د بابوزی په قلم
د نورستان سیمنار ،د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او مرحوم استاد کهزاد
کاشکی دا سیمنار په همدې روان کال کی دایر سوی وای، خو د افغانانو خبره چی ماهی هر وخت له اوبو را وباسې ، تازه دی! د اطلاعاتو او فرهنګ محترم وزارت د یو شمیر نوروسیمنارونو په لړ کی دا دی د نورستان ولایت په اړه د ( نورستان د تاریخ په اوږدو کی ) تر سر لیک لاندی د سیمنار د دایرولو هوډ کړیدی . داډ ول هڅی د ملاتړ او تایید وړ دی.
خو!
د دې ډول سیمنارونو لړۍ ته په کتو چی تر همدې سر لیک لاندی د هیواد په بیلا بیلو ولایتونو کی جوړ سول، د هغو بریاو او نیمګړتیاو ته دقیق او مسلکی پام نه دۍ سوی. همدا لا میل دی چی د سیمنارونو دا لړی محسوسی او د پام وړ لاس ته راوړنی نه لری . کله نا کله د دې سیمنارونو یوه پایله وینو چی د سیمنار د مقالو ټولګه خپره سی او یا په یوه پریکړه لیک کی د دې یا هغه واټ د نوم په ایښودلو پای ته ورسیږی .
د دې لپاره چی دا ډول سیمنارونه ، یوازی د کاغذونو پر مخ د پلان د پلی کولو او یا د یوه فرهنګی خبر د جوړولو لپاره دایر نه سی ، اړینه ده چی د هر سیمنار لپاره ځانګړی موخی وټاکل سی . د سیمنارونو لپاره د موخو ټاکل هم سیمنار اغیزمن کوی او هم لیکوال او څیړونکی هڅوی چی د موخو په تړاو څیړنی او لیکنی وکړی.
دا موخی د مقالو په سرلیکونو نه سی څرګندیدلای . بلکی د هغو اړتیاو او وړتیاو له مخی باید غوره سی ، چی د هغی سیمی ، ولایت او هیواد په وړاندی پرتی وی. که همدا نورستان بیلګه کړو . او د دې سیمنار موخه په نورستان کی د توریزم وده وټاکو ، خامخا به دې ټکی ته متوجه سو چی کومی هڅی او اقدامات زموږ سیمنار ټاکلی سوی موخی ته رسولای سی. په داسی حال کی اړیو چی په سیمنار کی د نورستان لپاره د توریزم شونتیاوی ، محدودیتونه او په نورستان کی د توریستی صنعت د ودی او پرمختیا لپاره د پلی کیدو وړ وړاندیزونه مطرح او تر لاسه سی . د دې تر څنګ د سیمنار پریکړه لیک باید د یوه رښتینی وړاندیز ( پروپوزل )په توګه سیمه ایزو او مرکزی ادارو ته د یوه الزامی پلان په توګه وړاندی سی.
د لیکنی په بیل کی می کاشکی لیکلی دی ، هغه ځکه چی که دا سیمنار په همدې روان لمریز کال کی دایر سوی وای ، بیا به مو وړاندیز د هیواد د نامتو مورخ او لرغونپوه مرحوم کهزاد د زوکړی یو سل پنځمی کالیزی ته ځانګړی کیدل وای . د دې وړاندیز ملاتړ به د هیواد د هغه ستر مورخ د حق منل او د هغه پر ځای کول وه . د هیواد په معاصر تاریخ کی د لومړی ځل لپاره د مرحوم احمد علی کهزاد د زیار او ربړ له امله نورستان نه یوازی داچی هیواد والو ته ور وپیژندل سو ، بلکی د نړیوالو د پاملرنی وړهم وګرځیدی.
استاد کهزاد په هغه علمی سفر کی چی په ( ١٣١١ ) لمريز کال د دنمارکي او فرانسوي څيړونکو سره يوځای تر نورستانه تللی وو، یوه خورا ارزښتمنه لیکنه د (( د سروبی تر اسماره )) تر سر لیک لاندی لیکلې او د یوه ارزښتمن میراث په توګه را پاته ده . استاد کهزاد ، په لاره کي ټولی پرتې سيمي لکه سروبي ، کنړ، اسمار ، بريکوټ او يوشمير نوري سيمي د يوه افغان څيړونکي په توګه وليدلې او د سروبي څخه تر اسمار پوري ليکنه يې داسي بشپړه کړه چي له يوې خوا يې د تاريخي پلوه د دې سيمو ارزښت را برملا کړ او له بله پلوه يې د يوه اتنولوجست مورخ په توګه په سيمه کي د ميشتواولسونو او وګړو اتنکي څرک را څرګند کړۍ .
استاد کهزاد ، د لومړۍ ځل لپاره د نورستانيانو اتنکي جرړي لرغونو اريائيانو ته ورسولې او په دې تر تيب يې په نورستان کي د ميشتو اولسونو په اړه هغه ټول بيلا بيل اندونه او بې بنسټه سوچونه چي د نورستانيانو په اړه رايج او يا ويل کيدل ، هغه يې د علمی ارونو پر بنسټ رد او د خپلو څيړنو د رښتينوالې لپاره یی ، هر اړخيزه او ډاډمن اسناد وړاندي کړل . چي نه يوازي د کورنيو مورخينو د قبول وړ وګرځيدل بلکي د بهرنيانو لپاره یی هم د يوې معتبري نظريې او رښتيني څیړنی په توګه خپل موقف وموند .
د همدي سفر يوه بله نه هيريدونکي لاس ته راوړنه په کابل موزيم کي د نورستان د اولس لاسي صنايع ، کلتوري او فرهنګي اثارو په زړه پوري نندارتون ته زمينه برابره ول دي ، چي په دې برخه کي د استاد کهزاد ونډه ټاکونکي او لومړنۍ وه .
د نورستان د سیمنار په بهانه د اطلاعاتو او فرهنګ محترم وزارت ته وړاندیز کوم چی : د نورستان د سیمنار په ویاړ چی هره رساله ، علمی آثر ، د مقالو ټولګه او نوری فرهنګی - علمی هڅی تر سره کیږی ، هغه دی د استاد کهزاد د زوکړی یوسل او پنځمی کالیزی ته ځانګړی سی. په دتوګه به مو د هیواد د نامتو مورخ په وړاندی خپل رسالت تر سره کړی وی .
په درنښت