څو شېبې د تاریخی شخصیت حاجی نعیم کوچی سره
نن د سه شنبې ورڅ د ۱۳۹۲ لمریز کال د دلومیاشتی لومړی نېټه د خوست والی حاجی عبدالجبار نعیمی له لوری ماښامنی ته بلنه راکړل سوه . زه هم د تیرو بلنو په څیر د د خوست ولایت د جرګو تالار ته ولاړم او په تالار کی می دیو نامتو قومی مشر ښاعلی حاجی نعیم کوچی سره پیژندګلوی وسوه ، د دې قومی مشر سره د خوست د منګلو قوم مشر ښاغلی حاجی وزیر منګل او د حاجی نعیم کوچی دوه نور وریرونه هم وه .
د افغانستان په قومی جوړښتونو کی کوچی قوم د خبر جوړونکی قوم په نوم یادیږی ، په دې چی دا قوم مشخص ځای ځایګوټی نه لری او ټول افغانستان د هغوی لپاره یو کور دی. په ژمی کی تودو سیمو او په دوبی کی سړو سیموته د تلو را تلو په حال کی وی. همدا لا میل دی چی تله راتله یی د بیلا بیلو پیښو سر مل وی . په ځانګړی توګه تر دې وارداتی دیموکراسی وروسته یو شمیر غیر عینی او غیر واقعی استحقاقونه د تشنج د زیاتولو او پاللو په نیت د یو شمیر ګاوندیو هیوادونو له لوری په هیواد کی مطرح سول . د ې ډول لاسوهنو په ټول هیواد او په څانګړی توګه کوچی قومونو لپاره ناروا پیښی زیږولې دی .
حاجی نعیم کوچی ، د کوچی قوم یوتن نامتو مخور مشر دی چی په تیرو دریو لسیزو کی دبیلا بیلوپیښو سر مل یادیږی . ما چی لا پخوا د دې پښتون مشر د لیدلو هیله درلوده، په لیدلو یی ډیر خوشحاله سوم ، او هڅه می دا وه چی په دې لنډ مهال کی ټولی هغه پیښی او ویناوی چی د دې مشر په اړه می اوریدلی وې ژر، ژر وپوښتم او پوه سم او زما د اوریدلو خبرو تر دید اویا پر هغو زیاتوالی واورم .له نیکه مرغه دا مجال می پیدا کړ چی د هغو رازونو او پوښتونو لړی پیل کړم چی ما یی بیا اورېدل او یا سپیناوی غوښت . د خبرو اترو په ترڅ کی ډیرو پیښی یادی سوې چی په دې لیکنه کی دټولو هغو یادو سویوتاریخی پیښو لیکل شونی نه دی ، یوازی غواړم د دې پښتنی بانډاره هغه درې یادی سوی خاطرې را نقل کړم چی ښایی زما په شان یو شمیر نور هیوادوالو ته هم په زړه پوری وی .
لومړی : د کابل ښار د تنظیمی جګړو پر مهال حاجی نعیم کوچی اود سولی مرکی؛
په ټول هیواد او بیا په ځانګړی توګه کابل کی د تنظیمی جګړو کیسې د کابل ښاریانو له ذهنه نه دی وتلی ، د جګړو اور داسی لګیدلی وو چی په هیواد کی هیڅ کورنۍ د د دې لګیدلی اور دزیانه په امان پاته نه سوه . بې حسابه کورونه وسوځیدل ، وران سول ،بې شمیره انسانان و وژل سوه او مرګ مړینه دومره زیاته وه چی هدیرو ته د مړو وړل هم شونی کار نه وو، ژوندیو کسانو به مړی د کورونو مخ ته ښخول او یا چی به هرڅوک هر ځای وژل سوی وو هلته به یی ښخوی . (۱۳۷۱ -- ۱۳۷۵ لمریز کالونه ) همدا لا میل دی چی لا تر اوسه ( ۱۳۹۲ لمریز کال ) د کابل ښار په بیلا بیلو مناسبو او نا مناسبو ځایونو کی د شهیدانو جنډی رپیږی .
