طلوع افغان،علامه حبيبي او تاريخ
(پاملرنه : دا ليکنه د طلوع افغان په علمي سيمنار کي چي په کندهار کي داير سوی وو. ولوستل سوه .)
• زماپه دې ليکنه کي دريو لورو ته پام سويدی، د طلوع افغان خپرونه ، علامه حبيبي او تاريخ .
• په طلوع افغان کي د يو شمير تاريخي مقالو او مباحثو يادونه او د هغو يادښتونو په اړه د علامه حبيبي له لوري ليکل سوي کرښي او په هغو کرښو کي د تاريخي ليدلوري څرک به زما د مقالې بنسټيزي خواوي وي.
• د طلوع افغان د خپرونو څخه داسي بريښي چي طلوع افغان او حبيبي د يوې سکې دوه مخه دي ، کله چي دا خپرونه يادوو، ګويا په تلويحي ډول حبيبي يادو او کله چي علامه حبيبي د يوه تاريخ پوه او برلاسي ليکوال په توګه وينو داسي بريښي چي د لومړنيو اساسي هڅو ټاټوبی يې همدا طلوع افغان دی.
د طلوع افغان د پيل د کالونو په خپرنيزو ليکنو کي تر ټولو زيات مطالب د پښتوژبي ، پښتون قوم او د هغو د لرغوني تاريخ په اړه دي .
• د تاريخچۀ شعر پښتو ، دپښتو په اړه د پښتنوسره مرکه، د پښتنو او پښتونخواه د تاريخ څو پاڼي ، د وطن د زاړه تاريخ يو څو ليکي او داسي نور هغه ليکني دي چي د طلوع افغان په خپرونه کي په پرله پسې توګه خپرې سويدي.
د ټولو ليکنو او په ټوله کي د طلوع افغان د خپروني په درستيز لوري کي درې موخي له ورايه ليدل کيږي . لومړی د پښتون ولس ويښتيا ، دوهم د هيواد سره د ميني او رښتينوالي د روحيې تعميم او دريم د تاريخي وياړونوسره د ولس ليوالتيا پيدا کول .
دې دريو موخو ته د رسيدلو تر ټولو ښه لاره همدا وه چي ولس ځان وپيژني او د هويت د پيدا کولو او د خپل هويت د پيژندلو ليوال او مدافع وګرځي ، په دې اړه د تاريخي وياړونو را يادول او په هغو د ولسونو پوهول يوه خورا اغيزمنه لار وه او ده.
همدا لاميل وو چي علامه حبيبي به د طلوع افغان په خپرنيزو ليکنو کي زيات پام هغو ليکنو ته کاوه چي د ځان پيژندني ،د هويت ګټلو او ساتلو او د ولس د فکري روښانتيا سره به يې تړاو درلود. په دې اړه د طلوع افغان د ١٣١٦ لمريز کال د ثور مياشتي په يوه ګڼه کي لولو چي :
(( زموږ د وطن تاريخ که څه هم خورا د برمه ډک او د افتخار وړ دی مګر متاسفانه ترتيب سوی نه دی او ډير په تياره کي پاته دی. ما د تاريخونو د مطالعې څخه ځني ياداشتونه اخستي دي چي زموږ د ژبي او زموږ د مينې د تاريخ ځني ورکي خواوي رڼوي او ډير نامعلومه پلونه يې ښکاره کوي .اوس يې تاسو ته وړاندي کوم چي د طلوع پر پاڼو وساتل سي.))
د طلوع افغان د ١٣١٧ لمريز کال د قوس په يوه ګڼه کي د (پښتنو او پښتونخوا د تاريخ څو پاڼي ) تر سر ليک لاندي ځانګړي ليکني خپرې سويدي چي په پيل کي يې د يوې لنډي سريزي متن داسي لولو چي :
• تر دې لنډي سريزي وروسته د اريانا د سيمي يوشمير ټاټوبي لکه : درنګيانا ، اراکوزيا ، هريوا ،هراوتي ، ګندهارا او نوري سيمي را پيژني .
