د اسلامي نړۍ کلتوري او مدني پلازمينه
د ډيري خوشالۍ ځای دۍ چي د
اسلامي هېوادونو د تعليمي ، علمي او فرهنګي سازمان ( اسيسکوISESCO ) يا (
Islamic
Educational Scientific and Cultural Organization ) له لوري دا پريکړه
شوې چي په ٢٠١٣ مېلادي کال به د غزني نامتو ښار د اسلامي فرهنګي
پلازميني په توګه و پيژندل شي . هغه لا ميلونه چي د اسلامي هېوادونو د (
اسيسکو ) سازمان يې دې ته و هڅاوه او يا يې دې ته اړويست چي دا ښار دي د اسلامي
نړۍ د فرهنګي پلازميني په توګه وپيژني ، ښايې زيات وي ، خو زه په دې لنډه ليکنه کي
غواړم هغه درې لاميلونه را ياد کړم چي د غزني ښار ته دا وياړ او ارزښت ورکوي ، چي
د اسلامي نړۍ له لوري په دې وياړلي نوم او لقب وستايل شي
.
لومړۍ لاميل :
دغزني ښار د ستري اسلامي امپراتورۍ د پلازميني په توګه :
د غزني ښار په منځنيو
پيړيو کي د اسلامي امپراتورۍ ستره پلازمينه وه . دا ښار د پخوا هم پيژندل
شوئ او نامتو شوئ وو ، خو هغه مهال يې ارزښت او شهرت خورا زيات شو ، چي د
سبکتګين د کورنۍ د واکمنۍ پرمهال يې د لويې اسلامي ستر واکۍ دريځ خپل کړ
. دا پير چي د اسلامي نړۍ او په ځانګړې توګه د سيمي په تاريخ کي د غزنوي
سترواکۍ په نوم ياديږي ، هم يې د غزني لپاره ارزښت جوت دۍ
او هم يې د اسلامي نړۍ لپاره ځانګړني برملا دي
.
د غزنوي سترواکۍ پر مهال د سيمي ټولي سياسي
، اقتصادي او ټولنيزي چاري د همدې پلازميني څخه تر سره کېدلې . د سياسي ستر واکۍ
بنسټ د الپتګين د واکمنۍ پرمهال کښيښودل شو چي په ٩٦٥ ميلادي کال يې د
غزني ښار سياسي واک تر لاسه کړ . د غزنوي سترواکانو په لړ کي د غزني ښار د سلطان
محمودغزنوي د ستر واکۍ پرمهال ( زيږد ٩٧١ وفات ١٠٣٠ ميلادي ) خورا ښه
وځلېدۍ ،او د ستر واکۍ د پلازميني په توګه يې خپل برم او دبدبه د
سلطان ابراهيم غزنوي تر ستر واکۍ او بيا د ملک خسرو تر واکمنۍ پوري چي
تر ( ١١٩٣ ) مېلادي کاله پوري واکمن وو ، په خورا ښه توګه وساتل . تر هغه
وروسته هم د غزني ښار د دې سره -سره چي يوځل د غوري واکمنو دغضب په لمبو
کي وسوځېدئ . ( ١١٥١ ميلادي کال )اوبيا په ( ١٢٢٢ ) ميلادي کال
، ديوشمير کسبګرو پرته نور ټول غزني وال د چنګيزي تاړاکګروله خوا په ډله
ايزه توګه و وژل شول ، ولي دې تاريخي ښار بيا هم د يوه پيژندل شوي
