د سلیمانتخت مشاعرې درنو ګډونوالو ،اسلام علیکم !
تر هرڅه وړاندی د دې درنې مشاعرې د بریالیتوب دعا کوم او تاسو ټولو ته چی د مشاعرې اهتمام یی کړیدی او هغوی ته چی په خپل ګډون یی د مشاعرې وړتیا ځواکمنه کړې ده په تیره بیا هڅاند ځوان محمد عمر وزیری ته د زړه له تله مبارکی وایم . هیله می دا وه چی ستاسو درنو لیکوالو شاعرانو او مشرانو سره یوځای وای، خو دا هیله می پوره نه سوه ، اوس د دې لنډ پیغام له لاری غواړم ستاسو سره خپل ځان یوځای کړم .
زه ډاډه یم چی د روزګان ولایت او بیا په ځانکړی توګه د دهراوت لیکوالان ، شاعران او مشران به د سلیمانتخت مشاعره د بریالیتوب هغه برید ته ورسوی ، لکه د سلیمانتخت د غره څوکه .ستاسو پر له پسې هڅی د دې بری لاره لا ډاډ منه کوی چی ښه نښه یی د ا لویه مشاعره ده چی د دریم ځل لپاره په دهراوت کی جوړیږی . ستاسو درنو ګډونوالو ستر توب او ځیرکتیا تر دې ډیره زیاته ده چی زه یی په دې لنډ پیغام کی انځور کړم ، خو د دې درنې غونډی ګډونوالو سره زما له انده د دریو اړینو ټکو یادونه کوم :
لومړی : لکه تاسوچی ثابته کړیده ، ټولنه د فکری بدلون پر ته هغه نیمګړتیاوی نه سی لیری کولای چی د ورسته پاتی والی له کبله ورسره مخ وی .ستاسو دا هوډ چی د فکری بدلون او لوړتیا لپاره مو د مشاعرو دا لړی جاری ساتلې ده ، د ستاینی او هڅونی ده .تاسو د فکری بدلون لپاره د اوښتون خورا ارزښتمنه لاره غوره کړې چی هم ګټوره ده او هم یی د بر یالیتوب چانس زیات دی.
دوهم : تاسو درنو لیکوالو او شاعرانوته د همدې درنې غونډی له لاری د دو ټکو د سم لیکلو وړاندیز کوم . دهراوت او روزګان هغسی ولیکی چی هم یی تاریخی هویت پاته سی او هم یی د لیکلو پر مهال اسانتیا زیاته وی . دهراوت چی تاریخی ریښه یی د ویدی او اوستایی مدنیتونو د نامتو جغرافیایی سیمی ( هیراوتی ) را پیلږی او د روزګان نوم هم ،په تیر وتنه په الف ( ارزګان ) او یا الف واو ( اوروزګان ) په زایدو تورو لیکل کیږی . په حقیقت کی روزګان په تاریخی متنونو کی د زایدو تورو پرته د روزګان په بڼه لیکل سویدی . د دواړ نومونو د سمی بڼی ( دهراوت او روزګان ) معمول کول د ټولو درنو لیکوالو او شاعرانو دنده ګڼل کیږی .
دریم : ځوان کهول او هغوی ته چی د شعر لیکلو او ویلو پر لور د لومړیو ګامونو هڅه کوی ، د زیاتو لوستلو او په دقت د لیکلو وینا کوم .شعری ذکاوت فطری دی خو دا فطری استعداد د زیاتو لوستلو او په دقت د لیکلو په وسیله غوړیږی او د انحراف پرته وده کوی . هیله من یم چی د دې نسل خوشحالخان ، رحمن بابا،حمید مومند، پیر محمد کاکړستاسو له منڅه را څرګند سی او یو ځل بیا د لرغونی هیراوتی پر لمن د پوهی او ادب لمر ، سپوږمی او ګڼ ستوری ځلانده سی او د سلیمان تخت د غره پرڅوکه د بیټ نیکه هغه مناجات انګازه کړی چی وایی :
دا وګړی ډیر کړی خدایه
لویه خدایه لویه خدایه
ستاسو د لا بریو په هیله
په درنښت
پوهنوال محمد رسول باوری
د کابل پوهنتون استاد او د خوست پوهنتون ریس
۲۶/۱/۱۳۹۳