دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
په ایران کی د لرغونو څیړنو بهیر

په  ایران کی د لرغونو څیړنو بهیر

د ایران زوړ هیواد، د خپل روښانه او مشرح تاریخ برسیره ،چې په بیلابیلو مهالونو کې د مورخینو له خوا ترتیب شوې او تدوین شوې دي، د پراختیا او فرهنګي شان او شوکت له مخې د نړۍ د تاریخ د غوره بابونو څخه  ګڼل کیږي.
په بین النهرین کې د لرغونپوهنې پلټنې په کال ۱۸۴۳م کې پیل شوې او تقریبا یوه پیړۍ وروسته د ایران فلات ته هم د ددغې پلټنو لړۍ ورسیده او په دې برخه کې فرانسوي علمي او څیړونکې پلاوي خپل کار په کال ۱۸۹۷م کې  پیل کړ ، خو باید ووایو چې په ایران کې کیندنې په جدی توګه سره په کال ۱۹۳۱ م کې د فرانسوي پلاوې په مرسته د ګیان په تپه کې او د امریکاي پلاوي په مرسته د حصار او تورنک په تپو کې  پیل شول او له دې نیټې وروسته زیات اثار او شواهد د لرغونپوهانو او څیړونکو لاس ته ورغلل، چې د ایران د خاورې د ځانګړې مدنیت نمایندګي کوي.
د ګریشمن په عقیده د ایران لرغونی او پخوانی تمدن د خپلو خاصو ځانګړتیاو له مخې په لومړیو کې  له یو اړخه دلویدیځو ګاونډیو او له بل اړخه د ختیځ د غرنیو خلکو د دودونو تر تاثیر لاندې پاتې شوې دی.
د ایران په بیلا بیلو برخو کې د لرغونپوهنې څیړنې ترسره شوې، چې له دې ډلې د یو څو څیړنو په ترتیب سره یادونه کوو، چې په ګیلان، مازندران، ګرګان یا استراباد، خراسان، سیستان، بلوچستان او کرمان کې ترسره شوې دي:
ګیلان او مازندران:
د ګیلان او مازندرا دواړه سیمې په یوه ځنګلي ناحیه کې پرتې دي چې د شمال له خوا د مازندران د سیند او د جنوب له لورې د البرز د غرونو د څانګو په واسطه محدود شوې دي.
د ۱۹ پیړۍ په وروستیو کې (ژ.د.مرګان ) د تاریخ نه د وړاندې پیر اثار د مازندران د بیلابیلو سیمو څخه تر لاسه کړل ، چې د دې سیمو غوره او مهیمې نقطې د (اب پردمه ) د سیند په غاړه او د محمداباد د (لار) په  دره  کې شتون لري، خو په دې وروستیو کې یو څو نقطې چې د تاریخ نه د وړاندې پیر اثار لري، د دقیقې څیړنې لاندې نیول شوې دي.
په (۱۹۵۱-۱۹۴۹م ) کلونو کې (کارلتون.س.کون)(Coon ) د فلادلفیا له پوهنتون څخه د یو څوسمڅو(دعلی تپې  سمڅه، دکمربند سمڅه چې بوشهر ته نږدې ده، د هوتو سمڅه تریجان ته نږدې او د رستم قلعې سمڅه چې په مازندران کې واقع ده ) لیدنه وکړه او د تاریخ نه د وړاندې پير په اړه يې خپلې څیړنې پيل کړې،دې عالم له دې سمڅو څخه چې پورته ترې یادونه وشوه ، یو دوه يې په دقیقه توګه د خپلو څیړنو لپاره غوره کړل چې عبارت دي له :
(۱)- د کمربند سمڅه:
د ۱۹۴۹ م د پلټنو له مخې په دې سمڅه کې شپږ کولتوری پوړونه څرګند شول چې یو په بل پسې و او دا  شپږ پوړونه په ۲۸ پوښونو ویشل شوې او دا پوړونه د تاریخ له نظره د میزولتیک او نیولتیک په دورانو پورې اړه لري:
