دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د مومن خان او شيرنو قبرونه او د هغوی کلی چیری دی؟


په کندهار کی د مرحوم نوری سیمنار ته

د مومن خان او شيرنو قبرونه او د هغوی کلی چیری دی؟

کیسې او نکلونه د شفاهی ادبیاتو تر ټولو ارزښتمنه برخه ده . شفاهی ادبیات چی د ودی لوړ پړاو ته رسیدلی بیا یی د لیکلو تکل سویدی .د نړی د مهمو ادبی پنځونو ،لیکل سوی آثار ټولو د ودی اړین پړاونه وهلی او  وروسته لیکل سوی او نورو نسلونو ته رسیدلی دی . د هومیر نکلونه چی په پیل کی د هومیر په وسیله په شفاهی ډول د لرغونی یونان  په ښار او کوڅو کی اورول کیده ، تر ډیرو کالونو وروسته بیا ولیکل سوه چی اوس د نړی د تاریخ ډیر مهم اخځونه ګڼل کیږی .د اریایانو ویدی او اوستایی سرودونه همداسی وه ،دپیشدادیانو، کیانیانواو اسپه کورنیوکیسې او داستانونه هغه مهال د ابوالقاسم فردوسی تر قلمه ورسیدل چی خورا زیات  زمانی واټن یی په شفاهی توګه د ولسونو په منځ کی تیر کړی وو.     
د مرحوم نوری د ملی هینداری کیسو هم همدا پړاونه تر شا پره ایښی او تر زمانو وروسته د مرحوم نوری تر قلمه رسیدلی دی .د دې وینا د سپیناوی لپاره  دمرحوم  نوری د سریزی هغه  څلوریزه را لیکم  چی هم یی د دې کیسو د شفاهی پیر ثبوت دی او هم یی د امانت داری  ډاډ لوستونکو ته ورکړیدی .
د امیانو څه لیکلی ماقیصی دی
د مینو ښی خوږی ناری پکښی دی
نه زیات او نه کمبود می پکښی کړی
د هم هغه نکلچی د خولې جملې دی
ما چي ملي هنداره د خپلي ځوانۍ پر مهال اوریدل او یا می لوستل ، زيات پام مي د نکلونو خوږ والی او د پيښو څرنګوالي ته وو. دې ته می پام نه وو چی د نکل اتل به رښتينۍ وي که نه ؟ دا پوښتنه مي په خيال کي هم نه ګرځېده. اوس  می د ملي هنداري  د نکلونو په اړه   پام د نکلونو دې لوري ته هم اوړي چي د دې نکلونو اتلان به څوک وه ؟ رښتيني دي او که يوازی  خيالی او تخلیقی اتلان دی  ؟ دا پوښتني  هغه مهال لا زياتیږې چي  د مرحوم نوري د فکلوريکو ادبياتو په اړه څه واورم  او يا  د هيواد د فکلور په اړه د نورو درنو ليکوالو ليکني  ولولم .
 د افغانستان په بیلا بیلو سیمو کی د پخوانیو کیسو او نکلونو سره په تړاو کلاوی ،د تاریخی ابداتو په ډول  لا تر اوسه  نیمژواندی پاته دی، چی د کیسو او داستانونو د ریښتینوالی د منلو سره مرسته کوی . د بیلګی په توګه د فراه ولایت د فریدون کلا او د فردوسی په زیارلیکل سوې  شاهنامه  کی  د فریدون اړوندی کیسې . همدا ډول د فردوسی په حواله دکک کهزاد نکلونه او د فراه ولایت د کک کهزاد  تاریخی کلا  اوپه بادغیس ولایت کی د نریمان کلا، په بامیان ولایت کی د ضحاک کلا اوپه دې ډول   نوری زیاتی بیلګی  یادولای سو .   
 
 په فراه ولایت کی د فریدون کلا   ( باوری : ۱۳۹۱  لمریز کال )
 
د فراه ولایت د کک کهزاد لرغونې کلا  ( باوری : ۱۳۹۱ لمریز کال )
د مرحوم نوری ملی هینداره ،لکه د نړی دنور نامتو اثارو په څیر، لومړی په شفاهی ډول د خلکو تر منځ غوږ تر غوږه رسیدلې او بیا د لومړی ځل لپاره د مرحوم نوری په زیار لیکل سویده . د یادونی خبره دا ده چی د ملی هنداری کیسې په زیاته پیمانه  د رښتینوپیښو سره تړاو لری . اتلان یی رښتینی او د کیسو سره په تړاویی  د هیواد په بیلا بیلو سیمو  کی  یو شمیر ابدات او نښی سته چی  درښتینوالی لپاره یی  ډاډمن دلایل دی . د بیلګی په توګه د بست کلا  د فتح خان کیسه په رښتینی ډول برملا کوی .
که دوې دی دوې د کلا بیست دروازې دوې دی
پر یوه یی فتح وزی پر دا بله یی د مور سوی نارې دی
 
