دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
په تیرو څلویښتو کالونو کي د لرغونپوهني بهیر لوړي ژوري

د کندهار پوهنتون نړیوال سیمنار ته

په تیرو څلویښتو کالونو کي د لرغونپوهني بهیر لوړي ژوري

په تیرو څلویښتو کالونو کي  سیاسي بې ثباتي او بیا سیاسي تشه زموږ د هیواد خورا څرګنده نښه ده . روښانه ده چي دې نښي د هیوادپر ټولواړخونو منفي اغېزه کړېده .دلرغونپوهني بهیرهم د همدې چاپیریاله لیري نه دی .  خو دا ټکی هم د یادولو دۍ چي د ټولونیمګړتیاو سره په تیرو څلویښتو کالونو کي  داسي چاري هم پلی سویدي چي پر  مثبت لوري د تلو ځرک پکښې سته . د دې لپاره چي د لرغونپوهني په بر خه کي منفي او مثبت لوري دواړه یادکړم ، دا لیکنه مي په دوو برخو کي تر تیب کړېده .
لومړی -  دلرغونپوهني  بهیرته زیان رسوونکي پیښي :
په هیواد کي د سیاسي بې ثباتۍ  دپېل سره سم د لرغونپوهني بهیر چي لا پخوا ورو او ټکنی وو د جدي ستونزو او خنډونو سره مخ سو. په موزیمونو کي راټول سوي اثار د پرله پسې نندارو ولویدل او د مصونیت اندازه یې ورځ تر بلي لږسول او د چور تر بریده ورسیدل .  د لرغونو سیمو د ساتني او پالني چاري یا سوستي سوې او یا په ټپه ودریدلې  .د سیمو سپړني  او څیړني چي په زیاته پیمانه د بهرنیانو د څار او مرستو  سره مل  وې، د بې ثباتۍ د پیل سره سم معطل او  وځنډېدې . د تاریخي  ابداتو د ساتني ، ترمیم او پرله پسې څار لړۍ ودریدل او ورانیدلو بهیر یې ګړندی سو.
د افغانستان د موزیمونو په اړه لیکل سوي مطالب نه یوازي د افغانانو ویر او ژړا وی زیاتی کړې، بلکي د نړی د ویښ وجدان لرونکي انسانان یې هم وژړول . د هیواد د  لسو موزیمونو له شمیره یوازي د ملي موزیم په وړاندي د  ظلم او ناتار کیسې د نړۍ والو د مستندو ډارونکو او زړه بږنیونکو فلمونو او نکلونو سوژې سوې .د ۱۳۷۲ لمریز کال د جدي میاشتي هغه لوټ او تالان چي د ملي موزیم پر شا او خوا د پرتو ملیشه یی څواکونو له لوري وسو، د اتیاکلن موزیم را ټول سوي اثار یې د عادي متاع په توګه پر بهرنیانو وپلورل . د یونسکو د خپاره سویو ارقامو پر بنسټ پنځه اویا په سلو کی اثار لوټ سول او یا اور ورته واچول سوه .(سپک نیوزلیټر، نانسی دوپرې ، ص:۲۲ ) 
د لرغونو سیمو د ساتنی او پالنی چاری نه یوازی دا چی سوستی سوې بلکی د لرغونو اثارو د لټون په نیت د یو شمیر ناپوهو کسانو په مرسته د بهرنیانو له لوری په بیرحمانه ډول وسپړل سوې او تر لاسه سوی اثار یی بهرنیانو  یوړل . د بی بی سی را ډیو ټلویزیون خبریال په ۱۳۷۵ لمریز کال د آی خانم د لرغونی سیمی هغه مستند راپور خپور کی چی د هغې سمی یو متر مربع ټوټه مځکه د لسو (۱۰ ) ډالرو په بدل کی د کیندنو په نیت په بهرنیانو وپلورل سوه او تر لاسه سوی عاید یی د درو تنو جګړه مارانو تر منڅ و ویشل سو. (www.bbc.uk)
تاریخی ابدات چی د هیواد په بیلا بیلو سیمو کی لیدل کیده ، له بده مرغه د ساتنی او پالنی پر ځای یی د ورانیدلو او عمدی ویجاړولو  فکرونه حاکم سوه او په دې لړ کی د هیواد خورا نامتو ابدات یا  د  نه  پاملرنی له امله ونړیدل او یا د بهرنیو په لمسون ویجاړ سول . د ۲۰۰۱ میلادی کال  د بامیانو ولایت کی د صلصال او شمامه مجسمو منفجر کولو نه یوازی دا چی افغانانو ته ناورین و ګڼل سو بلکی نړیوالو ته  یی هم د توحش ننداره جوړه کړه   .(www.unesco.ed/afghanistan)
د نورو غمیزو له شمیره د بامیانو د سترو مجسمو د ورانولو پیښی ته  د بیلګی په توګه  نسبتا تفصیلی کتنه کوو  .
