دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
ګرځندوئ صنعت په پياوړتيا کي د کلتوري ميراثونو ونډه

 

ګرځندوئ صنعت  په پياوړتيا کي د کلتوري ميراثونو ونډه

د افغانستان اقتصاد پوهانو او د اقتصادي پاليسيو جوړونکو ، ټولنپوهانو او د ټولنيزو چارو سمبالونکوته په کار ده چي د يوې پراخي   او هر اړخيزي اقتصادي او ټولنيزي  ستراتيژۍ په جوړولو او پلي کولو کي  ، هغو  امکاناتو ته پام وکړي چي  افغانستان يې د ګرځندوئ او توريزم  په برخه کي لري .  د ګرځندوئ صنعت اوس د نړيوال اقتصاد يوه درنه برخه جوړوي . د نړۍ زيات شمير هيوادونه د خپل ملي عايد پوره او غوښنه برخه د ګرځندوۍ  صنعت  او په هغې پوري تړلو چارو له  برکته  تر لاسه کوي  .
د هغو خپاره سوو شمېرو څخه چي د بيلا بيلو موسيسو له لوري  وړاندي سويدي ، په ٢٠٠٤ ميلادي کال کي  د نړۍ د سېلانيانو شمېره   ٧٦٣ اوسوه درېشپيته مليونه تنو ته رسيدلئ ده  ، چي د ٢٠٠٣ ميلادي کال په نسبت ١٠ اعشاريه  ٧ په سلو کي زياتوالۍ ښئي . نوموړې شميره د ١٩٨٠ ميلادي کال راوروسته تر ټولو زياته ګڼل سوېده .  د نړيوال ګرځندوئ ادارې په وړاندوينه ، ښايې له  ٢٠١٠  ميلادي کال څخه تر ٢٠٢٠ ميلادي کال پوري د نړۍ د سېلانيانو شميره په هر کال کي يومليارد او شپږسوه مليونه تنو ته ورسيږي  .  
د ګرځندوئ صنعت  د دوو اړخونو خورا ارزښتمن دی ،  له يوې خوا هيوادونو ته مالي ګټي راوړي اوله بل پلوه د نړۍ د انسانانو تر منځ د دوستۍ او ملګرتوب اړيکي  غښتلي کوي . دا دوه  فکتورونه ، د سوکاله  نړۍ بنسټيز ي اړتياوي  دي ، چي  د نړۍ ټولو هيوادونو او په ځانګړې توګه زموږ هيواد  دبيا رغولو او ډاډمن امنيت  لپاره  ټاکونکې او اغيزمنه ونډه لرلاسي  . 
د ګرځندوئ صنعت يو داسي سوداګري ده چي نه يوازي د دولت مالي توان زياتوي  ، بلکي په هيوادونو کي ميشت   اولسونو ته هم د عايد او ګټي وسيله ده ، زيات شمير اقتصاد پوهان په دې باور دي چي تر ټول ښه او ارزانه ګټه د اوسنۍ نړۍ په توريستي او ګرځندوي صنعت کي پرته ده .  
تورستي سيمو ته د سېلا نيانو تله راتله  په حقيقت کي   د رښتني  او بې سوده اسعارو د وړلو راوړلولار ده   . د سېلانيانو سره  يو ځای سيمه ايز مارکېټونه ، محلې پېداوار ، لاسي صنايع ، او نور ي اقتصادي  اډانې    پر له پسې وده کوي او تر څنګ يې د تورسيتي سيمو اوسېد و نکو  ته د ګټورکار زمينه برابريږي  . 
د تر کيې هيواد په اړه د خپاره سويو اسناد پر بنسټ د سېلانيانو د تلو راتلو په وجه   دې هيواد ته  په ٢٠٠٤ مېلادي کال  ١٣ مليونواو٢٠٠  دوه سوه زره تنه  سېلانيان  منلي او د دې لاري يې    ١٥ مليارده او ٩٠٠ مليونه امريکايې دالره تر لاسه کړيدي . د دې عايد د تر لاسه کولو يوه خورا مهمه برخه د هغو تاريخي سيمو او ابداتو د ليدلو او کتلو څخه  تر لاسه سويدي ، چي د تر کيې په بيلا بيلو سيمو کي د سيلانيانو پر مخ پرانستي دي.


