د سیلانیتوب یو شمیر تعریفونه
د ارتور بورمن (Artur Borman ) په باور سیلانیتوب د سفرونو هغه ټولګه ده چی د یو تن سیلانی لپاره د استراحت ، تفریح ، تجارت او یا نورو بوختی ( شغلی ) چارو او یا په یو شمیر مراسمو کی د ګډون تلوسه د دې لا میل سی چی خپل دایمی ټاټوبی د موقت وخت لپاره پريږدی ، دې ته سیلانیتوب وایی خو دا څرګنده ده چی هغه څوک چی په پر له پسې توګه د یوه ټاکلی بوختیا لپاره د یوه ځایه بل ته ځی د سیلانیانو په کټه ګوری کی نه شاملیږی .
د ټولنپوهنی د ارونو پر بنسټ سیلانیتوب هغه ټولیزی غاړیکی دی چی سیلانی یی د نوی ټاټوبی د وکړو سره په موقتی توګه جوړوی. پر دې تعریف د یو شمیر مسلکی انتقاد دا دی چی په دې تعریف کی د سیلانیتوب یوه اړخ او هغه هم د سیلانی او د نوی ټاټوبی د ګړو تر منځ اړیکو ته ورکول سویدی ، چی دا د سیلانیتوب د ټولو اړخونو بیان نه سی کولای .
د سویس هیواد هغو اقتصادپوهانو چی سیلانیتوب یی د خپلو څیړنو محوری برخه ګرځولې وه په ۱۹۴۲ میلادی کال دد سیلانیتوب یو نسبتآ منلی تعریف مطرح کړ. په دې برخه کی د هونزیکر او کراف ( Hunziker- Kraph ) تعریف یادوو چی د هغوی په باور سیلانیتوب د هغو اړیکو ټولګه ده چی د یوه تن سیلانی سفر د خپل دایمی ټاټوبی څخه بل موقتی ټاټوبی ته د همېشنی بوختیا پرته تنظیم سی. دا تعریف د زیاتی مودې لپاره د سیلانیتوب د نړیوال سازمان او د سیلانیتوب د مینه والو د پام وړ وګرځیدی.
د سیلانیتوب یو بل اقتصادی تعریف د مورګن روټ ( Morgenroth ) له لوری وړاندی سویدی ، د نوموړی په باور سیلانیتوب هغه مفهوم دی چی یو تن سیلانی خپلی فرهنګی ، شخصی او ژوندانه اړتیاوی د مصرف په کولو دهغه لنډ سفر په ترځ کی پوره کړی چی په موقت ډول خپل اصلی ټاټږبی د بل موفت ټاټوبی د لیدلو په نیت پریږدی . په دې تعریف کی زیاته پاملرنه د مصارفو لوری ته اوښتې ده چی د سیلانیتوب یو خورا مهم اړخ دی.
د سیلانیتوب نړیوالی ټولنی په یوه ځانګړی سیالي کی د سیلانی او سیلانیتوب د تعریف لپاره هڅی وکړې او د یوخ حامع او هر اړخیزه تعریف لپاره یی دا سیالی اعلان کړه . د دې سیالي په ترځ کی تر تولو مهم تعریف چی هر اړخیزه بریښی مطرح سو .د هغه تعریف پربنسټ سیلانیتوب د ځاییی بدلونونو او اوښتو نو هغه ټولګه ده چی پر بنسټ یی د انسانانو له لوری ځانګړی فعالیتونه تر سره کیږی . د سیلانی په عادی ژوند کی دا بدلونونه د سیلانیانو د غوښتنواو هیلو سره د سمون زمینه برابروی.
د یوه بل تعریف پربنسټ سیلانیتوب په پراخه پیمانه د مهالونو په توپیر په پیلا بیلو سیمو کی د ګرځیدلو را ګرځیدلو هڅی دی. د اسلم مبارک دین د دې اصل پر بنسټ چی ( سیر افاق وانفس ) یی ګڼی هم د سیلانیتوب سپارښتنه کوی ، د همدې اصل پر بنسټ چی الله ( ج) انسان ته د ځان پیژندنی توان او فکری وړتیا ورکړیده ، د دې پیژندنی یو مهم اړخ د خپل چاپیریال او تیرو مهالونو پیژندنه ده او د سیاحت په نتیجه کی دا موخه په خورا ښه توګه تر لاسه کیدای سی ، هم د نورو مخلوفاتو سره مخ کیږی اږ هم د خبل نوع ( بشر )دد بیلا بیلو فرنګونو او دودونو په بیلا بیلو ډولونو پوهیږی او د ستر څښتن په وحدانیت یی د باور هوډ لا زیاتیږی.
نور بیا