ليکوال : پوهنوال رسول باوري
بخدي د لرغونپوهانو له نظر
افغاني او بهرني مورخين پردې ټکي بشپړ باوري دي چي بلخ په رښتني توګه د افغانستان ام البلاد دی ؛د دې رښتيني باور په ثابتولو او عامولو کي دافغاني نامتو مؤرخينو علامه حبيبي استاد کهزاد او مرحوم غبار ونډه د يادولو او ستايلو ده .
د زياتي توضح پرته د منلو ده چي بلخ يوه لرغونې سيمه او پخوانۍ ښار دۍ. خو د لرغونپوهانو لپاره يوازي هغه تاريخي لاسوندونه بس او کافی نه دي چي مؤرخين يې د خپلو موخو د سپناوي لپاره وړاندي کوي . مادي شواهدو او اسنادو ته اړتيا شته چي د بلخ لرغونتوب باوري شي. دا اسناد او شواهد کيدای شي په تصادفي توګه په لاس راشي ، خو په بنسټيزه توګه هغه اسناد اولرغوني توکي د لرغونپوهانود باور وړ ګرځیدلای شي چي د يوه منظم سپړنيز او څيړنيز پلان له مخي تر لاسه شوي وي .
زموږ په هېواد او په تيره بيا د بلخ په لرغونې سيمه کي د علمي سپړنو تاريخ خورا لنډ او نيمګړۍ دی . له يوې خوا درسمي سپړني تير تاريخ ډير لنډ دی او د بلي خوا دا سپړني چي تر سره شوي هم دي د ځينو ځانګړو ملاحظو سره ملګري وې . دې ياد شويودو لاميلو نو هم د سپړنو د پايلو پر کېفي او هم يې پر کمي اړخونو اغيزه کړېده .په ټوليزه توګه د هېواد د لرغوني تاريخ لپاره د موادو او اسنادو د راټولولو هڅي يا تصادفي وې او يادلرغونپوهانو د هيلو پر بنسټ پلي شويدي ، چي د ې ټکي د سپړنو د پايلو رنګ او خوند لږ کړی او د سپړنوکيفيت ته يې زيان اړولی دی .
د کميت خبره خو بيخي روښانه ده ، او دا يوه جمله کيدای شي دا سپيناوۍ وکړي چي په دې لرغوني هيواد کي چي هره سيمه يې د لرغونو زمانو شواهد او لاسوندونه په خپل غيږ کي لري، خود رسمي سپړنو په ترځ کي لرغونپوهانو زموږ دټول هيواد څو د ګوتو په شمار سيمي سپړلي او را پيژندلي دي .
که د دې لنډي سريزي تير شو ، بلخ د خپل ټول تاريخي ستر توب سره بيا هم د لرغونپوهانو له لوري هغسي چي وړتيا يې ده ، نه دی سپړل شوی . ښايې د دې نه پاملرني دوه لاميله ټاکونکي او عمده وي . لومړۍ دا چي د لرغونپوهانو له لوري د سپړنو سيمي د هغه معيار پر بنسټ غوره شوي دي چي د هغوۍ لپاره يې زيات ارزښت درلود؛ دوهم لاميل يې دا چي لا تر اوسه هم دا فغانستان زياتي سيمي نه دي سپړل شوي ، او په بلخ کي هم زياتي لرغونو سيمي او تاريخي ټاټوبي شته چي د سپړنو انتظار باسي .
د دې سره سره چي د بلخ په اړه هغسي چي ښايې اړيني سپړني او څيړني نه دي تر سره شوي ،خو په دې لنډه ليکنه کي دا هم شونې نه ده چي د بلخ دسپړل شويو او څيړل شويو سيموبشپړجاج واخستل شي.
د لرغونپوهانو له نظره لرغونۍ بلخ د لرغونو آثارو د شتون له اړخه خورا شتمن او په سيمه کي د لومړنيو کلتوري ټاټوبو څخه شميرل کيږي . د دې وينا ثبوت په هغو آثاروکي څرګند دۍ چي د لرغونپوهانو له لوري دانوشيروان لور،دبلخ بالا حصار ، د زرګرانو تپه ، د باباقو دروازې او يو شمير نورو سيمو څخه په لاس راغلي دي.