د بست  ستره کلا چی د بست شیشک یی په یوه برخه کی لیدل کیږی . ( باوری : ۱۳۸۹ لمریزکال)
د مرحوم نوری د ملی هنداری د کیسو او د ریښتینی پیښو سره د هغوی د اړیکو یوه بله بیلګه د مومن خان او شیرینو  کیسه ده . د مومن خان د کلی خلک لا تر اوسه هغه کیسې او نکلونه کوی چی د مومن خان د مهاله ورته پاته دی .
 د مومن خان کلی دکابل ولایت اړوند ،د ماهی پر   په سیمه کی واقع دی . د ماهی پر،  تر کوتل لاندی د کابل - تورخم پر لوی واټ پروت  کلی د مومن خان په نوم یادیږی .  د دې کلی کرهڼیزی مځکی تر هغه زیارتونو وړاندی پرتې دی چی د مومن خان او شرینو د قبرونو په نوم یاد سویدی . د قبرونو د جوړیدلو او رغولو لپاره کار نه دی سوی، خو د هغو دوو غونډیو پر سر د خاورو جوړ قبرونه  د هر لاروی د پام وړ ګرځی .  د واټ  د ختیځ لوری غونډی باندی د مومن خان او د لویدیځی غونډی پر سر د شیرینو قبر دی .   
 
د ماهی پر د غاښی یو انځور  ( باوری : ۱۳۸۹ لمریز کال )
 
د کابل - تورخم لوی واټ کیڼ لوری ته د مومن خان د قبر نښه ( باوری : ۱۳۸۹ لمریز کال )
 
د کابل - تورخم د لوی واټ  ښی اړخ ته د غونډی پر سر پروت د شرینو د قبر نښه ( باوری : ۱۳۸۹ لمریز کال )
 
د کابل - تورخم د لوی واټ ښی اړخ ته د مومن خان دکلی انڅور ( باوری  : ۱۳۸۹ لمریز کال )
پایله :
فکلوریک  لیکل سوی او یا شفاهی اثار د ولسونو د ژوند ژواک رښتینې هینداره ده . د دې هینداری پالل او ساتل  په ټولنه کی  د فرهنګی او علمی مرکزونو دنده ده . د دې مرکزونو د ند و په پیل کی د هغو څیړونکو او لیکوالو پر له پسې ملاتړ او هڅونه شمیرل کیږی چی د فکلور او دودونو په اړه کار و فعالیت کوی .
د فکلوریکو اثارو له منځه هغه مالومات او رڼایی تر لاسه کیدای سی چی ښایی په نورو اثارو کی ورته پاملرنه نه وی سوې . په ټولنه کی د مسلط دود او په ټولنه کی دهر اړخیزو ښو او یا ناوړه کړوړو څرک يوازی د همدې فکلوریکو اثارو څخه تر لاسه کیدای سی. ټول  فکلوریک اثار هغسی چی تصور کیږی ، تخلیقی او ذهنی پنځونی نه دی ، بلکی زیات شمیر یی د ریښتینو پیښو سره تړاو لری .په یو شمیر فکلوریکو اثارو کی  څرګند زیاتوالی د هغو پیښو هنری کیدل دی  اوبس . 
وړاندیزونه :
۱ - د نوری  د کیسو پر بنسټ دی د علمی ارونو په رڼا کی د هغو ابداتو بیا پیژندنه وسی  چی د کیسو سره تړاو لری .
۲ - دمرحوم نوری د کیسو پربنسټ د پیژندل سویو ابداتو د بیا رغونی چاری دی پیل سی .
۳ - د    علومو اکادمی    د فرهنګی برخی   په اداره کی دی د  نوری فکلوریک مرکز   جوړ او بشپړ علمی او مالی       ملا تړ دی وسی.
اخځونه :
۱- باوری ، محمد رسول . داستانها و باستانشناسی . فرهنګ مردم . شماره دوم سال ۱۳۶۳ .
۲ -پتیال ، عبدالقدیم . نتلی لیکوال . د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست .۱۳۹۰ .

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006