• په دې برخه کي د لرغوني اريانا همدا سيمي چي په طلوع افغان کي يې يادونه سوېده ، د وينديداد له متنه څخه چي د دار ميسټتر په زيار ژباړل سوې څو بيلګي په لنډه توګه يادوو.
• د يادولو ده چي دا سيمي د يو شمير نورو اخځونو په مرسته په نښه سوي دي .
• درنګيانا يا اوسنئ زرنج د لرغوني يونان مورخينو اوجغرافيا پوهانو او له هغې ډلي هيرودت اوسترابون ،اريايې جغرافيا پوه پلني ، بطليموس او اريان درنګيانا په خپلو اثارو او ليکنو کي ياده کړېده ، چي د زياتو تاريخي جغرافيا پوهانو په اند پخوانئ درنګيانا د اوسني سيستان مرکز د زرنج سيمه ده. ( حبيبي : جغرافيايې تاريخي افغانستان : ٤٠ )
د درنګيانا جغرافيايې موقعيت
Haroyua اريوا ( هريوا )
• ارايوا يا اوسنئ هرات په اوستا کي د لرغوني اريانا يوه ښيرازه سيمه بلله سوېده . دا سيمه د يوناني جغرافيا پوهانو په ځانګړې توګه بطليموس په اثارو کي د هاريا په نوم ثبت سويده، د بېستون په کتيبه کي هم دا سيمه د هريواپه نوم ياده سوېده . د تاريخي جغرافيا پوهانو په اند د دې تاريخي سيمي د نوم پاتي شوني په اوسنی هرات کي دی . /www.livius.org
د هريوا جغرافيايې موقعيت
Arachosia اراکوزيا
اراکوزيا يا اوسنئ کندهار د لرغوني اريانا او يا په بله وينا د اوستايې شپاړس ګونو مځکو څخه يوه ده . دې لرغوني سيمي د اريوا ، درنګيانا ، ستاکيديا او ګندهارا سره ګډي پولي درلودې . د اراکوزيا نوم د يوې ښيرازي سيمي په توګه د اوستايې متونو تر څنګ د يوناني جغرافيا پوهانو په اثارو کي په همدې ليکبڼه ثبت او د کوروش په ډبر ليک ( بېستون ) کي هم ليکل سوې دی. ( Willm Vogelsang :Darush)
د اراکوزيا جغرافيايې موقعيت
Gandhara ګندهارا
• ګندهارا يا اوسنئ ننګرهار او د کابل وادې يوشمير سيمي چي په پخوانيو جغرافيايې متونو کي يې زياته يادونه سوېده . د يوناني جغرافيا پوهانو لکه هيرود ت ، سترابون اوبيا وروسته اروپايې جغرافيا پوه کيننګهم د دې سيمي يادونه کړېده . سترابون ليکي چي سکندر د هند سيمي ته پر لاري د ګندهارا څخه تير سو . دا سيمه په چنايې ليکنو کي د کين تولو په نوم هم ياده سوېده ، چي په پوره ډاډ د همدې اوسني ننګرهار زياتي برخي په برکي نيسي . د هغه مهال ګندهارا پلازمينه د هيلو په نوم يادېده ، چي اوسنۍ هډه پيژندل سوېده
د ګندهارا جغرافيايې موقعيت
د دې بحث پايله
• طلوع افغان ، حبيبي او تاريخ په رښتني ډول هويت ، روح او بدن دی. د هويت د پيژندني او ليوالتيا هڅي د طلوع افغان په پاڼو کي ځليدلي ، د ځلولو محرک يې علامه حبيبي و او پر هماغه څيړنيزو ليکنو د افغانستان د تاريخ بدنه جوړه سوه . او دا دی تر اتيا کاله زماني واټن وروسته يې اغيزي محسوسي دي.