د بلخ سپړل شوي سيمي نه يوازي دا چي د بلخ لرغونۍ تاريخ يې روښانه کړي بلکي د هيواد او سيمي تاريخ ته يې هم د پام وړ لاسوندونه وړاندي کړيدي. د دې لپاره چي خپلي موخي ته ژر ورسيږو ، په بلخ کي د لرغونوسيموهغه دوې بيلګي چي همدا اوس تر منظمو رسمي او علمي سپړنو لاندي دي،را يادم . دا دوې بيلګي يو د زرګرانو تپه او د بلخ بالاحصار نوميږي.
لومړۍ د زرګرانو تپه :
په زرګرانو تپه کي د علمي او رسمي سپړنو چاري څه ناڅه اتيا کاله وړاندي پيل شويدی . د لومړی ځل لپاره فرانسوي لرغونپوهان ژوزف هاکن او ګيرشمن په ١٩٢٣ ميلادي کال دزرګرانو تپه د بلخ د يو شمير نورو لرغونو سيمو سره وڅيړل او د سپړنو کار يې پيل کړ، خو تر دوو کالونو وروسته دا سيمه د رسمي سپړنو د لړۍ څخه پاته شوه او د يو شمير نا مسلکي سپړونکو اوقاچاقبرانو له لوري د زر مينځلو تر نوم لاندي په بيلا بيلو زمانو کي سپړل شويده ، او په دې تر تيب د دې سيمي آثار په ورورو وړل شويدي.
د زرګرانو تپه هم د هيواد دنورو لرغونو سيمو په څيرپه دې ورستيو ديرشو کالو نو کي له بده مرغه په بيلا بيلو ډولونو پر له پسې لوټ او تالان شوه . نيکمرغي دا ده چي د ٢٠٠٤ ميلادي کال راوروسته يو ځل بيا په دې سيمه کي د سپړنو رسمي او علمي چاري پيل شويدي ، چي د لنډ راپور په توګه غواړم د دې سپړنوځيني لاس ته راوړني تاسوته وړاندي کړم .
د زرګرانو تپې د سپړنو لپاره د فرانسوي لوري ښاغلۍ فليپ ټاکل شوی او د افغاني لوري مشري د لرغونپوهني انستيوت علمي غړۍ ښاغلۍ زلمی پر غاړه ده .
د زرګرانو تپې سيمه ټول ټال ٧ – ٨ کيلو متره ساحه په بر کي لري. د سپړنو لپاره د دې لرغوني سيمي په شمالي برخه کي دري ټاټوبي چي د چهلستون ، هندو سوزان او د لرغوني ديوال يا د خونکار پاچاکلا ،نوميږي غوره او تر سپړنو لاندي نيول شويدي.
د زرګرانو تپې زيات شمير آثار لکه ، د کورونو سيستم ، د خاورينو لوښو ډولونه ، د اومو خښتو کارول ، د مسکوکاتو بيلا بيلي بيلګي او نورتوکي دا ښئ چي د يونان - باختري او کوشاني پيراړوند آثار او پاتي شوني دي .
د زرګرانو تپې څخه د تر لاسه شويو يو شمير آثارو انځورونه:
د زرګرانو تپې اثار په دريو ځايونو کي ساتل کيږي . ( د شير قومندان کور ، د بلخ ولايت د آثارو د ساتني اداره او د ډافا زيرمتون ) خوتر ټولو زيات آثا ريې د شير قومندان په ساتنځای کي راټول شويدي. نوموړی قومندان د دې سيمي د ساتني چاري هم پر مخ بيايي.
