ليکوال : پوهنوال رسول باوري
د مرحوم داود خان په اړه دنويوڅيړنولپاره درې مهم ټکي
( د مرحوم دادود خان د سلمي کاليزي په مناسبت په کابل کي جوړي شوي غونډي ته د اورول شوي وينا لنډيز )
مرحوم داود خان د سردار عزيز خان زوی سل کاله وړاندي ( ١٢٨٨ لمريز کال د سرطان د مياشتي په ١٧ نيټه ) د افغانستان پلازمينه کابل کي وزيږيدی. داود خان د افغانستان د تاريخ يو داسي شخصيت دی چي د هر اړخيزي پيژندني لپاره يې لا ډير کار او څيړنو ته اړتيا شته. هغه څه چي د هيواد د معاصر تاريخ د څيړنکوپه وړاندي د دې شخصيت د پيژندلو لپاره د څيړنيزو پروژو په توګه د پر مخ بيولو او څيړلو وړتيا لري ، په لاندي دريو سر ليکونو کي په لنډه توګه را يادوم.
لومړی: د مرحوم داود خان د شخصي ژوند او اخلاقي کرکټر ځانګړني؛ داود خان د خپل ژوند په ټوله موده کي د اخلاقي ښيګڼوداسي ټولګه وه چي يوازي د شاهي کورنی په دننه کي ځانګړې نه وه، بلکي د افغاني ټولني دټولو ارزښتونو جوړه شوې بيلګه وه. د هغه د شخصيت دا مميزات او خصوصيات د وړکتوبه تر ځوانی او بيا زړ ښته پوري د هرډول استثنا پرته پايښت موندلی دی. دا ځانګړنه د هغه د شخصيت پر جوړښت بشپړه اغيزه درلودل . په کار ده چي مؤرخين او څيړنکي د دې ټکي پر بنسټ د تاريخ هغه آر ته په پام چي فرد د تاريخي پيښو په پنځولو او پر مخ بيولو کي زړی او ټولنه د تاريخي پيښو چاپير يال دی؛ وڅيړي او علمي پايلو ته يې د روسولو زيار وباسي.
دوهم:د داود خان پر سياسي هڅو د چپي ځواکونو اغيزه : دا مطلب په ډيرو ليکل شويو آثارو کي راغلی چي داود خان په هيواد کي د چپي ځواکونو تر اغيزي لاندي د شاهي نظام په وړاندي پاڅون وکړ. او دا هم ليکل شوي چي د چپي ځواکونو په مرسته د نظام پر بدلون بريالی شو؛ رښتيا او حقيقت خو دادی چي د مرحوم داود خان د پاڅون ملاتړی شخصيتونه پخوا تر دې چي په چپي ځواکونو او ګوندونو کي تنظيم وي ، د هغه مرحوم په کورنی کي روزل شوي او يا د هغه په مخامخ پاملرنه پالل شوي وه. د دې حقيقت مانا دا ده چي داود خان د چيپي ځواکونو تر اغيزي لاندي د نظام د بدلون هڅه نه ده کړې ، بلکي د خپلو ملي موخو دپلي کولو لپاره يې د نظام د بدلون هوډ کړی او تر ټولو وړاندي يې هغه شخصيتونه استخدام کړي او ګمارلي دي چي د ده د هيلو سره سم يې چاري تر سره کولې. دلته بيا د يوه ټولنيز تاريخي اصل يادونه اړينه ګڼم او هغه دا چي د کار ورکونکي او کار کونکي تر منځ د اړيکو شتون دی. د حکم او د هغه حکم داجرا تر منځ اړيکي شته. په دې تر تيب داود خان د نظام د بدلون پر مهال د چپي ځواکونو او ګوندونو تر اغيزي لاندي نه و ، خو يو شمير داسي شخصيتونه يې استخدام کړي وه چي وروسته يې په چپې ګوندونو کي ورګډ شول؛
دريم : د داود خان د سياسي - نظامي مانور په اړه : يو بل د پام وړ ټکی چي د داود خان سره تړاو لري د چنګاښ د ٢٦ مي نېټې بدلون دی . د دې بدلون لپاره يو مناسب او رښتني نوم يا اصطلاح په کار ده چي د دې تاريخي پيښي رښتيني حالت څرګند کړي. يو شمير ليکوالو دې بدلون ته سپينه کودتا ويلې ده ؛ يو شمير نورو بيا مخامخ د کودتا اصطلاح کارولې ده او يو شمير نورو د پاڅون او انقلاب نوم ورکړیدی. زه د هغو پيښو بهير ته په پام سره چي په ١٣٥٢ لمريز کال د چنګاښ په ٢٦ تمه تر سره شوې ، د يوه سياسي - نظامي مانور په سترګه ګورم. د دې سره سره چي د پيښي نوم د پيښي بهير متاثره کولای شي ، خو ټولنيزي پيښي خپل مينه والو ته هغسي بايد وړاندي شي لکه چي د پيښو رښتينوالی دی. کودتا ، انقلاب او داسي نورد سياسي اصطلاحاتو په توګه ځانګړي تعريفونه لري ، خو د مرحوم داود خان سياسي- نظامي خوځښت د دې دواړو تعريفونو سره ورته والی نه لري ، د همدې امله اړينه ګڼم چي د څيړونکو او مورخينو له لوري دي ، د هغه مهال د پيښو بهيرته په پام سره وړ او مناسب سرليک غوره او ومنل شي .
زه له ډيري مودې راهيسي د همدې دريو ټکو په اړه د اسنادو او موادو په راټولو بوخت يم، که د دې څيړنو په ورستي کولو او پای ته رسولو بر يالی شوم انشا الله د تاريخ د دې برخي مينه والو ته به يې وړاندي کړم.
په درنښت
ستاسو د پاملرني مننه