دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د نن ورځی سیاستوالو ته د اعلیحضرت عبدالرحمن خان لارښوونی

د بابوزی په قلم
د نن ورځی سیاستوالو ته د اعلیحضرت عبدالرحمن خان لارښوونی
يوه لنډه  يادونه : 
اعليحضرت عبدالرحمن خان د افغانستان د معاصر تاريخ ځواکمن پاچا وو چي د د ١٨٨٠  څخه  تر ١٩٠١ زيږدي کال پوري يې  د افغانستان  د ټولواک  په توګه   د دې هيواد سياسي ، اداري او نظامي  بيا رغونه بشپړه او دولتي واکمني يې د اوسني افغانستان په دننه کي پلې کړل  . د عبدالرحمن خان دژوند ، سياست او په هيواد کي دهغه د کړووړو په اړه زيات شمير کورنيو او بهرنيو څيړونکو ، مورخينو ، او سياست پوهانو هر اړخيزي ليکني  او څيړني کړيدي ، او هر يوه ليکوال د خپل ليد لوري د افغانستان دا ځواکمن او مدبر پاچا را پيژندلې او ښودلې دۍ . په دې ليکنه کي يوازي د نوموړي پاچا ځانکړي  اندونه او خيالات  د دری ]خه پښتو ته ژباړل سوی  اود تبصرې پرته وړاندی کیږی .
د بهرنيو هيوادونو سره اړيکی  او موازينه : عبدالرحمن خان لیکی (( ... بهرني هيوادونه هم زما لپاره د تشويش او نا ارامۍ ډيره مهمه برخه ده ، که ده يوه هيواد سره تر بل هيواد لږ څه  پلوي  څرګنده کړم ، هغه بل مرور کيږي ، چي د هيواد دپاشلواوزيات  ويشلو سبب ګرځي . ( تاج التواريخ : ص : ١٩٥ )پوهيږم چي د اوسنيو سترو هيوادونو کړه وړه دادي چي وړوکي سيمي د خپلو هيوادونو ملکيت وګرځوي ، او دوړو سيمو او هيوادونو خپل کول د بيلا بيلو لارو چارو په وسيله تر سره کوي  ، د بيلګي په توګه ؛  د هغوۍ  لومړۍ  تدبير دادۍ چي کمزوري هيوادونه سره په دننه کي ويشي او بيايې د لاندي کولو لپاره زياتي ستونزي نه ويني ؛ د وړو هيوادونو د لاندي کولو د ويمه طريقه داده چي  ستر هيوادونه پخپل منځ کي د پيښو د را منځ ته کولو او اړ پيچ د را پيدا کولو په برخه کي هڅوني کوي او پټ تړونونه کوي ، وايې چي که هغه هيواد ته لاندي کړي او هغه بل زه خپل کړم نو بيا به موږ خپل په منځ کي يو او بل ته ستونزه نه پيدا کوو چي  سياست پوهان دې ډول اړيکو ته پوليتيک وايې  ؛ او دريمه لار هم سترو هيوادونو د خپلو ګټو د تامين لپاره پيدا کړيده  ، هغه وخت چي ستر هيوادونه يو دبل ګاونډيتوب ته رسيږي او د خطر احتمال وي نو بيا دا ستر هيوادونه په خپل منځ کي د يوشمير وړو سيمو او هيوادونوپر خپلواکۍ موافقه کوي ، او دا ښکاره کوي چي پر هغه سيمي او يا هغه هيواد باندي  به د واکمنۍ خيال له سره ليري کوو ؛ دې ډول وړو سيمو ته بيا يو ځواکمن هيواد په يوه يا بل ډول ځان نږدې کوي او ورته د دوستۍ کولو وړانديزونه کوي ، او دا وړانديزونه د ډيرو ښو وعدوسره ملګري وي ، لکه دا چي زما اوستا ملګرتوب به دا ګټه هم لري چي د نورو هيوادونو څخه به دي د خطر په وخت کي مرسته کوم او هغوۍ به ستا واکمنۍ ته ګواښ نه سي کيداې ، او په دې ډول نوري وعدې ، هغه وړوکې سيمه  او يا هيواد خيال کوي چي دا زما د واکمنۍ په رسميت پيژندل دي  ،خو لا څه موده نه وې تيره چي يوه يا بله بهانه ورته پيداکړي  او يا يې د بيطرفۍ په نه کولو او يا وعدي په ماتولو  متهم کړي او کله ناکله د هغه هيواد اوسيدونکي را وپاروي چي پر تاسو ظلم او تعدې کيږي  او په دې ډول يوه دوې نوري  خبري ورزياتي کړي ، او بيا   هغه خپلواکه سيمه يا هيواد تر خپلي واکمنۍ لاندي راولي  ؛ که چيري ګاونډۍ هيواد ووايې چي دا خپلواک هيواد بايد تخليه او خپلواک پريښودل سي ، په جواب کي يې وايې چي  دنوموړي هيواد واکمن زما سره تړون کړۍ او خپله سيمه يې زما په ځواک پوري تړلې ده  او س  دا زما د واکمنۍ سيمه ده تاسي حق نه لري چي  زما د واکمنۍ  پر سيمو بريد يا حمله وکړۍ ؛ )) ( تاج التواريخ :  ص  : ١٠٤ _ ١٠٥  )