په افغانستان کي د مجسمو جوړېدل د ډيري مودې راهسي دود دي ، خو د يونان باختري( ٢٣٠ – ١٣٠ کاله پخوا تر ميلاد)  او يونان بودايې ( ١٣٠ پخوا تر ميلاد بياتر ٤٥٠ ميلادي کاله ) مدنيتونو پر مهال د دې هنر وده چټکه او هر اخيزه سوه.  د هيواد په بيلا بيلو مرکزونو کي د نورو هنرونو تر څنګ د مجسمو جوړولو هنر ته پاملرنه زياته سوه. د دې زياتوالي ثبوت په هغو آثارو کي وينو چي د هېواد د بيلا بيلو سپړل سويو سيمو څخه په لاس راغلي دي.
په لرغوني افغانستان کي د مجسمو جوړولو هنر دوې دورې  د زياتي پاملرني دي. لومړی د يونان باختري او دوهم د يونان بودايې دورې آثار او مجسمې . د يونان باختري ( ګريک – باختري )پير څخه په لاس راغلي مجسمې په زياته پيمانه د يوناني هنر استازيتوب کوي، د دې سره – سره چي اريايې نښي پکښي ليدل کيږي، خو زياتي ځانګړني يې د يوناني هنر څخه اغيزمني دي. د دې هنري دورې بيلګي د افغانستان په آی خانم، باګرام ، بلخ او نورو سيمو په آثارو کي په زياته پيمانه تر لاسه سويدي.
د يونان بودايې ( ګريک بوديک )دورې آثار او مجسمې د يونان باختري دورې د آثارو څخه بيلي او د ځانګړو مميزاتو لرونکي دي، د دې دورې هنري آثار او په ځانګړي توګه مجسمې د هنري اړخه د يوناني سبک لرونکي دي ، خو د رواني او کلتوري اړخه په زياته پيمانه د هندي سبک نښي پکښي ليدل کيږي . دا ډول آثار او مجسمې د باميان ، سره کوتل ،هډې او نورو سيمو څخه تر لاسه سويدي.
د يادوني يې بولم چي د يونان بودايې پير آثار په زياته پيمانه د ګندهارا د هنري آثارو په نوم ياديږي ، چي د سيمي او نړې په هنري تاريخ کي ځانګړې باب لري .
د افغانستان تر ټولو ارزښتمني مجسمې هم د همدې هنري مکتب محصول او زيږنده دي. د باميانو دوې ستري مجسمې هم د همدې هنري مکتب څخه اعيزمني سويدي، په ځانګړې توګه د صلصال مجسمه چي هنري ښکلا او صورتي جوړښت يې د شهکار تر بريده رسېدی، خو له بده مرغه تر اتلس پيړو پر له پسې شتون وروسته له منځه ولاړې.