اسلامي پلازميني په توګه خپل ځانګړۍدرنښت او ارزښت وساتۍ . ( تاريخ
مختصر افغانستان ١٤٠ – ١٥٠
)
د غزني ښار د منځنيو پيړيو
داسلامي سترواکۍ د پلازميني په توګه خورالوړ اقتصادي دريځ درلودۍ .علامه حبيبي د
ابن حو قل په حواله ليکي چي :د غزني ښار د هغي سوداګريزي لاري پر سر پروت وو
چي بلخ يې د باميان ، غزني ، پختيا ، ګومل ، بنون او د نيلاب وروسته د
هند سره يوځای کوئ . د غزني پسونو او د سوداګريزو توکو د وړلو راوړلو لپاره اوښانو
او بوده ګانو خورا زيات شهرت درلود . د افغانستان بعد از اسلام مشرح تاريخ
کي راغلي چي د ابن خرداذبه په قول د عباسي خلافت پر مهال د غزني اړوندو سيمو څخه
يوازي د هرو سلو زرو پسونو څخه دوه زره پسونه د مالياتو په توګه ورکول کېدل
. تر ابن خرداذبه سل کاله ورسته البشاري مقدسی د نورو سيمو تر
څنګ د غزني ماليات په هر کال کي شپږ سوه زره پسونه ښودلي دي . د هيونتسنګ له
ليکنونقل شوۍ چي د غزني سيمي نامتو زراعتي حاصلات ژمني غنم ، د
بيلا بيلو ميو او ګلانو شتون ، زردچوبه او هنګ
دي . اودا هم ياد شوي چي په غزني کي د پسونو حلالو او پاکو غوښو زيات
شهرت درلود . په دې تر تيب د غزني ښار د منځنيو پيړيو يو مهم اقتصادي او
تجارتي مرکز په توګه پيژندل شوۍ دئ . ( افغانستان بعد از اسلام ،٤٣٨ ، ٤٤٠ ،
٤٥٠ مخونه )
دوهم لاميل : په غزني کي د
اسلامي ودانيو او زيارتونو شتون اود هغو ډيرښت :
ښايې په افغانستان او حتی
سيمه کي به هم د غزني ښار په څير بل داسي يو ښار نه وي چي د زياتو اسلامي
سياسي واکمنانو ، نامتو درويشانو او متصوفينو هديرې او زيارتونه دي په يوه
نږدې او لنډ واټن کي ولري . په غزني د نورو زياتو مشهورو زيارتونو تر څنګ د غزنوي
سترواکۍ د زياتو ستر واکانو او واکمنانو هديرې شته . تر دې لا زياته د پام
وړ خبره دا ده چي د يو شمير سياسي واکمنو هديرې د هغوۍ د بڼونو او باغونود
بيلګو سره لا تراوسه هم پاتي دي . په غزني کي د سلطان محمود غزنوي زيارت ، د
سلطان مسعود زيارت ، د سلطان عبدالرزاق زيارت اود يو شمير نورو نامتو واکمنانو
هديرې او د هغوۍ اړوند شنې سيمي اوباغونه شته چي هم يې د غزني ښار ته
برم ورکړۍ او هم يې په افغانستان او سيمي کي د منځنيو پيړيو د
اسلامي واکمنيو نښانې د ځان سره ساتلي دي .
