د ۱۳۹۱ لمریز کال د جدی میاشتی ۲۲ نیټه
د خوست ګوډه خاره
ګوډه خار ( ګوډله ښار ) يا حسن کوټ ( د دې سيمي د نوم په اړه ويل کيږي چي هغه مهال چي د ويسار ( حصار ) غونډی به د يو شمير کسانو له لوري د بيلا بيلو چارو لپاره کارول کيده ، بيا به يو شمير کسانو په دې هواره سيمه کي ګوډلي جوړي کړي او د يوه ښار په څير به مالوميدل ، دا سيمه يې د ګوډلي ښار په نوم ياده کړه او دا نوم ورو ورو د ګوډلي ښار څخه ګوډه خار ته ورسېدل .) دا سيمه د خوست ختيځ ته پرته پراخه او هواره زراعتي سيمه ده د دې سيمي تر ټولو مشهوره نقطه ګومبذه ، ( ګنبده ) ده ، دا ګنبده د شاه اسماعيل زيارت په نوم مشهوره ده ، ويل کيږي چي شاه اسماعيل د اکبر پاچا د مهال ستانه وو. يوه فکلوريکه کيسه هم په دې اړه د دې سيمي د ميشتو وګړو او په ځانګړي توګه د شاه اسماعيل د لمسيانو له لوري ويل کيږي .
وايې چي اکبر پاچا وپوښتل چي په دې سيمه کي داسي څوک سته چي زما درنښت او احترام يې نه وي پرځای کړی، چا جواب ورکړ چي هو ، په ها خوا غونډی کي يو مشر ستانه ستا درنښت ته نه ددی راغلی، اکبر پاچا حکم وکړ چي دوه فيلان وليږي او دا سړی ډير ژېر تر درباره راولی ، کله چي ليږلي کسان او فيلان تر هغه سړي ورسېدل ، هغه مهال شاه اسماعيل د فيلانو لوري ته وکتل او پر هغوی يې د الله اکبر ږغ وکړ اود ږغ داوریدلو سره سم دا فيلا مړه سول. د دې پيښي خبر اکبر پاچا ته ورسېدی، او اکبر پاچا بيا خپله د دې ستانه او رسيدلي پير در بار ته راغی اود شاه اسماعيل احترام يې پر ځای کړ.
اکبر پاچا په لا هور کي واک ته ورسيدی ( ٩٦٣ هجري ١٥٥٥ ميلادي ) دا د هند تر ټولو کورګاني واکمنانو ځواکمن باچا وو. د نوموړي واکمن ځواکونو دوه ځله دهلي او بيا لاهورڅخه تر کابله جګړه ايز سفرونه کړيدي . لومړی سفر يې په (٩٨٩ هجري- ١٥٨١ ميلادي ) کال وو چي د شهزاده حکيم د ځپلو لپاره کابل ته راغی او دوهم سفر يې په ( ٩٩٧ هجری -١٥٨٨ ميلادي ) کال د شهزاده حکيم د دوهم ځل ځپلو لپاره کابل ته راغی دا ځل شهزاده حکيم په کابل کي د اکبر پاچا استازی وټاکل سو .
د شاه اسماعيل په نوم د زيارت د ګنبذي لوړ والی څه ناڅه دولس ( ١٢) متره ته رسيږي . دا ګنبذه په مربع شکل جوړه سویده چي د بنسټ جوړښت يې نه ( ٩ ) په نه ( ٩ ) متره کي دی . دد يوال په جوړښت کي يې پخې خښتي کارول سويدي چي د هري خښتي اوږدواوالی ٣٠ سانتي متره او سور اوه ( ٧ ) سانتي متره او پلنوالی يې پنځلس ( ١٥ ) سانتي متره دی .
د ګنبذي دننه ټوله اوه ( ٧ ) قبرونه سته چي ختيځي دروازې ته دوهم قبر يې تر ټولو او ږد دې چي اوږدوالې يې ٦ شپږ متره ته رسيږي . نور قبرونه هم تر پنځه او پنځه نيم مترو واړه نه دي . دا قبرونه د خټو او پروړو په وسيله کاګل سويدي. د ګنبذي داخلی جوړښت د منځنی اسيا د سيمي معمولي ضربيو په څير ده ، د هر لوري ديوال يې د ريلف په څير شيشک لري چي د کمانونو جوړښت يې په خورا موزون ډول سويدی. د ختيځ ديوال ريليف شيشک د لويديځ ديوال د ريليف شيشک سره او د شمال ديوال ريليف شيشک د سهيل ديوال ريليف شبيشک سره متناسب جوړ سويدي.
د ګنبذي د جوړښته مالوميږي چي در ي کنګره ايز يا درې پړاويز جوړښت لري . د قاعدې تر لومړۍ کنګرې څه ناڅه شپږ متره لوړ والی لري د لومړی کنګرې تر دوهمي کنګرې څه ناڅه دوه متره او د دريمي کنګری تر ورستۍ هرمي څوکي هم څه ناڅه څلور متره لوړوالی بريښي ، چي په ټوليزه توګه څه ناڅه ١٢ متره ته رسيږي .
د قبرونو مراقبت لپاره ځانګړی ملنګ او يا د زيارت ساتونکی مجاور نه سته ، د همدې کلي خلک دا زيارت د خپل لوی نيکه ګڼي او وخت پر وخت يې د پالني او ساتني لپاره کار کوي ، اوس مهال د دې زيارت پاسنی برخه د مسالې ( پلستر ) په وسيله پوښل سوې او لاندنی برخه يې کاه ګل سوېده ، د ولس په زيار دا ساتنه تر سره کيږي ، اوهمدې ساتني د دې ودانی پخوانی سټايل او جوړښت ته زيان رسولی دی .