 زه د دې مجسمو د هنري او تاريخي څيړنو پر لور نه ځم ، يوازي غواړم هغه ټکي را ياد کړم چي زما له نظره د دې مجسمو د ورانولو بنسټيز لاملونه دي.
١ – د افغانستان پر سياسي فضا د بنسټ پالني حاکميت :
د بنسټ پالني دا حاکميت د يو لړ سيمه ايزو سياسي پيښو زيږنده حرکت وو، چي جرړي يې د منځني ختيځ په پيښو کي وده کړې او د روسي اشغال پر مهال په افغانستان کي په زياتو شونتياوو پياوړی او غښتلی سو.  دا حرکت د روسي جګړې وروسته په  سيمه کي د يو شمير کړيولپاره  ګټور دفاعی سنګر سو . د ناورين خبره داده چي دبنسټپالني دا حرکت ورو ورو د خپلو مولدينو له کنتروله ووتی او د نړيوالي ستونزي په توګه يې د پرمختګ او تمدن د مخنوي لپاره ورانونکي هڅي پيل کړې. د دې حرکت په ورانونکو هڅو کي يو هم د افغانستان پر تاريخي وياړنو بريد و چي له بده مرغه زموږ د هېواد د تاريخي شتمنيو د له منځه وړلو لاميل سو.
٢ – د نړيوالو کلتوري موسسو د اړينو هڅو کمښت :
هغسي چي بنسټ پالو ويل  او بيا يې خپلي ويناوي پيلي کولي ، د نړۍ يو شمير کلتوري کړيو ته ياد منلو نه وه او يايې نه غوښتل چي د دې ستر ناورين مخنوی وکړي. نړيوالو کلتوري موسسو کولای سول چي د ګاونډيو هيوادونو يو شمير جاسوسي کړی دې ته وګماري چي د دې ناورين مخه ونيسي . يو شمير جاسوسي کړيو او په ګاونډيو هيوادو کي يو شمير سياسي څيرو  دا توان درلود چي لږ تر لږه د دې پريکړي د پلي کولو مهال اوږد او وځنډوي، چي له بده مرغه په دې تړاو د نړيوالو کلتوري موسسو او سازمانونو هڅي ډيري نيمګړي وي.
٣ – د مجسمو د ورانولو لپاره په سيمه او نړۍ کي د يو شمير سياسي کړيو تلويحي مرسته :
يو شمير هغه سياسي کړۍ چي د راتلونکي لپاره يې د هغه مهال د واکمن رژيم د نړولو نيت درلود او يا لږ تر لږه د هغه رژيم د نړلو لپاره يې زمينه براوبرول غوښتل ، هغوی هم په افغانستان  کي دننه ، په ګاونډيو سيمو او حتی نړيواله سطحه دا هڅه کول چي پر افغانستان واکمن سياسي نظام ( طالبان ) او د هغوی بنسټ پال ملګري د افغان ولس او نړيوالو په ذهنيتونو کي منفور کړي، چي  د هغه نظام د نړولو او يا له منځه وړلو پر مهال د اولس او نړیوالو هيڅ خواخوږي ور سره مل او پاته نه سي.
٤ -  په افغانستان کي د ديرش کلني جګړې اغيزي :
په هيواد کي ديرش کلني جګړې ، افغان ولس داسي تيت او وپاشی چي پخواني ټول جوړښتونه او اډانې يې له لاسه ورکړې.سياسي ادارې وراني سوې، کلتوري ارزښتونه له منځه ولاړل، تعليمي او روزنيزي چاري په ټپه ودرېدې، او تر ټولو زيات اغيزمن لاميل په هيواد کي د اقتصادي چارو بشپړ رکود او سقوط د دې لپاره زمينه برابره کړل چي بهرني بنسټ پال ځواکونه خپلو شومو هيلو ته ورسيږي او هغه اولسي مقاومت وځپي چي د دې هيواد د تاريخي وياړنو د ساتني او پالني هوډ يې درلود.
