دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
بامیان د سارک غړو هیوادونو فرهنګی مرکز

 

لیکوال : پوهنوال محمد رسول باوری

\ د شیخ زاید پوهنتون مشر



بامیان د سارک  غړو هیوادونو فرهنګی مرکز


بامیان په ۲۰۱۵ میلادی کال د سارک سازمان له لوری د فرهنګی پلازمینی په توګه منل کیږی .د دې نیکمرغه خبر په ویاړ د بامیان ولایت  په اړه لنډ خو اړین  تاریخی مالومات درنو لوستونکو ته وړاندی کوم.
هغه وخت چي د کوشاني سلسلې ستر امپراتور کنشکا (احتمالا 120 ميلادي ) د بودايې مذهب لاره خپله کړل ، په لرغوني افغانستان کي نوي مدنيت زيږيدلي اود پراخيدو زمينه يې برابره سوي وه ، چي زموږ د هيواد په تاريخ کي نوموړۍ مدنیت د ګريکو بوديک مدنيت په نوم ياد يږي . دی مدنيت چي له يوي خوا يې د لرغوني يونان هنري ښکلا له ځان سره درلودل او له بله پلوه يې بودايې معنویت په ځان کي ونغښت او تر ټولو ارزښتمن داچي د ا مدنیت  د  ا فغاني چاپيريال په لمن کی وزيږيدۍ او  ورورو په يوه داسي مدنيت واوښت چي په پخوانۍ نړۍ کي يې ساري نه ليدل کيږي .
د ګريک بوديک تمدن ريښې په لرغوني افغانستان کي شنې سوې ، وده يې وکړل او بيا نورو ګاونډيو سيمو او هيوادونو ته ورسيدۍ . تر هغه چي ستر کنشکا لا بودايې مذهب نه وو خپل کړۍ ، نوموړي مذهب د يوي پرتې او بي خوځښته عقيدي په توګه د هند په محدوده کي بندي پاته  وو. همداډول د لرغوني يونان څخه راغلو هنر مندانو د خپلو هنرونو ښکلا د ختيځو خيالاتو سره د تلفيق او يو ځاې والي په لار کي ټاکلي ستونزي درلودې .د کنشکا د واکمنۍ پر مهال د افغاني هنر مندانو او ماهرينو په وسيله د ا ستونزي ليري سوې او د يوناني هنر او هندي روحانيت تر منځ د يوالي او تلفيق زمينه منځ ته راغله چي په پايله کي يې د يوه ستر تاريخي تمدن د منځته راتلو زمينه برابره او د نوي مدنيت جوړښت او خوځښت پيل سو .

ګريکو بوديک تمدن د افغانستان پر لرغونی ټولنه هر اړ خيز تاثيرات وښندل ،د نوموړي مدنيت اثرات په افغانستان کي محدود پاته نه سول بلکي د جاپان ، کوريا ،او چين څخه بيا تر اوسني ايران او سيستان پوري ، د سريلانکا او هندڅخه بيا تر سير دريا او تاجکستان پوري ټولي سيمي تر خپلي اغيزي لاندي راوستي وې . د نړۍ له بيلا بيلو سيمو څخه به د مذهبي مراسمو د پر ځای کولو په نيت زيات شمير راهبان ،زايرين او سيلانيان په افغانستان کي د ودان سویو بو دايې زيارتونو او عبادت ځايونو په ځانګړي ډول د باميان لرغوني او د بو دايې پير متبرک ځای ته د ليدو کتو په نيت سفرونه کول په دې برخه کی د بامیانو تر تولو زیاته پاملرنه د بامیانو ستر پژیو ( مجسمو ) ته اوښتی او په دې لیکنه کی به هم محوری برخه  د بامیانو د سترو مجسمو په اړه  وی  .

د باميانو په اړه تر ټولو پخواني معلومات د چيني زيارت کونکو له خوا ليکل سوي او لا تر اوسه زموږ په واک کي سته . فاهيان  ،تر ټولو پخوانۍ چيني زيارت کونکی دی چي د باميان په اړه ليکني لري . نوموړۍ په 400 ميلادي کال د باميانو دره ليدلي او د سترو مجسمو په اړه يې ارزښتمن معلومات ليکلي دي . نوموړي ليکي :  د باميانو دره شنه او پاکه ده ،د سترو مجسمو شاه او خوا هره ورځ وينځل کيږي ،زيات شمير مذهبي مدرسې سته ، هره ورځ زيارت کونکي او سوداګران دي سيمي ته د تلو راتلو په حال کي دي . د را هبانو لپاره ځانګړي صومعي جوړي سوي ،او د مواشيو او بوده ګانو لپاره بيل ټاټوبي سته .

