دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
دسيندونو وړ چاپير يال او مدنيتونه

 

ليکوال : پوهنوال رسول باوري


دسيندونو وړ چاپير يال
د لرغونو مدنيتونو د پيدايښت او پايښت بنسټيز عامل


اوبه د ژوندۍ نړۍ د پيدايښت او پايښت لپاره لومړنی لاميل دی. دا وينا دټولو پوهنو لپاره د يوه منل شوي حکم مانا لري. د نورو پوهانو تر څنګ دلرغونپوهانو  او تاريخ پوهانو هم  پر دې ټکي پوره يوالۍ شته چي دانسانانود لومړنيو مدنيتو نو اصلي ټاټوبي د لويو سيندونو غاړي او  بحيروته څيرمه سيمي وې. همدا سيندونه اود زياتو اوبو لرونکي سيمي وې چي پخوانيو ټولنو او جمعيتونو ته يې د ژوند کولو او زياتي مودې ميشتيدلو  زمينه برابره کړل. د سيندونو پر څنډو او د سمندرګيو پر شا او خوا د کرهڼي لپاره د ګټور چاپير يال  او نورو شونتياو شتون د  دې لاميل شوې چي د لومړنيو مدنيتونو د پيل اوپايښت زمينه برابره شي. د دې وينا د ثبوت لپاره د نړۍ په بيلا بيلو سيمو کي د باور وړ بيلګي يادولای شو.
د نيل سيند : د لرغونپوهانو په باور د مصر لرغوني مدنيت په بنسټيزه توګه  د نيل سند ډالۍ ده .د نيل سند پر څنډو د مصر پخوانۍ مدنيت منځ ته راغی چي پنځه زره کاله پخوا تر ميلاد يې د ودي او لوړتيا پړاونه تير کړيدي. د همدې سند پرشا  اوخوا د همدې مدنيت خورا زياتي نښي لا پر ځای پاته دي چي نه يوازي د مصر د پخواني تاريخ لپاره ارزښتمن ګڼل کيږي بلکي د لرغوني نړۍ د پيژندلو لپاره دخورا مهمومنابعوڅخه هم شميرل کيږي. د نيل سيند په چاپيريال کي زيږېدلي مصري مدنيت يو شمير داسي ځانګړني لري چي په نورو لرغونو مدنيتونو کي نه ليدل کيږي . د دې ځانګړنو درې بيلګي چي د لومړني انځوريز ليکدود پيل کول او کارول ، د لرغونو مصريانوپه نوښت جوړ شوي اهرامونه او د مصري فرعونانو ځانګړې واکمني يادولای شو. په دې برخه کي به د دې ځانګړنولنډه پيژندنه د دې بحث مينه والو ته وړاندي کړو.
   مصريان په لومړي ځل وتوانيدل چې انځوريز ليک منځ ته راوړي چي د مدنيت يوه ستره بيلګه بلل کيږي. په دې ليک کې هره نښه يو بيان ته ځانگړې شوې وه. يونانيانو دا ليک د هيروغليف په نوم ياد کړ چې مانا يې مقدسه حکاکي ده. دا ليکونه يې پر ډبرو، لرگيو، پوټکو او اوبدل شويو ټوکرانو هم ليکل، خو د پاپيروس کاغذونه ددې ډول ليکنو لپاره زيات کارول شوي دي.
 
د مصرانځوريز ليکدود( هيروغليف )
د مصري مدنيت  ودانيو هنر د لرغونې نړۍ له عجايبو څخه شمېرل کيږي چې مصري اهرامو نه يې ښې بيلگې دي. اهرامونه د سترو او درنو ډبرو څخه جوړ شوي هديرې دي چي د پخوانيومصري فرعونانو جسدونه به يې تر مړني وروسته مومي کول او په ځانګړو مراسمو به ځای پر ځای کول . ايښودل . په مصر کې تر ټولو ستر هرم د ممفيپس په سيمه کي د خه او – پس لپاره د دوو مليونو ډبرينو پارچوڅخه جوړ شویدی. دا هرم  ٢٣٠ دوه سوه ديرش متره پراختيا( سور ) او  ١٤٦ يوسل او شپږ څلويښت متره لوړوالی لري . ( ١ : ٢٤٧ )
 