۱-  پاسنی پوړ د نیو لتیک له دورانه تر اوسني عصر پورې.
۲- لاندینې پوړچې د لرغوني نیولتیک د دوران سفالها (کودي ) ورپکې شاملیږي .
۳- دریم پوړ د دوهم پوړ سره د لرغونو اثارو له مخې هیڅ ورته والی نه درلود او په دې کې د کودیو کوم اثار ترلاسه نه شول او همدارنګه د کرنیزو کارونو په اړه هم ورپکې څه ونه لیدل شول او دا پوړ د نیو لتیک په عصر کې د کودیو وړاندې قرار لري.
۴-  څلورم پوړ د نوي پالیولتیک یا د میزولتیک د دوران اثار لري لکه: (د بکرینو ډبرو څخه جوړ واړه چاقوګان) او د دې ترڅنګ یو تعداد هډوکي چې د تاریخ نه وړاندې غرڅانو د هډوکو سره يې ورته والی درلود او د ((لاګازلاسوب لوکتروزا)) په نوم سره مشهور و ، په دې پوړ کې لیدل کیږي.
۵- په پنځم پوړ کې  څلورم پوړ ته ورته شیان پیداشول ، چې په هغې کې بکرینې چړې، د هډوکو ټوټې او سمندری ډبرې هم لیدل شوې دي.
۶- وروستنی پوړ له خاورې، لی(رس)،شګې او وړو زرو څخه تشکیل شوې چې د ځمکې د لاندې د اوبو په مخ پروت و .
کومې څیړنې چې په کال۱۹۵۱م کې له دې ځای څخه ترلاسه شوې د ۱۹۴۹م کلونو د پلټنو پایلې يې تاید کړې. هغه ازمونې چې د کاربن ۱۴ له لارې ترسره شوې، دا وښوده چې د هوتو د سمڅې د نیو لتیک پوړونه شپږزره مخ زیږدي پیړۍ پورې اړه لري او په دې کې دمیزو لتیک د پوړونو اثار له شپږو تر اتو زرو مخ زیږدي کلونو پورې رسییږي.
د وروستنیو پلټنو په نتیجه کې د داسې هډوکو پاتې شونې هم ترلاسه شوې چې په دې کې د یوې دولس کلنې انجلۍ جمجمه هم ده چې له نیاندرتال ډوله انسانو څخه ګڼل کیږي.او همدارنګه د غلو دانو يو ډول او هم یو چنګال چې د نیولتیک د عهد د یو حیوان له ښکر څخه جوړ شوې هم په دې پوړ کې تر سترګو کیږي.
کارلتون کون وروسته له هغې چې د متخصیصینو څیړنې دوباره په دقیقه توګه سره ولیدې، دې نتیجې ته ورسیده چې د نوې میزولتیک په دوره کې د کمربند د سمڅې اوسیدونکو خپل ژوند د ښکار او په ځانګړې ډول د اهو ، غرنی اوزو، ګډو او وحشي اوزو په واسطه سره تیروه ، چې دا وروستي یاد شوي دووه حیوانات هغه مهال په تدریجي توګه سره کورني کړل او په خپل کار يې راوستل. د لرغونی نیولتیک په دوره کې د نوموړي سمڅې اوسیدونکو خپل وخت د حیواناتو په روزنه او کورني کولو تیروه او د خپلو اوزو  او ګډو رمې به يې د څر لپاره د غرو لمونو ته بیلې.
د نوې نیولتیک په دوران کې د نوموړي سمڅې اوسیدونکو د کرنی په کار پیل وکړ او همدا مهال دې خلکو د ودلو او کوزو جوړولو د هنر سره اشنايي او بلدتیا پیداکړه او له دې وروسته يې د اوزو د شیدو او وړیو څخه ګټه اخستل پیل کړل او دې پسې لږ وروسته  خوږ او غرنی اوزه هم کورنی شوه ، په دې اساس کرنه او د حیواناتو کورني کول په دې ناحیه کې د څلورمې مخ زیږدي پیړۍ په شروع پورې اړه لري.

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006