د سمیع الدین افغانی څو شعرونه
میپرست
زه ساقی او می خانی سره اشنا یم
ځکه اوس د ټول غمونو بی پروا یم
نصیحت په ما د هیڅ چا اثر نکړی
زه په خپله په نیشو کی غټ پیشوا یم
سم او بد هسی چه ما دی پیژندلی
په خپل عقل د ذاهده زه دانا یم
رنګینی د میخانی سره عادت یم
په مستی کی د ساقی د زړه دنیا یم
د رندانو او مستانو په حساب کی
حساب شوی یم نه اوس بلکه پخوا یم
چه ساقی د میخانی سره می راز شو
زه تر نورو هوښیارانو مستثنی یم
افغانی چه په نیشو کی څه لیدلی
په خمار کی په هغه لیدو سلا یم
------------------------------------------
مهاجر
زړه کی چه مغروره او کاکه یمه
داسی معلومیږی چه ساده یمه
دلته په پردی وطن کی ژوند کوم
هر څه خپلوم ځان بیګانه یمه
ګوری راته تل دوی په پردی نظر
هسی زه د څو ورځو میلمه یمه
-----------------------------------------
انسان
د ادم د زړګی وینه
چه بدله شوه په مینه
قدرت ګوره د سبحان
چه پیدا شو تری انسان
د زمان بهیر چلیږی
خلک کله پری پوهیږی
فرشتو دی راوستلی
دی دنیا ته انسان ښکلی
انسانی مینه انسان
رب پیدا کړه په جهان
دی جهان ته دی حیران
د ادم لمسی انسان
سمیع الدین افغانی