مصري اهرام
د مصر د لومړنيو مدنيتونو تاريخ په زياته پيمانه د فرعونيانوتاريخ دی. مصريانو به خپلو پاچاهانو ته فرعون يا لوی کهول وايه. په لاندي جدول کي د لرغوني مصر د سياسي واکمنيو نومونه او مهالونه ليدل کيږي.
د فرعونيانو دريم دروان پورې ټول نولس تنو پاچاهانو واکمني درلوده. مصريانو د خپلو گاونډيانو سره تجارتي اړيکو ته پراختيا ورکړې وه. ددغه مطلب ثبوت په مصر کې د افغانستان د لاجوردي ډبرو شتون و، چې درې زره کاله پخوا تر ميلاده هلته رسېدلې وې. د مصر وروستي فرعون د پسماتيک په نوم ياديدی چې د هخامنشيانو په وسيله تر ميلاد ۵۲۵ کاله وړاندې له منځه ولاړ.( ٦ : ٧٧ )
شمېره
د کورنۍ نوم د واکمنۍ دوره
١ لرغونې کورنۍ ۳۲۰۰ تر ۲۶۶۵ پخوا تر ميلاد
٢ د فرعونيانو لومړنۍ کورنۍ ۲۶۶۴ تر ۲۱۵۵ پخوا تر ميلاد
٣ د فرعونيانو لومړنۍ کورنۍ د واکمنۍ پای ۲۱۵۴ تر ۲۰۵۲ پخوا تر ميلاد
٤ د فرعونيانو دوهمه دوره ۲۰۵۲ تر ۱۷۸۶ پخوا تر ميلاد
٥ د فرعونيانو د دوهمې دورې پای ته رسېدل ۱۷۸۶ تر ۱۵۵۴ پخوا تر ميلاد
٦ د فرعونيانو درېم پير ۱۵۵۴ تر ۱۰۷۵ پخوا تر ميلاد
 

 

 

 


د دجلې او فرات سيندونه : د دجلې او فرات سندونو پرڅنډو د لرغوني مدنيت شتون يوه بله داسي  بيلګه ده چي د زياتو اوبو او سيندونو شته والي د يوه نامتو لرغوني مدنيت زمينه برابره کړېده. دلرغونپوهانو او مورخينو په باورد همدې سيندونو له امله د بين النهرين تمدن منځ ته راغلی او وده يې کړېده. هغه جغرافيايي حوزه چې د دجلې او فرات سيندونو ترمنځ پرته ده، په تاريخي متونو کي د  ميزو پوتاميا  ( بين النهرين ) په نوم ياده شوېده. دې سيندونو د تمدن د منځته راتلو او ودې ډېرې ښې زمينې درلودې. يوشمېر لرغون پوهان په دې باور دي چې د نوح (ع) د مهال توپان په همدې بين النهرين کې پېښ شوی دی.
د د جلې او فرات پر څنډو جوړ شوی لرغوني مدنيت د درېو ځانګړنو پر بنسټ له نورو پخوانيو مدنيتونو څخه بيليږي. دا درې ګوني مميزات  د دوو سيندونو تر منځ د نامتو لرغونو ښارونو ودانول ، د ميخي ليکدود منځ ته راوړل او کارول  او د حمورابې قانون پلي کيدل ګڼل شويدي. په دې برخه کي به د دې دريو ځانګړونو لنډه پيژندنه وکړو.
 د بين النهرين يو ډېر لرغوني ځای د (تل حسونا) په نوم ياديږي. دا لرغونې سيمه پنځه زره کاله پخوا تر ميلاد يو لوی کلی و چې وگړو يې د غلو دانوکرلو سره آشنايي درلوده. هغوی د خلکو د ډېروالي له امله سهيلي  بين النهرين ته کډوال شول، هلته يې د نوي تمدن زمينه برابره کړه چې په تاريخي متونو کي د سومريانو تمدن په نوم يادشوېدی.د همدې تمدن وگړو د لومړي ځل لپاره يو ځانگړي ليک دود منځته راوست چې د ميخي ليک په نوم ياديږي.
دبين النهرين يو بل مهم تاريخي سياسي مرکز  اشور  و. په دې ځای کې ځواکمن پاچاهان منځته راغلل او ډېرې سيمې يې تر خپل واک لاندې راوستلې. لومړنی اشوري پاچا لومړي سارگون نوميده. نوموړي شاوخوا ۱۹۰۰ کاله بخوا تر ميلاد د اور ښار تر خپل واک لاندې کړ. دا سلسله تر اوومې ميلادي پيړۍ پورې د بين النهرين پر بيلابيلو سيمو واکمنه وه. د اشور وروستني پاچا اشور بناپال نوميده چې زياتې سيمې يې په خپله واکمنۍ کې شاملې کړې. بناپال د اعلاميانو سره جگړه وکړه او په پای کې يې هغوی ته ماته ورکړه. د هغوی د واکمنۍ سيمې يې هم تر خپل واک لاندې راوستې.( ١ : ٢٠١ )