په انځور کي
ناصر احمد ازادزوی محصل، ذبيح الله مدبرمحصل، صالح خليق د مزار شريف د اطلاعاتو او کلتورمسول، سياف محصل، استاد احمد عمرد کابل پوهنتون استاد ، رحيم الله اماني محصل، محب الله کاکړ محصل، لايق احمدي محصل ، بصير احمد کامجومحصل ، ميرويس د دافا ادارې مسول، حسين علی مظفري محصل، عکاس عبدالنظير سادات محصل
هندو سوزان
د زرګرانو تپې يوه بله برخه چي د سپړنو چاري پکښي رواني دي، د هندو سوزران په نوم ياديږي . داسيمه د زرګرانو تپې شمالي برخي ته پرته ده. د هندو سوزان په سيمه کي د فرانسوي لرغونپوهانو له لوري ښاغلۍ پاسکال او د لرغونپوهني انستيت له لوري ښاغلۍ زلمۍ د سپړنو په چارو کي بوخت دي .
د هندو سوزان په سيمه کي د خاورينو لوښوتر څنګ د يوه کوهي شتون ثابت شوۍ چي يو متر په يو متر کي په دايروي شکل کينل شويدئ د دې تر څنګ د تشناب او يوه پخلنځي نښي هم تر لاسه شويدي ، چي د کوشاني پير استازيتوب کوي.
د چشمۀ صفاڅو انځورونه
د هندو سوزان ديوال د زرګرانو تپي د ساتني او حفاظت لپاره جوړ شوی وو. تر اوسه د دې ديوال بيلا بيلي خواوی را څرګندي شويد ، خو د شمال پر لور د دې ديوال په منځ کي تشه د دې مانا لري چي دا ځای بايد د ښار دروازه وه ، هلته د لس پټه يې زينو شتون بله نښه ده چي د دې ښار د لوۍ ديوال يوه دروازه ثابتوي.د ديوال پاتي شوني او د ښار تر منځ لږ تر لږه يو کيلو متر واټن په ستر ګو کيږي . او د ديوال بهر لوري ته د يوه وچ سند نښي هم څرګندي شويدي ، چي د لا زياتو شواهدو لپاره نورو سپړنو ته اړتيا لري .
د بلخ بالا حصار
د بلخ بالا حصار سپړنو ته د فرانسوي لوري نيکولای انجيل او د افغاني لوري ښاغلی زلمي ګمارل شويدي . په دې سيمه کي د يو شمير خاورينو لوښو تر څنګ د ودانيو داسي بيلګي موندل شويدي ، چي د کوشاني پير استازيتوب کوي ، خو د هغو کلتوري طبقو څخه چي د بالا حصار په سپړنو کي را بر سيره شويدي . د يو ناني سکندر د جګړو نښي او يوناني مدنيت پيل په هغو آثارو کي چي د ايرو سره ګډ موندل شويدي څرګنديږي .
د بلخ په لرغوني بالا حصار کي د پخسه ای ديوالونو شتون ، او د هغو تر څنګ د زيات شمير اومو خښتو او يو لړ شمير پخو خښتو شتون د بالا حصار د زيات تينګښت لپاره د هغه ښار د اوسيدونکو هڅي څرګندوي .
د بلخ بالا حصار برجونه لري او د برجونو په بدنه کي د څار لپاره خاص ځايونه او د ساتونکو لپاره د وظيفې او دندي د تر سره کولو لپاره کوټي او خوني جوړي شويدي
د بلخ بالا حصار څو انځورونه
پايله
لرغونپوهانوهم د تاريخ پوهانو په څير د لرغوني بلخ ارزښت او پخوانۍ برم ثابت کړۍ او منلۍ دی . تر هغه ځايه چي د بلخ په سيمه کي سپړنوڅرګنده کړېده ، دا لرغونۍ او تاريخي ښار دری ستري ځانګړني لري :
لومړی : بلخ د افغانستان د ليکنيز تاريخ او د لرغونپوهني لپاره دمادی شواهد يوه ښه بيلګه ده ؛
دوهم : بلخ د افغانستان د لومړنيو مدنيتو لپاره د مادي شواهدو پر بنسټ د ثبوت خورا ډاډمن اخځ دی ؛
دريم : د بلخ د لرغوني تاريخ هره ليکلې پاڼه دلرغونپوهانوپه مادي شواهدو ثابتيدلای شي ؛