دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
نوی کال ته !

 

نوی کال ته !

د وینو سیلابونوډیر کلونه را نه وخوړل
بلاو او دې رویو درمندونه را نه وخوړل

 

تن په وینو لژند او کلی رنګ په وینو سو
جګړو پر له پسې د سر سرونه را نه وخوړل

 

پیغلو هوسونه په لمبو د جګړو وسوځل
هر تابوت د مینی  ډیر خیالونه را نه وخوړل

 

را سه نوې کاله او د سولی زیری راوله
دې تورو کالونوښه  فکرونه را نه وخوړل

 

هر کال بابوزی د نوی کال هیله ویلې ده
د سولی دښمنانو ارمانونه را نه وخوړه

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006