 
د اشوري مدنيت هنري بيلګي

 

 

په بين النهرين کې بل تاريخي ښار بابل دی. د بابل واکمنان د بين النهرين پر ټولو سيمو واکمني درلوده. مؤرخينو د بابليانو د واکمنۍ دوران پر دريو پړاونو وېشلی دی.د لومړي پړاو ډېر مهم امپراتور حمورابي نوميده. حمورابي د خپلې واکمنۍ پر مـهال خپلو خلکو ته قانون جوړ کړ چې د حمورابي قانون په نوم ياديږي. په دې قانون کې د خلکو د ژوند ټولو چارو ته پام شوی و. له مجازاتو نيولې تر کروندگري او گرځندويي چارو او مسافرتونو پورې ټول اړخونه يې تر سيوري لاندې راوستي وو.
 
د حمو رابې انځور
د بابليانو دوهم پړاو د کآسيانو د قام د واکمنۍ مهال دى. کآسيانو د حمورابي واکمني پای ته ورسوله او تر هغه وروسته پنځه سوه کاله پرله پسې د بين النهرين پر سيمه واکمن وو. د بين النهرين لوی ښارونه او نورې سيمې يې هم تر خپل واکمنۍ لاندې راوستلې. او بيا د ايلام ښار اوسيدونکو له ميلاده يوولس  پيړۍ وړاندې د يوې ځواکمنې حملې په ترڅ کې د کآسيانو واکمني پای ته ورسوله.
د بابل دريمه مرحله هغه مهال پېل شوه چې کلدانيان واک ته ورسېدل. نظامي افسر نبيولا صر لومړني کلداني واکمن و چې بابل يې شپږ پيړۍ وړاندې تر ميلاد ونيو. ددې لړۍ وروستنى پاچا د بخت نصر په نوم ياد شوی دی چې د يهوديه سيمې يې تر خپل واک لاندې کړې. له بخت نصر وروسته د کلدانيانو واکمنې د هخامنشيانو په لاس له منځه ولاړه. تر هخامنشيانو وروسته د بين النهرين پر سيمو ساسانيان په اوومه ميلادي پيړۍ کې د مسلمانانو په لاس فتح شوې.
د سيند پر غاړه مدنيتونه:  مؤرخينو د هند لرغوني تمدن د هرپې  او موهنجودارو  څخه پېل کړي، چي د سيند سيند يې د پيل کيدلو،وده ورکولو او لوړو پوړيو ته د رسيدلو بنسټيز لاميل ګڼل کيږي. درې زره کاله پخوا تر ميلاده د هند په شمال لوېديځ کې يو داسي مدنيت منځ ته راغی چي مورخين يې د هرپې په نوم پيژني . دا مدنيت په سيمه کې بې ساري ګڼل کيږی. د دغه مدنيت  وگړو د غنمو کرنه زده وه، فلزي وسايل يې جوړل. د څارويو رمې او گلې يې روزلې، په داسي ودانيو کي اوسيدل چي د پخوانيو ټولنو د ژوندانه زياتي اړتياوي يې پوره کولې.
د پخواني هند بل لرغونی مدنيت دموهنجوداروپه نوم ياديږي. و. دا مدنيت هم د سيند ، سيند په څنډه اباد شوی و. هغه آثار چي د موهنجو دارو د وګړو را پاتي دي ، د دې سپيناوی کوي چي په زر گونو  خلکو په دې ټاټوبي ( ښار ) کې ژوند کاوه. يو پوړيز او دوه پوړيز کورونه يې جوړکړي دي، د نهرونو او کانالونو سيستم يې د کورونو په جوړلو کې کار ولی دی، په سيمه کي يې د څښلو اوبو داسي ويالې جوړ کړي وې  چې صافې او پاکې اوبه له يوه مرکز ه راونېدېاو ټول استوگنځايونو ته رسيدلې. گدامونه او ذخيره خانې يې لرلې او د اوسېدونکو د ژوند زياته بوختيا دکرهڼي او بيا مالداری چاري وې. ( ٥ : ١٩ )
د هند تېر شوی لرغونى تاريخ د (ماها بهاراتا) او (رامآيانا) پر منابعو ولاړ دی. ډېر زيات د هغو سيمو نه بحث کوي چې د هماليا او گنگا د سيند په سيمو پورې اړه لري. ددې منابعو په بحثونو کې قبيلوي ژوند، اجتماعي نظام د غلامانو او مالکانو بحثونه مطرح شوي دي. داسې معلومېږي چې د هند د لومړنيو مدنيتونو تاريخ په دغو سيمو پورې اړه لري.

