دلپوره پير کلی
د خوست د اسماعيل خيلو او مندوزیو ولسوالی اړوند د شمل سيند سهیل لويديځي څنډي ته پرته لرغونې سيمه چی د پير کلي په نوم یادیږی ،پراخه ، او د کرنیزو حاصلاتو له اړخه بډایه سیمه ده . د دې سیمی يوه برخه د دلپوره پير کلي په نوم ياديږي . د پير کلي نوم ځکه پر دې ټوله سيمه ياديږي چي په دې کلي کي د علم شير پير په نوم يو مهم زيارت سته . دې زيارت ته د سيمي د اوسېدونکو تر څنګ د نورو ليري پرتو سيمو څخه اړ او محتاج وګړي د لاسنیوی لپاره راځي او د خپلو هيلو د پوره کولو خواست او غوښتني کوي . د دې زيارت يوه ځانګړنه دا ده چي هر راغلی کس بايد د خپلي هيلي د پوره کېدلو په خاطر د دې زيارت پر جوړ سوي لرګين چتر پر يوه ستون پايه يو ميخ ټک وهي ، که د ميځ ټکوهل په اسانی وسوه ، داسي انګيرل کيږي چي هيله به يې په اسانی تر سره سي.
د شمل سيند نورو يو شمير سيند ونو په څير د پخوانيو ټولنو د ژوندانه د وړ شرايطو لپاره ګټور واقع سويدی. د دې حکم يوه بيلګه دا ده چي د شمل سيند د کال په دريو فصلونو کي پر خپلو څنډو د شنو ونو او شنو سيمو د غوړيدلو او رسېدلو خورا ښه چاپير يال لري ، يوازي د ژمي په فصل کي د دې سيند څنډي سپيرې او وچي بريښي.
د شمل سيند د همدې شونتياو له برکته د پخوانيو وګړو لپاره د ژوند يو ښه چاپير يال د دلپوره پير کلي په هغه خاورينه تپه کي برابر کړېدي چي د شمل سيند او پير خوړ تر منځ پرته ده . د دې خاوريني تپې پر شا او خوا د خاورينو لوښو زياتي ټوټې ليدل کيږي چي د شک پرته د يوه لرغوني ټاټوبي څرک پکښي ليدل کيږي .
د دلپوره پير کلي د سيمي اوسيدونکي وايې چي يو شمير کسانو په پخوانيو وختونو کي د باران د اورېدلو پر مهال د طلا پيدا کولو په نيت دې تپې ته راتلل او د يو شمير خلکو له خولې ويل سويدي چي د طلايې اثارو او خاورينو لوښو او کنډوليو زيات شمير توکي به د راغلو کسانو په لاس راټوليدل او بيا به یی په بهرنيو کسانو پلورل .
دې سیمی ته می د ۱۳۹۱ لمریز کال د ژمی د فصل د سلواغی میاشتی په (۵ )نیټه د جمعی په ورځ د خوست فرهنګی شخصیتونو هر یو ښاغلی عبدالکریم پتنګ ، ښاغلی وحدت ، ښاغلی متونوال او نورو ملګرو په ملتیا د لیدو کتو زمینه برابره سوه . په دلپوره کلی کی د کرنیزو مځکو په منځ کی د یوې لرغونی غونډ ی نښی له ورایه څرګندیږی او د هر لیدونکی پام ورته اوړی. همدې ځانګړنی زما سره مل ملګرو زه هغې سیمی ته وروستم .
د دې لرغونی غونډی شا او خواته کرنیزی مځکی ابادی سویدی ، او داسی بریښی چی دا لرغونې غونډی به پراخه او ارته وه ، خو د کرنیزو مځکو پراختیا د دې لرغونی غونډی ساحه ورو ورو محدوده او وړه کړیده. اوس مهال په تقریبی توګه ویلای سو چی دغونډی دایروی قطر د سل متره په شا او خوا کی پاته دی او د شا او خوا مځکو یی لوړوالی د یو نیم دوه متره په حدودو کی اټکل کیدای سی.
د دې مصنوعی غونډی پر شاه او خوا هر لوری ته د ماتو کودړو ټوټی په براخه پیمانه لیدل کیږی . د دې سیمی په لومړی ځل لیدو به خامخا هر څوک د دې پوښتنی سره مخ سی ، چی دا دومره کودړی او د خاورینو لوښو شتون ولی؟ دڅه لپاره ؟ او دا به په کومو مهالونو پوری اړه ولری؟ او داسی نوری پوښتنی .
د خاورینو لوښو پاتی چی د دې غونډی پر هر لوری مات او وران پراته دی ، د خپل نوعیت او جوړښت له مخی یی په دریو کټه ګوریو کی پیژندلای سو. لومړی ډله د خاورینو لوښوهغه ماتی ټوټې دی چی رنګ نه لری او داسی بریښی چی ښایی د کلالۍ څرخ په وسیله د جوړو سویو لوښو لومړنی تجربې وی.
دا وینا د هغو نښو له مخی رښتینې بللای سو چی د غونډی د یو شمیر خاورینو لوښوهغه جوړښتونه و وینو چی د کلا لۍ څرخ لومړنی نښی لری او جوړښت یی زیات په زړه پوری نه دی .
دوه همه کټه ګوری د خاورینو لوښو هغه پاتی شونی دی چی د کلاۍ څرخ په وسیله یی د جوړیدلو مهارت له ورایه بریښی ، خو د رنګ له مخی يوازی یو رنګ یی د ښایست او ښکلا لپاره کارول سویدی.
او دریمه کټه ګوری هغه کودړی دی چی هم یی د کلا لۍ څرخ مهارتونه څرګند دی او هم یی د رنګونو دوه او یا له دوو زیات کاریدل برملا دی .
د لپوره کلی