٥ -  خًرافاتي او غير اسلامي اندونه :
د ديرشو کالو پر له پسې جګړو په ترځ کي د ښووني روزني بهير ته زيات تاوان ورسېدی، مکتوبونه ، روزنيز مرکزونه ، پوهنتونونه يا وتړل سوه او يا يې په نيمګړي ژوند خپلي هڅي تر سره کولې. د دې علمي بهير د سقوط سره سم يو شمير خًرافاتي او غير اسلامي اندونه پر اولسونو تحميل او ولسي ذهنيت يې ککړ کړ. په دې ډول بهرني بنسټپال ځواکونه هغه موخو ته ورسېدل چي له پخوا يې هيله وه. د کورنيو او بهرنيو غيير عادي شرايطو څخه په ګټه اخستنه يې د افغانانو تاريخي شتمني او له هغې جملې ټولي مجسمې وراني او ويجاړي کړې ، چي د افغانستان ، سيمي او نړی په تاريخ کي يې د کلتوري ناورين سر ليک  په خپلو داډول ناوړو کړو وړو ، ثبت کړ. ( www.salaamtolana.org  )
دوهم  -  د لرغونپوهنی لپاره  وړ او مناسب فرصتونه  :
د یادو ستونزمنو حالاتو تر څنګ مو ،په تیرو څلویښتو کالونو کی  وړ او مناسب فرصتونه هم درلودل . د دې سره - سره چی دا مناسب فرصتونه زیات نه وه ، خو هغه چی برابر سول  ،په خپل وار  ارزښتمن او ګټور دی . په دې برخه کی  د څو بیلګو یادونه اړینه ده  . دا بیلګی هم د بحث د سمون په نیت په دریو برخو کی یادوو . لومړی برخه د لرغونو سیمو د سپړنو یوه بیلګه  وړاندی کړم چی د افغانستان د لرغونپوهنی په تاریخ کی  یې ځانګړی ارزښت ګټلی دۍ . په دوهمه برخه کی به دهغو اغیزمنو چارو یوه بیلګه یاده کړو  چی د دولتی ادارو اویا غیر دولتی موسسو له لوری  تر سره سویدی .  او  په دریمه برخه کی  به د لرغونپوهنی په بهیر کی د تیرو څلویښتو کالونو لوړو ژورو څخه زدکړی یادی کړو.
لومړی - د لرغونو سیمود سپړنو په لړ کی : په تیرو څلویښتو کالونو کی زیاتی لرغړنی سیمی په مسلکی او علمی ‌ډول نه دی سپړل سوی ،یوازی د ګوتو په شمیر سیمی سروژ سوی او سپړل سویدی ، چی بیلګی یی د طلا تپه ( ۱۳۵۷ - ۱۳۵۸  لمریز کالونه ) مرنجان تپه (۱۳۶۱- ۱۳۶۵ لمریز کالونه ) د بامیان سپړنی ( ۱۳۸۵ - ۱۳۹۰ لمریز کالونه ) دعینک سیمه ( ۱۳۸۷ - ۱۳۹۲ او لا دوام لری )  او په دې ډول نوری سیمی چی شمیر یی له بده مرغه زیات نه دی . په دې لړ کی د طلا تپې سپړنی د هیواد د لرغونپهنی په تاریخ کی د زیات ارزښت لرونکی دی . ( باوری : ۱۳۸۶ )