د کورونود ورانولواو د انسانانو د وژلو په دې اړو دوړ کی هر چا د خپل سر ساتلو دعا کوله ، په همدې تار او تورو مهالونو کی یو شمیر کسانو د جګړه مارانو د مهار کولو او د هغوی تر منځ د اوربند کولو لپاره هڅی پیل کړې ، د دې شمیر خیر خواه مشرانو له شمیره یو هم حاجی نعیم کوچی وو. د حاجی نعیم کوچی می وپوښتل چی ولی د هغو مرکچیانو سره ملګری سوې چی هغوی په یوه یا بل ډول لوری او طرف درلود؟ هغه به ډیر و ساده او لنډو جملو کی را ته و ویل :
پر کابل د جګړو لمبو ورځ تر بلی زور اخستی او موږ هم د ناوسی په پړو تړلی وو . یوه ورڅ می واوریدل چی په کارته سه کی یو شمیر لارویان اسیر نیول سوی وه، د ماښام د لمانځه پر مهال یی پر اسیرانو ږغ کړی وو چی هر څوک ښه قاری دی هغه دی راولاړ سی . په اسیرو خلکو کی څو تنه چی د قرآن شریف خافظان وه را ولاړ سوی وه په دې نیت چی که د لمانځه وخت وی اوپه جمع لمونځ او امامت وکړی . د دې پیښو شاهدانو ویل چی اوه تنه حافظان یی د نورو په مخ کی ودرول او بیا یی د سر پوستکی په برچو پریکړه او لوی میخونه یی پر سر ورټکوهل هغوی به بیسده سول او دې ظالمانو به خندل او ویل به یی (( پریږده چی قرآن یی په سرونو کی میخ کړو چی بیا یی هیر نه سی )) او په همدې ورځو کی د بالاحصار او مرنجان تپې څخه پر کارته نو او شاه شهید داسی هوایی او توپچی حملې کیدلې چی پوره یوه هفته هیڅ انسان د خپله کوره نه سو وتلای ، او هر کور کی چی څوک وژل کیدی ، په هغه کور کی به یی ښخوی .
تر دې پیښو وروسته می د ځان سره و ویل ، هره لار چی پیدا کیږی د دې ظلم مخه باید ونیول سی. موږ پوهیدلو چی دا هیواد د ټولو افغانانو دی، په جګړه یو تنظیم بل نه سی ورکولای ، ښه ده چی یو بل قبول کړی . په دې وخت کی یو شمیر نورو هم د اشتی او سولی خبری پیل کړی وې او زه هم د هغو سره ودریدم . دا هڅی می د زړه له اخلاصه وې . ما به ویل چی ټوله هغه کسان چی د واک تږی دی هغوی دی په واک کی شریک سی. او یادی دا ټوله جګړه مار ان ، دې ته وهڅول سی او یا اړ سی چی سلاح يو ه رښتنی بې طرفه کوچینی ګروپ ته ورکړی. او دا ډول نوری خبری . ډیری منډی ترنډی مو وکړې چون پوره صداقت نه وو نو یی نتیجه هم نه وه .
یو وخت دا سی خبره را پورته سوه چی راسی په ټولو به حزب اسلامی له منڅه یوسو او بیا به نورو ته و وایو چی اوس نو تاسی هم جګړه مه کوی . هغه مهال ماته دا یوه دسیسه مالومه سوه او د یوه قوم دتباه کولو یو پروګرام را ته وبریښیدی . د مجلسونو په همدې سلسله کی می یوه خبره وکړه چی بیا به په هر مجلس کی ویل کیده ما و ویل چی : تاسی پوهیږی چی زه د حزب سره اړیکی نه لرم ، خو د حزب مشر داسی دی لکه د بدن وازګه ( د بدن غوړ ) که یی په بدن کی پریږدې مریضی هم پیښولای سی او که یی غورځوې نو سپی یی خوری ، هغه یو پښتون دی په سپیو یی نه خورم .
د وهم : د داکتر نجیب الله مړی او د حاجی نعیم کوچی پښتونواله ؛
د حاجی نعیم کوچی د شهرت یوه خورا څانګړې بیلګه پر کابل د طالبانو د واکمنی د لومړی شپې دپیښی سره تړلې ده ، هغه ورځ چی د افغانستان پخوانی واکمن داکتر نجیب الله د یو شمیر ناپیژاندو طالبانو له لوری په ناوړه توګه و وژل سو او بیا د کابل ښار په اریانا څلور لاری کی د ټولو افغانی او اسلامی ادابو خلاف په تناب وځړول سو . دې پیښی د کابل ټول اوسیدونکی غمجن او خواشنی کړل . په هغه ورڅ د کابل ښاریان په ډلو ډلو اریانا څلور لاری ته راغلل او په لسګونو زرو کابلیانو د اریا نا څلور لاری سره خپل غم شریک کړ. د څلور لاری پرهره برخه د غم څپې خپرې وې . او هر سړی له سترګو د اوښکو سیل روان وو ، نړیوالو خبری رسنیو د طالبانو په وسیله د کابل د نیولو خبرونه خپرول خو د کابل اوسیدونکو خپل غم ژړول . د همدې پیښی په اړه می د حاجی نعیم کوچی وپوښتل . حاجی صاحب ! ولی دي د داکتر نجیب د مړی پر سر د طالبانو دښمنی واخستل ؟
په ځواب کی یی راته وو یل : د شپې ناوخته د کابل ښار څیرمه سیمو او د پلچرخی شا او خواته د خپلو ملګرو سره را ورسیدم . دا هغه مهال و چی تازه په تازه د طالبانو یو نامتو مشر ملا بور جان په تنګی کی په شهادت رسیدلی وو، خو د جګړې قومانده وه چی د غم ګاللو پر ځای باید مخ ته تللی وای. په پلچرخی کی د شپې پاته سولو،ستړی وو ، خو د جګړې ډګر مو ګټلی وو نو زیاته ستړیا مو نه احساسوله په دې خیالونو کی چی کا بل ته په رسیدلو به که خدای کول د جګړو توری وریڅی او لو خړی به د هیواد له اسمانه لیری سی. سوله به راسی او بیا به د یو ټولمنلی شاهی نظام خاوندان سو .
