دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د اسلام مبارک دين د ظهور پر مهال د افغانستان د حالاتو لنډ جاج

 

د اسلام مبارک دين د ظهور پر مهال د افغانستان د حالاتو لنډ جاج 

 

د بلخ د نهه ګنبدي جومات انځور چې په افغانستان کې لومړى جومات بلل کيږي


د شپږمي ميلادي پيړی په وروستيو او د اومي ميلادي پيړی په لومړيو کې چې لا په عربستان کې د اسلام مبارک دين خپور شوی نه و، د هغه مهال  افغاني امپراتوريو سترو مرکزونو د خپل زوال وروستۍ شيبې شمېرلې. هغه مهال افغانستان د سيمه ايزو اميرانو او د کوشاني او يفتلي سلسلو  پاته  واکمنانو له خوا اداره کيدی. د دې لپاره چې د اسلام د ظهور پر مهال مو د افغانستان د وضعې عمومي انځورتر لاسه کړی وي اړينه ده چي دغه بحث په لنډ ډول په دوو عنوانو کې تر مطالعې لاندې ونيسو.
الف- سياسي حالات:
هغه مهال چې په عربستان کې د اسلام مبارک دين د پيل کالونه وه،  افغانستان په سياسي لحاظ نامنظم حالت درلود. له يوه لوري د دوو ځواکمنو امپراتوريو موجوديت په ختيځ کې د ګوفتا يانو امپراتوري او په لويديځ کې د ساسانيانو امپراتوري او له بل لوري د يوه پياوړې ادري مرکز  نشته والی د  وړو او کمزورو واکمنيو د منځ ته راتلو  لار برابره کړل .
د چين وتلې سيلانى هيونتسنګ چې په  اومي ميلادي پيړی کې يې افغانستان ته سفر کړى و او د افغانستان د وضعې او حالاتو په اړه يې زيات مطالب ليکلي ، د نوموړي په اند د هغه مهال سياسي حالات داسي انځور کړېدي: دغه هيواد ( د هغه مهال افغانستان ) په بيلا بيلو اداري واحدونو ويشل شوى او هره جغرافيايي حوزه يې د يوه ځانګړي پاچا له خوا اداره کيږي.
رتبيلي او زابلي پاچاهان د هغه مهال له خورا وتليو کورنيو څخه وه چې د کابل پاچاهانو سره يې نيکي اړيکي درلودې. دا پاچاهانو دا لړی د غزني او زابل پر اړوندو سيمو واکمن وه . د دغه پير يوه بله مشهوره کورنۍ د باميان پر سيمه واکمن کسان وه چي د باميان د زمريانو (شيران باميان ) په نوم ياديدل.  يوه بله کورنۍ چې مشري يې امير کروړ يا جهان پهلوان کوله هم  د  غور ، روزګان هلمند او کندهار پر اړوندو سيمو حکومت کاوه. يوه بله کورنۍ چې پر کابل واکمنه وه او پر نورو ګاونډيانو يې برلاسې درلوده د کابل پاچاهانو( کابل شاهان ) په نوم ياديدل او دې ته ورته نور ډېر سيمه ايزحکومتونه د افغانستان په بيلا بيلو سيمو کې حاکم و. په دې ترتيب د اسلا م مبارک دين د خپرېدلو پر مهال په افغانستان کي ځواکمن ، متمرکز او خپلواک حکومت وجود نه درلود.
ب- مذهبي او ټولنيزه وضعه:
د اسلام د مبارک دين د خپرېدلو پر مهال په افغانستان کي ميشتو وګړو بيلا بيل مذهبي عقايد او تمايلات درلودل. زردشتي مذهب چې له بلخه او بودايي مذهب چې له هنده را پيل سوی وو،  په افغانستان کې يې په بيلا بيلو شميرو پيروان درلودل. پر دې سربېره ځينې نورو مذاهبو هم د مسلمانو اعرابو مبلغيو د راتګ تر مهاله د خلکو په اذهانو حاکميت درلود. د سيمه ايزو حکومتونو خپلواکه وضعيت ښايي په دغه خاوره کې د بېلابېلو دينونو عمده دليل وي.
خو د افغانستان د خلکو د هغه مهال کلتور د ويدي او اوستايي تهذيب لويه برخه تشکيلوله. د همدې نامتو مدنيتونو او د هغو د جرړو شتون په دې سيمه کي د وړو او ورسته پاته کلتورونو د ودي مخه ډب کول ، خو هغه شمېر فرهنګونه او تهذيبونه چې نوي به منځته راتلل او يا به يې ځانګړی  نوښت مل و د دې سيمي خلکو به له خپل بومي فرهنګ سره يوځا کړ  او په يوه نوې بڼه به يې نړيوالو ته وړاندې کاوه.
د دې مدعا د ثبوت لپاره د بيلګې په توګه د يونان- باختري او يونان- بودايي مدنيتونو يادونه کوو چې د دې خاورې د وګړو د نوښتونو څخه دي. دا مدنيتونه د تېر تاريخ د مهمو ميراثونو څخه شمېرل کېږي. لنډه دا چې د اومي ميلادي پېړی په وروستيو کې د ساسانيانو وروستې پاچا دريم يزدګرد د احنف بن قيس د اسلامي سرلښکر له لاسه په ٦٥١ ميلادي کال ماته وخوړه او په تعقيب يې اسلامي سرلښکر د افغانستان په خوا را وخوځېدل او په بېلابېلو وختونو کې د عربو حملو دوام پيدا کړ او د دريم خليفه حضرت عثمان (رض) د خلافت پر مهال د عبدالله بن عامر تر مشرۍ لاندې اسلامي لښکرې د کابل تر پولو ورسېدل او دې ډول د سيمه ايزو حکومتونو د سقوط او پاشلتيا لپاره زمينه برابره شوه. د مسلمانانو سوبمنو او فاتحو عسکرو د اسلامي حکومت د ټينګښت او ثبات په موخه دوې پيړی  پرله پسې جګړې وکړې، او ورو ورو په افغانستان کي د اسلامي خپلواکو دولتونو د منځ ته راتلو زمينه په خپله د افغانانو له لوري برايره شوه .

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006