د زړه له کومي مننه
د ټولو دوستانو او زموږ سره په راپېښ شوي غم کي د غمشريکۍ لپاره ټولو ګډونوالو ته د زړه له کومي مننه او خېر يوسۍ وايو . ټولو هغو ورڼو او خوېندو ته چي افغانستان ته يې زموږ د متوفی د ليږد په لاره کي لاسونېوۍ کړۍ ، د ټولو هغو ورڼو او خوېندو مننه کوو چي په کابل کي يې زموږ د متوفی په جنازه ، تکفين ، تدفين او فاتحه کي برخه اخستې ، او د ټولو هغو ورڼو خوېندو مننه کوو چي د اروپاد بيلا بيلو هېوادونو او د هلند هېواد د بيلا بيلو سيمو يې په فاتحې کي د ګډون ربړ منلۍ وو ، او هغه دوستان چي د بريښنا ليک او پست ليک له لاري يې زموږ سره غمشريکي کړېده ، د زړه له کومي کور ودانۍ وايو او د لوی څښتن ( ج ) له حضوره ټولو ته د ستر او عظيم ثواب د ورکولو دعا کوو .
په درنښت
دحربي ښونځۍ د پخواني استاد
مرحوم ډګروال عبدالقادر د کورنۍ ،دوستانو
او
سلام فرهنګي ټولني له خوا