په غزني د يوه نامتو منار دوه انځورونه
د نامتو زيارتونو او د سياسي سترواکانو او
واکمنانو پر هديرو او د غزنوي سترواکۍ پرمهال د جوړو شويو ودانيو پر بيلا بيلو خوا
د اسلامي ليکدود او بيلا بيلو ليکبڼو شتون د زيارتونو او مقبرو ارزښت لا زيات کړۍ
دئ . د غزنويانو د سترواکۍ پرمهال لږ تر لږه د ليکدود شپږ ډولونه لکه مناشير ،
محقق ، نسخ ، ريحان ، رقاع او ثلث هم د کتابونو د ليکلو پرمهال او هم د
زيارتونو د لوحو او ډبرليکونو لپاره کارول شويدي ، يو شمير داسي ليکنيز لاسوندونه
هم شته او دا ثابتوي چي د غزنويانو د سترواکۍ پر مهال
بيلابيل ښکلي تصويرونه او انځورونه هم د ځينو مينه
والو له لوري کارول شويدي ، او له هغې ډلي يو هم د سلطان محمود زوي سلطان مسعود وو
چي په هرات کي يې د خپل کور د ښکلا لپاره انځورونه خوښ کړي او
کارولي وه . دا کور د عدناني باغ په نوم ياد شويدئ . د بيهقي په حواله
د همدې انځورونو له امله د سلطان محمود له خوا تنبه شو . ( تاريخ خط و
ونوشته های کهن : ١٠٥
)
سلطان محمود غزنوي په دوو انځورونو کي
دريم
لاميل : په غزني ښار کي د اسلامي هنري ځانګړتياوبيلا بيلي بيلګي :
د دې لپاره چي د دې بيلګو
په اړه مو اړين مطالب ياد کړي وي ، ښه به وي چي په غزني ښار کي د غزني موزيم لنډه
يادونه وکړو چي هم به هنري ځانګړتياوي را يادي او هم به د غزني
موزيم په اړه لنډ مالومات د مينه والو لپاره وړاندي شي .
د غزنې موزيم په افغانستان کي د اسلامي اثاروتر ټولو ستري زيرمي لري .
د دې سره –سره چي د غزني موزيم د هيواد په ولاياتو کي دريم
پرانستل شوۍ موزيم دۍ ، ولي دا موزيم د دولتي او يا حکومتي پخواني
پلان له مخي نه دۍ پرانستل شوې . بلکي د دې ولايت په اړوندو سيمو کي د
لرغونپوهانو پر له پسې څيړنو د دې موزيم د جوړېدلو چاري ګړندۍ کړلې .
د غزني موزيم او يا د اثارو زيرمتون ته هغه
وخت زيات پام واړول شوچي په غزني اوشا اوخواسيموکي دلرغونپوهانو په
وسيله دڅيړنوبهير ګړندۍ او ارزښتمن توکي تر لاسه شول . له هغه وروسته
چي په ( ١٣٣٨ ) لمريز کال د سلطان ابراهيم د مقبری څنګ ته تر (
٤٢ ) زيات مرمرين ډبر ليکونه تر لاسه شول د غزني موزيم ارزښت د
اسلامي اثارو د شتون له اړخه لا د پام وړشو . د لومړي ځل لپاره په (
١٣٤٠ ) لمريز کال د سلطان عبدا لرزاق ماڼۍ چي په غزني کي دهراتي تيموريانو د پير
يوه ښکلې بيلګه وه ، د غزني موزيم په واک کي ورکړل شوه .
په غزني موزيم کي را ټول
شوي اثار د دوو لارو تر لاسه شوي وه لومړي هغه اثار وه چي د سپړنو پرته
ترلاسه شوي وه لکه : يو شمير ډبريني ليکني ، په لاس ليکل شوي کتابونه ، ځني سکې يو
شمير هغه ډبريني مجسمي چي د غزنوي پير په ماڼيوکي د ښکلا په نيت د اوبو پاشونو ( فوارو
) په توګه کارول شوي ، اوداسي نور يادولاي شو . دوهمه برخه هغه اثار دي چي د
لرغونپوهانو په وسيله د سپړنو له لاري تر لاسه شويدي . په دي برخه کي د
اسلامي پير هغه اثار چي د غزنويانود واکمنۍ د مهال هنري مهارتونه راڅرګنده وي
لکه زينتي خاورين لوښي چي د ګچو څخه جوړشوي ، يا هغه مرمريني نقاشۍ چي د
غزنوي پير د پياوړو او بر لاسو هنرمندانو بيلګي دي ، او په دي
ډول نور اثار چي د غزني په موزيم کي ساتل شوي وه ، يادولاي شو .