 
د موهنجودارو د پاتي شونو يو انځور
آريائيان د لرغوني هند په ځمکه لومړني نوي راغلي خلک وو. ددې دورې ډېر زيات معلومات د ويدي سرودونو په منابعو کې شته دي. د هند په ځمکه د آريائيانو راتلل يو زرو پنځه سوه کاله پخوا تر ميلاده سره برابريږي. هغوى په سر کې مالداري کوله، وروسته له کرنې او ځمکه والي سره آشنا شول. د آريائيانو په خوا کې نور وگړي چې د دراويديانو په نوم ياديدل. هم ژوند کاوه. هغوى د هند ډېر بيوزله خلک وو. د آريائيانو له راتگ نه مخکې هندي ټولنې په عمده ډول څلور اجتماعي طبقې درلودلې. چې د کشتريه، برهمن، ويسپه او شودرا په نامه ياديدې.
د هندي ټولنې بودايي ائين بنسټ له ميلاده شپږ پيړۍ دمخه د گوتاما (بودا) په واسطه د هند په شمال کې کيښودل شو. خلک يې د عبادت اجتماعي قربانيو، اخلاقي او اقتصادي مسايلو په اړه هدايت کول. د مورياني ځواکمن دولت له تاسيس نه وروسته د بودايي دين د پرمختگ او انکشاف زمينه برابر ه شوه.
د مورياني امپراتورۍ بنسټ ايښودونکى چندرا گويتا په ٣٢٢ پخوا تر ميلاده د ناندا د کورنۍ واک ترلاسه کړ. د گوپتانيانو نوميالى امپراتور د اشوکاء په نوم ياديده چې د بودايي دين پيرو و. ده د بودايي دين په پراختيا کې ډېر زيار ويست.( ٥ : ٢٣ )
 
د چندرا ګوپتا او د هغه د واکمنی پر مهال د يوې طلايې سېکې انځور
د گوپتانيانو امپراتوري په ميلادي لومړۍ پيړۍ کې د کوشانيانو تر يرغلونو لاندې راغله او مخ په زوال شوه. وروسته له هغه د گوپتانيانو محلي واکمنيو خپلو واکمنيو ته په بيلابيلو سيمو کې دوام ورکړ. تر هغه پورې چې په ٥٠٠ ميلادي کال کې هندي قومونو له شمال لوېديځ نه يرغل راوړ. د کوپتانيانو ټول محلي حکومتونه يې راوپرزول او بلې لړۍ يې د (هارشا) په نوم د چارو واگې ترلاسه کړې. په هند کې شاوخوا تر ٦٠٠ ميلادي کال پورې درې دولتونو واکمني درلوده. چې له هغې له ډلې څخه يو هم راجپوتان و چې د هند په شمال کې يې واک چلېدی. راجپوتيان د منځنۍ آسيا د مهاجرو قبايلو له ډلې څخه وو. چې د هند وگړو سره يې نږدې والى درلود. هند د دې لړۍ د واکمنۍ په دوران کې د مسلمانانو د پرله پسې يرغل لاندې راغلل. د هغوى يرغلونو تر هغه پورې دوام وکړ. ترڅو چې د اسلامي دولتونو واک ته په لسمې ميلادي پيړۍ کې د غزنويانو او غوريانو تر مشرتابه لاندې هواره شوه. ( ٤ : ١٦٢ )
او په افغانستان کي :
د افغانستان د پنځه زره کلن تاريخ د ثبوت لپاره هم د هلمند سند او دهغه مرستيال سندونه وسيله ګرځيدلي او د لرغوني مدنيت زمينه يې د پخواني منډيګک د اوسيدونکو لپاره برابره کړيده . فرانسوي لرغونپوه ( کزل ) او دهغه د علمي ټيم نور افغاني او فرانسوي ملګرو دا څرګنده کړل چي : درې زره کاله پخوا تر ميلاد ، د منديګک اوسيدونکو په لرغوني افغانستان کي د يوه بې ساري تمدن بنسټ ايښۍ چي د افغانستان د پنځه زره کلن مدني تاريخ د پيل په توګه ثابت او منل شويدی..
د منديګک لرغونې غونډۍ د فرانسوي لر غونپوهانو له خوا چي مشري يې د مسيو کزل په غاړه وه د 1951 ميلادي کال څخه بيا تر 1957 ميلادي کال پوري وسپړل شوه . د دي لر غونې غونډۍ د په لاس را غلو اثارو څخه په ډاګه شوه چي د منډيګک د سيمي پخوانيو اوسيدونکو خپل کلتور د مدنيت لوړو پوړيو ته رسولې وو. په دې سيمه کي د کرهڼي منظم سيستم ، ديوه ټاکلې جمعيت يو ځای اوسيدل،د مسي او برونجي وسايلو څخه کار اخستنه او د لومړنيو مدنيتونو داسي نوري نښانې تر لاسه شوې چي چي لر غونتوب يې د دري زره پنځه سوه 3500 څخه بيا تر دري زره 3000 کاله پخوا تر ميلاد کالونه ټاکل شويدي، چي په ټوليزه توګه د دې مدني تاريخ مهالونه  پنځه زره کاله پخوا زمانو ته رسيږي  .  ( ٢ : ٧ )