د سهار تر لمانځه وروسته مو د خپلو ملګرو سره د کابل ښار پر لور مخ کړه او زموږ پر مخ د راډیو افغانستان سړک وو ، د اریانا څلور لاری وړاندی د روغتیا څلور لاری ته رسیدلی وو چی یوه ملګری ته مو خبر ورسیدی او هغه راته و ویل چی پراریانا څلور لاری به نه ځو هلته د کابل ډیر خلک را ټول سویدی لاره بنده غوندی ده ، د علت پوښتنه می وکړه ، هغوی راته و ویل چی پوره مالومات خو نه سته د حاجی معاون صاحب خبره ده چی د پل محمود خان د لاری ارګ ته ورسو . ما هم زیات پر س او پال ونه کړ. د پل محمود خان لار مو واخستل . او ارګ ته ورسیدلو . په بیلا بیلو چارو بوخت وو ، زیات شمیر کسانو ته کابل ښار او بیا د ارګ ماڼی نوې وه او هرڅه ته یی په اوترو اوترو کتل .زه او زما ملګری هم ارګ ته په رسیدلو خوشاله سو ، دیخوا او ها خوا ته وګرڅیدو ، په دې وخت کی چی د غرمنی ډوډی وخت لا نه وو رسیدلی ،چی یو تن ملګری می را ته و ویل چی د اریانا په څلور لاری کی د داکتر نجیب مړی ځړول سویدی . ما ته ډیره ناوړه خبر وو او دخپلو ملګرو می وغوښتل چی پوره مالومات را ټول کړی او د پیښی څرنګوالی راته و وایی.
د پنجشنبی ورځ وه او کابل ټول رخصت وو ، زما ملګرو خبر را کړ چی دا کتر نجیب یی د اریانا په څلور لاری کی په دار ځړولی دی، تر مخ یی وینی بهیدلی دی او د هغه ورور هم ورسره یو ځای په پړی ځړول سویدی. په خوله کی یی د پیسو یو لوټ ( نوټ ) ورکړیدی . زه د پوره مالوماتو د غوښتلو لپاره د حاجی معاون صاحب لور ته ولاړم او پوښتنه می وکړه چی تاسی خبر یاست چی دا کتر نجیب یی وژلی دی او په بې عزتی یی په ځلور لاری کی را ځوړند کړیدی؟ هغه را ته په لنډه و ویل هو خو دا به بیا مالومات وکړو چی دا څنګه پیښه ده! زه پوه سوم چی زما د غوصې د کرارولو لپاره دا خبره کوی ، خبری می لنډی کړې او خپلو ملګرو ته می و ویل چی را څی او د خپل مړی غم وخورو .
د دارګ دروازی ته نه وم رسیدلی چی د حاجی معاون صاحب ملګری ملا راغی او وې ویل چی معاون صاحب غواړی چی تاسو بهر مه ځی موږ به ټولی چاری سمی کړو. او بیا یی و ویل چی ته حاجی معاون صاحب ته ورسه ، زه بیا ولاړم او حاجی معاون صاحب په خواشنی را ته وویل چی هغه خبره اوس یو څه ورانه سویده ، نجیب وژل سویدی، او اوس اوبه تر ورخ تیری دی. او بیا یی دا خبره هم وکړه چی : هغه بیله دې هم د جزا وړ و، ته یی پریږده بیا به په مناسب وخت کی چاته دنده وسپارو چی چاری سمی کی .
