولنیز ژوندانه یی هم اغیزه تر هغه بریده ځرګندی سویدی چی د مهم عامل په توګه د لرغونپوهانو او ټولنپوهانو له لوری منل سویدی.
اخځونه د الفبا په تر تیب  :
۱-انگلس، فریدریک.( ۱۳۶۵ ).منشاء خانواده مالکیت خصوصی ودولت . مترجم: احمد قاسمی، کابل : مطبعه دولتی .
۲ – باوری، رسول .( ۱۳۶۹ ) اصول و تحقيقات باستانشناسی . کابل: پوهنتون کابل . ص:۳۲
۳- ځدراڼ ، الفشاء . ( ۱۳۶۴ ) مبادی باستانشناشی  . کابل : پوهنتون کابل  .
۴- میتروپولسکی و دیگران ( ۱۳۶۴ ) . زمینۀ تکامل اجتماعی . مترجم: مینوخرد و غیره. کابل : مطبعۀ دولتی .
۵-  یوسفزی عبدالظاهر . ( ۱۳۶۰ ) . "اصطلاحات باستانشناسی" . باستاشناسی افغانستان شمارۀ دوم . کابل : مطبعه دولتی .
۶ ـ يو، وی، بروملی. ( ۱۳۶۸ ) " تعبير بعضی مظاهر تاريخ اجتماعی جامعه ابتدايی در اتنوگرافی ". اتنوگرافی تيؤريک . مترجمين : ځدران و رحيمی . کابل : دولتی مطبعه .

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006