دلرغونو اثارو دمطلقه تاریخ ټاکلو میتود:
دپلټنې دلازمو پړاونو تربشپړیدو وروسته ،دنیټې دټاکلو مرحله شروع کیږي،ددې لپاره چې لرغون پوه یوې مهمې او اساسي پوښتنې ته جواب ویلی وي دمطلقه تاریخ ټاکلولپاره له مختلفو لارو څخه استفاده کوي، تر څو دا په لاس راوړي،چې لاس ته راغلې اثارپه کوم وخت کې انسانانو استعما لول.
دلرغونو شیانو او اثارو دمطلقه تاریخ ټاکلو لپاره ځانته مختلفې طریقې دي،چې اکثریت له دې طریقو څخه په لومړي سرکې د لرغونپوهانو له لوري نه دې رامنځ ته شوې،بلکې وروسته ئي دعلمي ساحې په پرمختګ سره دغه لارې چارې تر لاسه کړې.
دکاربن(۱۴)طریقه:
دمطلقه تاریخ ټاکنې طریقه،چې ورپکې لهC14 څخه استفاده کیږي اوله نورو څخه تقریبا اطمناني هم ده،غواړو په لاندې ډول توضیح کړو.
دژوندیو موجوداتوپه بدن کې، حیوانات دی او که نباتات یو اندازه کاربن جمع کیږي،چې اتومې وزن ئي ۱۴دی،دیو ژوندې موجود له مړینې وروسته، هغه کاربن،چې دژوندپرمهال،دده په بدن کې جمع شوې،دوخت په تیریدو ازادیږي،په دې مانا چې د۵۷۳۰کلونو په موده کې،په بدن کې متراکم شوې کاربن په نیما ئې کمیږي،چې له دې لارې کولای شو دحیواناتو اونباتاتودپاتې شونو مطلقه نیټه په لاس راوړو.
داطریقه په کال۱۹۴۰م کې دډاکټرویلارډ ليبي له خوا رامنځ ته شوه ،چې دلرغون پوهنې د اړونده اساسي پرابلمونوپه حل کې ئی مهم رول ولوباوه،چې غالبا اوس له همدې لارې دلرغونو اثارو نیټې معلومیږي.(Prisma;A-Z:65).
دپالیو مګنیتي اصول:
لرغونپوهان دعتیقه اثارو دمطلقه تاریخ دټاکلو لپاره له پالیو میګنیتي طریقې څخه هم استفاه کوي،چې داصولو له مخې داطریقه درادیوکاربن له طریقې سره توپیرلري،خودکار داسانۍ اوسادګۍ له مخې داطریقه په زیاتومواردو کې استعمالیږي.
له لرغونو انساني ټولنوڅخه زیات خاورين لوښي پاتې شوې دي چې دپالیو مګنیتې اصولو دتطبیق په پروسه کې له هغې څخه استفا ده کیږي.
پدې ترتيب چې ځمکه هرکال خپل مقناطيسی سمت ته په يوه ټاکلې اندازه تغيير ورکوي کوم لوښي يا خښتې چې پخيږي د پوخوالي له مهاله خپل مقناطيسي سمت ثابت ساتي. ددې پرنسيب له مخې نوموړې طريقه داستفادې وړګرځي.
اول دخښتې يا لوښي مقناطيسي سمت تعينوو اوبيا د ځمکې اوسنی مقناطيسي سمت په لاس راوړو، کوم توپيرچې د ځمکې دمقناطيسي سمت او دکودي يا خښتې د مقناطيسي سمت ترمنځ په لاس راځي تر مطالعې لاندې نيسو، په پای کې دې پايلې ته ر سيږو چې دځمکې مقناطيسي سمت هر کال تغير کوي ولې دپخې خښتې مقناطيسي سمت په خپل لومړني حالت ثابت پاتيږي ، نوددغه دواړو سمتونو دتفاوت له محاسبې څخه کولای شو چې ديولوښې يا پخې خښتې مطلقه نيټه په لاس راوړو.((Prisma,A-Z: 247
دمطلقه تاريخ دتعين لپاره نورې لارې چارې هم شتون لري لکه، دندروکرونولوجي او د فلورين داندازې طريقه. چې دحيواناتواوانسانانو پر هډوکو کې دهغې داندازې له مخې يوه مطلقه نېټه تعينولای شو چې په هډوکو کې دفلورين زياتوالی دهډوکو لرغونتوب په ګوته کوي.