تر فاهيان وروسته بل چيني زيارت کونکۍ   هيونتسنګ  ،وو چي د باميانو سيمه يې ليدلې او په خپلو يونليکونو کي يې زيات ارزښتمن مطالب را ټول او ليکلي دي . نوموړي په 600 ميلادي کال د افغانستان سفر تر سره کړۍ او په دي لار کي يې د باميانو سيمه هم ليدلې ده . د هغه په قول په باميانو کي تر لس زياتي خانقاوي سته چي په هغو کي څه ناڅه زرتنه واعظين د بودايې مذهب تبليغ ته ګمارل سويدي . په لسګونو مدرسې سته چي هره مدرسه لږ ترلږه زرتنه زده کونکي لري . هيونتسنګ په باميانو کي وړي او لويي مجسمي ليدلي خو يوه داسي مجسمه يې هم ليدلې چي د هر سهار د لمر په وړانګو به هغې مجسمې طلايې رنګ اخستۍ اوداسي بريښيدل لکه دا ټوله مجسمه چي د طلا څخه جوړه سوي وي . تر هيونتسنګ وروسته کوريايې زيارت کونکۍ د باميانو په اړه پوره معلومات لري . نوموړۍ په 727 ميلادي کال باميانو ته سفر کړۍ او په سيمه کي يې د بودايې مذهب د پيروانو د شتون په اړه ليکني کړيدي .

د زيارت کونکو تر يادونو وروسته څه ناڅه دري سوه ( 300 )کاله د باميانو او په ځانګړي توګه د سترو مجسمو په اړه باوري معلومات نه دي ليکل سوي ،د دي سره سره چي د يوشمير مورخينو په ليکنو کي د مجسمو يادونه سوي ، چي د بيلګي په توګه د طبري ، يعقوبي ، البيروني نومونه رایادولای سو . خو هغه وخت د باميانو د مجسمو يادونه يوځل بيا وسوه چي د تموچين يا چنګيز ورانکارو غوښتل چي د سترو مجسمو لوړ سر ته خپلي غشي ورسوي ، چي هيڅ يو هم ونه توانيدۍ چي د لوي مجسمي سر ته غشي ورسوي . د اولسمي ميلادي پيړۍ په جريان کي د اورنګ زيب لښکرو د توپ د ډزو په وسيله د لوي مجسمي ( صلصال ) مخ ته زيان واړاوه .

د افغان انګليس د لومړۍ جګړي په وخت د ليدي سيل په وسيله د باميانو او بودايې مجسمو په اړه يو لړ خپروني وسوي ، برنس په 1819 ميلادي کال باميانو ته ورسيدۍ او د بودايې مجسمو او په باميانو کي د نورو نقاشيو په اړه زيات مطالب وليکل او بيايې په بيلا بيلو خپرونو کي نشر ته وسپارل .چارلس مسون په 1835 ميلادي کال د بودا ستري مجسمي وليدلې او د دي مجسمو په دننه کي يې د يوي لاري د شتون خبره سپينه کړل چي په پخوانيو وختونو کي به زيارت کونکو د ستري مجسمي و لوړي برخو ته رسيدل .کپتان متلاند په 1922 _ 1924 ميلادي کال باميانو ته سفر وکړ او د سترو مجسمو د جوړښت او د هغو جدارونو په اړه يې څيړنی او پلټني تر سره کړي چي د خپريدو وروسته د زياتو لرغونپوهانو د پاملرني وړ وګرځيدل .

په افغانستان کي د رسمي سپړنو او څيړنو د پيل را وروسته ( 1922 ميلادي کال ) د باميانو ستر ي مجسمي لومړۍ د فرانسوي لرغونپوه ( الفرد فوشه 1922 ميلادي کال ) لخوا وڅيړل سوي د نوموړي په اند دا مجسي د هندي راورتي مجسمو سره يوشان دي . نوموړي په خپلو څيړنو کي څرګنده کړل چي په څلورمه او پنځمه ميلادي پيړۍ کي د بودا دوي ستري مجسمې چي يوه د صلصال او بله د شامامه په نوم ياديږي جوړي سويدي . د دي سترو مجسمو په اړه دعلمي سپړنو او څيړنوکارد فرانسوي لرغونپوهانو په وسيله پيل او بيا وروسته د نورو هيوادونو لرغونپوهانو هم د دي مجسمو په اړه څيړني او ليکني تر سره کړيدي ، چي د بيلګي په توګه د هندي ، جاپاني ، چيني ، او افغاني لرغونپوهانو يادونه کولاي سو .