طلا تپه د جوزجان ولایت په یوه لرغونې سیمه کی د پخوانی شوروی  لرغونپوه  و.ی . سریانیدی تر مشرط لاندی په ۱۳۵۷ - ۱۳۵۸ لمریز کالونو کی وسپړل سوه  . د لرغونپوهانو په دې ټیم کی د حبیب اعظمی په مشری افغان لرغونپوهانو هم ونډه درلودل . د سپړنو په ترځ کی د اوه قبرونوڅخه تر یوشت زره زیات طلایی اثار  لاس ته راغلل.دڅیړنو پایلو څرګنده کړه چی د لومړی میلادی پیړی پاتی سوی دی ( یوسفزی : ۱۳۵۸ ) . دا اثار همدا اوس د نړی د بیلا بیلو هیوادونو په موزیمونو کی د افغانستان د لرغونی  تاریخ دنړیوال فرهنګی میراث په توګه ننداروته وړاندی سوی او د نندارودا لړی لا روانه ده . د طلا تپې اثارو نه یواری دا چی  د لرغونی افغانستان بډای کلتور نویالو ته برملا کی، بلکی د نړی د تاریخ یوه نالوستې پاڼه یی د پوهیدلو جوګه کړه . ( باوری .۱۳۸۷ )
په تیرو څلویښتو کالونو کی دولتی ادارو او غیر دولتی موسسو یو شمیر داسی چاری پیل کړی او پایلی ته یی رسولی دی چی  د لرغونپوهنی بهیر ته یی وده ورکړې او افغانستان یی د سیمی او نړی سره  د سیالی جوګه کړیدی . په دې لړ کی د یونسکو په نړیوالو کلتوری میراثونو کی د افغانستان د دوو ځایونو منل ( د جام څلی او د بامیانو کلتوری حوزه )د اسیسکو سازمان له لوری د غزنی ښار د اسلامی نړی د کلتوری پلازمینی په نوم منل ،د یو شمیر لوټ شویو اثارو بیرته راګرڅیدل  او داسی نوری چاری  د بیلګی په توګه یادولای سو.
    د غزنی تاریخی ښار د بیلا بیلو ځانګړنو له امله د د افغانستان په تاریخ کی نامتو دی. تر ټولو لرغوني توکي د غزني ولايت  د ناور دښته څخه تر لاسه سويدي، د بودا تر ټولو ستره پرته( نيروانا ) مجسمه په غزني کي پيدا سوېده ( عتیق زوی : ۱۳۶۳ ). د غزنې موزيم په افغانستان کي د اسلامي اثاروتر ټولو ستره زيرمه لري او داسی نوری ځانګړی سته چی غزنی یی ارزښتمن کړیدی ، خو د اسلامی هیوادونو کنفرانس لپاره د تاریخی غزنی هغه لوړ دریځ د پام وړ ګرڅیدلی چی د منځنیو پیړیو په ترځ کی درلود . په منځنی اسیا کی د لومړنی  ستری اسلامی امپراتوری په توګه غزنی نه یوازی دا چی د اسلامی امپراتوری د پلازمینی په توګه یی لوړ رول درلود ، بلکی د همدې پلازمینی څخه د سهیلی اسیا زیاتو سیمو ته د اسلام مبارک دین رڼا ورسیدل ( یکتایی : ۱۳۵۳ ) او دا ډول نوری ځانګړنی سته چی د هغو پر بنسټ یی دا تاریخی ښار د اسلامی هیوادنو د فرهنګی پلازمینی په توګه ومنی .
مهمی زدکړی :
لومړی زدکړه ؛ د لرغونو توکو او ابداتو په اړه د اړینی پوهی کمښت تر ټولو لومړی اخستنه ده . په دې برخه دولتونو او حکومتونو خپلی دندی په پوره ډول نه دی تر سره کړی. په کار ده چی د ښونځیو په درسی نصاب کی د لرغونو فرهنګی میراثونو په اړه ګټور مالومات شامل سی او د دې تر څنګ په هیواد کی د فرهنګی چارو  اړوندو ادارو له لوری پرله پسې اړین تبلیغات او د پوهاوی چاری نه دی تر سره سی.