د غزني موزيم لپاره د
ګرځندوۍ ادارې په ١٣٥٠ لمريز کال يوشمير اثار وپيرودل او هم د دواړو ادارو په
ګډ زيار د سيلانيانو د پام را اړولو په نيت پرله پسې نندارې پيل شوې ،
چي د عايد څخه يې دواړو ادارو ته ګټه ورسيدل . د ايتالوي لرغونپوهانو له خوا
په ١٣٥٣ لمريز کال د موزيم د ماڼۍ د بياجوړيدو هڅه وشوه ، په
١٣٥٧ لمريز کال نوموړې موزيم دغزني خلقي موزيم په نوم ونومول شو
. دانوم بيرته په ١٣٥٩ لمريز کال د غزني موزيم شو او له بده مرغه د
موزيم نندارې د ١٣٦١ لمريز کال وروسته وځنډول شوي او په
١٣٦٩ لمريز کال د غزني موزيم يو شمير اثار د امنيتي انديښنو له کبله د
افغانستان ملي موزيم ته را نقل شول ، اوپه ملي موزيم کي پاته اثارد مصونيت
او امنيت په نيت تر ١٣٧١ لمريز کال پوري دتړلو دروازو شا ته وساتل شوه
، چي له بده مرغه د ملي موزيم اثارو د چور پر مهال د غزني څخه د راوړل شويو
اثارهم چور او تالان شول
.
د علامه البيروني په نوښت تر تيب شوۍ انځور چي د
لمر او سپوږمۍ موقعيتونه څرګندوي
د غزني ښار په ١٨٨٣ ميلادي کال ( د افغان انګريزد جګړې پرمهال )
اوس چي له نيکه مرغه د اسيسکو اسلامي سازمان د
غزني ښار ته په ٢٠١٣ ميلادي کال کي د اسلامي کلتوري مرکز دلقب ورکولو پريکړه کړېده،
ټولي هغه اړيني چاري چي د دې لقب د پرځای کولو او ساتلولپاره شته، بايد په
پوره ځيرکۍ او وړتيا تر سره شي .په دې ترځ کي غواړم د خپلي هغه ليکني څخه د
وړانديزونو لړۍ د لاسوهني پرته را واخلم چي دوه کاله وړاندي مي د (( م لرغونۍ غزنۍ او د هغه ځانګړي تاريخي وياړونه ))تر سر ليک لاندي ليکلي وه
.
پايله:
غزنۍ د افغانستان د يوه تاريخي ولايت
په توګه د هيواد په ټوليز تاريخ کي ځانګړي بابونه او وياړلي سر ليکونه لري ،
چي رښتينوالي يې په هغو لرغونو سيمو او تاريخي ودانيو کي څرګند دۍ چي
د غزني په مرکز او اړوندو سيمو کي په سترګو کيږي . د غزني تاريخ زريني
پاڼي د سيمي لپاره هم وياړني او د برمه ډکي لاس ته راوړني
لري ، چي زيات شمير مورخينو او لرغونپوهانو يې په اړه په خپلو اثارو
کي يادوني کړيدي
.
د غزني ولايت د نورو تاريخي وياړونو سر بيره
داسي بيلګي هم شته چي څيړونکي يې د غزني ولايت او اړوندو سيمو ځانګړني
بولي . د امريکايې لرغونپوه لويس دوپرې په باور ، د ناوردښت
په افغانستان کي د پخواني انسانانو تر ټولولرغونۍ ميشت ځای دۍ ؛ د
سويسي لرغونپوه بوخارر په وينا په غزني کي د بودا تر ټولو لويه
وېده مجسمه شته چي د ايتالوي لرغونپوهانو په وسيله رابرسيره
شويده ؛ او په دې ډول نوري ځانګړني شته چي د ټولو را يادول د دې
ليکني تر توان لوړ دي .
وړانديزونه :
د غزني ولايت د تاريخي برم
او لرغونو وياړونو د ساتني او پالني لپاره ، په هيواد کي دکلتوري
ادارو او سيمه ايزو چارواکو پام لاندي وړانديزونو ته راګرځوم :
لومړۍ : په غزني ولايت پوري اړوند و ټولو
لرغونو او تاريخي سيمو ليک لړ دي دلرغونپوهني د ارونو په پام کي نيولو سره بشپړ شي .
