دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
اريائيان

 

د سلام فرهنګي ټولني د بريښنا پاڼي درنولوستونکو ته !

ډيره موده وشوه چي د پاڼی د خپريدوچاري د ځنډ سره مخ وی . دا دۍ يو ځل بيا غواړود نويو مطالبو په خپرولوسره ستاسوچوپړ ته ودريږو. ددرنو لوستونکو د وړانديزونو پر بنسټ مو هڅه کړې چي نوي تاريخي مطالب په لنډه توګه وړاندي کړوچي له يوې خوا لوستونکو ته په زړه پوري وي او له بلي خواد هېواد د تاريخي پيښو پر له پسې والی وساتل شي . اوس لومړی ليکنه د اريا ئيانو پيلوو:   

اريائيان


دا ثابته شوېده چي اريائيان دوه زره او پنځه سوه  ( ٢٥٠٠ ) کاله پخوا تر ميلاد په لرغوني افغانستان کي ميشت شويدي . دې قوم ځان ته ارين ويل  چي د ښو خويونو خاوندان  اويا  داصيلو وګړو  مانا لري . د لومړنيو تم ځايونو په اړه يې لا ډاډمن مالومات نشته ، خو دا څرګنده شوېده چي افغانستان ته د سير دريا او اموسند له شمالي لوري را تير شوي او په بلخ کي يې د لومړي مدنيت بنسټ ايښۍ دۍ .
د لومړنيو اريائيانو په ټولنيز ژوند کي کورنۍ ډير ارزښت درلود . کورنۍ ته يې (کولا ) ويل چي تر اوسه هم دا نوم په کهول کي ليدل کيږي . دڅو کورنيو څخه يوه قبيله جوړېدل چي د هغې قبيلې رئېس ته يې (پتي) ويل دڅوقبيلوڅخه يو ټبر(قوم)جوړېدئ چي هغه ته يې ( وېسه)اويا ( ګرامه ) ويل . د پاچا د اوسېدلو ځای ته يې (  پور ) وايه چي دا درې نومونه تر اوسه هم په شېر پور ، ويس او بګرام کي ليدل کيږي .
اريا ئيانو بلخ ته تر رسيدلو وړاندي  کوچياني ژوند درلود . د هغو څيړنو له مخي چي په ١٩٣٩ ميلادي کال د سمرقند په تال برزو کي تر سره شوې ، د يوه اريا ئې پاچا انځور ( تصوير ) د يوه خاورين لوښي پر مخ ولېدل شو . د پوهانو په باور دا د اريا ئېانو د لرغوني  پاچا ګيومرث انځور دۍ . په ويدي سرودونو کي هم  د کوچيانو همدا  پاچاد ګيومرث په نوم  ياد شويدۍ . په ويدي متن کي د پاچا د يادوني  څخه دا په ډاګه کيږي چي اريا ئيانو په کوچاني ژوند کي هم د پاچاهۍ نظام درلود .    
اريا ئېانود خپلو اوسېدو سيمو ته  (اريانا ويجه )يا ( اريانا ورشو ) ويل  . هغه مهال چي اوسنۍ بلخ  يا  پخواني  بُخِدي ته ورسېدل  ، هلته يې ديوه نوي مدنيت بنسټ کښيښود . د بٌخدي لرغونۍ ښار  يې دخپل  لومړني پايتخت او اداري مرکزپه توګه وټاکه . د کوچاني ژوند تر څنګ يې په کرهڼه او بڼوالۍ لاس پوري کړ  . د اوسېدلو لپاره يې ارت کورنه  جوړ کړل  . ښار يې جوړ کړ او دهغه ښار د ساتني لپاره يې پلن ديوالودنه او لوړ برجونه  ودان کړل  ، چي زياتي  نښانې يې لا تر اوسه پاتي دي .
د څلور ګونو ويدي ټولګي څخه دا په ډاګه کيږي چي اريائيان د پرمختللو او شاعرانه ادبياتو خاوندان وه . ټاکلي ټولنيزمناسبات اوکورنۍ اړيکي يې درلودل .داسي ځانګړي اوډله ايزاخلاقي اصول  او مقامونه يې په خپلو کي درلودل چي د خپلو روحاني او مذهبي شخصيتونودرنښت به يې د هغو په پلي کولو سره پر ځای کاوه .      
په بٌخدي ( بلخ ) کي د اريا ئې وګړو زياتوالي  هغوۍ اړ کړل چي د لويديځ او سهيل ختيځ پر لور په ډله ايزه توګه د ليږد او مهاجرت لړۍ پيل کړي  . د لويديځ پر لور لومړۍ پخواني پارس يا اوسني ايران  او بيا د او سنۍ ترکيې  او تر هغه وړاندوکرښوهم تير شول .هغه ډله اريا ئيان چي دسهيل ختيځ پرخوايې مخه وکړه ، هغوۍ بيا لومړۍ  دلرغوني  هندشمالي او بيا  مرکزي سيموته ورسېدل  .      

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006