د ايران هيواد هم په ٢٠٠٤ ميلادي کال کي يو مليون او شپږ سوه زره تنه سېلانيان منلي چي تر لاسه شوۍ عايد يې يو مليارد او ٧٤  زره امريکايې ډالرو  ته رسيږي . د دې سره – سره چي ښايې د ايران سياحين به يو شمير د زيارتونو زايرين وي  چي د زيار تونود ليدلو لپاره د ايران بيلا بيلو سيمو ته تللي وي . خو دا څرګنده ده چي د سيلانيانو دا شميره د سياحت او ګرځندويې صنعت لپاره ډاډمنه منبع او د فرهنګي ميراثونو د معنويت د برخي اغيزمنتيا ده . دې يادونو ته په پام  ، هغه  امکانات  چي په نوموړو هېوادونو کي سته  افغانستان يې هم لري   اويا هم   د لږ زيار وروسته همداسی   وړتياوي تر لاسه کولای سي .
د ګرځندوئ صنعت  په هېوادونو  کي  ميشتو اولسونو ته  د ملي هويت د ساتني اوتاريخي برم د پيژندني  تر ټولو ښه او ګټوره لار  ده . هغه تاريخي او ملي وياړونه چي د اولس باور يې خپل کړئ وي ، د همدې صنعت په مرسته لا زياته وده کوي ،  د ملي کچي څخه يې تر نړيوالي کچي پوري  د لوړتيا پړاونو ته لاره پرانستل کيږي . ښايې  نورو هېوادونو او اولسونو ته د يوه هېواد د ملي هويت او پخواني  برم   پيژندنه د  دېپلو ماتيکو اړيکو د لاري  تر سره سي ، خو دا کار د مصارفو پرته د ګرځندوي صنعت له لاري  په  لا پراخه پيمانه او رښتني توګه  تر سره کیدای سي . تاريخي ودانۍ ، مذهبي سيمي او کلتوري ټاټوبي  چي د يوه هيواد هويت څرګندوي ، د همدې صنعت په مرسته په خورا ښه توګه څرګنديدلای  او دوه کولای سي .
د ګرځندويانو او يا ګرځندوئ صنعت  د مهار کولو او يا را خپلولو لپاره  ټاکلي او څرګند معيارونه نه سته چي د هغو په بشپړ  فهرست  وتوانيږو . ښايې يوشمير ګرځندويان د تاريخي سيمو د ليدلو ليوالتيا ولري او بل شمير د بحيرو او سيندونو د مستو څپو مينه وال وي ، ښايې يوشمير به متبرکه ځايونو ته زړه ښه کړي او يو شمير به د خلوت او فراغت سيمي ولټوي ، ښايې يوشمير به د ګڼه ګڼو ډک ښارونه خوښوي او يوشمير به په ښکلو غرنيو سيمو کي د خلوت ټاټوبي  او په لنډه توګه ، هغومره چي  د انسانانو د خيال نړۍ يو له بله بيله ده  په همدې پيمانه يې د خوښي توکي او د ميني وړ شيان او ځايونه سره بيل  بيل دي . د دې سره سره بيا هم يوشمير ځانګړتياوي  په ګوته کولای سو  چي د ګرځندوئ صنعت د ودي او پراختيا  مرستندوئ ګرځي  . د بيلګي په توګه :  
د کلتوري ميراثونو ونډه  د توريزم په دوه او پراختيا کي يو خورا ارزښتمن فکتور دی. که   د  فرهنګي ميراثونو د پيژندلو هڅه وکړو نو  په يوه لنډه جمله کي ويلای سو چي   فرهنګي ميراثونه  د هيواد  ټولي  مادي او معنوي   لاس ته راوړني  په بر کي نيسي، چي  په هيواد کي د ميشتو اولسونو له لوري  د تاريخ په بهير کي جوړ کړي او يا يې تخليق کړي وي  .  دا ميراثونه  د ټولني د شفاهي اوکتبي  ادبياتو څخه بيا  تر تاريخي  ابداتو او لرغونو توکو پوري  بيلا بيل اړخونه لري چي د ټولو شرحه په دی لنډه ليکنه کي  نسي کېدلای . په دې برخه کي يوازي د بيلګي په توګه د تاريخي ابداتو يادونه کوم :
لرغونئ افغانستان   د مور خينو  په ليکنو او اثارو کي بيلا بيل لقبونه خپل کړيدي . نامتو انګليسي مورخ او فيلسوف ارنولد تاينبې  افغانستان د لرغونو مدنيتونو هغه څلور لارې ګڼي چي د ليرو سيمو څخه يې مدنيتونه منلي او بيا يې په افغاني بڼه ګاونډيو او ليري پرتو سيمو ته ليږدولي دي ؛ جاپاني لرغونپوه  ماوريز يوتوزي   افغانستان  د لرغونو سوداګرانو د تلو راتلو لار او د ارزښتمنو توکو د پلورلو او پيرودلو ټاټوبې  بولي  ؛ دامريکايې لرغونپوه بنجامين رولاند  په باور افغانستان د لرغونو مدنيتونو د ثبوت او سپيناوي  لپاره د پريمانه