 

 
په منديګک کي د سپړنو چارو يو انځور
 
د منديګک څخه دتر لاسه شوی خاورين لوښي يو انځور

د منډيګک له سيمي څخه څوارلس کلتوري طبقې چي هريوه يې د يوې اوږدې کلتوري دورې استازيتوب کوي ، سپړل شوې او څيړل شوي دي . د فرانسوي لرغونپوهانو هيئت ( ډا فا ) * چي مشري يې کزل کوله د منډيګک د لاندنۍ کلتوري طبقې څخه د نوي ډبري دوري يا نيولتيک* او د ميسوډبري دوري يا اينيو ليتيک* پوري اړوند وسايل او اثار تر لاسه کړل . په دې وسايلو کي د کرهڼيزو چارو وسايل ، د اوبدلو وسايل ، د ښځو په ډول جوړي شوې ډبريني مجسمې ،د اوزانو په ډول کاڼي ، د غلو دانو علايم ،خاورين لوښي چي د څرخ په وسيله جوړشوې وه ، د ميسو څخه جوړي شوې زينتي ګاڼې او پسولونه او يو زيات شمير داسي اثارچي د پر مختللې کلتور او لومړنې مدنيت ښکارندوي کوي کشف او تر لاسه شوې دي .
درې زره کاله پخوا تر ميلاد په منډيګک کي داسي ودانۍ او ابادۍ جوړي سوي چي اثار او پاته شونې يې تر اوسه په سترګو کيږي . د دي لرغوني غونډۍ په لويديځه برخه کي يوه داسي ودانۍ د لرغونپوهاتو له خوا را څرګنده شول چي د ودانۍ په وړاندنې ځاې کي د لويو ستونونو څخه جوړ شوې لوې حال يې درلود چي د دي ودانۍ د برم او جلال ښکارندويي کوي . لر غونپوهان په دي باور دي چې نوموړې ودانۍ د منډيګک د واکمنانو د اوسيدو ځاې او ادارې مرکز وو .د ودانۍ په دننه کي داسي ننوتی او راوتی برخې څرګندي شوې چي د ودانيزو چارو د انجنرانو په عقيده نوموړې ځايونه د ودانۍ د ښکلا او ښايست په نيت جوړشوې دي . د دې تر څنګ د منډيګک د ودانيو پر شا او خوا د يوه داسي لوړ ديوال يا حصار نښانې هم څرګندي شوې چي د ښار څخه د دفاع په وخت کي به ورڅخه کار اخستل شوې وې .
 
