د بابوزي په قلم :
يو څو خبرو ته زما حېرانتيا
لومړۍ د حېرانتيا خبره : د طالبانو وياند وايې چي امير المومنين ملا محمد عمر مجاهدپه پاکستان کي نه بلکي په افغانستان کي دۍ ، او د يوې پوښتني په اړه وايې چي اشغالګر غواړي په دې بهانه په پاکستان کي عملياتو ته لاره خلاصه کړي ؛ زه حيران دې ته يم چي د ا ورور څومره د پاکستان خوا خوږۍ دۍ . او زموږ ټول هېواد او بيا پښتني سيمي د پاکستان د دفاع لپاره سپر جوړوي او غواړي چي اشغالګران يوازي همدا زموږ د هېواد خوار اولس بمباردمان کړي او وه يې وژني .
دوهمه د حېرانتيا خبره : افغان اولس ژاړي او د اوښکو پرځای ويني تويوي او پر له پسې هر افغان اوسېدونکۍ دا وايې چي ، پر افغان اولس دا واکمنه شوې اداره او په ځانګړي توګه د کابينې زيات شمير غړي او لوړ رتبه سلاکاران بې کيفايته او د خپلو ګټو ساتونکي دي ، او د همدې اداري نړيوال ملګري هم په جار او ډاګه وايې چي د اوسنۍ اداري زيات شمير کارونه د نا اهلو لاس کي دي . خو زه حېران يم چي کرزۍ صاحيب ولي دې په ثبوت رسېدلو نا اهلو ته لا د واک ساتلو په لټه کي دۍ .
دريمه د حېرانتيا خبره : زموږ د هېواد د پيښو په اړه چي هر بهرنۍ ليکوال يا څيړونکۍ يو څه وليکي ، بيانو زموږ د هېواد سياسي شننونکي او تحليل ګران داسي انګيري چي ګويا دا د خارق العاده او ستر متفکر خبره ده او سمدستي د خپل تحليل او ارزوني بنسټ پر هغه ليکنه او يا وينا تکيه کړي . هو ، دا منم چي يو شمير بهرنيان به د خپلو شونتياو له امله لومړي لاس منابعو ته د ژر رسېدلو توان ولري ، خو د دې مانا دا نه ده چي هربهرني چي هرڅه وليکل ګويا د نښي منځ يې ويشتلۍ دۍ . زه دې ته حيران يم چي افغانان ولي پر خپل ځان دومره بې باوره شويدي ، چي د افغانستان د حالاتو په اړه دهر بهرني ليکوال ليکنه معتبره ګڼي ، نه پوهيږم چي تر افغانانو به بل څوک افغانستان ښه وپيژني .
څلورمه د حيرانتيا خبره : زموږ زيات شمير ليکوال تر بيلا بيلو سر ليکونو لاندي په زياته پيمانه يو او بل ته ورته مضامين او مقالې ليکي . موخه يوه وي ، خو د کلماتو په بدلون به دوې يا څوبيلا بيلي مقالې په رسنيو کي خپرې شي . نه پوهيږم چي دا ښاغلي ليکوال د خپلو ليکنو پرته د نوروليکوالو مقالې هم لولې که نه ؟ که د يوې مسلې په اړه د يوه ليکوال په ليکنه کي نيمګړتياموجوده وي ، کيدلای شي چي په نوې ليکنه کي يوازي هغه نيمګړتيا ياده شي ، نه دا چي ټوله ليکنه بيا له سره وليکل شي او په هغې کي يو يا دوه ټکي ورزيات شي . زه دې ته حېران يم چي که په لنډه توګه د يوه مطلب افاده کېدلای شي ، ولي ليکنه داړتيا پرته اوږده شي .
پنځمه د حېرانتيا خبره : کله ناکله يو شمير ليکوال يو او بل ته بېځايه اړم شي او يو د بل پر خلاف ليکل کوي ،او زيات وخت دا مخالفت او اړ پيڅ د پوهنيزو کرښو تر برېده واوړي او يو بل ته د سپکو سپورو تر ناوړه کندو ورسيږي . زه دې ته حيران يم چي يو لږ شمير دا ډول ښاغلي ليکوال ولي خپل ارزښتمن وخت د نورو د سپکولو او يا يو اوبل ته د ناوړه ليکلو پرځای ، خپل د مسلک سره سم ګټورو ليکنو ته نه ځانګړۍ کوي ،چي له يوې خوابه نور لوستونکي ترې ګټه واخلي اود بل پلوه به د بل ليکوال د شخصيت سپکاوۍ نه وي شوۍ . خو دا بايد وليکم چي زه د پوهنيزو ارونو سره سم دحقايقو د سپيناوي لپاره دشخصيت بشپړ درناوي ته په پام د هر ډول جدل ، مقابلې او مباحثې کلک پلوي يم .
هيله من يم چي زما دا حېرانتياوي تاسو حيران نه کړي ، چي دا مي څه ليکلي دي .
په درنښت
بابوزئ