د باميانو لرغوني اثار د ګريک بوديک او په ځانګړي توګه د ګندهارا د هنر ارزښتمني بيلګي او يادګارونه دي . خو له بده مرغه  د کورنیو جګړو او تنظیمی  شخړو  پر مهال  په پرله پسې توګه د عمدي او غير عمدي زيانو نو سره مخامخ سول . فرانسوي نامتو اونيزي L.Xpress د باميانو د سترو مجسمو او نورو لرغونو اثارو په اړه په 1996 ميلادي کال وليکل چي (( د باميانو د سترو مجسمو د پښو په برخه کي چي نورو سمڅو ته له هم هاغه ځايه لار جوړه سوي وه ، هلته اوس کلاشنکوفونه ، راکټلانچرونه اونوري ډول ډول مرمۍ د بيلا بيلو قوماندانانو له خوا ځای پر ځای سويدي ، پخواني بودائيانو ته هغه سپيڅلۍ حرم اوس د يوه نامنظم نظامي ډيپو په څير کارول کيږي ، چي هره لحِظه يې د چاودلو او له مينځه تللو خطر سته ،او هيڅ ډول مصونيت نه لري . هغه لرغوني نقاشۍ او رسامۍ چي د مجسمو پر شا او خواد تزئين په نيت جوړي سوي وې  دهغويوشمير له منځه تللي اويو شمير يې د مرميو په وسيله له خپله ځايه بيځايه سوي او وراني سويدي . د ورانۍ مخنيوۍ خو يې نسته يوازنۍ څه چي هلته په ستر ګو کيږي هغه په زشت او کرغيړن ليک ليکل سوي چي (( قومندان دين محمد او قومندان همايون د جوزجان ولايت ( 1995 ميلادي کال))
په باميانو کي د لرغونو اثارو مصونيت زموږ په هيواد کي د دي اوږدې غمیزی او خپل منځی جګړو په ترڅ کی  له مينځه ولاړه او په 2001 ميلادي کال د افغانستان په تاريخ کي ديوي  ستری غمجني پيښي په توګه دوه ستر او ارزښتمن وياړونه د بهرنيو د سيسو په نتيجه کي د طالبانو له خوا د چاوديدونکو موادو په وسيله د يوزر او پنځه سوه کاله پايښت وروسته وچول سوه .

وروسته له هغه چي دوې ستري مجسمي له مينځه ولاړې په  ( 2003 ميلادي کال ) د ملګرو ملتونو د يونسکو کلتوري څانګي  یو نسکو د باميانو لرغونې سيمه د نړيوال فرهنګي ميراث په لست کي شامله ومنل او د پاته اثارو د ساتني په نيت يوشمير بيړنۍ پروژي تر لاس لاندي  ونیول سوې   . په هیواد کی د نوی واکمنی سره سم د یو شمیر لرغونپوهانو له لوری سپړنی او څیړنی هم پیل سوې . افغان لرغونپوه زمریالی طرزی د ویده بودا په نوم یوه څیړنیزه پروژه بیل کړه چی تر اوسه  یی دوام کړیدی .
په بامیان کی د جاپانی لرغونپوهانو څیړنود نړی د هنری تاریخ یوه خورا مهمه نیټه بدله کړه او د هغو څیړنو پر بنسټ چی په بامیان کی تر سره کړېدی،  دا حقیقت  څرګند کړ چی دبامیانو د سمځو په نقاشیو کی د موادو په تر تیب  او رنګولو کی   د روغنی رنګ  کارول  د نړی په تاریخ کی تر ټولو زیات پخوانی  تاریخ لری  .  دا دی اوس د سارک سازمان د بامیان  سیمی   تاریخی  او هنری ارزښت ته په پام  پتیلې  چی بامیان به  په ۲۰۱۵ میلادی کال  د سارک  غړوهیوادونو د فرهنګی مرکز په توګه  ونوموی .
د دې نیکمرغه خبر په اوریدلو ټول هیوادوال خوشاله او د ویاړ من احساس تر څنګ یی  دا هیله ده چی د دې فرصت څخه د  هر اړخیزه ګټی پورته کولو تیاری ولرو، داځل د غزنی ولایت  ترخې تجربې ته په پاملرنی  په بشپړه توګه د  تیروتنومخه ونیسو.   

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006