دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
سیلانیتوب او اغیزی

 

سیلانیتوب  او اغیزی

سیلانیتوب د انسانی هیلو او اړتیاو یوه خورا مهمه برخه ده . د انسانی ژوند د دې برخی  پر لور پاملرنه او پالنه دوه اړخیزه اغیزی لری ، د یوې خوا د سیلانیتوب وده او پراختیااو بلی خواته د همدې سیلانیتوب اغیزی دی . د بحث په دې برخه کی د سیلانیتوب اغیزو ته پام اړواو په ټولنه کی دسیلانیتوب  اغیزمنی چاری په نښه کوو :
لومړی ؛ د سیلانیتوب اقتصادی اغیزی :
له اره سیلانیتوب اقتصادی بوختیا نه ده ، بلکی د انسانی هیلو او اړتیاو داسی ټولګه ده چی یو سیلانی د خپلو شخصی امکاناتو او مالی توان  په مرسته خپل اصلی ټاټوبی څخه د نوی موقتی ټاټوبی د لیدلو په نیت سفر کوی. په دې ډول سفرونو کی سیلانی ته د خپلو مالی امکانانو مصرف کولو اړتیا وی ، په داسی حال کی چی د سیلانی نوی موقتی ټاټوبی اوسیدونکو ته  د سیلانی دا مصرف ، ګټه راوړی
د اوسنی نړی ټول هیوادونه د اقتصادی ودی لپاره د بیلا بیلو لارو په پلی کولو غواړی د خپل هیواد اقتصادی بنسټ پیاوړی کړی.د هیوادونو زیات شمیر اقتصاد پوهان په دې باور دی چی سیلانیتوب د نورو اقتصادی هځو په نسبت ګټور صنعت او بوختیا ده .د همدې امله د نړی زیات شمیر هیوادونه اوس اوس د سیلانیتوب په چارو کی د بوختیا هغه کچی ته رسیدلی دی چی د نورو اقتصادی هځو په نسبت یی د سیلانیتوب بوختیاوی زیاتی دی.
د نړی په یو شمیر هیوادونو کی د سیلانیتوب صنعت په خورا ګړندی  ډول پر مخ ځی او وده کوی ، د دې ودې سره یی مالی توان هم مخ پر لوړه تللی دی. په دې برخه کی د ۱۳۷۸ لمریز کال اړوند ارقام د بیلګی په توګه یادوو:
- د نړی  د ۹- ۱۰ په سلو کی  ناخالص تولید د سیلانیتوب په چارو کی  منل سویدی؛
- د نړی د ۷ - ۱۰  په سلو کی  د کار ځواک( ۲۰۰ ملیونه وګړی )  د سیلانیتوب په چارو کی بوخت دي ؛
- د نړۍ  د ۴ - ۱۱ په سلو کی د ټولی سرمایه ګذاری  برخه په سیلانیتوب کی په کار لویدلې ده ؛
- د نړی ۱۱ په سلو کی مالیاتی عایدات  د سیلانیتوب له درکه تر لاسه کیږی ؛
په دې ډول سیلانیتوب د نړی  د کالنی عوایدو ډیر لوړ رقم ( د ۳ - ۴  تریلونه امریکایی ډالر) په خپلو اړوندو چارو کی را نغښتی دی. دا ارقام او اعداد د سیلانیتوب اقتصادی توان او ارزښت برملا کوی .
د نړی د نفوسو زیاتوالی  له یوې خوا او له بلی خوا دیو شمیر تولیدی توکو د ماشینیزه کیدلو پروسې د زیاتو هیوادونو په سیاسی - اقتصادی او ټولنیزو چارو کی ستونزی پیدا کړیدی. د بیکارانو زیاتوالی یو له هغو مهمو ستونزو څخه شمیرل کیږی چی اوسنی نړی زیات پر مخ تللی هیوادونه ورسره مخ دی، د دې ستنزو د حل یوه تر ټولو غوره او اغیزمنه لار په هیوادونو او سیمو کی د سیلانیتوب پر لور د زیات پام اړولو چاره ده .د سیلانیتوب په صنعت کی هم بیکاره وګړو ته  کار پیدا کیږی اوهم د هیواد د وګړو سرانه عایداتو د لوړیدلو زمینه برابریږی .
د سیلانیتوب په چارو کی د میلمستونونو ، ترانسپورتی شرکتونو ، د سیلانیتوب لپاره د غوره سیمو په چاپیر یال کی د اړینو خورا کی توکو او سیمه ایزو تولیداتو پلورنځیو فعالیت ،د صرافیو فعالیدل او نورو برخو کی د و ګړو لپاره بوختیاوی تضمینیږی . د دې چارو د لا تفصیل لپاره به په بل بحث کی اړین مطالب یاد کړو .
نور بیا
باوری

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006