په هندوستان کې دلرغونپوهنې څیړنې
د هندوستان د لرغونې هیواد په اړه وړاندې له هغهې چې دلته د لرغونپوهنې څیړنې او کیندنې نه وې ترسره شوې ، نو په دې اړه تاریخي او لرغونې معلومات به له خطي سرچینو څخه ترلاسه کیدل ، چې ددې سرچینو په لړ کې لرغونې او معتبره سرچینې هغه ویدي متون ګڼلې شو ، له دې ارزښت منده او هراړخیزه معلوماتو څخه د هند د لرغونو اوسیدونکو په اړه ګته اخستل کیده ،چې دد ې اثر د لیکنې نیټه او مهال تر میلاد وړاندې ۱۵۰۰ کاله ښودل شوې دي.او په دې کې زیات کولتوري، تولنیز او مذهبي معلومات راوړل شوې.
هندي لرغونپوهانو د سند په وادي کې یو مدنیت وموند چې ۵۰۰۰مخ زیږدي پیړۍ پورې اړه لري او دا مدنیت د هرپه په نوم سره یادیږي ، د دې ځای له کیندنو نه چې کوم شیان او لوښي ترلاسه شوې ، دا سې څرګندوي چې دې خلکو د انیو لتیک او برونزو په عصر کې ژوند درلود .
هرپه Harappa یو ورکوټې کلی دی چې د پنجاب په لویدیځ کې موقعیت لري او د هغه مهال یو له مهیمو تجارتي مرکزونو څخه شمیرل کیده .
دلته د څیړنو په نتیجه کې زیاتې پرمختللې او ډیرې نښې ، نښانې ترلاسه شوې او هم لوي او پنډ دیوالونه چې په ځانګړې او مناسبو ځایونو کې د غشیو د ویشتلو لپاره سوري هم لري ، چې د ضرورتی په مهال د دشمن څخه د ساتنې په موخه کاریدل ،همدارنګه په هر لورې دفاعي او ساتونکې برجونه هم تر سترګو کیږي او کوم لوښی چې له دې ځای څخه ترلاسه شوې د بیلابیلو رنګونو او شکلونو لرونکې دي .
ددې ترڅنګ یو تعداد داسې مهرونه هم له دې ځایونو څخه ترلاسه شوې چې لا تراوسه په دې باندې لیک شوې لیکونه نه دي لوستل شوې .
د لرغونپوهنې څیړنې دا هم ښايې چې دا خلک زراعت پیشه و او ددې شغل لپاره به يې چې کوم لوښي او وسایل په کارول، د مالدارۍ او ښکار د وسایلو په پرتله زیات موندل شوې دي.همدارنګه دې خلکو د خپلو غلو دانو د ساتلو لپاره ځانګړي ځایونه او اتاقونه درلودل ،چې دا د غلو ګودامونه ول ، چې له دې ځایو څخه زیات کرنیز حاصلات ترلاسه شوې.
لرغونپوهانو د دې مدنیت د کره او دقیقو پيژند ګلو لپاره د هرپه شاوخوا له بلوچستان څخه د اوتراپردیش تر لویدیځ او له پنجابه تر ګجراته په ّټولو هغو ځایونو کې چې کومې لرغونې نښې ،نښانې لیدل شوې خپلې څیړنې او پلټنې کړی دي ، چې د لرغونپوهانو ددې هڅو او کوششونو په پایله کې یو بل لوي ښار د موهنجودارو(Mohenjo Daro) هم د سند په ودادۍ کې وموندل شو.
د موهنجودارو لرغونی ښار په کال ۱۹۲۲م کې د انګلیسي لر)غونپوه (جان مارشال) او هندي لرغونپوه (بینرجی) له خوا تر پلټنو لاندې ونیول شو .
دا ځای د ۲۰۰ هکتاره په مساحت دی ، چې په دې کې لوي درې منزله کورونه ، لوي او واړه سرکونه او د حمامونو نل غځونې شتون لري ، چې په غالب اټکل سره دا ځایونه له پخو ښختو جوړشوې دی او له دې پلټنو داسې هم معلومیږي چې دې خلکو د خپل اړتیا توکې او وسایل له مو او برونزو څخه جوړول.او معلومیږي چې دې خلکو اوسپنې ته لاس رسې نه درلود، ځکه چې ټول شیان يې له ډبرو ، مسو او برونزو څخه جوړ دي .
کومې څیړنې چې د ګنګا په وادۍ کې تر سره شوې او تقریبا د سلو په اندازه کې لرغوني شیان له دغه کیندنو څخه تر لاسه شوې چې د دې سیمې د اوسیدونکو په اړه ددې نمایندګي کوي چې دې خلکو دلته د لرغوني ډبرې ، منځنی ډبرې، ډبرې او مسو او د برونزو په دورو کې ژوند کاوه.
له دې برسیره نورې لرغونې پلټنې په چندهودارا، جهاندر،دژهوکر او داسې نورو ځایونو کې هم ترسره شوې دي.
او کومې لرغونې څیړنې چې د اوتراپردیش د ولایت د بیحمدار په ولسوالۍ کې تر سره شوې او له دې سیمې څخه زیات اثار اود کار شیان، سکي او نور کورني وسایل ترلاسه شوې .هندي لرغونپوهانو دلته تر څیړنو وروسته دا اعلان کړه چې دا شیان او وسایل د اتمې نه تر لسمې میلادي پیړیو پورې اړه لري او دا يې هم اعلان کړه چې په دې پیړیو کې دې لوي ښار د خپل هنري پلوه د خپلو نږدي او لرو ولایتونو سره خپلې تجارتي اړیکې درلودې.
په دې برخه کی د هند هیواد یو شمیر لرغونی او تاریخی ابدات په لنډه توګه معرفی کوو.
هندوستان د نړۍ د لرغونو او سترو مدنيتونو خاوند هيواد دۍ . طبعي چاپير يال ، د زيار کښو وګړو تون ، په زغم د بيلا بيلو اديانو او دودونو شتون ، د نړۍ او نړيوالوغوښتونکې سيمه او نور هغه لاميلونه دي چي د لرغوني هند په تاريخ کي د بيلا بيلو پړاونو د ښکلا او پام اړولو لاميلونه ګرځيدلي دي .