دا خبری نور راته د اوریدلو نه وی او حاجی معاون صاحب ته می و ویل : حاجی ملا وروره ! نجیب زما هم مخالف وو ، د هغه سره می د توپونو او راکټونو جګړې کړیدی ، خوپه دې ډول وژلو یی ډیر خفه یم ، او بیا دا ډول ځړول یی زه د ځان او ټولو احمدزیوسره دښمنی ګڼم ، زه خپل مړی په ابرو او عزت وړم که دښمنی کوی بیا نو ستاسی اختیار دی . تر دې لنډو خبرو وروسته روان سوم او د څلور لاری څخه می د نجیب او د هغه د کشر ورور احمدزی مړی را کښته کړه او چارصد بستر ته می یوړل . هلته می ټولی چاری تنظیم کړې ، تابوتونه ، ګلان او نور برا بر سول او په سبامی د لوګر ، پکتیا او د کابل یو شمیر قومیانو ته خبر ورکړ چی زه د داکتر نجیب جنازه پکتیا ته وړم ، چی هغوی خبر وی .
کله چی می د چارصد بستره جنازه را ایستل ، د یو شمیر طالبانو د ممانعت سره مخ سوم او خبره تاوتریخوالی ته ورسیدل زما ملګرو هم سلاح درلودل او طالبانو هم ټوله یو بل ته په مورچل کی سوه څو ډزی هم رد او بدل سوې ، او دا می هم واوریدل چی دوه تنه طالبان هم ټپیان سول . دا وخت د حاجی معاون صاحب ملګرو مداخله وکړه او د هغه یو لیک یی چهار بستر ته راوړ او خپلو ټولو ملګرو ته یی هدایت کړی وو چی زموږ مخه وه نه نیسی . او یو ګروپ طالبان یی را سره مل کړه چی جنازه پکتیا ته ورسیږی . په دې ډول می خپله قومی او اسلامی چاره تر سره کړل .
دریم : د ګوانتنامو زندان او پښتون حاجی نعیم کوچی ؛
په افغانستان کی د طالب واکمنی پر خلاف د امریکاییانو یرغل ډیری خبری او پیښی نه هیریدونکی او تاریخی کړې ، (( لوی ، لوی بمونه وه اوروی ! )) د لومړی ځل لپاره دا واورېدل سوه چی د خپل وطن د ورانولو لپاره دی د لویو بمونو د اورولو غوښتنه وسی . (( توره بوړه د دیبانو جګړه )) توره بوړه د امریکایی څواکونو تر ټولو ستره او د پرمختللو جګړایزو وسایلو د کارولو او کار اخستلو محاذ وشمیرل سو. په توره بوړه کی چی څومره بمونه اوریدل هغومره مقاومت زیاتیدی . (( امر المومنین د شلمی پیړی نامتو نظامی ستراتیژیست )) اوداسی نور ، په دې لړ کی یوه تاریخی وینا دا هم سول چی (( د اووبحرونو او اوو ستر غرونو هاخوا زندان ګوانتنامو )) په دې جیلخانه کی د افغانانو سره یو څای د نړی د بیلا بیلو هیوادونوبنسټ پال هم یوځای سول .
د افغانستان څخه ډ یر شمیر طالبان د بنسټ پالو په نوم ونیول سوه او یو شمیر داسی افغانان هم ونیول سوه او ګوانتنامو ته یو وړل سوه چی د بنسټ پالنی هیڅ ډول اړیکه یی نه لرل ، یوازی د یوه افغان او پښتون په نوم د مرګونی ربړونو سره مخ سوه . د دې شمیره یو هم حاجی نعیم کوچی دی چی د حق ویلو او هیواد ساتلو په تور ګواتنامو ته ولیږل سو . د دې مجلس په ترڅ کی می د حاجی صاحب څخه وپوښتل چی که د ګواتنامو ډاره ونکی زندان په اړه را ته و وایی . حاجی نعیم کوچی خبری په دې ټکو پیل کړې چی د زندان ربړ خو پر خپل ځای دی، خو تر هغه ګوانتنامو وړاندی داسی زحمتونه او ربړونه وه چی پر زندان مو شکر وه ایستی. ډیره موده په پټو سترګو ،پټو لاسونو او پوښلو پښو پاتی کیدل ، تر اوبو لاندی د بی هوښی تر بریده ساتل کیدل ،په پلاستیکی خلطو کی د سر ساتلو او نفس تنګولو زړه دردونکې چاره ، لت او کوب او داسی نوری جزا ګانی تر ګوانتنامو وړاندی پر اسیرانو او بندیانو تحمیل کیدلې .
حاجی نعیم کوچی و ویل چی : د ګوانتانامو خبری ډیری دی ځه به را یاد کړم ، خو یوه خبره دا ده چی په ګوانتنامو کی زیاتو بندیانو دعاوی زدکړې نفلاتونه به یی کول او عالم اسلام ته به یی دعا وی کولی ، خوزما کوښښ دا و چی پخوانی اسلامیات می هیر نه سی او چی د عا به می کول نو پښتون او افغان به می خولی ته راتلی .
نور بیا
باوری