 ځواکمنه اداره  او يوالي د افغانستان اړتیا ده :  اعلیحضرت عبدالرحمن خان  دکورني  پليتيک تر سر ليک لاندي څپرکي کي  خپل  اند داسي بيان کړيدۍ : (( ... اوس د لوی خدای شکر اداکوم چي افغانستان د ودي او لوړتيا په لور خوځي ، خو په دې کي شک نه سته چي افغانستان داسي يو هيواد دۍ چي يا به د يوه ځواکمن دولت خاوند وي او يا به يې نوم   د هيوادونو د په لړۍ کي نه وي . دا دويم حالت يې هغه وخت دۍ چي د دې هيواد واک  د يوه بي تجربې او ناتوانه کس په لاس ورسي . د دې لپاره چي څرګنده خبره وکړم ، دريم حالت نه ليدل کيږي . که افغانستان په وړو او کوچينيو ټوټو وويشل سي ، د ژوند توان نه سي پيدا کولای دا ځکه چي افغانستان دومره پوهيدلې هيواد نه دۍ چي د بهرنيو د لاسوهنو چاره دي په خپله وکړي ، او خپل ځان وساتي . په هغه صورت کي په پوره باور وايم چي  وړې او ټوټه سوي برخي به،   ځواکمن هيوادونه  په خپلي  واکمنۍ کي ورګډي کړي .  او دا هم څرګنده ده چي په يوازي توګه د روس  او يا د انګلستان هيواد نه سي کولای ټول  افغانستان تر خپلي واکمنۍ لاندي راولي . که د روس دولت پر دې هيواد واکمن سي ،  د انګليس دولت به ونه سي کړای چي د څو اړخيزو خطرونو پرته هندوستان د ځان سره وساتي . او که  دانګليس دولت  افغانستان تر خپل واک لاندي راولې ، روس نه سي کولای چي په کراره کښيني او خپل څنګ ته د انګليس دولت وويني  ، او دا يوازي هغه وخت شوني دۍ چي د افغانستان يوه برخه  تر خپلي ولکې لاندي راولې  او که د افغانستان واکمن يو هوښيار ، غيرتمن او درو انديشه وي ، په هغه صورت کي  د دې لپاره دليل نه سته چي دا هيواد دي يو ځواکمن او غښتلۍ هيواد نه وي ، دا ځکه چي افغانستان همدا اوس د نړۍ د هغو هيوادونو په څير شونتياوي لري  چي په نړۍ کي ځواکمن هيوادونه يې لري .))   ( تاج التواريخ : ص : ١١٩ _ ١٢٠ ) 
  هيواد او نظام ته د خطر ځواکونه : عبدالرحمن خان لیکی : نظام ته د خطر درې ډلی سته  ؛ لومړۍ  د سلطنتي کورنۍ په دننه کي اړ پيچ او جنګ جګړې ؛ دويم : هغه کسان او ځواکونه چي د انګليس لمن يې نيولې ده ؛ او دريم هغه ځواکونه چي د روس په لور تښتيدلي دي ؛ د زړه له کومي هيله من يم چي زما تر مړيني وروسته په هيواد اود کابل په ښار کي جګړه او جنجال را پيښ نه سي . دا ځکه چي ما هڅه  کړيده چي په خپل ژوند کي هغه کارونه تر سره کړم چي له امله يې د کورنۍ د غړو تر منځ د جنګ جګړو سبب  ونه ګرځي . په خپل ژوند مي ټول امور او کارونه داسي تقسيم او تنظيم کړل چي د کورنۍ د غړو تر منځ نفاق رانه سي . او ټوله مي د خپل مشر زوۍ په مشرۍ راضي کړيدي .ما د پخوانيو واکمنو په څير د هيواد پر هره برخه بيل ځواک چاته ورنه کړ او د دې کار څخه مي په پوره پاملرني ځان وژغورۍ . ځکه چي د دا ډول ځواکونو درلودل د کورنۍ د غړو په منځ کي د جنګ جګړي اصلي ريښه ده .  زه ګمان کوم چي زما په کورنۍ کي به د داډول مخالفت چاري مخ ته رانه سي ، دا په دې چي هيڅ يو دا توان نه لري چي د هغه چا په خلاف را پورته سي چي هغه پر ټولو ځواکونو ، خزانې او واکمنۍ بر لاسۍ دۍ .  پر دې سر بيره چي د دې خطر مخه نيول سويده خو د هغو تر څنګ  نور لاميلونه هم سته چي د جنګ جګړو سبب ګرځي .
