ليکوال : Prof. Nicholas Sims-Williams (University of London
ژباړونکۍ : پوهنوال رسول باوري
د لرغوني افغانستان په اړه نوي څرګندېدني
باختر ، د افغانستان په شمال کي لرغونې باختري ژبه ، په دې منځ کي يوه ارزښتمنه خبره دا ده چي ايراني ژبي ښې ډيري په يوناني الفبا ليکل شويدي . پر باختري ميراث د يوناني لوی سکندر برۍ په څلورمه پخواتر مېلاد پيړۍ کي د يوناني ژبي د پرمختګ پير وو . په باختري ادارو کي د زيات مهال لپاره يوناني ژبه کارول شوې او ډبر ليکونه يې کښل شوېدي . هغه مهال چي باختر د شمال مهاجمو کوچيانو تر واک لاندي شوۍ ، د کوشانيانو اغيزه برملا ده . په پيل کي يوناني ژبه کارول کیده ، خو وروسته په يوناني ليکدود سيمه ايزه باختري ژبه کارول شوېده . د يوناني ژبي سختي ورځي د کنشکا د واکمنۍ مهال وو . هغوۍ به خپل سيمه ايزه توري او کليمې په مسکوکاتو کي کارولې . د لومړي کوشانيانو د واکمنۍ پر مهال ورورو يوناني ژبه پريښودل شوه اوځای يې باختري ژبي ونيوئ .
د لومړنيو زيږ ديزوپيړيوپه ترځ کي ، باختريانوو کولای شول چي خپله ژبه د نړۍ د نورو ژبو په منځ کي ارزښتمنه کړي ، په دې چي دا د کنشکا پاچاه ژبه وه . باختريانو يوه لويه امپرتوري د افغانستان په شمال کي جوړه کړه چي د هند شمالي برخي او مرکزي اسيا سيمي ېې يې هم په په بر کي نېولي وې . د شپږ مي ميلادي پيړۍ وروسته چي کوشاني امپراتوري ړنګه شوه ، باختر يانو پر له پسې تر نهمي مېلادي پيړۍ پوري خپل پخوانۍ ليکبڼي وکارولې . د پاکستان په توچي سيمه کي پيداشوۍ ډبرليک (Slide 1 9KB)
په نقشه کي د توچي سيمه په نښه شوېده
د بودايې مهال پاتي شوني د ماني ( ساساني ) ډبرليکونو او د چين د شمال لويديځي سيمي تورپان (( ( Turfan ) (Slide 2 12KB )
د تورپان څخه تر لاسه شوي ليک يو انځور
تر لاسه شوئ د ډبر ليکونو کلکسيون چي په برلين کي ساتل شوۍ )) کي د باختري ژبي او کلتور واکمني وه ، چي راوروسته زرګونه کاله پټ پاته شويدي .
څلويښت کاله پخوا باختري ژبه په څرګنده توګه نه وه پيژندل شوې ، يوازي د کوشاني پاچاهانو او تر هغو وروسته ځاې ناستوواکمنو د مسکوکاتو پر مخ د انځورونو او ليکنو په اړه مالومات را ټول شوي وه . د کوشاني مسکوکاتو پرمخ د مات ( شکسته ) ډول يوناني ليکدود او په ځانګړي توګه د هغو ډبر ليکونو تقليدي ډول ليدل کيږي چي په توکو او ودانيو کي کارول کيدل . په اصولي توګه د هغو انځورونو او نښانو لوستل ستونزمن نه دي ، خو هغه ټوله مخففات ، نومونه ، د پاچاهانو القاب او منابع دي . په باختر کي ورستي معمول مسکوکات دکوشانيانو ، سا سانيانو ، کيداريانو ، هيپتاليانو ، ترکانو او نورودي . هغوۍ مات ( يوناني)ليکدود کاروئ او په تقليدي توګه يې د لاسي ليکنو ډول ته دوام ورکوئ . هغه مهال د رازونو څرګندول د ستونزو سره مخ کيږي چي د پاڼو شميره ونه لري ، او ځيني وړې لوحې او ډبرليکونه چي په مات ليک کي يو بل ته ورته وي په همدې ډول د پوهېدلو وړ دي ، خو که هغه څو ( داني ) وي او هغه هم نيمګړي، موږ نه شو کولای چي يوه رښتينې افاده تر لاسه کړو .
دا لوستل او يا ژباړه په ١٩٥٧ هغه مهال وشوه چي د لومړي ځل لپاره په بغلان کي د سره کوتل باختري ډبر ليک متن د زيات پام وړ وګرځیدۍ . (Slide 3 23KB )
د سره کوتل ډبرليک يو انځور
ليکوالان زيات پر هغو الواحو او ډبر ليکونو برلاسي شوي چي د کوشاني مسکوکاتو په مرسته يې په زيات زيار او سختۍ اماده کړيدي . دا تعبيرونه او افادې هغه مهال زيات ستونزي زيږونکي وې ، چي د نوم او القابو د پوهېدلو لپاره به يې د هغو ټولو ويوکو او علايمو ( اشارو ) څخه کار اخستۍ چي د ژبي په ګرامري جوړښت کي کارول کېدې ، په هر تر تيب د ( W. B. Henning ) له لوري يو شمير اړين توري وپيژندل شوه . چي په هغه متن کي يې د لوی امپراتور کنشکا لوړ موقف وښودئ . هغه د اوبو په اړه د ستونزي حل دۍ ، او هغه يو داسي لوړ او ځانګړۍ بنسټ کښيښود چي ( Nukunzuk ) نوکونزوک يې ونوماوه ، چي د کنشکا د واکمنۍ ٣١ کال وو . دا پخوا تر هغه مهال وو چي د هغه ( کنشکا ) راتلونکۍ واکمن هوويشکا ( Huvishka ) واکمن شي .
د لومړۍ برخي پای ، نور بيا