د علامه حبیبی د تلین دیرشم کال په یاد ( ۱۳۶۳ /ثور / ۲۰ )
علامه پوهاند عبدالحی حبيبي : ( ١٢٨٩ ___ ١٣٦٣ لمريز کالونه )علا مه حبيبي د خپل پير پرمروجو بيلا بيلو علمي څانګو برلاسي درلوده ،خو د ژبپوهني ؛ ټولنپوهني ؛ادب پوهني ؛دين پوهني او تاريخ پوهني په برخو کي يې وړتيا هغه پوړيو ته رسيدلې وه چي نه يوازي د افغاني پوهانو لپاره ستره مرجع وه بلکي ټولو بهرنيوڅيړونکو ته هم د يوې ډاډمن ماخذ په توګه منل شوې وو. دهيواد د ستر مورخ په توګه د علامه حبيبي د ښه پيژندلو لار د هغو تاريخي اثارو او ليکونو لنډه ارزونه ده چي د نوموړي په زيارتاليف او تدوين شويدي ، چي په مرسته به يې د ليکلو سبک ، د څيړني ليدلورۍ او هم يې د خوښي وړ پير و پيژندلای شو .
د علا مه حبيبي څخه تر يوسل او ديرش ( ١٣٠ ) زيات چاپ شوي کتابونه را پاته دي، په سلګونو مقالې او رسالې يې خپرې شوي او تر دوه سوه زياتو ملي اونړيوالو علمي سيمنارونو او کنفرانسونو کي يې خلاق ګډون کړيدۍ .د چاپ شويو کتابونو له جملې څخه يې د شپږ پنځوسو څخه تر شپيتو کتابونو پوري د افغانستان دتاريخ او تاريخي جغرافيې په اړه دي ، چي د بيلګي په توګه د افغانستان لنډ تاريخ ( دوه جلده ) ،افغانستان بعد از اسلام ( دوه جلده ) ، د پښتو ادبياتو تاريخ ( دوه جلده ) ، اديان عصر کوشاني ، افغانستان در عصر تيموريان ، تاريخ شاهان صفاري ،نومورکي مورخين ،جغرافيايې تاريخي افغانستان ، هنر عصر تيموريان ، تاريخ مشروطيت در افغانستان او يو زيات شمير نور يادولای شو .
په تاريخ ليکنه کي د علامه حبيبي سبک د کتابخانه يې او ساحوي څيړنو ګډمتود دۍ ؛ د هري تاريخي پيښي د ثبوت لپاره يې ډاډمن او دلومړني لاس منابع او ماخذ وړاندي کړۍ او دهر ماخذ د تائيد لپاره يې د تاريخي متونو شننه کړيده ؛ لرغوني توکي يې هم د تاريخي پيښو د ثبوت لپاره کارولي دي ؛ تاريخي پيښي يې د خپلو انګيرنو او اندونو پرته ، څنګه چي وې هغسي يې د زمانې په لمن کي څيړلي او تدوين کړيدي ؛ په ليکونو کي يې د جملو او الفاظو تر ښکلا د پيښي سالم او د ابهام اوغلطيو پرته انتقال ته پام کړيدۍ ؛ دتاريخي څيړنو بنسټ يې پر (( تبيني = بياني )) روش ولاړ دۍ په ټولو تاريخي ليکونو کي يې زمانه او د پيښو پرله پسېوالي د متود ستري بيلګي دي ؛
دعلامه حبيبي دټولو ليکنو او په ځانګړي توګه تاريخي خپاره شويو کتابونو څخه په ډاګه څرګنديږي چي په ملي ليد لوري ليکل شويدي ؛ د دې تر څنګ په نړيوالو تاريخي مکتبونو کي د (( سيمه ايزو امکاناتو )) مکتب پلوي دۍ ، همدا لاميل دۍ چي د هيوادلرغوني نامتو مدنيتونه يې د د دې سيمو د اوسيدونکو خلاقيت او نبوغ ګڼلي او دثبوت لپاره يې ډاډمن اسناد او ماخذ وړاندي کړيدي ، خو د دې سره يوځای د هغه مکتب ارونو ته په پام سره د کلتورونو متقابل تاثير هم په خپلو ليکونو کي له نظره نه غورځوي .
علامه حبيبي د يوه مورخ په توګه د هيواد د تاريخ هر لوري ته په پوره غور پام کړيدۍ . د هيواد د لرغوني تاريخ ، منځنيو پيړيو تاريخ ، د معاصر تاريخ پير او هم د افغانستان د نوی تاريخ پير کي يې په پوره غور څيړني او ليکني کړيدي . خو د (( افغانستان بعد از اسلام )) نومي تاريخي اثر څخه داسي بريښي چي د هيواد د منځنيو پيړيود تاريخي پيښو د څيړني سره يې ليوالتيا زياته وه