د منديګک د ودانی پاتي شوني

د منډيګک د لر غونې غونډۍ څخه څوارلس کلتوري طبقې په لاس راغلی چي هره يوه يې د يوه بيل پير او بيل پر مختيايې حالت ښکارندويې کوي ، چي په دي لنډه مقاله کي د ټولو لاسته راوړنو يادونه ممکن کار نه دۍ ، خو د ا اړينه ده څو و ويل شې چي د منډيګک دتمدن بر خه ليک څه شو ؟ دې پوښتني ته ځواب ستونزمن بريښي خو د لرغونپوهانو تلاښ او هڅو څه ناڅه د حل لاره په ډاګه کړې ، ولې بايد څرګنده شې چي لا تر اوسه د لر غونپوهانو تر منځ يوه پريکړې پايله نه ده تر لاسه شوې ، هغه څه چي څرګند دي هغه د څيړنکو تر منخ د دوو بنسټيزو عواملو يادونه ده . يو شمير لرغونپوهان په دي باور دي چي د منډيګک اوسيدونکو د يوه پراخ يرغل په نتيجه کي د خپلې سيمي دفاع ونه شوه کړاې چي پايله يې د منډيګک ښار تخليه کيدل وه او نوو ير غل کونکو د منډيګک د اوسيدونکو ټاټوبي وسوځول او په پاي کي يوه پريښودل شوې سيمه وګرځيدل . دا ډله لرغونپوهان د دې وينا د ثبوت او ثقم لپاره د منځنۍ اسيا هغو ټوليزو او جګړه ايزو خوځښتونو ته پام اړوي چي د 3000 کاله پخوا څخه تر 2500 کاله پخوا تر ميلاد په سيمه کي جاري وه . ( ٣ : ١٠ )
  يو شمير پوهان په دې باور دي چي د منډيګک پخواني ميشتو ټولنو د يوه طبعي نادود له امله د خپلو سيمي پريښودلو ته اړ شويدې ، دا شمير څيړونکي پر هغو څيړنو تکيه کوې چي د هلمند دسيند په اړه د جيولوجستانو له لوري تر سره شويدې . د جيولوجستانو له نظره د هلمند سيند د يخچالې سيندونو په لړ کي شميرل کيږي . او د يخچالې سيندونو يوه مميېزه داده چي د زمانې په تيريدو سره خپل بستر او د بهيدو ځای کښته کوي او له ځان سره وړي . په دي تر تيب 3000 دري زره کاله څخه تر 2500 کاله وړاندي تر ميلاد د هلمند سيند بستر کښته شوی او نور د منډيګک اوسيدونکو دا توان نه درلود چي د خپلې ابادۍ لپاره د کښت او کرهڼې اړتياوې د هلمند سيند څخه پوره کړې . د دي شمير پوهانو په اند همدا عامل وو چي د منډيګک سيمه پريښودل شوه .
پايله : اوبه ، سيندونه ، د بحيرو څنډي او اوبيزي چينې نه يوازي د ژوندۍ نړۍ لومړنی اړتيا ده ، بلکي د انساني ټولنو او لومړنيو جمعيتونو د پايښت ، ودي او پراختيا لپاره هم اغيزمن او ټاکونکی لاميل ګڼل کيږي. ټول پخواني مدنيتونه د وړ او مناسب چاپيريال په لرلو منځ ته راغلي او وده يې کړېده . دا سکالو نه يوازي د پخوانيو مدنيتونو لپاره د منلو وړ ده ، بلکي په اوسنيو حالاتو کي يې هم اغيزه څرګنده ده. زموږ په هېواد کي چي د کرهڼي لپاره وړ مځکي لري ، خو د اوبو د نشتوالي له امله د کرهڼي پاتي او په ډاګو او وچو دښتو اوښتي دي. په کار ده چي په هيواد کي دسيندونو اوبه په اغيزمنه توګه مهار او وکارول شي. چي له يوې خوا دښتونه خړوب او هيواد سمسور شي او له بل پلوه زموږ هېواد د خوراکي توکوله اړخه د بهرنيو مرستو له اړتيا و ژغورل شي. 
اخځونه:
١- آ ، کاژدان . تاريخ جهان باستان. جلد اول. مترجم: صادق انصاري . چاپ دوم ، انتشارات فردوسي. ١٣٨٦
٢ – باوري، محمد رسول . مدنيت هاې اوليه افغانستان . کابل : افغانستان . ١٣٨٨ .
٣ – باوري ، محمد رسول . لرغونی افغانستان . کابل : افغانستان . ١٣٨٨
٤ – حبيبي، عبدالحی. تاريخ مختصر افغانستان . کابل : افغانستان . ١٣٤٦ .
٥ – ش. دانګې. هند ( د لومړي کمونيزم تر مرئتوب پوري)ژباړن : نوميالی. کابل : افغانستان . ١٣٦٤ .
٦ – فوګل ، شپيګل . تمدن مغرب زمين. جلد اول . مترجم : محمد حسين آريا . ( تهران : انتشارات امير کبير) ١٣٨٠ .

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006