دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
منتظر یم

 

 

منتظر یم


زه د سترګو اشاروته منتظر یم
لکه للمه بارانو ته منتظر یم


تش کاته یی په درانه کاڼی منمه
چی  یی نیم نظر کتوته منتظر یم


له سهاره تر ماښامه یی څارمه
د لیدلو فرصتو ته منتظر یم


 هغه سترګی اړولی په بل لوری   
د خپل یار و کرشموته منتظر یم


بابوزی ته چا  ویله  بد به پایی
اوس د یار و فیصلوته منتظر یم


۲۵ / حوت / ۱۳۹۲

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006