دويم خطر ، د زيات تشويش ځاي نه سته خو د هيريدو هم نه دۍ ، دا خطر د هغو کسانو له خوا را پيښ دۍ چي  د انګليس  په لمن کي د فر صت په  هيله ناست دي .  يو خو مي دا کار وکړ چي د کار کسان او د توجه وړ  شخصيتونه مي له هغو څخه بيرته را وستلي او خوشاله کړيدي .  او يوشمير نور يې چي هلته پاته دي هغه هم په پټه اويا څرګنده  توګه زما څخه مواجب تر لاسه کوي . او دا څرګنده ده چي د نړۍ تر ټولو غيرتي کسان نه سي کولای چي د يوه منظم لښکر سره داسي مخامخ سي چي تر شاه يې څوک نه وي . په دې ډول به دا کسان هم د نورو په څير د بيا واکمنۍ خوبونه ويني او هلته به له منځه ځي .  په دې هم پوهيږم چي انګليسي افسران دا نه سي هيره ولای چي هغوي څو ځله خپلي وعدې ماتي کړې او د روس سره يي د انګليس پر ضد تړونونه وکړل . خو که داسي وګڼو چي انګليسي افسرانو هم خپل حافظه له لاسه ورکړل او د افغانستان د واکمني پر خلاف يې د جګړې لپاره څوک وهڅول او يا وګمارل ، بيا نو زما خپلو اولادونو ته دا نصيحت دۍ چي زما تدبير خپل کړي او تر هغه وخته د دښمن سره وجنګيږي ، ترڅو دښمن مات سي ، او که په دا ډول جګړه کي د د سر بايللو اړتيا وه هم بايد دريغ يې نه کړي . ( تاج التواريخ : دويم ټوک ١٢٨مخ )
دريم خطر د هغو کسانو له خوا دۍ چي د روسانو سره ملګري دي . روسان د انګليسانو برعکس په افغانستان کي غښتلۍ دولت نه غواړي ، د هغوۍ  خپلي ګټي په ناتوانه دولت کي ويني ، ځکه هر وخت هڅه کوي چي په افغانستان کي کورنۍ جګړې او نا ارامي دوام وکړي . روسان  په افغانستان کي کورنۍ جګړې ته ځکه خوښ دي چي د هغوۍ په اند ، که په دي هيواد کي کورنۍ جګړې وي ، دا هيواد به ناتوانه وي او انګليس به د هغوۍ لپاره په لويديځو کرښو کي خطر نه سي پيدا کولای . دوهم دا چي د هند او روسيې تر منځ بايد ځواکمنه کرښه نه وي . که چيري  هلته د لاسوهنو اړتياوليدل سي په هغه وخت کي به بيا انګليسان هم زيات  عکس العمل  وه نه ښيي ، که انګليسان يو څه وکړي هم ، هغه به د لنډو مذاکرو او د يوڅو ورځپاڼو په حدودوکي وي  . خو هغه خبره چي د زيات پام وړ ده هغه د سردار اسحق خان او د هغو د ملګرو ده چي اوس د روسانو په لاس کي دي . که څه هم  د سر دار امحمد سحق خان  غواړي د روسانو ملګرتيا خپل کړي  ،  مګر  تر او سه يې د پوره باور ځای ته ځان نه دۍ رسولۍ ، خو کولای سي چي فساد او جنجال پيدا کړي ، او دا هم څرګنده نه ده چي هغه به پر مختګ وکړي او که نه ؟ هغه خبره چي روښانه ده هغه  پرسردار محمد  اسحق خان او د هغه پر ملګرو د افغانانو نه باور دۍ . هغوۍ ماته وخوړه او افغانستان يې پريښود ځکه اوس خلک باور نه پر کوي . ( تاج التواريخ  : دويم ټوک ١٣٠ مخ )

 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006