دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
لار ورکی


 

لار ورکی

یار خورا نه  دا غواړی چی وی ستایم
زړه می خامخا غواړی چی وې ستایم

زه په کلی جار وهم او ستایم یی
هغه بیا په خفا غواړی چی وی ستایم

سترګی راته برندی کړی او قهر سی
دا ناز خو یی بیا غواړی چی وی ستایم

پاڼه د ګلاب په شونډو غوڅه کړی
منډه کړی همدا غواړی چی وی ستایم

ګوره بابوزی ته  چی لار ورکی دی
چَپ سم که رسوا غواړی چی وی ستایم

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006