باوری
سیلانی ( توریست ) او سیلانیتوب ( توریزم )
د سیلانی اصطلاح لپاره په دری - فارسی کی جهانګرد کارول کیږی ، په عربی کی سیاحت یا تفرج او په انګلیسی کی بیا توریست ( TOURIST ) معمول دی. د توریست اصطلاح په نولسمه پیړی ( ۱۹ ) کی د فرانسې هیواد د اشرافی کورنیو هغو شمیر وګړو ته ویل کیدل چی د زدکړو او یا د نویو تجربو او لیدو کتو لپاره په سفر بوخت وه . وروسته دا اصطلاح د هغو کسانو لپاره وکارول سوه چی فرانسې ته د تفریح او وخت تیرولو لپاره تلل. ورو ورو دا مفهوم پر هغو کسانو اطلاق سو چی یوازی د استراحت او تفریح لپاره به د یوې سیمی بلی سیمی ته تلل. دا تګ به د ګټی او یا کار په نیت نه وو ، بلکی د روحی ارامی او تفریح لپاره تر سره کیدۍ .
سیلانی یا توریست په مانا د لا ښه پوهیدلو په نیت د یو شمیر پوهانو تعریفونه را اخلو : د پیر لاروس په نظر توریسم هغه کړه وړه یا عمل دی چی د لذت او خوند وړلو او ځان خوښولو په نیت د یوې نامعلومی سیمی لیدلو ته د تللو تابیه وکړی. پل روبرت وایی چی توریسم هغه عمل دی چی د یوه لیری او یا نږدې واټن په طی کولو سره د خپل پیژندل سوی ټاټوبی په غیر د نویو ناپیژندل سویو ټاټوبو د لیدلو او خوند اخستلو لپاره د تللو زمینه برابره کړی. او توریست هاغه دی چی همدا چاره تر سره کړی.
د توریسم اصطلاح د لومړی ځل لپاره په ۱۸۱۱ میلادی کال د سپورت په یوې مجلې کی و کارول سوه .هغه مهال دا اصطلاح د یو شمیر تاریخی سیمو او ابداتو د لیدلو لپاره او یا د یو شمیر طبیعی منظرو او ښکلو ټاټوبو د لیدلو لپاره د خوند وړلو او لذت اخستلو په نیت به یی سفر کاوه .دا اصطلاح لا پخوا هم د لذت او خوند وړلو لپاره د مسافرت عمل ته ویل کیده .خو د زمانې په تیریدلو دا مفهوم پراخه او هر اړخیزه سو. په ارو پایی هیوادونو کی د توریست او سیلانی لپاره نوی تعریفونه او د پیژندګلوی نوی کرښی یادی سوې . د بیلګی په توګه اروپایانو توریست هغه چا ته ویل چی د خپل توان د نوی کولو ، د ځان بیا اماده کولو او د ستړیاو د رفع کولو لپاره د نویو سیمو ، نویو وګړو ، نویو منظرو او نویو هستیو ( پدیده ) د پیژندلو لپاره د مسافرت او تللو چاره تر سره کوی .
د ملګرو ملتونو د احصایی ادارې په ۱۹۷۳ میلادی کال د توریسم او توریست د پیژندلو او د هغه د تعریف کولو په اړه لومړی هڅه وکړه .د همدې ادارې په تعریف کی ټول هغه وګړی چی په فنی توګه د خوند اخستلو او لذت وړلو لپاره د ۲۴ ساعته زیات او تر یوه کال لږ وخت لپا ره خپل اصلی ټاټوبۍ یا ځای پریږدی ، هغه ته سیلانی یا توریست ویل کیږی .دا اداره هغه څوک چی د کار موندلو او یا د زدکړو لپاره تلونکی وی ، په دې شمیر کی نه شاملوی.د رسمی مسافرتونو د تنظیم لپاره نړیواله اتحادیی دا تعریف ومنی ، په داسی حال کی چی د ۱۹۵۰ میلادی کال د لندن او ۱۹۵۷ میلادی کال په پریکړو کی محصلین هم د سیلانیانو یا توریستانو په شمیر کی شامل ګڼل سوی وه .
د سیلانیتوب نړیوال سازمان په باور هغه څوک چی د یوې شپې څخه زیات او تر یوه کال لږ وخت لپاره خپل د اوسیدلو ټاټوبی د سیلانیتوب ، خوند اخستلو او استراحت په منظور د نویو سیمو ، نویو منظرو د زیارت کولو ، د تاریخی آثارو د لیدلو د فرهنګی مرکزونو د کتلو ،د سپورتی مسابقو د لیدلو ، د سوداګریزو نندارتوننو د کتلو ،د سیمه ایزو او یا نړیوالو غونډو لپاره مسافرت کوی ، سیلانی بلل کیږی ، او یا په بله مانا چی د مسافرت موخه یی د مزد تر لاسه کول او یا د کار موندل نه وی ،د مسافرینو هغه ټولی کټه ګوری د سیلانیانو په شمیر کی شاملی دی .د ګرځندوی څانګی دوه سویسی پوهان کورت کرافت او ویلیام هونزیکر په دې باور دی چی : سیلانیتوب هغه ټولیز او هر اړخیزه کړه وړه دی چی د نویو اړیکو او نویو هستیو ( پدیدو ) د لیدلو او پیژندلو په نیت دخپل همېشنی اوسیدلو ټاټوبی د یوې مودې لپاره پریښودل سی . دا مسله تر هغه رښتینې ده چی د لږ مودې لپاره وی په دې کی د لږ مودی لپاره د کار پیدا کول هم شامل کیداسی. او یا دا چی ، سیلانیتوب هغه فعالیت ته ویل کیږی چی د دایمی اوسیدلو په ځای کی د ګټل سویو پیسو په مرسته په نورو سیمو کی د لیدلو زمینه برابره کړی.
نور بیا