دوهمه زدکړه ؛ په تیرو څلویښتو کالونو کی  سیاسی بې ثباتی او بیا سیاسی تشه او بیا د سیاسی اډانو له سره جوړول او رغول خورا مهم عامل وو چی د لرغونپوهنی اړوند بیلا بیلو اړخونه یی تر اغیزی لاندی کړل. لرغونی سیمی بې خاونده سوې ، د کلتوری میراثونو د ملاتړ چاری په ټپه ودرېدې ، د بهرنیانو د لاس لنډيدو ځواک له منځه تللی وو او په دې ډول نوری نیمګړتیاوی چی د سیاسی بی ثباتی او یا سیاسی تشی له امله تحمیل سوې .
دریمه زدکړه ؛  د افغانستان د فرهنګی میراثونو په اړه د نړیوالو او ګاونډیو هیوادونو ناسم دریځ چی د پوهاوی په ټیټه کچه کی ساتل سوی وو. په یو شمیر هیوادونو کی ورانکارو کړیو د افغانستان د ګډ وډ حالته بده ګټه پورته کړه او افغانی فرهنګی میراثونه یی چی په حقیقت کی د نړی د فرهنګی تاریخ یوه ارزښتمنه برخه ده ، په خورا ناوړه توګه لوټ او تالان ته زمینه برابره کړه ، د لرغونو توکو مینه والو د قاچاقبرانو هڅونی تر هغه بریده زیاتی کړې چی په هیواد کی لرغونی سیمی مصونی پاتی نه سوې .
څلورمه زده کړه : افغان ولس هم دخپلو کلتوری میراثونو په وړاندی خپله ملی وجیبه نه ده تر سره کړې، دا چی د پوهاوی ټیټه کچه او که د ځانی ګټو درندوالی لامیل وو ،خو په دې تیرو څلویښتو کالونو کی دا ولس ونه توانیدی چی د خپلو کلتوری میراثونو ساتنه او پالنه وکړی. 
پایله :      
یوه خو مهمه پایله دا ده چی د یادو سویو زدکړ وپلی کول په زموږ د فرهنګی میراثونود ساتنی، پالنی او ودی ورکولو زمینه برابره کړی. دا چاری به په هیواد کی د ملی غرور، یووالی اوپرمختګ هڅونکی عامل سی. دولتی او غیر دولتی ادارې د خپلو دندو په پلی کولو کی د هرډول سهل انګاری مخه ونیسی او د ودی لاره پرانیزی . د دې تر څنګ د ولس او خلکو وجیبه ده چی د خپلو ارزښتونو او کلتوری میراثونو د پایښت او ودی لپاره په بشپړ مسولیت هڅی ګړندی کړی.
             اخځونه :
۱ - باوری ، رسول . باستانشناسی مدنیتهای اولیه افغانستان . ( کابل : انتشارات امیری )۱۳۸۷ .
۲ - باوری ، رسول . موزیم پوهنه  او په افغانستان کی د موزیمونو لوړی ژوری . ( کابل : دانش مطبعه ) ۱۳۸۶ .
۳ - عتیق زوی،  صدیق الله . (( تحولات هنر ګندهارا )) . باستانشاسی افغانستان . شماره اول سال پنجم .( کابل : اکادمی علوم ) ۱۳۶۳ .
۴ - مسون ، وادیم . ابدات باستانی افغانستان . مترجم : الفشاه ځدراڼ . ( کابل : پوهنتون کابل ). ۱۳۶۱ .
۵ - یوسفزی ،عبدالظاهر . ((اصطلاحات باستانشناسی )) شماره دوم ، سال اول . ( کابل : اکادمی علوم  افغانستان ) . ۱۳۵۸ .
۶ - یکتایی ، مجید . تاریخ تمدن و فرهنګ . ( تهران : جاپخانه حیدری )۱۳۵۳ .
یادښت : د انترنیتی سایټونو پته په متن کی راغلی ده ، ځکه می د بیا لیکلو اړتیا ونه لیدل .
باوری

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006