دويم : هغه شمير تاريخي ودانۍ دي په ګوته شي
چي دنړيدو او ورانيدو ويره يې شته ؛ د دا ډول ودانيو د بيا جوړولولپاره دې د بيا
جوړولو او پايښت ورکولو بيړنۍ پروژې د سيمه ايزو ادارو او د هيواد د کلتوري
چارو داړوندو ادارو په ملتيا پيل او پلي شي؛
دريم : په غزني کي د ګرځندوۍ ادارې ته پوره
پاملرنه وشي ، او د زايرينو ، ګرځندويانو د اسانۍ لپاره ، ځانګړي ودانۍ ،
پارکونه او هوټلونه په نظر کي ونيول شي ؛
څلورم : د غزني تاريخي موزيم د پياوړتيا او
ودي لپاره دي د سيمه ايزو ادارو او د اطلا عاتو او کلتور وزارت اړوندو ادارو او
نړيوالو کلتوري موسيسو پر له پسې مرستي وغوښتل شي ؛
پنځم : د غزني پوهنتون دي
، د لرغونپوهني په برخه کي د ځوانو محصيلينو د روزني
لپاره د (( د اسلامي پير لرغونپوهنه )) تر نوم لاندي ځانګړۍ ديپارتمنت
پرانيزي ؛
شپږم : د اطلاعاتو او کلتور وزارت د اړوندو
چارواکو په مرسته دي په غزني ولايت کي ټولي هغه ودانۍ او يا ښکلي طبيعي سيمي په
ګوته شي ، چي د نړيوال کلتوري ميراث په لړۍ کي د شاميليدو وړتيا لري ، د هغو
نومونه او لنډه پيژندګلوي دې ، د يونسکو ادارې ته د رسمي منلو لپاره
ورکړل شي ؛
ورستۍ خبره داچي ، د غزني چارواکي او د
هېواد د کلتوري چارو واکمنان په ډير ښه دريځ کي دي ، که وغواړي چي خپل نوم د غزني
او هيواد په تاريخ کي هميشنۍ کړي نو د غزني د تاريخي برم درا يادولو
او پايښت لپاره دي کار وکړي ، او که نه نومورکي به شي .
اخځونه د الفبا په ترتيب :
١ : باوري ، رسول . موزيم پوهنه او په افغانستان کي د
موزيمونو دودي بهير . ( سپک ټولنه : پيښور ) ١٣٧٤.
٢ : بورخارد برينتس . پښتانه او ورونه مليتونه . ژباړن
: پوهاند داکتر زيار . ( کابل : دولتي مطبعه ) ١٣٦٦.
٣ : تدې ، موريزو . د سردار تپې لومړنۍ راپور . ژباړن
: واسيع فيروزي . د افغانستان لرغونپوهنه . ( کابل : ودلتي مطبعه ) ١٩٨٣ .
٤: پالوال ، عبدالرزاق . د پښتنو نوۍ پخوانۍ
تاريخ . ١٩٩٤
.
٥ : پولاديان ، عبدالجليل . په افغانستان کي د فرانسوي
لرغونپوهانو څيړني . د افغانستان لرغونپوهنه. ( کابل : دولتي مطبعه ) ١٣٦٢ .
٦ : حبيبي ، عبدالحۍ . افغانستان بعد از اسلام ( کابل
: دولتي مطبعه )١٣٥٧ .
٧ : حبيبي ، عبدالحۍ . تاريخ مختصر افغانستان . ( کابل
: مطبعه دولتي ) ١٣٤٩ .
٨ :Nancy Hatch
Dupree . An Historical Guide To Afghanistan .(Kabul:A.T.Organization ) .1977