توکو او لاس وندونو خاوند هېواد دئ ؛ علامه حبيبي افغانستان ته د تمدنونو زانګونوم ورکړېدئ .   د دې القابو او نومونو څخه دا رښتنې پايله تر لاسه کيږي چي افغانستان د لرغونو زمانو او پخواني تاريخ زياتي بيلګي لري چي د ګرځندوئ صنعت د پراختيا  او ودې لپاره مرستندوي ګرځېدلای سي .
د افغانستان په بيلا بيلو سيمو کي  زيات تاريخي ځايونه  او لرغوني  سېمې  شته چي په لږ سمون د زياتو ليدونکو او سېلانيانو پام ځا ن ته اړولای سي .  د افغانستان د وه  نړيوالو کلتوري ميراثونه چي د يونسکو له لوري په رسميت پيژندل سويدي ، د سېلانيانو  د زياتي پاملرني وړ دي .   په غور ولايت کي  د جام څلی  په اسلامي پير کي د هنرونو يوه داسي  ټولګه ده  چي په سيمه کي يې ساري نه ليدل کيږي . دا هنرونه د ساختماني  چارو نيولې بيا تر رنګولو او ليکنو کارولو پوري  د هر سېلاني د پاملرني وړ ګرځي .  د دې تر څنګ  د باميانو ټوله فرهنګي حوزه  چي  نه يوازي د افغانستان د  پخواني تاريخ تيارې برخي روښانه کوي بلکي د سيمي او حتی نړۍ په تاريخ کي خورا اوچت ځای لري ، په دې ورستيو دوو کالونو کي جاپاني لرغونپوهان د باميانو څخه د روغني رنګ  داسي نقاشۍ را وپيژندلې چي  په نړی کي يې د روغني رنګ د کارولو تاريخ ته بدلون ورکړ.
په افغانستان کي  د دې دوو يادو سوو بيلګو په څير د تاريخي اثارو او لرغونو توکو   ډولونه ډير زيات دي . د دې هيواد هره لويشت د يوه تاريخي اثر ټاټوبی دی .  په کابل کي د شير در وازې او اسمائې غره لرغوني ديوالونه ؛  د مرنجان لرغونې غونډۍ ؛ د شا ه تپې په سيمه کي نوئ سپړل شوئ بودايې معبد او په لسګونو نورځايونه سته چي د غير منقول موزيمونو په څير ودان او د سېلانيانو د ليدلو جوګه دي .
په کندهار کي د څلويښت زينو ( چهيل زينه ) تاريخي ډبرينه ودانۍ ؛ د نارنج تاريخ  ماڼۍ ، د کندهارد زاړه ښار پاتي شوني او په لسګونونوري  توريستي سيمي  . په لرغوني بلخ کي   د بلخ لرغونۍ ښار ، د پلي حج جومات ( مسجد نه ګنبد ) د ابو نصر پارسا جومات  او په لسګونو ر ، په هرات کي د مصلا برجونه ، ګازرګاه ، د اختيارلدين کلاه او په لسګونو نور ، په ننګرهار کي د هډې  لرغونۍزيرمتون ، د بساول سموڅي ، د درونټې غرنۍ ګاري او په لسګونو نور او په دې ډول د هيواد يو شمير نور تاريخي ابدات او لرغوني سيمي لکه :  د بست کلاه ، د غزني منارونه ، د مرزکې لرغونځای ،د لوګر ګلدره ، د جوزجان د با با حاتم زيارت ،  او په سلګونو نور تاريخي  ځايونه او لرغوني سيمي سته چي د ګرځندويانو او سېلانيانو لپاره د پوره پاملرني وړ ګرځېدلای سي . په دې هيله  چي د ګرځندوئ صنعت هر اړخيزه پلان طرح او پلان  سوي تدابير پلي سي لاندي وړانديزونو ته د د ې سيمنار د ګډونوالو  پام را اړوم :   د يونسکو نړيواله اداره دي مرسته وکړي چي  :
0 - د افغانستان د تاريخي ابداتو او لرغونو سيمو لپاره د اطلس جوړولو پخوانی پروژه بيا پيل او پلې سي؛
0   په ټول هيواد کي د منقولو او غير منقولو موزيمونو ، توريستي سيمو او ځايونو د نومونوبشپړ  فهرست جوړ او د لنډي پيژندني لپاره دي په هيواد کي    دننه او بهر   تبليغاتي بروشورونه او بلا کاتو نه  خپاره  او و ويشل سي ؛
0 د افغانستان دولت سره دي د  توريزم  لپاره  د يوه انستيتوت په پرانستلو  او فعالولو کي مرسته وکړي .


په افغانستان کي د ښکلو منظرو څو بيلګی               په  پغمان کي د خپلواکۍ تاق  يا د بري ششک ( طاق ظفر )                                                                                                          

د طبيعت يوه ښکلې معجزه  يا د امير بند  ( بند امير )

 

 

                    
                                     
                     
                                           په نورستان کي يوه په زړه پوري منظره
اخځونه :
World Tourrism Organization ( UNWTO ).url .( 2006 ) 1-
2 -  iraneconomics.net  ( 2005 ) 
3  -  torkiye.turizm ( 2005 )
٤ --  باوري ، رسول . موزيم شناسی وسېر موزيمها در افغانستان  ( انجمن سپک : پيښور ) ١٣٧٥ .
   

 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006