دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د نوی جمهور ریس د تحلیف په اړه

 

د نوی جمهور ریس د تحلیف په اړه
د سلام فرهنګی ټولنی د مبارکی پیغام


ستر ویاړ دی چی د هیواد په تاریخ کی د لومړی څل لپاره د هیواد د اساسی قانون پر بنسټ د یوه منتخب ولسمشر څخه سیاسی واک  بل منتحب ولسمشر ته سپارل کیږی ،
د سلام فرهنګی ټولنه او اړوندان یی په دې باور دی چی د دې ستر ویاړ امتیاز دریو لورو ته رسیږی . لومړی لوری  افغان ولس دی، چی په پوره میړانه یی د تاریخ دا ستر ازمایښت په بریالیتوب تر سره کړ او د هر ډول خطر په منلو یی خپله رایه استعمال کړه  او دادی اوس  له نیکه مرغه نوی منتخب ولسمشر لرو.
دوهم لوری د دموکراسی د پلی کولو او پاللو لپاره هوډمن افغان سیاستوال دی چی دا بهیر یی پیل او وژغوری . په دې برخه کی زیات امتیاز نوی منتحب ولسمشرښاغلی اشرف غنی  او پخوانی ولسمشر ښاغلی حامد کرزی ته رسیږی . 
دریم لوری د نړیوالی ټولنی مالی او سیاسی مرسته او ملاتړ دی.
زموږ په باور  راتلونکی منتحب ولسمشر او ورسره ملګری یی اړ دی چی د تیری دورې ښیګڼی وساتی ، ناخوالی اصلاح او نیمګړی چاری یی پوره کړی ، د دې چارسمون د هیواد د اساسی قانون په بشپړ پلی کولو سره هم شونی او هم د ولس غوښتنه ده .
هیله مو دا ده چی ټولی رسنی دا خپل ملی او نه هیریدونګې دنده وګڼی چی د انتخاباتو د مهال وعدې او شعارونه هره ورڅ د نویو واکمنانو په وړاندی واوروی او د پلی کولو او یا خدای ناخواسته د هیرولو خبر یی ولس ته ورسوی . 
 د غنی افغانستان پرلور
د سلام فرهنګی ټولنی  مرستیال او سر پرست
عتیق باوری
 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006